کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

د لونګو امېل

پيرمحمد کاروان \ کابل خېرخانه مېنه

څپې څپې دي د نغمو د کتابونو غوندي
له تندې مرم راشه د مستو دريابونو غوندي
زه چي د توت ولاړه ونه وينم ته راپه ياد
پکې پرته يې د ناجوړو ربابونو غوندي
د ژوندون شپو ورځو مي ټينگه غيږ کي ونيولې
واه د روژې د مبارکو ثوابونو غوندي
زه شوخ شاگرد يم يوه باندي سل پوښتني لرم
ته مهربانه د معلم د ځوابونو غوندي
د توبې کولپ مي د خندا په کلي زر پرانيزه
اخ د ساقي په شاني جار د شرابونو غوندي
زه به در تېر کړمه له زړۀ درڼو اوښکو لښتي
يه د نرگسو غوندي يه د گلابونو غوندي
د کاروان ژوند د لامده شال په شان پرې وغوړوه
د زلفو ولونه دي قربان د طنابونو غوندي
* * * * *
صفيه صديقي \ کابل
ځنکدن
ما فيصلې کړې د زړه ماتې چي دا څه وگڼم؟!
څه مې په زړه، څه په خوله پاتې چي دا څه وگڼم
ستا په کوڅه کي مي للون د سرو گلونو وکړ
غونچې يې پاتې شوې ميراتي چي دا څه وگڼم
دا پښتون سرمي چا ته قدري هم ټيټ شوي نه وو
تاته مي وکړې ننواتي چي دا څه وگڼم
ما په گوگل کي وو ساتلئ يو مغروره زړگى
تاله مي درکړ خداي په جاتې چي دا څه وگڼم
ستا په ليدو مي د احساس گوگل زخمي زخمي شو
شوې پر تندي مي خولې ماتې چي دا څه وگڼم
ما ويل وطنه له تا ځار به کړمه ښکلې ځواني
اوس په خوله نه راځي دا باټي چي دا څه وگڼم
چي ته مي پرېښودې غليم ته، ما ويل مړه به شمه
لا مي راڼه د سترگو گاټي چي دا څه وگڼم
موږه د اور د سره انگار له بتۍ لري لاړو
نينې نينې په لمبو پاتي چي دا څه وگڼم
* * * * *
دروېش درانى ( له برېښنا پاڼي څخه )

سوغاتونه ستا له لوري راوړي راشي
توره شپه روښانه ستوري راوړي راشي
په ماښام د مخ څراغ و ماته بل کړي
په غرمه د زلفو سيوري راوړي راشي
ملغلرې زور ورو ته ور پريږدي
اوښکې خپل کور ته کمزوري راوړي راشي
په سرو وينو دې لا نه ده سرپه ماته
خال دې غشي تر موږ پوري راوړي راشي
زه ترې وغواړم لعلونه ای درويشه
دوئ زما د غزل توري راوړي راشي
* * * * *
محمدنعيم آزاد \ جنوبي پښتونخوا پښين

په توره شپه کي د ډېوې غوندي رڼا ورکوي
مينه دهيلي په نامه ژوندون ته ساه ورکوي
چي د سپوږمۍ غوندي يې مور ورپسي شپه روڼه کړي
زوي به يې لمر غوندي قامونو ته سبا ورکوي
دلته ښايست يو دوکاندار دي که سودا ترې اخلې
خندا رانيسي په بدل کي يې ژړا ورکوي
پرون درکړي سبق زده کړه د سبا دپاره
وخت پر چا زړه نه سوځي، هرچا ته سزا ورکوي
کرښي پر مخ باندي ور وکاږي دخط (آزاده)
چي وښايست ته وخت دخپل غرور سزا ورکوي
* * * * *
بريالۍ هلمند \ زمينداور هلمند

موږ له سنگره ځو سنگر ته موږ و کور ته نه ځو
مرگيه يو جنگ لا گټو تر هغه گور ته نه ځو
د وطن ننگ، د توري جنگ مو تر هرڅه خوښيږي
موږ پښتانه يو د پايزېب او بنگړو شور ته نه ځو
چي له ميدانه بري يو نه سو نو هلته تم سو
بيا د دعا لپاره موږ و خپلي مور ته نه ځو
دا يو عادت دي دنيکو او د پلرو را پاته
چي ميدان فتح نه کړو موږ د جانان لور ته نه ځو
(هلمنده)! زموږ د بل له خاوري سره نه ده جوړه
غليمه موږ خو تر اټکه ځو لاهور ته نه ځو
* * * * *
احسان الله درمل \ کندهار پوهنتون
تاند گلابونه
اغزني شپې چي مو په ياد کي د گلرنگ تيريږي
ته وا د تاندو گلابونو پر پالنگ تيريږي
نن فضاء هسي له سندرو نه لبرېزه نه ده
چي قافله چيرته د شنو بنگړو د شرنگ تيريږئ؟
په سپين رخسار يې رپ رپانه د بڼو سيورئ دي
او که روسئ لښکر د واورو په سالنگ تيريږي
زه دي هم بخت د پښتانه کړمه باداره خدايه!
گوره چي عمر مي له وخت سره په جنگ تيريږي
مونږه دهغه بختورو په کتار کي نه يو
د چا چي ژوند ستا پر ټټر لکه لونگ تيريږي
زما د زړه بيړۍ له ځانه سره لري يوسي
يو څوک په لاره د څپو غوندي ړنگ بنگ تيريږي

خداي زده (درمله) که پخلا شي سره عشق او حسن؟!
لمر او سپوږمي هم له يوه بل نه په څنگ تيريږي
* * * * *
محمدنعيم (مفتون) \دبارکزو ناوه هلمند
ايثار
ستا تر نامه ايثارېدل غواړمه
و منصوري دار ته ختل غواړمه
ځمه ښه ليري بيابانو کي گرځم
د ورک جنون لاسته راوړل غواړمه
چي د مجنون و د فرهاد مذهب سم
(ليلاشيرين) پر زړه ليکل غواړمه
دا مي تکل دي چي د شپې پورته سم
د خداي دربار کي قبلېدل غواړمه
ژړا ژړا سم او سرې ويني توي کړم
چي د جانان خيال زنگول غواړمه
بيا زهره تره کي زهره چاود ويده سم
خپل د ماشوم زړه غولول غواړمه
د خوبو غيږ کي لا (مفتون) مفتون يم
ښه مجهز جنون ته تلل غواړمه
* * * * *
محمودخان محمود \ جنوبي پښتونخوا پښين
غزل
هسکه شمله نوي پگړۍ ته ورکړه
په خوله کښې ساز و زندگۍ ته ورکړه
ما ته کيسې د پخوانيو کوه
عزت و ژبي پخوانۍ ته ورکړه
ارمان دي وران زړه کي خوندي ساتلي
اوس دي اوږه و ودانۍ ته ورکړه
په ژړا تللي په خندا راوله
نوره سينه و خوشحالۍ ته ورکړه
د پردو خلکو وي رنگونه پردي
ډيره دي مينه و پردۍ ته ورکړه
اي دنړۍ خانه اوس وايه راته
څنگه تحفه دي و نړۍ ته ورکړه
د آسمان ستوري د آيين ټکي کړه
هوده دي خاوري ليونۍ ته ورکړه
اوس بايد کښينو دروازې وتړو
ډېره لمحه مو و بدۍ ته ورکړه
محمود به تل درته دعاوي کوي
ټينگه گينده څيري سدرۍ ته ورکړه
* * * * *
مصطفي سالک ( له برېښنا پاڼي څخه )

د چا سترګې مې په زړه کې لاره ګوري
سندريزې چينې غره کې لاره ګوري

ستا ښايست مې له وجود نه بهر نه ځي
دا که موج دی ، په راده کې لاره ګوري

ټيټې سترګې په ورو ورو قدم اخلي
لکه ناوې چې واده کې لاره ګوري

ستا پر ‌ذهن خورېدو ته می پرستې
تخل مې په ويښته کې لاره ګوري

تر شنو ونو لاندې شنه چينه کې لامبي
ګوره وړانګو ته ځنګله کې لاره ګوري

لاروی د لويې لارې ورته تم شو
تورې سترګې يې په وره کې لاره ګوري

* * * * *
شاکره ښکلا \ نادعلي هلمند

سپرليه بيا دي يو نغمه خوره شوه
غوټئ دي گل کړي رنگينه خوره شوه

تا چي هر گل ته ښکلي رنگ راوړي
په بلبلانو دي وږمه خوره شوه

تا خو وطن راته ټول شين، زرغون کړ
سپېره خزان دي تاريکه خوره شوه

بورا دي زيري د راتگ راوړي
چي په ښکلا دي انگازه خوره شوه


آرش ننگيال \ کابل

پـــــــــــــــــــــل

زړه راکي نشته دي خپل يار ته تللئ
خداي زده د کوم يو ښکلي ځار ته تللئ
زما د ناځوانه زړه يو ځل خو نه دې
بيا دى پى مخو نجونو ښار ته تللئ
مور يې ليندۍ سترگي ور توري کړلې
بيا به مرغۍ وولي ښکار ته تللئ
پريږدي مين مي دي څه غل خو نه دي
پل يې زموږ د کلي لار ته تللئ
د باد په څېر په آس په غره را واوښت
د کوم ننگيال شاعر مزار ته تللئ
* * * * *
خپلواک ساپئ \ کابل
د نظر غشي

چي نظر مي په نظر د دلبر پرېوت
په يوه نظر لمبه شوم محشر پرېوت

د زړگي دباز بڼکي مي پر پر شوې
چي پرې غشى د آشنا د نظر پريوت

تش نظر مي څله گرم بولئ ملگرو
جل وهلئ په اوبو د کوثر پرېوت

پيالې اور واخيست يوه گوټ کي لمبه شوه
پرې د يار د سرکو شونډو اثر پرېوت

چي مي تړمي اوښکي مخ د نگار ښکل کړ
لکه څاڅکي په گل پاڼه سحر پرېوت

چي يې زلفي په رخسار باندي خورې کړې
هغه دم سيوري کاږه شول لمر پرېوت
***
محمدخان واصفي \ بُست فرهنگي ټولنه
سترگي
د ياد نړئ کي مي اوسيږي د يار ښکلي سترگي
لکه سپرلي سره چي مل د گلزار ښکلي سترگي

ځکه مي جوړي سوې له سترگو اوس چينې د اوښکو
د يار تصوير اوس نه راوړي د رويبار ښکلي سترگي

اوس دي غرور يم پردى کړي خوچي مړسوم کله
يو ځل دي راوړه ته زما تر مزار ښکلي سترگي

تر څو به اوسم اي قسمته دغه تورو شپوکي
راوړه زما ژوند ته يو ځل د سهار ښکلي سترگي

(واصفي) وايم که هر څو ورځني ليري اوسم
هېر به مي نه سي د لښکرو دښار ښکلي سترگي

* * * * *
عبدالودود هجران
مارجه، ٣ سي بلاک ، د عليزو کلي

په دې عشق کي د دلبر سوم بې کرار زه
د وصال اندېښنو يې سوم انگار زه
د زاهد خونکارو سترگو انزواء کړم
شرمنده يې تر مطلبه کړم گوزار زه
نېغ به تلمه خپل پر لاره څه مي کار وو
په اول نظر يې کړمه بې روزگار زه
خوب و خيال نه وو رويباره دا يې زيب وو
دا هوس دي چي يې کړمه بې وقار زه
دام د زلفو زولنې يې مخ ته راوړې
بيا د حسن په فکرونو سوم سنگسار زه

غمخور نه لرم و چا له فناه يوسم
دا رقيب هم شرمنده کړمه تر يار زه
بېگناه يې پر زړگي غشئ را وويشت
و رباط ته يې مهجور کړمه بيمار زه
آه ناله مي څوک پر غوږ کله بيا نيسي
تر زړگي مي ويني څاڅي يم پرهار زه
د ځوانى مرگيه غيږي ته مي غواړه
له دې هسي ژونده يمه توبه گار زه
زه ودود به د هر چا د لاري مل يم
چي پخلا کړم په زاريو خپل نگار زه
* * * * *
علم گل سحر \ کابل
نور
زه يې په سترگو کي کلام دميني
دجبرائيل په لاس ليکلي يو پيغام دميني
زه په کي وحي گورم
زه په کي حوري دجنت ليداي شم
زه په کي نور وينمه
زه اسم اعظم ليداي شم
ځان راته لوړ ښکاري ډير
په ځان ويريږمه اوس
هسي نه لويه دعوه وکړمه،
چي زه يم، زه يم
يوازي زه يمه
سحر يمه بس !!!

///

رازمحمد نظامي \ بُست فرهنگي ټولنه

پښتو به ليکو، پښتو لولو، پښتو وايو
زړه مو پښتون، خوله پښتنه، دپښتونخوا يو
په پښتو به کړو بگړۍ د پښتنو خوندي
تل په پښتو د پښتنو هر اتل ستايو