کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

عبدالله شاهين

طلوع ټلويزيون څه خپروي؟
[د ډيموکراسۍ ښه پيل که د افغاني کلتور د زوال طلوع؟؟]

په افغانستان کې د نوي دولت او نوي نظام په راتلو سره د ډيموکراسۍ او برابرۍ لپاره هم ډېرکارونه وشول، چې ځينې يې په ګټه وو اوځينې يې ډېر بې ګټې.
له ګټورو کارونو څخه يو دا و چې د بيان، مطبوعاتو او خپرونو نسبي ازادي رامنځته شوه چې ګڼو کسانو ته يو ښه زېرى و،ځکه چې نور به د زور او جبر کلتور پاى مومي او خلک به يوازې د يوې واکمنې طبقې د سياسي او نظامي ګټو د خوندي ساتلو لپاره کوښښ نه کوي، بلکې د ټولنې هر کس به له ځانه د دفاع، د خپلو حقونو د اعادې او ونډې حق لري. کېدى شي دا هرڅه به اوس مهال په افغانستان کې نه وي تامين شوي، خو په رښتينې ولسواکۍ او د وينا ازادۍ کې د ملت ګټې تر هرڅه زيات ارزښت لري، چې دولت يې د پياوړتيا لپاره اغېزناک کارونه ترسره کوي.
له بې ګټې کارونو څخه يې يو دا و، چې ځينو مرستندويو ادارو داسې مطبوعاتي ادارو او کلتوري دفترونو ته پانګې ورکړې، چې په ګټورو کارونو ونه لګول شوې. يا په کې د ملت ګټې وښکنځل شوې، يا هم يوې ځانګړې ډلې ته بېساري کارونه وشول. د ساري په توګه په شبرغان کې د ايينې په نامه يو ټلويزيوني چينل کار کوي، چې د ستر جنګيالي مشر (رشيد دوستم) پوځي او شخصي ګټو ته کار کوي، که څه هم پښتو په کې اوړو کې د مالګې هومره ده.
په خپله د کابل ټلويزيون چې اوس يې (ملي ټلويزيون) نوموي دومره بې معياره او ټيټ کيفيت لري، چې په يادولو هم نه ارزي، که څه هم له څو کلونو راهيسې المانيان ورسره کار کوي، هر ډول امکانات وربرابروي، خو له بده غره چې هېڅ ډول مثبت بدلون په کې رانغى، هغه کميسيون چې د څارنې لپاره ورته وټاکل شو، تر څلو مياشتنيو هڅو وروسته خپله استعفى وړاندې کړه، دوى سر ټکاوه چې هڅې يې ځاى نه نيسي، دا هرڅه د يوې ډلې په واک کې دي، چې يوازې خپله ځانګړې تګلاره تعقيبوي. د کابل ټلويزيون لپاره شپاړس رياستونه کار کوي، چې تر ٢٠٠٠ زيات کارکوونکي لري، چې که په دغو ٢٠٠٠ کسانو کې يوازې ٥٠ کسان د زړه له اخلاصه کار وکړي، په هېواد کې به يو انقلاب راولي.
له دې خپرونو څخه يوه هم په کابل کې د طلوع په نامه د يوې شخصي ټلويزيوني شبکې پرانيستل کېدل دي، چې دا دى څه موده وروسته به يې يو کال بشپړ شي، دا په داسې حال کې چې د افغان په نامه يوې بلې ټلويزيوني شبکې هم په کار پيل وکړ، خو هغه بيا هم څه ناڅه افغاني بڼه لري.
لکه مخکې چې وويل شول اوس مهال دا دى تر يوه اوږدمهالي پېر وروسته يو داسې بهير پيل شوى، چې شخصي ټلويزيوني چينلونه هم په کار پيل کوي، راډيوګانې فعالې شوي او اوس ورته څه ناڅه د کار زمينه برابره شوې هم ده. خو له بده مرغه چې پر دغه ډول شخصي رسنيو باندې سالمه رهبري نه شته، هغه اداره چې بايد پر دغو خپرونو سالمه څارنه وکړي، په خپل کار کې پاتې راغلې ده، ځکه چې په لومړيو وختونو کې همدغو ادارو د شخصي راډيويي او ټلويزيوني چينلونو مخالفت کاوه، بيا يې د ښځو سندرې حرامې وګڼلې، خو وروسته چې يې دا سندرې هم روا وګڼلې نو ځينې داسې بهيرونه وليدل شول، چې د دولت همدغه واکمنې ادارې يې خلکو ته بې کفايته معرفي کړې.
طلوع ټلويزيون که له يوې خوا ژبنى تعادل په پام کې نه ساتي، په زياتو برخو کې د پښتو ژبې سپکاوى کوي. په دې ټلويزيوني شبکه کې که له يوې خوا پښتانه خبريالان نه شته او که شته ډېر کمزوري دي، بله دا چې هغه کسان چې په کې کار کوي او پښتو خپرونې وړاندې کوي، ډېر کمزوري دي،خبرې اترې يې ګڼې ګرامري تېروتنې لري، چې سړى نه پوهېږي څه وايي.
ځينو خپرونو ته يوازې پښتونومونه ورکړل شوي،نور نو نه يوازې چې په کې پښتو نه شته، بلکې هغه ويندويان چې په نمايشي توګه د پښتو برخې لپاره کښېنول شوي دي، يوازې يو- يو تورى پښتو وايي. نورې خبرې په دري ژبه کوي، چې سړى نه پوهېږي دا بيا څه مانا؟؟
که د نورو هېوادونو سندرې خپرېږي، هېڅ خبره هم نه ده، خو که چېرې کوم وخت يوه سندره خپرېږي، نو خوله يو ډول بېخونده نيسي. ويندويان يې په بهرنيو جامو او خارجي موډ کې راڅرګندېږي، چې د افغاني ټولنې انځور نه وړاندې کوي.
خپرونې يې اکثره د فساد د خپراوي لامل ګرځي، د ساري په توګه د خپرونو وړاندې کوونکي ډېر څه وايي، خو داسې ښکاري چې دويلو لپاره هېڅ هم نه لري، وېښتان او جامې يې د غرب په بڼه دي. له دې کبله هغه د چا خبره چټيات وايي. کوڅه يي او بازاري خبرې وړاندې کوي.
د دې ټلويزيون چلوونکي ګومان کوي چې افغانان يې له خپرونو سره ډېر مينه لري حال دا چې داسې نه ده، تاسې همدا اوس په کابل کې وګرځئ او دا کتنه وکړئ چې په سينماګانو کې يې ډېره ګڼه ګوڼه ده که په مسجدونو کې؟؟؟ د دې ټلويزيون خپرونې همداسې بڼه لري، چې زياتره کتونکي او مينه وال يې ځوانان او تنکي زلميان دي، چې له بده مرغه ډېر مهال نااخلاقي او لوېدلي توکي خپروي.
داسې ښکاري لکه دا ټلويزيوني شبکه چې قصداً کوښښ کوي چې ځينې ملي ارزښتونه سپک کړي. د ساري په توګه د خپلو نورو متعصبو هملارو په څېر دانشگاه، دانشکده، ورزشگاه، فرمانده، شهروند، شهردار، هلال احمر، دانشجو، څه او څه... کاروي.
دوى ته دا يادونه په کار ده:
نن ورځ مې مه ګوره چې نه لرم ډېوه په کور کې
کړي دي ما هم د سپوږمۍ پر زنګانه خوبونه
نن ورځ که پښتو ژبه له هر لوري تر يرغل او بېلابېلو فشارونو لاندې ده، پروا نه لري، يوه ورځ به دا ستم مات شي او پښتانه به که خداى کول د خپل ملي کلتور د دفاع لپاره په خپله مټې رابډوهي.
دا چې د افغانستان ملي ټرمينالوژي په پښتو ژبه ده، دا خو د دې ژبې حق دى،ځکه چې د دې هېواد اکثريت اوسېدونکي پښتانه دي او دا نومونې خو له امير شېرعليخان راهيسې دود دي، چې تر دې ستمي حکومتونو يې لا بدلون ته مټې رابډنه وهلې، خو اوس چې د ايران کلتوري يرغل ته لار اواره شوې نو د طلوع په شان له تعصبه ډکې خپرونې دغه ارزښتونه د ايران لمن ته غورځوي، ښايي دوى به د (روشن) ټليفوني شرکت لپاره دا کار کوي، چې د اغاخان کمپنۍ يوه برخه ده او طلوع ته مادي امکانات ورکوي او د طلوع ټلويزيون کارکوونکي به هم دا وايي چې راځه د ډالرو په بدل کې د خپل ګران افغانستان دا ملي ارزښت ترې ځار کړه!!.
خو بايد يادونه وکړو، چې پښتانه ويده نه دي، د دې هېواد اصيل بچيان دغو ټولو مضرو کارونوته متوجه دي، وبه ګورئ چې د خپلو دغو ملي ارزښتونو د دفاع لپاره څه وړ اقدام کوي.
که څه هم طلوع ټلويزيون ته د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID)، روشن ټليفوني شبکې او ځينو نورو ادارو له خوا مالي مرسته ورکول کېږي، خو دغه مرستندويې ادارې لکه چې د خپرونو په څرنګوالي پسې سر نه ګرځوي چې په دې خپرونو کې څه خپرېږي او عام ولس ته څومره ګټه رسوي؟؟ بل دا چې ژبنى انصاف چېرې مراعاتوي؟
په هغه ټلويزيوني چينل کې چې شپه و ورځ ايرانۍ، هندي او د نورو ژبو سندرې خپرېږي، ولس به څه ګټه ترې واخلي؟ زموږ ولس په يوې وچې ډوډۍ پسې ټوله ورځ خولې تويوي، هغه ته دا خبرې څه ګټه رسوي، چې تېر کال کوم رنګ ډېر موډ و،يا تېر کال هلکانو په کوم موډ سرونه جوړول؟؟ دا خبرې خو په يوه داسې ټولنه کې ارزښت لري چې خلک يې لږ تر لږه په اقتصادي لحاظ ماړه وي او هرڅه د خپل ملت لپاره کوي.
ايا ولس تر دوو لسيزو خونګړيو جګړو او لالهانديو وروسته همداسې خپرونې غواړي چې يو څو ځوانان دې زنانه اکټونه کوي او د چا خبره هسې چټيات دې وايي؟ په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزير څه کړي دي؟؟ په خپله لويې تسپې په لاس کې کښته پورته کوي، د خانقاګانو په محلفونو کې ستړى شو، خو دومره وړتيا نه لري چې د دغه ډول چټياتو مخه ونيسي.
که چېرې څوک کومه ورځ د دې ټلويزيون خپرونې وګوري او بيا له ځان سره غور وکړي، خپله ټولنه ورسره پرتله کړي، ښايي ډېر ورته هېښ پاتې شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې کله د ښځو سندرې رواګڼي،کله پر خپرونو د سانسور لپاره ځانګړى کميسيون جوړوي، کله بل څه، د دې پرځاى چې دغه وړ خپرنيزو ادارو ته يو ملي او افغاني رنګ ورکړي، د بېلارۍ او خپلسرۍ په وړاندې يې ځان غلى نيسي او څټ ګروي. دغه وزارت بايد ملت ته سم ځواب ورکړي، ايا د بربنډو بهرنيو سندرغاړو سندرې خپرول ډيموکراسي ده؟ ايا د هېواد د يوه لوى قوم توهنيول ډيموکراسي ده؟ ايا هغه خپرونې چې تر نيمايي ډېر خپرنيز توکي (سندرې، سريالونه او فلمونه) يې د نورو هېوادونو د کلتور او ټولنيزو ارزښتونو څرګندويي کوي- کولاى شي د دې ملت پر ټپونو پټۍ ولګوي؟.