کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   زموږ هوډ  د ها ميوند څخه الهام اخستی          چي انګريز ئې د تاريخ له پاڼي ريږدي  
هـــــوډ : له کندهار څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله چي د احمد شابابا د علمي او کلتوري مرکز له خوا خپريږي 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
په اسلام کي حجاب یاپرده
دین د انساني زده کړي تحر
سیرت النبي
شهید علامه سیدجمالد 
ملا محمد حسن اخوند
دازادۍ او مشروطیت ځلا
الفت شناسي
ژورنالیزم څه ته وایی
راځۍ !
احمد او دسیب ونه
دکلیسا دپردو ترشا پټ
ویاند او دهغه ځانګړتیا
ایا غواړی چي په کم وخت
شعرونه
دتروریزم دوې ستري سر
په نړۍ کي دامریکا پوځي
انکشاف با ثبات ومتوازن
دمیږیانو نړۍ
ماشوم او زده کړي
په کوچینیانو کي شخصـ
دسالم چاپیریال په لور
دروغتیا په اړه زموږ
دوخت د اداره کولو ۵۰ ر
دلویدیزوښکیلاکي ډار
که غواړی دبریښنالک سر
لومړۍ مینه
دلوى احمد شاه بابا دعلمي
دافغانستان افتخار
د هیواد معماران
ACCOMPLISHING ...
Truth is Bitter

سرمقاله :

حقیقت تریخ دی
 

په فطري ډول د هر هيواد ملت د تاريخ په اوږدو كي دخپل تاريخ د روښانه كو لو او ساتلو په نيت او هم د خپلي ژبي د پرمختګ او ژوندۍ ساتلو په خاطر ډيري هڅي كړي دي او كوي يې . د بېلګې په توګه دخپل هيواد تاريخ يې ليكلى دى ، پخواني هر ډول اثار او شواهد يې په ډير برم ، شان اوشوكت ساتلي او نورو ملتونو ته يې په ډير افتخارمعرفي كړي او راتلونكو نسلونو يې هم دغوچارو ته ادامه وركړې ده .
موږ هم هيواد لرو، موږ هم ژبه لرو . زموږ هيواد او ژبه هم لرغونى ، له وياړ اوبرمه ډك تاريخ لري ، موږ هم حق لروچي په خپله مورنۍ ژبه خبري وكړو ، لوست زده كړو، ليكنه وكړواوراتلونكونسلونوته ېې په ميراث ورپريږدو.
راځى دخپل هيوادګران اففانستان په اړه چي پلرونواونيكه ګانوموديرغلګرودمنګولوڅخه دزښتوډيرو قربانيوپه نتيجه كي په ميړانه ساتلى اوموږ ته را سپارلى دى هر يو له ځا ن څخه وپوښتوچي:
آيا موږ دخپلو پلرونو اونيكه ګانو پر پلونو پل ايښى دى ؟
ايا موږ ددې هيواد او دخپلي ژبي د پرمختګ او ژوندۍ ساتلو لپاره خپل مسؤوليت درك او اداء كړى دى ؟
ايا خپل هيواد او خپله ژبه مو د نو رو هيوادونواو نو رو ژبو سره پرتله كړې ده ؟
ايا داسي فكر مو كړى دى چي كه همداسي لاس تر زني ناست واوسو څه به پيښ سي ؟
ايا داسي فكر مو كړى چي كه پخپله څه نه سو كو لاى هغه څوك چي په يو څه اخته دي څه مرسته ورسره كولاى سو ؟
په عمومي توګه ديوه هيواد يا يوې ژبي پرمختګ د سياسي ، اقتصادي اوټولنيزواړخونوله لاري ډېر ترسترګوكيږي .
په سياست يا نه پوهيږو يا داچي زموږ په هيوادكښي د عاموخلكوترمنځ اوس ددې نوم سره دعلاقې پرځاى دنفرت پله ډېره درنه سوې ده . په دې برخه كښي به نورڅه نه وايو.
په اقتصادي برخه كي روښانه خبره ده چي دهيواد په كچه دخلكوداقتصادسطح ټيټه ده .له دې امله په دې برخه كي هم نه سو ويلاى چي ولي خلك د ژبي دپرمختګ اوژوندۍ ساتلولپاره پيسې نه مصرفوي ځكه دوى پخپله د اقتصادي ستونزوسره لاس اوګريوان دي .
په ټولنيزه برخه كښي چي تقريباً هيڅ پيسې نه مصرفيږي كيداى سي ترډيره حده پوري خپل مسؤوليت بيله پيسو رفع كړي .
داكاركه دچاخوښ دى اوكه يې نه دى خوښ هرومرو به يې ترسره كوى كه نه نو ډير ژر به دخپلي مورنۍ ژبي دلوستلو، ويلواو ليكلوتوان له لاسه وركړي .
په خواشينى سره بايد ووايوچي وروستي ارقام ښيي چي دكندهارپه لرغوني ښاركي په سلوكښي پنځوس مجلي اوهمدارنګه په سلوكښي پنځوس ورځپاڼي اوس زموږ د نه همكارى او بې تفاوتى په خاطر پرمخ بند ي سوى او نه چاپيږي . ددې پرشاتګ يوعلت دادى چي ځيني مجلې حتي يوه كس په يواځي سرچاپولې او داسي هم پيښ سوى چي دمجلواوورځپاڼودچلوونكوډيرونژدې ملګروپه لومړي سركي ډيرښه ښه درلودلئ دئ ، وعدې يې وركړي ، سينه يې ټكولې ،په خوله يې ډيرښه نظرونه وركړي ، خودرښتيا ميدان چي راغلئ بيا يې همت له لاسه وركړى وي .
كه چيري په دې برخه كي هم بې تفاوته ، بې علاقې اوغيرفعال پاته سو نو هغه دګوتوپه شمارمجلې اوورځپاڼي به هم چي اوس چاپيږي په ډيربد برخليك اخته سي .
ځكه نو اړسووچي زموږ ليكوالان اوقلموال راوبولوڅودغه پانګه له دغه حالت څخه وژغوري.


په ډېردرنښت
))دهوډ مجلې اداره((