کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   زموږ هوډ  د ها ميوند څخه الهام اخستی          چي انګريز ئې د تاريخ له پاڼي ريږدي  
هـــــوډ : له کندهار څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله چي د احمد شابابا د علمي او کلتوري مرکز له خوا خپريږي 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
مرتج او روڼ انده ډلي
څنګه بايد دچاغښت څخه
ښه کتاب او کتابتون
دپښتوادبياتو تاريخ بنسټ
منډيګک
دمعاصر المپک لوبو تـ ـ
دشعرد شکل او محتوا تر
شيخ متی ( رح )
داخارق العاده کائنات
په بشري ټولنه کي دپښتو

مرتج او روڼ انده ډلي

مرتجع يوه عربي كلمه ده او د مصدر ارتجاع ( په شاتلونكي يا كهنه پرسته ) څخه اخيستل شويده او روشنفكر بيا پر مخ تلونكي او متقي ته ويل كيږي . ځوانان چي سره كښيني يو بل ته وايي چي ته مرتجع او زه مترقي يم نو نه معلوميږي چي كومه مرتجع او كومه مترقي ده . دلته د دواړو ډلو اوصاف او صفات بيانوو څو دوى سره معلوم شي :
الف مرتجع ډله :
1. ناپوهي د ځان عيب نه ګڼي او علم يو حياتي شى نه بولي بلكي د علم تحصيل د عمر ضايع كول ګڼي او د فرضيت يي ناخبره دي .
2. د خپلو تيرو، پلرو او نيكه ګانو چي هيڅ خدمت يې د وطن لپاره نه وي كړي ، په
فاميل اوحسب سره فخر كوي او ددې حديث شريف څخه چي شرافت د انسان په عمل او ادب سره دى نه په اقتدار او نسب او دنيا داري سره ، ګرسره خبر نه دي .
3. د ځان يا د پلار په جايداد سره وياړي او د خلګو او وطن پر عمومي ګټو سترګي پټوي او تل په خپل شخصي ګټه باندي فكر كوي .
4. د عقل او زماني برخلافه د عقل او فطرته سره په ضديت او د خپلوانو پرناچيزو كړو وړو باندي ټينګار كوي او هغه برحقه ګڼي ، موږ دا نه وايو چي د اجدادو او پلرونو افتخارات هير كړى بلكي ددوى دكارنامو څخه ګټه واخلى او عملي يي كړى .
5. په خرافاتو او باطلو شيانو باندي عقيده لرى او ټينګار او لجاجت باندي كوي .
6. د نوښتونو او نوو پدېدو سره مخالف او دسياسي او ټولنيزو بدلونونو او تطوراتو سره سخت عكس العمل ښي .
7. د خوارانو ، كسبه كارانو او صنعتكارانو دحقوقو څخه انكاركوي او كه وكولاى شي هغه تر پښو لاندي كوي .
8. بېله دې چي كومه علمي پوهه او پايه ولري په كارو كي نظر وركوي او د نورو د اّرامۍ په برخه كي بې ميله وي .
9. د علمي او عقلي دلا ئلو باوجود بيا هم پر خپلو باطلو عقايدو باندي ټينګ ولاړ وي او د نوښتونو سره تعصب ښكاره كوي ددې دپاره چي د محيط او زمانې د ايجاباتو سره ملګرتيا وكړي او د ټولني سره په هم اّهنګي ژوندوكړي او ددنيا د اختراعاتو او اكتشافاتو ځانونه خبر او د هغوى څخه ګټه پورته كړي هغه غندي او په فكري يواځيوالي كي شپي سبا كوي.
د تاريخ او علمي قوانينو له رويه دا ډله نه يوازي د ځان دپاره پلكي د ټولني لپاره مضر تماميږي . الله ( ج ) دي دوى ته پر سمه لاره باندي هدايت وركړي څو د ځان ، دوطن او خپلو هيوادوالو لپاره مفيد انسانان تري جوړ شي .
ب : روشنفكره ډله :
1. هغه دي چي په معقولاتو او منقولاتو يوه څانګه كي مهارت ولري وفاداري او د هيواد او خلكو خدمت كول يې شعار او نصب العين وي .
2. هغه چي د راتلونكي زمانې په برخه كي فكر وكړي او تېره زمانه د راتلونكي زمانې لپاره استخدام كړي .
3. عمومي او ملي ګټي تر شخصي ګټي مقدمي وګڼي او په دې برخه كي هڅه او هاند ونه سپموي .
4. پهموجوده او ضاعو كي د تيرو اوضاعو څخه ګټه واخلي .
5. باطل شيان حق او حق شيان باطل ونه ګڼي او د باطلو په له منځه وړلو كي كوښښ وكړي .
6. لږ تر لږه ښه ډير كتابونه يې لوستلي او ښه ټولنيزه او علمي تجربه ولري .
7. دده نظر وركول د بيري او يا طمعي لپاره نه وي او يواځي او يواځي د خلګو او د هيواد دترقۍ لپاره وي .
8. د نوو برياوو په فكر كي وي او غوښتنه ولري چي نوره ترقي هم وكړي .
9. د سياسي او ټولنيزو پيښو سره اّشنا وي او دهغو څخه د جاج اخستلو توانمندي ولري .
10. د عمومي سوكاليو او اّرامۍ لپاره نوي لاري چاري ولټوي اونتيجه تري واخلي .
11. تخنيكي اّيډيالست نه وي او ريښتونى رياست وي او حقيقت پالنه يې عادت وي .
د پورته ذكر شويو صفاتو او اوصافو څخه په پوره او واضحه توګه سره معلوميږي چي مرتجع كومه ډله او مترقي كومه ډله ده .