کــــــور

لومړی مخ

ارشيف اړيـــکي   اقتصاد د ټولني بنسټ دی                          که اقتصاد کمزوری وي  ټولنه هم کرار کرار د نابودۍ کندي ته لويږي                                         که اقتصاد  هر څمره غښتلی وي ټولنه هم په هغه اساس  متحده او غښتلی وي          

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دپاکستان دبوديجې پرمـ
دپاکستان اعلام شوې بــ
دپاکستان دروان کال اقــ
دچودريانو سره ارګونيـ
بغداد څنګه ونيول شو
پاکستان يې ډيرارزانـ
وقتي همه درها بسته شـ
راهای مبارزه با فقر
په افغاني اقتصاد کي د

عبدالرحمن سكوت

له چودريانو سره ارګونيان په ژبه ښه پوهېږي!!

مخكې له دې چې اصلي موضوع ته ننوځم دا به (د خوش طبعي له مخې، نه د توهين) ووايم چې په ارګونيانو ښه د خداى رحمت شوى. دوى چې ژغيږي نو نيمه فارسي له نيمي پښتو سره ګډه وايي، شايد په كابل ا و پكتيا كې به ورته ګرځيدا راګرځيدا چندان مشكلات ونه لري، ځكه چگې پښتانه به يي خپل ورور بولي او تاجكان به يي خپل. خو په حقيقت كې به دوى دهيچا ورونه نه وي ځكه چې دوى نه پښتانه دي او نه هم تاجك. دوى صرف او صرف ارګونيان دي.
له همدې خبرې سره زه چې د دوو ګاونډو هيوادو(افغانستان او پاكستان) ترمنځ د پولي په سر چې كومې شخړې او خوابدۍ راولاړې شوې، دا واقعاً د تشويش او پريشانۍ وړ دي، په دې دليل چې داسې شخړې دومره ژور او پلن پس منظر لري چې په تصفيه تصفيه كې به يي خبره هغه حد ته ورسيږي چې نه به زموږ پولې پاتې شي او نه به د دوى.
ځكه چې د دې شخړو تر شا \"افغاني ضعف\" او \"پاكستانۍ بې باكي\" يا جرائت نه دى ولاړ، بلكې د دې تر شا څه نورې څيرې او لوبغاړي دي. د هغو تفصيل ته نه ځو. خبره رانغاړو، او پر روان بحران ژغيږو.
كرزى خفه دى، چې پاكستاني مليشې زموږ خاوري ته را اوښتي دي او پولې يي ماتې كړي دي. ده له ډيرې غصې يې په كابل كې احتجاجونه وكړل، د پاكستان سفير ته يي شكايتونه او ګيلې واستولې او بالاخره يو څو\"ميرغضبان\" راپاڅيدل، سفارت يي چور او تالان كړ.
معلوميږي چې په كابل كې اوس هم داسې ميرغضبان شته چې دومره ستر او په خپل سر كارونه كولى شي، نو چې داسې كولى شي بيا خو نو د يو عادي انسان كور او جونګړه تالان كول به ورته د توتو خوراك هم نه ښكاري!!
بل طرف بيا همدا كرزى خفه دى، خو دا ځل په دې خاطر چې دوى د يو چا پرحريم(سفارت) تجاوز ته لاس تړلې پاتي و، نو معذرت غواړي. پاچاهۍ همداسې چليږي، كله به ګواښونه وي او كله به معذرتونه!! نور به هيڅ نه وي.
خو جالبه دا ده چې په پاكستان كې ځينې مشرانو وويل چې \"هېڅ تيرى نه دى شوى\" ځينو وويل\" تيرى شوى، اما ډير معمولي غوندې، يو څو كيلومتره تجاوز شوى اوبس...\" ځينو بيا وويل\" په دې تجاوز كې له دوى سره امريكايي سرتيري هم شامل وو، او دا هرڅه د هغوى په مشورت او د هغوى د مصالحت لپاره شوى دى...\" دا چې د دې خبرو معنا څه ده دا به نورو ته پريږدو.
اما دلته څو ټكې ډير جالب دي:
اول دا چې تجاوز كه 5 كيلومتره وي يا 45 كيلومتره څه پروا لري؟
اساساً خو د متجاوز جرائت، شومه اراده او ناښايسته عمل د توبيخ وړ دى، نه د هغه د تجاوز ګراف او كميت. د يو يا دوه كيلو مترو په كنترول يا نه كنترول مشكل نه حل كيږي. د يو او دوه كيلو مترو په ځاى پكار ده همداسې يو دوه كيلو متره په سياسي موقف بدلون راشي، په نيتونو او عزايمو كې بايد بدلون راشي.
دا خطرناكه نه ده چې څو عسكر ديخوا يا هغه خوا ته تير او بير شي، خطر په دې كې دى چې متجاوزين زموږ هويت او خپلواكۍ ته احترام قايل نه شي، او يا زموږ انساني ارزښتونه، دين، او تاريخ مسخره كړي او له يو لبه يا \"ډيرتروريست\" او ياهم د \"لږ تروريست\" په سترګه راته وګوري.
دا طبيعي ده چې دپلوان شريكانو ترمنځ كله ناكله پولې متيږي او اخلاقي رعايت يي ډير مشكل كار دى. خو افغانستان داسې ځاى ګرځيدلى چې نور نو د چا سترګه ځينې نه سوزي. هغه پروني افغانان او افغانستان اوس نشته چې د متجاوز خوله ماته كړي، نور نو افغانان ليوني نه دي چې د كوم بل متجاوز په خلاف د دوه نيم ميليون شهيدانو د وينو په نذرانې سره خپل استقلال او وقار وګگټي!! ځكه چې نن يي په خاروه كې سره، شنه، ژيړ او تور متجاوزين عملاً لګيا دي خپلې شپې سبا كوي.
عجيبه خو دا ده چې\" يو څو پردي دلته راغلې دې زمري ساتي\" تر دې عجيبه دا ده چې ځيني افغانان پخپله لګيا دي او د دوى تجاوز په يو \"انساني\" او ښاېسته عمل توجيه كوي!!
نن چې ټول ملك نيول شوى، پر هغه د دې \"ښاغليو\" خشم نه راځي، خو چې څو پردۍ مليشې يي هسې مازې له پولې واوړي بيا نو اور اخلي او شيشې ماتوي!!
پرون چې د امريكا الوتكو د پاكستان له خاورې پر موږ تجاوز كاوه او جناب كرزى صاحب په كويټه كې له خپلې كابينې سره ناست وو او د امريكايي كروزو په سيورې كې له يرغلګرو سره راننوت، اّيا هغه ته دې خبرې خوند وركاوه چې له\"ګوادر\" او\"جيكپ اّباد\" څخه[ له يو پردي هيواد څخه، د يوبل پردي هيواد متجاوزين] راولاړيدل او زموږ پر ولس او خاورې يي بمبارد كاوه، كروز يي پرې ورول او هر څوك چې د دوى په نظر طالب او القاعده ښكاريده هغه يي نيول اوخپلو جيلونو او شكنجه خانو ته يي بيول او دغه سلسله لاهم جاري ده... اّيا دا زموږ په خاوره كې راغلي متجاوزين تر نورو بدتر نه دي؟؟
اّيا د هغه متجاوز نيت او مقصد تر دا اوسنيو متجاوزينو شوم او خطرناك نه دى؟؟
زه دا نه وايم چې دپاكستان تجاوز د امريكا يا روسانو يا هندوانو او ايرانيانو تر تجاوز كم دى.
تجاوز بد دى، بلكې ډير بد. اما هغو كسانو چې د پاكستان سفارت تالان كړ. هغوى څه مقصد درلود؟
اّيا دا كار يي چې د چا په اشاره كړى اّيا پدې نيت يي كړى چې له خپلې خاورې سره بې كچه مينه لري او كه په دې خاطر چې يو بل \"څوك\" پرې خوشحاله كړي.
كاش چې دغو تالانګرو دا كار د افغانستان او د افغانانو او حب الوطنۍ په عنوان كړى وي، خو باور لرو چې داسې نه ده. ځكه همدې خلكو په لوى لاس تر پرون پورې د يو تجاوز په استقبال تر كابل راورسيدل، د تجاوزګرو له بمبارد سره، له هغوې سره همنوا، هم شانه او... همدې ډلې له متجاوزينو سره په ګډه د هغوى د تسلط پنجې ټينګولې او...
پوښتنه دا ده، هغه ډله چې د حب الوطنۍ دعوه كوي كه په رښتيا يي اجنبي ضد احساسات دومره سپېڅلې وي، نو هلته په \"بګرام\" كې د پرتو \"ميلمنو\" په حفاظت كې څنګه ترخپل سر تير دي او شپه او ورځ د دوى امنيت او ساتنه كوي. هغه قوي امنيتي تدابير چې د دې سرتيرو لخوا د خپلو ميلمنو لپاره نيولى كيږي كه همدومره يي د افغانستان او خپلو افغانانو لپاره نيولى نو يقيناً چې سوله ساتي ځواكونو ته به هېڅ ضرورت نه و.
اوس خو په افغانستان كې د وطن دوست او وطن فروش فرق هم سخت شوى. ځيني له وطن فروشى سره سره پړ نه دي او څوك بيا له وطن نه د دفاع په لاره كې تروريستان بلل كيږي.
دا تشخيص مغلق شوى چې څوك په وطن او څوك په ډالرو مين دي؟
اّيا هغه كسان چې په غرونو رغونو كي له اجنبي سره په جنګ دي هغوى ښه دي كه هغه چې له اجنبي سره څنك په څنك شپه تيروي؟؟
مطلق حكم به ګران وي، اما دا خبره كړى شو چې ،شايد له اجنبي سره په جنګ كې لګيا \"جنګيالان\" كله كله د سپېڅلې احساس خاوندان وي، كيداى شي په دوى كه به څوك د الله او جهاد په عنوان جنګيږي، شايد ځيني پكې داسې هم وي چې له استقلال او اّزادۍ سره مينه ولري، شايد طالبان هم پكې وي، القاعده او نور او نور هم پكې وي، او شايد په دوى كې اصلي تروريستان هم وي.... اما دا جوته نه ده چې څوك پر حق دي. خو دا جوته ده چې د متجاوز ملګري په هيڅ توګه د دې خاورې زامن نه دي. دوى نوكران دي او چې نوكر وي هغه هيڅ نه وي...
خو دا خبره مشكله ده چې څوك تروريستان او څوك يي ضد دي؟ اّيا هغه چې اتوم بمونه لري او عملاً يي د بشريت خلاف استعمالوي، هغوى تروريستان دي كه هغه سپيره زلميان چې په يوې خفيفې وسلې سره د بشريت له ترحم څخه محروم ګرځي؟؟؟
زه په دې خفه يم چې پاكستان 5 يا 45 كيلو متره زموږ خاورې ته راننوتى. اما زه له خپلو افغانانو پوښتم چې دوى څه وخت له دې تجاوز څخه خبر شوي؟
ايله اوس خبر شوي او كه 25 كاله د مخه، هغه مهال چې د داود خان د حكومت په خلاف له پنډۍ او پښور څخه د افغانستان په خلاف دسيسې جوړيدې؟؟ هغه مهال خو هم همدا چوهدريان و او همدا زموږ هيواد.
اّيا په تيرو كلونو كې چې كله د \"مجاهد\" او كله د \"طالب\" ډرامه روانه وه هلته خو هم تر شا د همدي بابوګانو لاس و. په تيرو 25 كلونو كې خو همدې پنجاپي لوبغاړو، ډيرې سترې سترې لوبې او سترې سترې سوداوي پر موږ وكړې، كله د \"جنيف\" په عنوان، كله د\"مدينه الحجاج\" په عنوان، او كله هم د تروريزم او امريكا په عنوان.....
دم مهال چې دمعترضو افغانانو فريادونو ته ګورم، د دې په ځاى چې خوشحاله شو، درد راشي، درد ځكه راشي چې دا \"معترضين\" له خاوري سره مينه نه لري، بلكې له ډالرو سره مينه لري، له خپل همزبان او هم ديار سره مينه لري، د لوى افغانستان په ځاى له خپلو خپلو ولايتونو او خپلو ولسواليو سره مينه لري. اسماعيل خان ته هرات خپل مملكت ښكاري، دوستم ته مزار، مارشال ته پنجشير، خليلي ته باميان، ګل اّغا ته كندهار، قديرخيلو ته ننګرهار او نپوهيږم دحضرت على شاړو ته به كوم وطن خپل وطن ښكاري؟؟
خو يو ملاعمر او كرزى دي چي نه وطن لري او نه جنډې!! دواړه سلطانان دي، يو په ښار كې دى، د خلكو په منځ كې، په ارګ كي،گ په خپله خاوره كې؛ اما بياهم ورك دى، ځكه چې په سلطنت كې يي ساتونكي پردي دي.
خو ملاعمر بيا نه په ښار كې شته، نه په محراب كې، نه په دارالخلافه كې او نه هم دISI په دفتر كې، هغه هم ورك دى. نه خلكو چيرته وليد، او نه ده چيرته خلك وليدل، ځكه چې دهغه سر وكار له پرښتو او اّسمانونو سره و، دهغه دارالخلافه هم له \"غيبه\" ساتل كيده. پر ملا عمر كه خطر راشي نو چيرته يوې خوا ته اّسمانونو ته والوزي. خو كه په كرزي خطر راشي نو به څه كوي؟ اّيا سفارتونه به سوزوي او كه به سفارتونو ته پناه وړي؟
زه بياهم وايم چې خداى په ارګونيانو خپل رحمت ورولى. دوى ته دهيچا خطر متوجه نه دى. ځكه چې څوك يي خپل او څوك يي خپل ورونه بولي، خو دوى د هيچا ورونه نه دي، دوى صرف او صرف ارګونيان دي.
همداسې دې خداى پر پاكستانيانو ورحميږي دوى هم هيڅ ژبه او نژاد نلري. مسلمانان يي خپل ورونه بولي او كفار يي خپل. خو دوى دهيچا ورونه نه دي، دوى صرف او صرف چوهدريان دي. خپل مصلحتونه پالي او خپل سياستونه.
خو خداى دې هيڅكله پر هغو خلكو ونه رحميږي چې نه مصلحت پاللى شي، نه وطن او نه هم خپل دين او نه هم خپل ورونه!! ځكه چې داسې خلكو ته هرڅوك دوست ښكاري، هر دښمن خپل دوست بولي، روسان خپل دوستان ګڼي، خو روسان بيا دوى ته د دښمن په سترګه ګوري، هندوان خپل دوستان ګڼي، خو هندوان دوى خپل دښمنان ګڼي، امريكايان خپل دوستان بولي حال داچې امريكا دوى ته د دښمن په سترګه ګوري، په ډير احتياط او ناباورۍ ورسره معامله كوي، اما دوى امريكايان هم خپل دوستان بولي. دوى صرف او صرف كرزى خپل دښمن بولي او كرزى دوى خپل دښمنان بولي او نور په همدې ترتيب.....
خو په حقيقت كې دا خلك دهيچا دښمنانان او دوستان نه دي. دوى يواځې د خپلې خاوري، د خپلو خلكو او دخپل ځان دښمنانان دي. له دوى سره ټول چل كوي خو دوى د هيچا په چل نه پوهيږي او نه هم له چا سره چل كولى شي.
زه ځكه وايم چې خداى دې پر داسې خلكو ونه رحميږي، ځكه چې دوى \"خود كش بيګانه پرور\" دي.
ځكه چې دوى پوهيږي چې د پولې په سر لار ده اما دوى په پټي كې ځي!
نوكه اوس هم زموږ په ژبه نه پوهيږئ چې دا "خود كش بيګانه پرور" څوك دي نو بيا خو په كار ده چې د ارګونيانو معامله درسره وشي، چې:
"سنګ د بغل ميزنم، بوك به دې راواړوم