|
|
له بهرنيو منابعو نه ژباړه او لنډيزحميدالله
د اسلام اّباد پوهنتون، دعربي ژبې او ادبياتو ماسترۍ:
بغداد خڼه ونيول شو؟
((بيخي پټ رازونه افشا كيږي))
له امريكا څخه خپريدونكې\"صوت العروبه\" ورځپاڼې د \"تړون\"
ترعنوان لاندې په خپله لمن كې ټول هغه څه را اخستې چې دبغداد د سقوط پر ورځ
پيښ شوې و، او تر پرون پورې پرې ليكل شوې و_ سرې للغايه_\" بيخي پټ رازونه\".
ورځپاڼې په خپل يو خبرې راپور كې دهغو معلوماتو پر بنسټ چې له امريكايي هغو
سرچينوڅخه يې راخستې و، او پر هغه تړون چې د جمهوري ګارد د لومړي او دوهم
پوړ، له چارواكو سره د عراقي جمهور رئيس صدام حسين او دهغه زوى چې پر دغه
قواوو يي د مشرۍ دنده هم په غاړه وه_د صدام او دهغه د زوى له سترګو پټ دا
تړون او دغه معامله سرته ورسوله.
تړون
په بغداد كې څه پېښ شول؟ د جمهوري ګارد او صدام حسين ځانګړې سرتيرې چيرته
ولاړل؟ ولې ونه جنګيدل؟ د صدام او دهغه د لوړ پوړو چارواكو پاى به څرنګه وي؟
د هغې غټې او پلنې الوتكې لامل څه و چې د صدام نړيوال هوايې ډګر له نيولو
څخه وروسته راښكته شوه؟ اّيا د جمهوري رياست د لومړي او دوهم لوړ پوړې
چارواكي يي امريكا ته وليږدول؟ امريكايي بشري ډالونه څوك و؟
امريكا د جنګ څخه وړاندې يو لوى شمير جاسوسان عراق ته استولې وو.
يوه امريكايي سرچينه لوى رازونه راڅرګندوي.
پر عراق دحملې څخه يوه روځ وروسته د امريكا ددفاع وزير دونالدرامسفيلد د
تلويزيون پر پرده راښكاره شو چې يو څه ووايي.... خبري رسنيو دا هسې
امريكايي پروپاګنده وبلله خو په ار_اصل_ كې دا د هغه څه بنسټ و چې وروسته
څرګند شول.
رامسفيلد وويل: هلته زموږ او د جمهوري رياست د چارواكو_صدام او زوى څخه
پرته_ ترمنځ اړيكه شته؛ خو اوس يي د څرګندولو وخت نه دى. راتلونكو ورځو ته
درنګ وكاږئ.
له همدغه تاريخ څخه درې ورځې وروسته امريكايي خبري رسنيو د ټيپ داسې يو كسټ
تر ګوتو كړ چې په عربي ژبه پكې خبرې ترسره كيدلې او امريكاي سرتيرو ته يي
پر مهمو ځايونو د بمبارد لارښوونه كول او همدغه خبرې به د امريكايي قواوو
له مركز څخه سمدلاسه ژباړل كيدې چې ترڅو دهمدې لارښونو پر وسيله كارونه مخ
پر وړاندې لاړ شي.
په اصل كې د رامسفيلد خبرې بې څه نه وي... هلته رښتيا هم دجمهوري ګارد د
چارواكو او دصدام د ځانګړو سرتيرو ترمنځ اړيكې وې چې عراقي جمهور رئيس او
زوى يي ترې هيڅ خبر نه وو، او زوى خو يې د يو داسې ستر عسكري ټولۍ د مشري
دنده پر غاړه درلوده چې د دې كيدون(احتمال) و چې عراق امريكايي قواوو ته د
جنګ پر پيلولو سره پر سور دوزخ واړوي.
او دا اړكې هغه مهال ګړندۍ شوې چې د ګارد او امريكاي قواوو ترمنځ د بغداد
پر غاړو جګړه پيل او د امريكايي قواوو ډير څه يي ور ويجاړ كړل.
دغه مهال امريكايي سرتيري پر دې وپوهيدل چې دوى خو د يو داسې عسكري ځواك
سره لاس و ګريوان شول چې ښه پرمختللې عسكري زده كړه او روزنه لري، كه دوى
بغداد ته د ننوتلو هڅه وكړې كيداى شي دسر و مال درانه تاوانونه وګالي.
امريكايي قواوو چې د جمهوري ګارد د چارواكو او دصدام ځانګړو سرتيرو ته كوم
وړانديزونه كړې و هغه ډير سخي و. او كله چې د دفاع وزير رامسفيلد پردغه
وړانديزو خبر كړاى شو نو سمدلاسه ي د\"هو\" سر وخوځاوه.
وړانديزونه څه په دې ډول وو:
لومړۍ: د امريكايي سرتيرو پر وړاندې د غبرګون نه ښودلو، او دوسلې د غورځولو
په صورت كې به د امريكا متحده ايالات دغه وړانديزونه مني:
1.د جمهوري ګارد د لومړې پوړ چارواكې به له عراق څخه بهر بل كوم ډاډمن
هيواد ته ليږدوي.
2.د جمهوري ګارد د دوهم پوړ چارواكي به په عراق كې دننه هغه سيمو ته ليږدوي
چې د امريكايي او برتانوي سرتيرو لخوا نيول شوي وي.
3.د جمهوري ګارد د لومړي صف چارواكو ته د پيسو اندازه بايد د دوهم صف له
چارواكو زياته وي.
4.د جمهوري ګارد دلومړي پوړ ځينې هغه چارواكې چې په جنګي جرمونو ككړ نه وي
د جګړې څخه وروسته به په عراق د منصب او واك څښتنان وي.
5.د جمهوري ګارد د لومړې پوړ ځينې چارواكو او د دوى كورنيو ته به د دوى د
خوښې سره سم دمتحدهايالاتو تابعيت وركول كيږي.
6.د جمهوري ګارد دهغه چارواكو چې د امريكايي قواوو سره ې عملي ټكر نه دى
راغلى، د دوى او د عراقي اپوزيسيون چې په راتلونكي حكومت كې به ټاكل كيږي
برخه لري دتوازن مسايل.
دوهم: پر متحده ايالاتو د جمهوري ګارد دپوره باور ستونزه هغه مهال راڅرګنده
شوه چې عراقي چارواكو امريكايي سرتيرو ته د صدام حسين او دځينو لوړ پوړو
چارواكو يو ځاى ښودلو كې ناغړې كوله او له همدې لامله د امريكايي ځواك ځينې
هوايي بريدونه پر هدف نه لګيدل. دلته نو امريكايي جاسوسان چې د بشري ډال تر
چتر لاندې پټ شوې و او د جمهوري ګارد د لومړي صف چارواكو سره يي وليدل او
په ليكلې بڼه يي ضمانت وركړ تر څو د همدې چارواكو ډاډ حاصل شي، او دغه
ضمانت په خپله لمن دغه ټكي رانغښتي وو:
1.د صدام د نړيوال هوايي ډګر تر نيولو وروسته به جمهوري ګارد د لومړي صف
چارواكې د ليږدو لپاره هوايي ډګر ته راځي كه دغه مهال د دوى راتګ ناشونى شو،
نو د دوى دليږو لپاره د بغداد شاوخوا سيمه كې يوه الوتكه او يا دوه اباتشي
الوتكې كښينې.
2.د دوهم صف چارواكي به د جمهوري ماڼۍ په هغه ځاى كې پناه اخلي چې د هوايي
ډګر سره نژدې وي او امريكايي سرتيرې به د دوى پرلور څو توغندي وتوغوي تر څو
د هوايي ډګر نيول د خبري رسنيو لخوا اعلان شي وروسته به بيا دوى د ليږد
لپاره هوايي ډګر ته راولي.
3.د جمهوري ګارد د دوهم صف پر چارواكو دا خبره منل چې دوى به د امريكايي
سرتيرو پر وړاندې دهېڅ ډول مسلح غبرګون هڅه نكوي او وسله به امريكايي
سرتيرو ته پر ځمكه ږدي، تر څو د دوى او د كورنيو د سلامتيا او ليږد په ښه
توګه ترسره شي. او دوى به په خپل وار سره هغه چارواكي چې له دوى څخه په
رتبه كې ټېټ دي د مقاومت څخه اړوي، او همدلته د لومړي صف چارواكو دوى په دې
خبرې وغولول چې مقاومت به بيخې پټ وي ترڅو امريكايي سرتيري د اوږدې مودې
لپاره جنګ ته راښكيل كړلاىشي، او دا ټول د هغه منظم پلان له مخې ترسره كيږي
چې زموږ وار له مخكې پرې كار كړې دى. او دا خبره هغه ټېټ پوړو بدمرغه
چارواكو سمدلاسه ومنله!
دريم: د لومړي او دوهم صف چارواكو ته به د جنګ څخه وړاندې يو څه اندازه
ډالر د ضمانت په توګه وركول كيږي.
څلورم: \" بشري ډالونه\"
د امريكا د مركزي استخباراتو چارواكو وار له مخه خپل هغه جاسوسان چې د بشري
ډال ترعنوان لاندې راتلاى شول، ديته وهڅول چې په امريكا كې د امنيت مخكښان
په ښه ډول د ځان لپاره په كار وګوماري همدا و چې د امنيت مخكښان يي په درې
ډلو كې د خپلو جاسوسانو سره عراق ته واستول او په ځانګړي ډول بغداد ته چې
دلته به د امريكا او بغداد ترمينځ پريكړه كيږي.
عراقى چارواكو د امريكا دې ټګې او برګي ته هيڅ پاملرنه ونه كړه او نه يي د
كره كتنې په سترګه د بشري ډال د وګړو هويت ته وكتل چې دا په ار كې څوك دي؟
او له همدې بشري ډال څخه يې يوه برخه پر ډيرو مهمو اوحساسو ځايونو وګمارله
د بېلګې په توګه: كار خونې/ وركشاپ، پر هغه لابراتوارونو چې د عراق په ژوند
كې يي حياتي ارزښت درلود، د جمهوري ګارد هغه وسلتون/سلاح كوټ، چې په څرګنده
خو يې د كارخوني او لابراتوار كار ترې اخيست، خو د وسلې دومره زيرمتونونه
پكې و چې د مقاومت په صورت كې يي د څوكلونو لپاره بسنه كوله، او همدا ټول
په ښكاره مدني ځايونه و خو په پټه د عسكري كارونو لپاره ځانګړي شوي و. د
بيلګي په توګه د توغنديو هغه ټولنځايونه چې ځينې يي د وسله پلټونكو لخوا
ويجاړ شوې هم و، او ځينې نور يې د همدې ټولنځايونو د ننه په ځمكه كې ښخ شوې
و. پر مهمو ځايونو د بشري ډال د ويشلو اجراءات د عراقي چارواكو لخوا په
ډيرې پاملرنې سره تر سره شوې و، خو په ار كې دا يوه دسيسه وه چې د امريكا د
استخباراتي شبكې لخوا تياره شوې وه، ددغه بشري ډال! سره هماغه مهال د اړيكو
داسې وسيلې وې چې د دې څرګندول د بمبارد پروخت د عراقي حكومت لپاره ناشونى
كار و، او وروسته خو دا خبره بيخي څرګنده شوه چې د همدغه بشري ډال د صدام
حسين، چارواكو، او د وسلتونونو د ځاى په ښودلو او افشا كولو كې پوره لاس
درلوده.
د هوايي ډګر نيول:
د صدام نړيوال هوايي ډګر نيول د امريكايي سرتيرو لپاره د كار د پيل ازميښت
و، خو دا كار به داسې پيلوي لكه څرنګه چې پر ليكلې بڼه وعده ترسره شوې وه.
دلته نو د جمهوري ګارد د اول پوړ چارواكي دومره ډاډمن و چې امريكايي سرتيرې
په خپلو خبرو كې رښتينې دي نو همدا لامل و چې دوى د هوايي ډګر تر شاوخوا چې
كوم ناخبره سرتيرو پر مقاومت لاس پورې كړ نو د دې په اړه يي امريكايي
سرتيرو ته پوره معلومات وركاوه، او همدارنګه يي د هغه تونل چې د جمهوري
ماڼۍ او هوايي ډګر ترمنځ له دې امله غځيدلې وه كه چيرې كوم وخت جمهور رئيس
ته د خطر زنګ وهل كيږې چې له دې لارې بايد يو خوندې ځاى ته پناه يوسي_ ته
وا چې صدام حسين پر خپل ملت دومره باور هم نه درلود_ امريكايي سرتيرو دا
ځايونه ټول ونيول خو دا پرته د جمهوري ګارد د اول صف چارواكي څخه بل وهيچا
ته څرګند نه و.
د هوايي ډګر د نيولو څخه وروسته په دويمه ورځ د اطلاعاتو و كلتور وزير سعيد
الصحاف له خپل استوګنځي څخه راووت تر څو نړيوالو ته دا پرګوته كړې چې هوايي
ډګر اوس هم زموږ د سرتيرو په لاس كې دى.
خو نوموړي دا ډول خبرې د هغه څه پر بنسټ كولې چې په ګانده كې يي د يو ډول
نوښت او له اټكله پورته ډول سره ترسره كيدل غوښتل، د نوموړې اټكل داسې و
كله چې عراقي سرتيرې، د جمهوري ګارد ځواكونه له ماڼۍ څخه د تونل له لارې
هوايې ډګر ته ننوځي، او همدلته به امريكايي سرتيرو هوايي ډګر او تونل دواړه
ترګوتو كړي او دوى به همدلته د هغو لږو عراقي سرتيرو سره چې د دريم صف ځنې
چارواكو تر قوماندې لاندې دي او له پخوا څخه دلته ځاى پرځاى شوي و او د
امريكايي سرتيرو راتګ ته يي شيبې شميرلې جنګيږي.
ته وا لكه چې وخت پر دغه سختو شيبو كې له سرو زرو نه ډير ګران و...
امريكايي سرتيرو داسې وپتيله چې اوس خو نو بغداد ته لار بيخي هواره او پاكه
ده نو پر دغه مهال يي په يوه وخت دوه مهم كارونه ترسره كړل.
اول، امريكايي سرتيرو د بغداد څنډو ته خپل ټانګونه ورنږدې كړل، اّن تر دې
چې د \"فندق فلسطين\" سيمه يي ونيوله خو دا ورته وار له مخې ويل شوې و چې
پد پل هغه بل اړخ ته به نه اوړي.
او دا ځكه چې د جمهوري ګارد د لومړي صف چارواكو د جمهوري ګارد د ځواكونو له
غوږه دا خبره تيره كړې چې تاسې به د امريكاي سرتيرو سره د يوڅه وخت لپاره
مقاومت نكوى تر څو دوى ښه د ښار منځ ته ننوځي.
امريكايي سرتيرو ته د يوې لوې او پلنې عسكري الوتكې د تيارولو حكم وشو تر
څو په خپله سينه كې له دوه سوه څخه زياتو كسانو لپاره ځاى ولري ترڅو د
جمهوري ګارد د لومړي او دوهم پوړ ځينې چارواكي يو بل ډاډمن ځاى ته وليږدوي.
1.هغه امريكايي سرتيرو چې دپله سر يي نيولى دغه لارښونې ورته وشوي:
2.د هغه خبري رسنيو د خبريالانو پر وړاندې د خنډونو پنځول چې دهغه ځاى
عكسونه يي خپلو خبري چينلونو ته ليږدول چې دوى ورڅخه د بغداد څنډو او د پله
سرته ننوتي و.
3.دا لارښوونه هغه مهال پلې شوه چې د\"الجزيره\" و\" ابوظبى\" د خبريالانو
دفترونه بمبارد شول، او نور پاتې خبريالان يي داسې يو ځاى ته ټول كړل چې د
امريكايي سرتيرو له اجازې پرته يي د هېڅ ډول خوځيدو توان نه درلود.
4.له سيمې څخه د بريښنا او د اړيكو نيولو وسيلو پريكول او هغه ځايونه
بمباردول چې برېښنا توليدوي ترڅو د هغو خبرونو له خپرولو څخه ډډه وشي چي
ددغه وسيلو له لارې خپريږي.
5.د\"فندق فلسطين\" د بام پرسر دهغه وسيلو چې د اړيكو نيولو كار ترې اخيستل
كيده بمباردول او همدلته د \"الجزيره\" تلويزيون خبريال\"طارق ايوب\" په
شهادت ورسيد.
6. دپله پرسر چې د امريكايي سرتيرو سره كوم مقاومت روان دى هغه بايد له دې
سره ډير بابيزه چلند وشي او بايد يوازې د وړو مرميو پر وسيله يي ځواب وويل
شي نه پر غټو ځكه د دوهم صف ځينې چارواكي له وعدې څخه لږ په شا شوي وو او
اټكل كيده چې د\"الملك\" پل له لارې به ځانونه راورسوي.
عسكري الوتكه\":
د صدام په نړيوال هوايي ډګر كې د جمهوري ګارد د لومړي صف يو شمير چارواكي
راټول شوې وو، خو د الوت څخه وړاندې يې ځينو لوړپوړو ملګرو ځانونه د وعدي
سره سم نه وو را رسولي نو دوى بايد د هغوى لپاره اته ساعته انتظار كاږلى
واى. دغه مهال يوه هيښنده/هيبتناكه، پيښه رامنځته شوه او امريكايي چارواكي
يي هم د ځان سره هيښ كړل او هغه داسې چې د جمهوري ګارد د لومړي صف د لوړ
پوړو چارواكو د ځان سره د صدام حسين د ځانګړو سرتيرو\"فدائين صدام\" غوښنه/چاغه،
برخه ملګرې كړې وه او دا په اصل كې د صدام حسين د زوى تر قوماندې لاندې
سرتيري وو.
دلته نو امريكايي سرتيرو بيخي ډاډمن شول او ميدان يي تش وليد او د جمهوري
ګارد د لوړ پوړو چارواكو داخبره د دوى له غوږونو ورتيره كړه چې دوى هم زموږ
په څير معاملې ته تيار دي.
دصدام حسين د نړيوال قوايي ډګر څخه پر دريمه ورځ اته بجې يوه عسكري الوتكه
پورته شوه، خو دا چې كوم لور ته ولاړه دلته نو ټول چارواكي پريوه خوله نه
دي. ځينې امريكايي چارواكي وايي چې دجمهوري ګارد د لومړي صف لوړ پوړې
چارواكي د المان له لارې امريكا ته وليږدول شول، ځيني نور بيا وايي چې دوى
كويت ته وليږدول شوو.... خو سمه او سپينه خبره دا ده چې دا لوړ پوړي
چارواكي امريكا ته رسيدلې دي. او دا په داسې وخت كې چې دوه هليكوپتر الوتكي
د دوهم صف چارواكو پر ليږد د بصرې په لور بوختې وې. او هلته يي برتانوي
سرتيرې ښه راغلاست ته ولاړ وو.
د صدام حسين پاى:
امريكايي سياستوپوهان په دې خبره يوه خوله دي، كومي اړيكي چې دجمهوري ګارد
له چارواكو سره ټېنګې شوې وې، دا ټولې امريكايي لارښودنې وې چې بايد رسوا
نشي، او په دغه اړيكو كې له ټولو څخه پرمختللې وسيلې كارول شوې دي. او له
دې جملې څخه ځينې يي داسې باريكي دي چې د بشري ډال له لارې د جمهوري ګارد
چارواكو ته سپارل شوي دي او دا هم يو راز كيداى شي چې د عراقي جمهور رئيس
سترګي يي ړندې كړې وي.
د جمهوري ګارد چارواكو وروستنۍ دنده چې دبغداد له پريښودلو څخه مخكې يي
بايد د امريكايي سرتيرو پر وړاندې سرته رسولې واى هغه د صدام او دلوړ پوړو
چارواكو، وزيرانو غونډه وه چې د\" حى المنصور\" نومي سيمه كې روانه وه او
همدا لامل و چې امريكايي سرتيرو دا ځاى تر خپل اور لاندې نيولى و او دومره
سخت او شديد بمبارد پرې وشو چې اټكل دى چې عراقي جمهور رئيس، ځينې مهم لوړ
پوړې چارواكي او د ده دواړه زامن او ملګرو به همدلته خپل ژوند پكې له لاسه
وركړې وي. او له دې بمبارد څخه يوازې د اطلاعاتو و كلتور وزير سعيد الصحاف
ورغ رمټ راوتى، خو تراوسه يي پوره درك لا ندى لګيدلى چې چيرته دى ځكه دى د
بمبارد پروخت په غونډه كې نه و. او د\"فندق فلسطين\" نوې سيمه كې يې له
خبريالانو سره خبرې كولې.... دښاغلي الصحاف په اړه وروستني خبرونه وايي چې
امريكايانو نيولى و خو اوس يي پريښې دى.
وروستنۍ خبره:
كه څه هم دا معلومات ټول د امريكايي سرچينو څخه راخيستل شوى خو د رښتياو
نسبت يي 75% دى ځكه سرچينې يي سياسي دي نه عسكري.
خو يو سوال چې تراوسه بې ځوابه دى.....؟
د وسلو هغه ګودامونه چيرته ولاړل؟
هغه بشري ډال چې دعراقي ټولنې چې له قهر او غصې څخه ايشيده دهمدې ټولنې په
منځ كې ورك شو، كومه خوا يي پښې سپكې كړې؟
امريكايي سرتيرو دومره اندازه وسله تر ګوتو كړه د دې كيدون و چې دجمهوري
ګارد سرتيري بې له ځان او صدام حسين څخه په دفاع كې وكاروي خو دا كار يي
ونكړ.
د\" الصمود\" توغنديو يوه زياته اندازه امريكايي سرتيرو ترلاسه كړه چې يوه
اندازه يي پخوا لا ويجاړ شوي وو. د بغداد د ننه امريكايي سرتيرو يو داسې
پلن او غټ وسلتون پيدا كړ چې ورته درنه او سپكه وسله په كې وه او وروسته
امريكايي سرتيرو پرې خپله پيره ودروله.
دا ټول ددې خبرې پخلى كوي چې رښتيا هم د امريكايي او عراقي چارواكو ترمنځ
وار له مخې لاسليك شوى و.
يو بل سوال لا تر اوسه د ځواب پر تمه دى...؟
كه صدام حسين، د هغه لوړ پوړو چارواكو، او دهغه زامنو مړې پيدا نشي، نو كار
چور هيښنده دى. او راتلونكي ورځي به ډيره څه رالوڅ كړي. |