|
|
ژباړه او لنډيز: سيد عبدالله پاچا
د پاكستان د كلنې
بوديجې د اعلان پرمهال د مخالفې
ډلې دريځ
د پاكستان د كلنې بوديجې مكمل
راپور او ارقام له پاكستاني معتبرو منابعو (له ملي بانك، پارلمان، ماليې
وزارت او پلان وزرات) څخه راخيستل شوي دي.
د پاكستان په پارلماني تاريخ كې دا ګام د يو ډير ناوړه ګام په توګه د تاريخ
لمنې ته وسپارل شو، او هغه دا چې په تير وخت كې هيڅكله هم د مركزي كلنې
بوديجې د اعلام په مهال دومره سخت امنيتي تدابير نه وو نيول شوي. دا ځل د
پارلمان له ودانۍ نه د پوليسو حصار تاو كړاى شوى و. د اسلام اّباد له داخلي
لارونه نيولې د پارلمان د ودانۍ تر دروازې پورې تا به ويل چې د اغزي لرونكو
تارونو يو ځنګل را زرغون شوى دى، داسې ښكاريده لكه چې ګڼې پارلمان يو ځل
بيا يرغمال يا برمته شوى دى. دا ټول امنيتي تدابير په پارلمان كې د مخالفې
ډلې يا اپوزيسيون د احتمالي احتجاج د انديښنې له ويرې نيول شوى و. او دا
ويره د حكومت او اپوزيسيون دواړو خواوو د هغو پاروونكو تقريرونو په بنسټ
رامنځ ته شوې وه چې دبوديجې بيلانس له اعلانولو وړاندې يو دبل په خلاف كړى
و. او د مركز او صوبه سرحد ترمنځ تاوتريخوالى د حكومت مخالفې ډلې د احتجاج
تاثر لاپسې زيات كړى و چې ګنې"متحده مجلس عمل" به هرو مرو غبرګون ښئ.
د پاكستان په تاريخ كې دلومړي ځل لپاره د مركزي كلنۍ بوديجې د اعلانولو
لپاره د ماليې وزير ته دوه ډوله تقريرونه برابر شوې وو، يو تقرير داسې و چې
له 7 څخه تر لس دقيقو پورې وخت يي احتوا كاوه او دا په هغه صورت كې كه چيرې
د اپوزيسيون سلوك خطرناكه بڼه غوره كړي، خو له نيكه مرغه چې دغسې كوم حالت
ته وار ونه رسيد او دمخالفې ډلې كمزوري او علامتي غبرګون دخزانې وزير ته د
اوږد تقرير كولو فرصت په لاس وركړ، د اپوزيسيون غړو يواځي د ميزونو ډبولو
په احتجاج بسنه وكړه او نتيجه يي داشوه چې كله د مالې وزير خپله وينا پاى
ته ورسوله نو دهغه په اّواز كې توپيرې قدرې هم نه و راغلى. خو د مخالفې ډلې
د غړو لاسونه د ميزونو ډبولو له امله پړسيدلې وو.
د مالې وزير چې دبوديجې تقرير لپاره د پارلمان صالون ته ننووت نو پرته له
دې چې د مخالفې ډلې د راتللو انتظار وباسې پوره په درې بجو او پنځه دقيقو
يي خپل تقرير پيل كړ.
د ماليې وزير شوكت عزيز د 2003 او 2004 كال د بوديجې د اعلانولو په مهال
وويل چې د دې بوديجې نه علاوه نورې وړې بوديجې وجود نه لري او نه به وړاندې
كيږي او دا د هيواد د صدراعظم ميرظفرالله خان جمالى،له ملت سره ژمنه وه.
نوموړي وزير وويل چې په بوديجه كې كوم نوى ټكس نه دى لګول شوى؛ بلكې په
ګمركي ټكس، خرڅلاو ټكس او انكم ټكس(دخلي ټكس) ځينې رعايتونه وضعه شوي دي.
په ښږنۍ بوديجه كې د تعليمي څانګي له پاره 3 اربه او لس كروړه روپۍ بيلې
شوې دي چې دا د تيركال په پرتله 80% زياتوالى ښئې. په دغو ځانګړو شويو پيسو
كې د عالي تحصيلاتو له پاره 4 اربه او 50 كروړه روپۍ مختص شوي چې د تير كال
په پرتله 20% زياتې دي. همدا راز د زده كوونكو په ستونزو كې د كمې راوستو
او كتابونو د بيعو د راټېټولو په هدف په كاغذ او چاپ باندې د محصول كمولو
اعلان شوى دى. په اولسې جرګه كې د مالې وزير د بجټ له تقرير نه وروسته
پارلمان تر لسم جون پورې رخصت شو. د بجټ د تقرير په مهال د اپوزيسيون غړو
ميزونه ډبول او د \"نو، نو\" نعرې يي وهلې، خو د ماليې وزير له فشار سره
سره خپل تقرير ته دوام وركړ او بجټ يي وړاندې كړ. د بجټ وړاندې كولو په
مهال حكومت پلوه پارلماني غړي ډير انديښمن او پريشانه ښكاريدل خو د "مسلم
ليك قاعد اعظم" ګروپ مشر چودري شجاعت حسين او صدراعظم ميرظفرالله خان جمالي
پخپلو كې سره خبرې او مشوري كولې. د يادونې وړ ده چې پاكستان تلويزيون د
حكومت پلوه پارلماني غړو سيټونه ښودل او د اپوزيسيون غړو ته يي كوم كوريج
نه وركاوه په داسې حال كې چې هغوى د تقرير پر مهال شور او غالمغال هم كاوه.
|