کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

هلال ياسيني

د پوهنتون يونيفارم (دريشي)

د نړۍ ټول ولسونه په خپلو كلتورونو فخر كوي او هر ولس د خپل كلتور د خورولو او ساتلو دپاره ډېر زيار وباسي. پوهنتونونه او نورې تعليمي موسسې د ټولنې د نورو ټولو موسسو په پرتله په دغه لار كې زيات زيار وباسي. ملي يونيفارم (جامې) د هر كلتور يوه مهمه برخه ده. خو متاسفانه افغاني پوهنتونونو په دې برخه كې قصداْ يا سهواْ منفي رول لوبولی دی او دغه ملي ارزښت ته يې په درنه سترګه نه دي كتلي. اخري بيلګه يې د خوست په پوهنتون كې په زده كونكو د بهرني (غير ملي) يونيفارم لازمي كول دي.
په دې كې شك نشته دی چې د خوست د پوهنتون مسولينو دغه كار په پوهنتون كې د نظم او دسپلين د منځ ته راوړلو په خاطر كړی دی. نو ځكه لازمي بولم چې تر هر څه دمخه په پوهنتون كې د يونيفارم په ضرورت رڼا واچوم او بيا د خوست د پوهنتون د مشرانو د فيصلي په سياسي او ټولنيزو اغيزو لږ څه وليكم.
زما په باور په پوهنتون كې د يونيفارم يا دريشي لازمي كول كوم خاص ضرورت نه لري. يونيفارم د پوهنتون د درسي نظام برخه نه تشكيلوي او نه د زده كونكو سره د درس په پوهېدلو كې مرسته كوي، بلكه په ټوله مانا د نظم او دسپلين سره اړيــكي لري. نو ځكه د خــــوست د پوهنــــتون ښاغلي رئيس هـــم پــــه دغــه موضــوع ټيـــنګار كړی دی چـــې غواړي د عامـو خلكو سره د زده كـــــــونكو توپيــــر وشي. خو خبــــره دا ده چې د عامو خلكو او د پوهنـــــتون د زده كونــــكو د شكـــل يا هيـئت د توپير ضــــرورت څه دی؟ توپيـــــر خو داسې هم كېــــږي چې زده كونكي د پوهنتون كارتـــــــونه ولري او عام وګـــړي يې ونلري. د هـــــجرت پــــه دوران كې د سيـــــــد جمال الــــــدين د ليسې مدير فرمــــان صادر كړی و چــــــــې هر زده كــــــونكی به شنه خــــولۍ په سروي!! د يو استـــــــاذ نه چا پوښتــــــنه وكــــړه چــې دا ولې؟ هغه ويل ځكه چې مونږ كـــله كله د تفــريح د خــــــــلاصيــــــــــدو نه وروســــته لاروي هـــم پـــــــه لــښـــــتو وهـــــو او ليــــــسې تـــــه يـې ننـــــــبـــاســــو. فــــكـر كــــوم چـــې د خوست پــــــه پــــوهـنــــتــــــون كــــې خـــــــــــو بـــــه د ســــــــــوبـاړو پاليسي او د مكـــــتــــــــــــــــب غــــــــونــدي تفريحي سيـــــــــستم نــــه پلي كېـــــږي چې خاص لــــــــباس دې ورتـــه غوره كـړی شـــــــــي.
بله دا چې ايا د دريشي موضوع دومره مهمه ده چې د پوهنتون د مشر ذهن مشغول كړي؟ بې له كومه شكه چې نوموړی پوهنتون، چې د هيواد په ډېره دردمنده او قدرمنده سيمه كې نوی نوی جوړ شوی، نور ډېر مشكلات لري او د دغه مشكلاتو د حل دپاره د پوهنتون د ښاغلي مشر ټولي انرژي ته ضرورت دی.
تر مونږ د مخه د نورو دولتونو تعليمي موسسات په تعليمي چاپيريال كې د خاص يونيفارم په نه ضرورت رسيدلي دي. د مصر په ټولو پوهنتونونو كې او بالخصوص په الازهر كې خاص يونيفارم لازمي ندی. زه او نور افغانان به كله په افغاني كالو كې او كله په دريشي كې پوهنتون ته تللو. مصري محصلين به هم څوك په دريشي كې او څوك په خپله مصرۍ جلابۍ كې پوهنتون ته راتلل. د امريكا او اروپا په پوهنتونونو كې هم كوم خاص يونيفارم وجود نه لري. زه په امريكا كي كالج او پوهنتون ته كله په افغاني جامو كې او كله په دريشي كې ځم. د نړۍ د مشهور پوهنتون "هارورد" د حقوقو په پوهنځي كې د مردان د سيمې يو افغان زده كړه كوي. څو ورځي مخكي يې راته وويل، "كله چي مي كلی راياد شي نو بس خپلي جامې واغوندم، ټوپۍ (خولۍ) په سر كم (كړم) او كلاس (ټولګي) ته لاړ شم." د نړۍ نور خلك په دې پوه شوي دي چې د امكان تر حده زده كونكو ته د ښې زده كړې او مطالعې شرايط برابرول تر هر څه ضروري دي. نو ځكه پكار نه دي چې ذهنونه يې د يونيفارم په موضوع مشغول كړی شي. بلكه كوم نوعه جامې چې ورسره د ذهن په ارامولو كې مرسته كوي هماغه واغوندي.
په خوست كې د پوهنتون د يونيفارم يا دريشي موضــــــــــوع ځكه د زده كــــــــونكــــو ذهنـــــونه مصــــــروفـــــــوي چــــې هلــــته د خلــكو اقتصادي وضعـــيت دومــــره ښه نـه دی چې د عــــام ژوند دپــــاره دي افـــــغاني او د پوهنـــــــــتــــــــون دپـاره دي دريشي واخــــلي. د دريشـــــــي د يو كمــــــيس په بيــــــه پــــوره يو جـــوړ افـــــغاني جامـــې كېږي. زه چې پـــه پېــــښور كـــې د هجرت په دوران كې په مكتـــــب كې وم نو زما يو جوړ جــــــامې وې. مــور به مي چي راتــــــــه جامې وينـــــــځــــــلې نو ما بـــه مي د كشـر ورور پرتـــــــوګ واغوست او د خپـــــلو جامو د وچيدلو په طمع به ناست وم. كه چېـــــــرته زما مكتــــــب دريشــــــي لازمي كــــــړی وای نـــو زه او زما نور همــــــــــزولي به د دې جــــــوګه شــــوي نــــــه و چــي پېــــــښور كي مـــــو په مكـــــتــــب او د نـــــــړۍ په ښـــــــو پوهنـــتونو كې مو زده كـــــــــړي كــــړي وای. زه پـــــه دې باور لـــــــرم چـــي نـــن به هم د خــــــــوســـــت په پوهنـــــــــــتـــون كې داســــې خلــــك وي چې فقـــــــــــط يو جــــوړ جامې بـــــه ولري. نو پــــه داســــي حالـــت كــــي به څوك څنـــــــــــګه دريشـــــي واخلي؟!
او كــــه د خوســـت پوهنـــتـــون يونيـــفارم لازمي كوي نو بيا ولي خپــــل ملي يونيفارم نــــه لازمي كوي؟ د خوست پوهنتون مخـــــــكي پـــــه پېښور كــي د افغان پوهنـــــتـون په نــامه يادېده او طبـيـــعي ده چي د پوهنــــتـــون مشر به د پېښور د اسلاميــــه كالج د زده كونــــكو يونيـــــفارم ليدلی وي. د اسلاميه كـــالج يونيفارم د افغاني سپينو كــــــالو نه عبارت دی. په اوړي كې زده كونكي سپين كالي اغونــدي او په ژمي كې پرې دپاسه اوږده كورتۍ اغوندي. ما پــــه تېرو شلو كالو كي د اسلاميه كـــالج د يونيفارم غوندي ښكلی او پرمختــــللی يونيــــــفارم نه دی ليــدلی. كــه د خوست د پوهنــــتـــون مشران ډېـــر اصــــــرار كــــوي چې يونيـــفارم لازمي كړئ نو بيا د دريشي د لازمي كولو ضرورت څه دی؟ مونږ خپـــــل ملي لـــــــباس لرو چې ساتــــل او پـــــه نـــوره نـــــــړۍ كــې خورول يې زمونــــږ ملي وظيــــفه ده.
د خـــــوست د پوهنــــــتــــون ښاغلـــي رئيس د ټول افغان پــــه ويبـــپــــاڼه يــــو خپــــــور شوي لـــــــيك كي دريــــشي دولتي رسمــــي سمبول بلــــلی دی. كه دا خبره راتــه څوك دلــته په امريكا كې وكـــــړي نو ورسره بـــه يې ومنـــم. خو كـــــه څــــــوك يـــې په افغانــــــستــــان كي كوي، نــــور به ورته هيـــــڅ هم ونـــــه وايـم، خو لږ به ورپـــــوري وخانــــــــدم.پخــــــپـــله فكر وكــــړۍ، ايا دا خبره د كولــو ده؟! د كلـــه راهيسي دريشي د دولت رسمي سمـــبول غوره شوی دی؟ زما خو د كــمـــونستــــانو، مجاهــــدينــو، ملا عـمر، او اوسني رژيم ټول فرمانــــونه په يــــاد دي. داسي څـــــه شـــــی خـو په كې ما پــيـــــــــــدا نــــــــــــه كړ!
په هر حـــــال د هيــــــواد په دغــــه نــــــازكه حالاتــو كې داســــــې فيـــــصلې ډېر سيــــــاسي او ټولنــــيـــــزي منــــفي اغېزې لري. داســـي فيصلي طـــــالـــبانو او ګاونــډيــو هيـــــوادونــــو تـــــه ښه فرصـــــــــت په لاس وركـــــوي چې په هـــيواد كې د ســــولـــې پر ضد پروپــــــــاګــــند وكړي، چې ګـــــــويا د افغـــــانســــتان مــلي او اسلامــــي هويت د خطـــــــر ســره مخـــــــامــخ دی. همداراز ولـــــس ته د طــــــــــالـــبانو د وخت فرمانـــــونه هم رايادوي چـــې د دولت په ټولـــــــو مامورينو يې د بــــــــګـــــړۍ په سرول لازمي كــړي و. زما په باور په پوهنــــــــــتــــون كې د يونيـــــــفـــارم يا دريشـــــي لازمي كول چــــې اصلا هيڅ مـــــــهم نه دي به دومـــــــــره دسپــــلــيــــن او نظم رانه ولي لكه څومره چې به پـــــــه سيــــــاسي او ټـــولنــــــيــــز لحـــــــــاظ په ټولــــــــنه كې ګــــډوډي او منــــــفي ردعــمل رامـــنــــځ تــــه كــــــړي.نـــــو فـــــــكـــر كـــــــوم چـــــې پـــــه عمــــومــي ډول به د پـــــــوهنــــــــتـــونــــونــو او د هيـــــــواد ګـــــــټه پـــــه دي كـــــــــي وي چــې دريــــشي يا كـــــــــوم بل غيـــــــر ملــــــي يونيــــــفارم لازمـــي ونـــــــــه ګـــــــرځــــــــــول شي.
دا ليـــــكنـــه د دريــــــشـــي يا د كـــــــــوم بـــل لـــباس د اغوستــــــلو پـــــه خــــــــلاف نه ده. هــــــــر كــــس حــــــق لــري چې د اسلامـــي اصولـــــو او احكــــامو په چـــــوكـــاټ كـــي څنـــګه جامې چــــې يـــــې خوښــــــي وي واغــــــــوندي. د دې ليـــكنـــي مقــــصد ټــــــول دا دی چـــــــي په يوه تعلـــــــــيــــمي موســـــــسه كــي د بهرني يونيــــــــــفـــــارم لازمي كـــــول مناسب نه دي. په ټـــولـــنه كي منــفي ردعمـــل راپيـــدا كوي چي مونــــږ ورته ضــــــــــرورت نــــــه لرو. كه څــــــــوك دريشي اغـــوندي او كــــه افغـــاني جامــــې اغــــونـــدي بايـــــد كـــوم قيــــود پرې كيـنـــــــــښودل شي.