|
|
ليكوال: ظفر كريمي
جديد پښتانه
له انټرنټ څخه
هـــو! ولي نه! دا خـــو هرچـــاته مالومه ده چـــي د كــراچۍ په ښـــار كي
د پنــځه ديـــرشـو اوښـــتي پښتـــانه اوســيږي . خو حـــيران هـلـه شم
چــې زمــا په لاس كــې كوم پـښــتــــو "وحدت" ووينــي نو دداســى ويلــو
سربـيـــره يـې بـل غــږ نه وي چــې "الــه دا د پـښـــتــو اخبــار نه دى
".نو دا خــو ښكاره خبــــره ده چــي زمــا ځواب به هرومرو داوي چــي هو.....بيا
هـغــوی د "وحدت" ســرخـي څه په داسي انداز ولـــولــي چې پـښــې لاس ورلـه
مات مات كــړي او بيا د شــونــډو لانــدي نري نري مسكــی شـي او وايــي "مــړه
پښتو ډېـره ګرانه ده " كــــله كله خېــر دى خـــو دا اوس زمــا عـــادت
جوړ شــوى دى چــي په دې خبــــره تـك ســـور كيـــږم . خــو بـيــا په
خپــــله غوسه د يوې خاطرې اوبـــه واچــوم او قــهــر مــي ســـوړ شــي.
او خاطــره مي څه داســي ده چــي د نــــن نــه يوازي څلــور كــاله
وړانــدي ماهــم دغه بڼــه درلـــوده د پـښـــتــو لـــيك لا څــه چــي
لــوســت مــي ورله هــم نه شــو كولاى ، زه د پـېـــښــور پـوهنـــتون د
سيـــاســت د پــوهـنـــځـي محــصــل وم چــــي د هـغــه مــهـــال يــو
پـښـــتــون ښــوونكي د پښتون ثقــافــت پــسي داســي يــوه خبـــره وكــړه
چې زه يـې ډېــر حـسـاس او غـــوســه كــــړم ، د دې پـه ردعـــمــل كــي
ما د پښـــتــو په زده كـــړې پـسې مټـــې راونــغــښــــتـې او پايــله
يــې داشــوه چــې ما د سيــــاســت شــاخ ســره مــخــه ښـه وكــړه او
پــه خـــوږه پـښـــتـو كـــې مــې د مـاسټــــرۍ سنــد تــر ګــــوتو
كــړو.
هــســـې خــبــره مـــې دكــراچۍ د پښتنو كـــولــه چــې پـېـــښــور تــه
رانــه وغـــزيده خېر بــښــنه غــواړم ، اوس ســوچ دا پـكار دى چـې ولې د
پـښــتـنو داســې حالــت راسيــدلی دی ،او د دې پاېــلــــې بـــه څــــه
وي .
نــن خـــو داســي بريــښــي چــي هـغـه پـښـــتــانـه چـــي د
تـــربيـــلې د ډيــم پـه جوړولو كــې يـــې د خـپـــلو كـــورونو
قـــربــانـۍ وركړي دي او كــراچۍ تـــه راغــلــي دي د ټــولـــو پــه
كــورونو كي نــن اردو ويـــل كيــــږي ،او څـوك چې پـنـــځه يا
شپــــږكــاله مخـــكي راغــلي دي نو د هـغـــوی ماشومانــو ايــله ايــله
مورتــه "امي"او پــلار تـــه "پـپــا" شـــروع كړيــده ، اوعجيـبه خبره
داده چـي كــله يو پـښــتون پــلار ته وړوكى ماشــوم زوى پـــپا ووايــې
نــو پــلار يې د خـــوشـــحالۍ نه په جــامو كې نه ځـــائيږي .
د خپـــل يــو ګــاونـډي عـــامرخــان سره مي پــه دې موضـــوع خبري
كــولــې چـي ولي خپل زوى خالـــــدشاه ته داســي ټكــي ورښـــايي ؟ نــو
عامــر نېــغ په نېغه دا جــمــله زمــــزمه كــــړه چې "مـــړه پښـــتــو
لا هــم څــه ژبه ده ....؟" خداى شتـــه چې د عــــامر په دې خبـــره
داســي شوم چي لــكــه د زړه پـــه ســر يې چــي پـه خــنـجـر وهلى يــم ،
ټــول وجــود مــي خـــولې راپــريـــښـودې ، خــو بـيــا مــي سـوچ وكــړ
چــي هـيــڅ ورتــه مـه وايــه ځكـه چي "شيخ فريده پټه خوله دې بيهتري ده "
كه غــوسـه شــم نـو بـيــا بــه د عــامـــر داخــبـره عــادت جــوړ شــي
او زمــا د قــهـــرولـــو لــپاره به بيا هــره ورځ د ســلام پـــه ځـــای
هــمدغه خبره كوي ، خو عامــر ته مي دغــه خــبره زړه كي اچولې وه او هره
ورځ به مي په شوني ناشوني توګه د غيرمستقيمې لياري دا هڅه كوله چي عامر
پښتون كړم ، خو زما ټولي هڅي دهغه په وړاندي دسيلاب مخي ته د شګو ډيري ثابت
شول .
عامـــر هــــم پــــه دې خبـــره پــوه شوى و،نـــو يــوه ورځ يــې
داســـې راتـــه وويــل چــې مــــړه يـــو ســـړی د مــاشـــومـــوالــي
نــه پــه ښــوونــځـــي كــي د پـښـــتـو يــو كـــتـاب هم ونـه لولــي او
بيا هـــغــه ماشـــوم د بلــي ژبــي په زيـنــه د ځــوانــۍ بــام تــه
وخــيـــژي نـو بيا ترې د مــورنـــۍ ژبـــي د خــيــال ساتـــلــو هــيـله
لرل هــم كـــه ســــاده تـــوب نـــه دى نــو څـــه دى؟ خېـــر كـــه
عــامر هــم څـــه بـــد نــه ويل خو ښه يـې هم نـــه ويل ، كــه يو ســـړى
پښــتــو ليــكلی لوســتــلــی نــه شي نــو د زده كـــړي هڅه خو دي
وكــــړي ، يـقــيــنا چــي يو كــس د څـــه كــار د ترســره كولــــو
هـــوډ وكــــړي د فـــرهـــاد پـه څېـــر بــه پــه غـــرونــــو كـــي د
شـــودو ويالې روانـــي كــړي او بــيــا خـــو پـښــتــو دومــــره
اســـانـــه او خـــوږه ده چــې:
نه پوهېږم چي په څه دومره خوږه يې
لرې شونډو كي شكري كه په سترګو كي نشه
او كــه دغــه كـــوښــښ كــي بريــاليتوب يــې په بــرخــه نه شــي نــو د
پښــتــونولۍ دود او كلـــتــور خو مــوږ تــه پـښـتـــنو مېــنــدو په
شيدو كـــي راكـــــړى دي ،او د پــښـــتــوســـرحــدونه او پــولــي يـې
راښــودلــي دي چـــي تـــر دغــــه ځــــايـــه پــښــتـــو ده ....
خو نــن پــښــتـو شــــاعــر او اديـــب په غــاړه شـــويـــده ، خــو د
ســترګــو دي ځــار شم يواځــي شاعـــران ، اديـــبـان پــښتــانه نــه دي،
زه او تــه هــم د دغـــه قــــام بـــرخــه يو ،كـه شاعر د ټــول قــام
ستـــرګــي دي مــا او تـــا د خپل كور سر ســــترګــي يــو ،راځــئ چــي د
خــپــلــو وړو ګــلالــو بچـــو پــه مــغـــزو كــي د بابــا او بي بي
لفــظونــه كيــمــنــډو ،نه د "ابو"او "امي".
چي ځيگر يې دځوانانو دفولاد وي
هـغـــه قام زمرى پـــه ډډه اړول کا
|