کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

سرليكنه:

دبُست فرهنگي ټولني لومړنۍ کاليزه

دخوښۍ خبره ده چي په هلمند ولايت کي د بُست فرهنگي ټولني فرهنگپالو ځوانانو د خپلو فرهنگي هڅو په لړ کي خپله لومړنۍ کاليزه په شانداره مراسمو ولمانځله ، د بُست فرهنگي ټولني ملگرو ډيري هلي ځلي کړي دي چي د پښتو ادب او پښتونوالي ټغر له پيله بيا ټوله عمر همغسي ښکلى او غوړېدلى پاته سي په داسي شرائطو کي چي د بيان او تشريح ضرورت يې داسي دى لکه عيان ته بيان فرهنگي هڅو لپاره گام پورته کول څه آسانه خبره نه وه دسيدجمال الدين افغاني شعار وو چي گټل آسان دي او ساتل يې گران دي، چا خو گمان هم نه کاوه چي دا ټولنه به دلته دومره دوام ومومي چي د لومړنۍ کاليزي په شان وياړمني ورځي دي پيدا او بيا دې ولمانځي.
داچي بُست فرهنگي ټولني خپله لومړنۍ کاليزه ولمانځل دا دتقدير مرسته او د فرهنگي وروڼو د متين عزم او کلک هوډ مېوه تر وسه وسه به کوښښ وکړو چي خپلي ادبي هڅي رواني او گړندۍ وساتو د (١٣٨٣) لمريز لېږديز کال د سلواغې د مياشتي په (٢٩) نېټه د بُـست فرهنگي ټولني د لومړنۍ کاليزي په مناسبت د لښکرگاه ښار د دارالمعلمين په انگړ کي چي کوم شانداره مراسم تر سره کېدل د ښوونځيو محترمو ښوونکو ، د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست درنو منسوبينو او د هلمند محترم والي صاحب ، همدارنگه نورو گڼ شمېر حکومتي چارواکو گډون درلودي ، تاسي گرانو لوستونکو ته يې مبارکي وايو.
د بُست فرهنگي ټولني اداره دهغو وروڼو څخه چي مالي او قلمي مرستي يې د اسلام او پښتني ادب د پياوړتيا په موخه د بُست فرهنگي ټولني د ادارې سره کړي دي ، د زړه له کومي مننه کوي.
د بُست فرهنگي ټولني اداره هوډ لري چي د پښتو سوچه ژبه به د ارزښت له پلوه تر حکومتي کارځايونو رسوي او پر پښتنه سيمه به د پښتنو وروڼو ترمنځ به هيڅ ډول تضاد او توپير ته موقع او فرصت نه ورکوي.

په درنښت اداره