کــــــور

لومړی مخ

ارشيف اړيـــکي   اقتصاد د ټولني بنسټ دی                          که اقتصاد کمزوری وي  ټولنه هم کرار کرار د نابودۍ کندي ته لويږي                                         که اقتصاد  هر څمره غښتلی وي ټولنه هم په هغه اساس  متحده او غښتلی وي          

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دپاکستان دبوديجې پرمـ
دپاکستان اعلام شوې بــ
دپاکستان دروان کال اقــ
دچودريانو سره ارګونيـ
بغداد څنګه ونيول شو
پاکستان يې ډيرارزانـ
وقتي همه درها بسته شـ
راهای مبارزه با فقر
په افغاني اقتصاد کي د

په افغاني اقتصاد كې د وړوصنايعو"خفيفه صنعت" ونډه:
د غير دولتي انتفاعي موْسسو او ارګانونو فعاليتونه
د سيد جمال الدين افغان رفاهى موْسسه

گذارش: توريالي همت
(د همدې موْسسې ساحوي اّمر)
دلته په پاكستان كې لا هم يو زيات شمير افغانان ژوند كوي، په تيرو 25 كلونو كې، كله چې په افغانستان باندې روسي يرغل پيل شو ورسره ورسره د جهاد او هجرتونو لړۍ هم پيل شوې چې څه د پاسه 4 ميليون افغانان يواځې پاكستان او بيا پدې كې غټه شميره د پيښور ښار ته رامخه شول. په افغانستان كې د كمونيزم تر سقوط وروسته او حتى د نجيب تر حكومت وروسته، اوضاع د اميدونو او هيلو برخلاف لا پسې كړكيچنه او له مصيبتونو ډكه شوه. په تيرو دوولسيزو كې كه له يوې خوا جنګونو زموږ د هيواد مادي او معنوي هستۍ له مينځه يوړې نو د دې تر څنګ يو شمير داسې با دركه افغانان هم و چې د جنګي ماموريت تر څنګ يې نورو انساني او اقتصادي ارزښتونو ته هم كار او خدمت كاوه. په دې سلسله كې يو لړ هغه موْسسې د يادونې وړ دې چې انساني فعاليتونه يې په هېڅ توګه تر ستر جهاد كم نه دي.
د سيد جمال الدين رفاهي موْسسه چې دولسه كاله د مخه په 1989 د با ضميره او با احساسه انسان\" حاجي صاحب غلام دستګيرخان\" په كوښښونو تاسيس شوه، يوه له هغو موْسسو څخه ده چې د هيواد د باندې د هجرت په ديار كې يې يو غټ شمير ګټور اقتصادي فعاليتونه ترسره كړې.
دغه غير دولتي، غير حزبي او غير سياسي موْسسه يوه غير انتفاعي خيريه موْسسه ده. چې د معيوبو او معذورو افغانانو لپاره وقف شوې ده. دغه موْسسه د ANCB, UNHCR, ACBAR او په پاكستان كې د افغان كمشنرۍ او همدارنګه د افغانستان د پلان سره رسماً راجستر ده.
دغې موْسسې په تيرو دولسوو كلونو كې 22 دورې فارغين، چې اجمالي شميره يې څه د پاسه 12000 _ښځينه او نارينه_ ته رسيږي په خپلو پښو درولې او فارغ كړې يې دي.
د دې موْسسې فارغين اكثراً هغه معيوب او معذور ځوانان او تنكي ماشومان دي چي د سواد او زدكړې له نعمت څخه محروم پاتې شوې او د يو لړ اقتصادې ستونزو له كبله چې كورنۍ يې ورسره مخامخ شوې په دې ندې توانيدلې چې د هوسا افغانانو په څير د تعليم او حرفوي او مسلكي زده كړو څخه برخمن شي. په دې خاطر چې دغه معذور ځوانان د عاطل او بيكاره انسان په څير د ټولنې پر اوګو بار نه وي او د نورو له توهين څخه محفوظ پاتې شي او وكولى شي ځان او خپلې كورنۍ ته حلاله روزي په لاس راوړي، دغه موْسسه تاسيس شوه. چې د شاملينو لپاره د سواد تر څنګ څنګ حرفوي او مسلكي زده كړې هم وركول كيږي. لكه نجاري، ولډنګ كاري، بوټ ګنډل، رنګمالي، ګلكاري، بكس جوړول، كيك او كلچه پخول، چپلې ګنډل، نل زغلونه، خياطي، سيخ بندي، تعميرات، د برق د لينونو زغلول، الكټرانك، د لمر\"شمسي\" څراغونو جوړول، د قالينو اوبدل او...
البته د ښځو او جينكيو لپاره د قالين او ګيلم اوبدل او همدارنګه د ګلدوزۍ او خياطۍ ښوونه وركول كيږي. د ښځينه او نارينه زده كوونكو لپاره ساحوي مركزونه د پاكستان په ګڼو ښارونو، لكه چترال، خراسان كمپ، نعمت محل، د شمشتو په نوې او زاړه كمپ كې فعال دي. همدارنګه د افغانستان په څو ولايتونو كې د مركز په شمول هم فعال دي. د نارينه او ښځينه زدكونكو لپاره تعليمي نصاب هماغه د افغانستان د تعليمي نصاب مطابق يو ډول ميتود پر مخ بيول كيږي. جالبه دا ده چې دغه موْسسه نه يواځې له خپلو شاګردانو فيس نه اخلې بلكې ورسره د كرايې او مصرف په عنوان په مياشت كې له 250 نيولې تر 500 روپيو پورې جيب خرڅ هم وركول كيږي. او كله چې شاګردان فارغيږي نو د اړتيا وړ پوره سامان_ د مسلك مطابق_ وړيا وركول كيږي. البته د هلكانو لپاره د ليليلې او د غرمې د خوراك انتظام هم شته. د صنفي دورې لپاره د يو كال په ځاى شپژ مياشتنۍ دورې مقررې شوې چې يو شاګرد كولى شي په دې موده كې ډير څه زده كړي.
د افغان سيدجمال الدين رفاهي موْسسه د 7كسيزي شورا لخوا اداره كيږي چې په راس كې يې حاجي دستګيرخان دى. د موْسسې دعمومي رياست تر چتر لاندې د كرنې او مالدارۍ څانګه،د محاسبې مديريت، دښوونې او روزنې څانګه، د انجينرۍ او ساختمانۍ څانګه، د عامه روغتيا څانګه، د حرفوي او مسلكي كورسونو څانګه، د ټولنيزو خدماتو څانګه فعاليت كوي.
د موْسسې اصلي موخې لكه څنګه چې وړاندې اشاره وشوه، په اقتصادي او ټولنيز لحاظ د هغو معذورو او معيوبو ځوانانو او تنكې ځوانانو په پښو درول دي چې يا يي لاس يا پښې، يا سترګي او يا هم د بدن نور غړې له لاسه وركړي وي. په دې ترتيب سره موْسسه په دې بريالۍ شوې ده چې د ټولنې څه د پاسه 12000 تنه عاطل او معذور وګړې په يو مسلكي او پر ځان متكي شخص بدل كړي. داسې څوك چې په خپل هنر او كمال سره وكولى شي ځان او ټولنې ته خدمت وكړي.
لدينه علاوه دغه موْسسه د هيواد په زراعتي او ساختماني برخه كې د بزګرانو د تربيت تر څنګ څنګ يو لړ فني سامان اّلات هم په وړ او يا هم د مشاركت له لارې دوى ته وركړي. د زده كړې او سواد په برخه كې دغه موْسسه څو لومړني، منځني او ثانوي ښوونځي لري چې د هلكانو په شمول جينكۍ هم پكې زده كړه كوي.
دم مهال د دغې موْسسې د لګښتونو بوج UNHCR، افغان كمشنرۍ او يو لړ خيريه موْسسې په غاړه اخيستى، كه څه هم د موْسسې ذاتي محصولات او توليدات د پروژو په تمويل كې غټه ونډه اخلي خو دغه ونډه كافي نده.
د دې موْسسې په وړاندې تر اوسه داسې غټې ستونزي او چيلنجونه نشته، اما په عامه توګه كوم څه چې نشي كولى دغه موْسسه په بشپړه توګه پخپلو پښو ودروي هغه دا دې چې عام افغانان دوى مزيد پرمختګ ته نشي تشويق كولى، په دې دليل چې كه چيرې عام افغانان د دې او ديته ورته وړوكو صنايعو له توليداتو او محصولاتو څخه پراخه استفاده وكړي دا كار به له يوې خوا د موْسسې كاركوونكي او زده كوونكي تشويق شي او له بلې خوا به د عايد يو مستقله منبع وي. زده كوونكي چې كله ميز يا چوكى او يا بوټونه او يا چپلۍ او يا قلينې او ګليمونه او ياهم نور فلزي سامانونه او مصنوعات جوړوي نو ګوري چې د دوى وطنوال د دې په ځاى چې د دوى له لاسي صنايعو څخه استفاده وكړي له بهرنيو او يا هم له پاكستاني توكو څخه استفاده كوي.
د افغاني توليداتو او محصولاتو په اخيستو سره نه يواځي دا چې په مادي توګه له دغسې مركزونو سره مرسته كوي بلكې تر ډيره حده په افغانانو د همدردۍ، صميميت او همكارۍ او وطنپرستى او بالاخره انسان پرستۍ احساس هم تقويه كوي.
په پاى كې دا بايد زياته كړو چې په تيرو څو كلونو كې د دې موْسسې لخوا 25000 نيالګي په خوست، لوګر، سرخاب، پكتيا او كابل كې كرل شوي دي.
او په غټه پيمانه بزګرانو ته د لوبيا، ګنو، شولى او غنمو تخمونه ويشل شوي دي.
چې په دې ترتيب سره دغسې وړيا مرستو د هيواد په اقتصادي ژوند او دهيواد په بيا رغاونه كې يو ګټوره ونډه بلل كيږي. اميد دى چې ټول افغانان كه افراد دې او كه موْسسات بايد د راټولو شويو مرستو د لګښت په لړ كي له ديانت او امانتدارۍ څخه ګگټه واخلي.