کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   زموږ هوډ  د ها ميوند څخه الهام اخستی          چي انګريز ئې د تاريخ له پاڼي ريږدي  
هـــــوډ : له کندهار څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله چي د احمد شابابا د علمي او کلتوري مرکز له خوا خپريږي 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
مرتج او روڼ انده ډلي
څنګه بايد دچاغښت څخه
ښه کتاب او کتابتون
دپښتوادبياتو تاريخ بنسټ
منډيګک
دمعاصر المپک لوبو تـ ـ
دشعرد شکل او محتوا تر
شيخ متی ( رح )
داخارق العاده کائنات
په بشري ټولنه کي دپښتو

 د ډاكټر طارق " رشاد " ليكنه
د لوي او بخښونكي څښتن ( ج) په نامه

په بشري ټولنه كي د پښتو او پښتنو سره د بشري حق په توګه بايد پښتو وشي


موږ افغانان چي د بشري ټولني څخه ځان بېل نه ګڼو، د بشريت په نېكمرغيو كي زموږ نېكمرغي او د بشر په بدمرغيو كي زموږ بدمرغي ده، خو لكه څنګه چي د هر انسان د پېژندلو لپاره د هغه د نوم او كړو وړو اړتيا شته د ملي پېژندګلوي لپاره هم د هغه د نوم ، كړو وړو ، ژبي او فرهنګ د پېژنلو اړتيا شته ، ځكه دا يو تاريخي واقعيت دى چي د يو تاريخي انتخاب په عمليه كي رامنځ ته شوى او دغه پېژندګلوي ددوى دټولنيزي پېژندګلوى او هويت د پايښت او ودي لپاره خورا حياتي ارزښت لري ا ودا مخكي تر څېړني قضاوت نه دى چي تعصب راوپاروي بلكي دا يو رښتنى تاريخي واقعيت دى په تېره بيا په هغه ټولنو كي چي ګڼ توكميز جوړښت لري ، بې له دې چي اختلافات راوپاروي بايد هغه په ريښتني توګه څرګند شي څو هر يو خپل انفرادي حق وپېژني چي د ټولو حقوق بېله توپيره سره مساوي د ي خو په توكميز ډول بيا د هر توكم حق د هغه د شمېر په انډول دى ځكه هره ډله بيا د انفرادي يا ځانګړو حقوقوټوكلګه ده ، چي د لويو ډلو د انفرادي حقوقو ونډه ډېره او د كوچنيو ډلو د انفرادي او ځانګړو حقوقو ونډه د هغو د شمېر په انْډول لږ ده ، ددغه ټولنيزجوړښت انډول هم بايد پر علمي بنسټ ، د ډموكراسۍ پر لوړ فرهنګ او د هيواد پالني او ورورۍ پر روحيه او يووالي ولاړ وي ، مشر ته د مشر او كشر ته د كشر په سترګه وكتل شي څو د ملي ټولني او ملت جوړوني رښتيني عمليه په عادلانه توګه ترسره كړي.
خو د سياسي، ټولنيز_فرهنګي پرمختګ لپاره دغه لاندي پړاوونه په ترتيب سره لا زم دي :
1_ د دولت جوړېدل او ټينګېدل.
2_ د ملي ټولني جوړېدل او ملي يووالى منځ ته راتلل.
3_ اقتصادي ودي ته پام كول.
4_ ډيموكراسي او عامو خلګو ته په سياست كي برخه وركول.
5_ د ملي شتمنيو عادلا نه وېشل.
موږ افغانان چي د بشري ټولني څخه ځان بېل نه ګڼو، د بشريت په نېكمرغيو كي زموږ نېكمرغي او د بشر په بدمرغيو كي زموږ بدمرغي ده، خو لكه څنګه چي د هر انسان د پېژندلو لپاره د هغه د نوم او كړو وړو اړتيا شته د ملي پېژندګلوي لپاره هم د هغه د نوم ، كړو وړو ، ژبي او فرهنګ د پېژنلو اړتيا شته ، ځكه دا يو تاريخي واقعيت دى چي د يو تاريخي انتخاب په عمليه كي رامنځ ته شوى او دغه پېژندګلوي ددوى دټولنيزي پېژندګلوى او هويت د پايښت او ودي لپاره خورا حياتي ارزښت لري ا ودا مخكي تر څېړني قضاوت نه دى چي تعصب راوپاروي بلكي دا يو رښتنى تاريخي واقعيت دى په تېره بيا په هغه ټولنو كي چي ګڼ توكميز جوړښت لري ، بې له دې چي اختلافات راوپاروي بايد هغه په ريښتني توګه څرګند شي څو هر يو خپل انفرادي حق وپېژني چي د ټولو حقوق بېله توپيره سره مساوي د ي خو په توكميز ډول بيا د هر توكم حق د هغه د شمېر په انډول دى ځكه هره ډله بيا د انفرادي يا ځانګړو حقوقوټوكلګه ده ، چي د لويو ډلو د انفرادي حقوقو ونډه ډېره او د كوچنيو ډلو د انفرادي او ځانګړو حقوقو ونډه د هغو د شمېر په انْډول لږ ده ، ددغه ټولنيزجوړښت انډول هم بايد پر علمي بنسټ ، د ډموكراسۍ پر لوړ فرهنګ او د هيواد پالني او ورورۍ پر روحيه او يووالي ولاړ وي ، مشر ته د مشر او كشر ته د كشر په سترګه وكتل شي څو د ملي ټولني او ملت جوړوني رښتيني عمليه په عادلانه توګه ترسره كړي.
خو د سياسي، ټولنيز_فرهنګي پرمختګ لپاره دغه لاندي پړاوونه په ترتيب سره لا زم دي :
1_ د دولت جوړېدل او ټينګېدل.
2_ د ملي ټولني جوړېدل او ملي يووالى منځ ته راتلل.
3_ اقتصادي ودي ته پام كول.
4_ ډيموكراسي او عامو خلګو ته په سياست كي برخه وركول.
5_ د ملي شتمنيو عادلا نه وېشل.
2_ ژړ نژاد چي دمغلي انسان په نوم هم ياديږي : د افغانستان په ژړ نژاد كي ټول مغلي ، تركمن ، ترك ، او تاتار قومونه شامل دي چي ډېر يې د افغانستان په مركز ، شمال ، شمال لويديځ او ځيني نورو ښارونو كي استوګن دي.
په افغانستان كي پر پښتو او دري برسېره 34 ژبي نوري هم په دې ډول دي : ازبكي ، تركمني ، بلوڅي ، اورمړي ، پاميري ژبي لكه روښاني ، شغناني ، واخاني ( واخي ) ارشري ( ( اّروشوري ) ، اشكاشمي ، سنګليچي ، زيباكي ، بارتنګي ، پراچي ، مونجاني ، كردي ، لودييځي داردي ژبي يانورستاني ژبي ( كاتي ، وايګي ، اشكوني او پراسوني ) براهوي ، منځني اردي ژبي لكه پشه يي ، كليشه يي او كهواري ، شوماشتي ، وټه پوري ، ګوربالي يا نرساتي ، ګوارباتي ، جتي ، مغلي ، قزاقي ، قرقزي ، سرتي ، يا ترنجي ، اّذري ، د هندواڼو او سكانو ژبي ( لهندا يا ملتاني ، سندهي يا شكارپوري ، پنجابي ) .
ژبي بيا په جينيټيكي او طبيعي ځانګړتياو اړه نه لري ځكه په دښتيني توګه يوه ټولنيزه ، فرهنګي او اكتسابي پديده ده چي د يول ړ اختياري وينو ، اورېدنو او حتي اوس د لوستني او ليكني د سمبولو او د هغه په اړه د انساني دماغ د تعبير ټولګه او د يو ولس تر منځ د ژبپوهانو له نظر يا انده د پوهېدلو او پو هولو وسيله ده نه فطري او طبيعي پديده ، ځكه هر څوك د چاپېريال ژبه زده كوي . كه په چاپېريال كي ژبه نه وي په طبيعي او فطري ډول ژبه نه زده كيږي . ځكه د خبروكولو استعداد په چاپېريال پوري اړه لري چي د انساني ټولني په وسيله رامنځ ته كيږي .
ارواښاد لوى استاد علامه پوهاند حبيبي بيا ژبه هغه ږغونه بللي چي د هغه په وسيله هر ولس خپلي غوښتني بيانوي او يا پر ژبه جاري وينا ته وايي چي په عربي لسان او لغت ورته وايي چي د يو ناني د " لوغوس " او د انګريزي د LANGUAGE سره ورته والى لري .
څرنګه چي ولسونو او ملتونو د تاريخ په اوږدو كي تو پير مو ندلى همدا ډول د دوى ژبو هم تو پير موندلى او هر ولس د ځان دلپاره ځانګړې ژبه پيداكړې ده چي ددوي د پوهېدلو وسيله شوې ده او اوږد تاريخ لري چي " پروفيسور اډيلنګ " يې د جوړښت او پر مختيا له امله پر دوو ډلو وېشي :
1_ كښته ژبي : چي الفاظ يي لنډ او يوه هجا وي او د نورو خپلواكو الفاظو په نښلولو سره كړ ( فعل ) ځيني جوړيږي لكه د جنوبي افريق ، د امريكا انډين ( سره پوستانو ) ، ايسكيموګانو ، د شرقي ايشيا او چين ژبي .
2_ لوړي ژبي : د الفاظو هجاوي يې ډيري دي او د پرمختللو ژبو څخه شمېرل كيږي چي دغه ژبي هم پر دوه ډوله دي :
1 ) ا و ښتو نكي ژبي : جي د اشتقاق ( تړنګونو ) وړتيا لري او په كلماتو( وييونو ) پوري يې مختاړي ( سابقه يا Prefixes) او وروستاړي ( لاحقه يا Suffixes ) موښلي چي دا ژبي هم دوه ډوله دي :
الف : اّريايي ژبي : چي اروپايان دغه ژبو ته هندو اروپايي ( Indo – European ) وايي چي دا نوم د لومړي ځل لپاره د ډاكټر توماس يونګ ( Dr. Thomas Young ) له خوا پر كښېښول شو ، خوپه 1823 م كال بيا بل ژبپوه كلاپروت ( Klaproth ) هندوجرمانيك ( Indo Germanic ) نوم ورته غوره كړ . چي دا ژبي هم دوې څانګي لري :
1_ شمالي څانګه : لكه لاتين ( Latin ) ، يوناني ( Greeke / Greeque ) ، سلتي ( Celtique ) ، سلاوي ( Slave ) او توتو نيك ( Teutonique ) ژبي .
2_ جنوبي څانګه : د ايشيا اريايي ژبي دي لكه سنسكريټ چي ويدا په ليكل شوي ، زند چي اوستا په ليكل شوي چي ځيني بيا او ستا خپلواكه ژبه ګڼي ، پښتو ، فارسي ، كردي او استيني .
ب : سامي ( Semitique ) ژبي : چي پخوانيو متمدنو قومو نو ويلي لكه : بابليانو ، اّشوريانو ، فنقيانو او دا ژبي هم لاندي څانګي لري :
الف : اّرامي ژبه : د بابل زړه ژبه ده چي سرياني او كلداني يې څانګي دي .
ب : عبري ژبه : چي تورات او انجيل په ليكل شوى اواسرائيلو
اّرامي او كلداني سره ګډه كړي ده .
ج : عربي ژبه : چي ددغه څانګي مشهوره ژبه ده او قراّن كريم هم په دغه ژبه دى ، سوريتامي ، موريتانيايي او حبشي ژبي هم ددغه څانګي دي .
2_ نا اوښتونكي ژبي : چي بيسټ يې كورټ بدلون نه مومي او اصول يې بې اوښتلو پاتيږي ، خو د ځينو ادواتو په نښلولو اشتقاقيږي يا تړنګونه ځيني جوړيږي چي دغه ادوات هم ځانته ځانګړي معناوي لري چي دا هم بېلي څانګي لري لكه :
الف : توراني ژبي : لكه تركي او داسي نور .
ب : مغلي ژبي : لكه ازبكي ( چي ګډه ده ) ، او يغوري ، تنقاشي ، غراني ...
ځيني پوهانو بيا اّريايي ( Indo – European ) ژبي د سيټم ( Cetum ) او سينټم ( Centum ) پر دوو ډلو وېشلي دي چي ( 100 ) انډول ټاكلى دى چي په سنسكريټ كي ( 100 ) عدد ته ( Cetum ) او په لا تين كي ( Centum ) ورته وايي چي په ځينو ژبو كي يې بيا ( س ) تورۍ په ( ه ) اوښتى دى خو ټاكونكې خبره د ( ن ) تورى دى ، هغه ژبي چي د ( 100 ) عدد په ويلو كي ( ن ) تورى لري هغه سينټم او غربي ( لويديځي ) اريايي ژبي دي او بله ډله چي د ( 100 ) عدد په ويلوكي ( ن ) تورى نه لري هغه سيټم او شرقي ( ختيځي ) اريايي ژبي دي لكه :
د سيټم ډله
سنسكريټ _ سيټم
پښتو _ سل
پارسي _ صد
هندي _ سو
روسي _ ستو
د سينټم ډله
لا تيني _ سينټم
فرانسوي _ سنت
يوناني _ هيګا تون
انګريزي _ هنډريډ
هالنډي _ هوندرد
هسپانوي _ سيين ( Cien )
او دا وېشني په لا ندي ډول دي :
اريايي ( Indo – European ) ژبي
سيټم ( Cetum ) سينټم ( Centum )
سنسكريټ اوستا ( زندي ) پښتو زړه پارسو پهلوي
ځيني بيا زموږ د سيمي د اّريايي ژبو وېش دا ډول كوي :
لومړى : باختري ژبي : چي پر دوو ډلو وېشل كيږي :
الف : جنوبي باختري ژبي : لكه ساكي، پښتو، اورمړي او پاميري ژبي .
ب : شمالي باختري ژبي : لكه سوغدي ، يغنوني ، خوارزمي ، الياني او سيتي .
دويم : ارياني ( ايراني ) ژبي : چي دا هم پر دوو ډلو وېشل كيږي :
الف : جنوبي : لكه زړه پارسي، منځنۍ پارسي ، نوې پارسي، تاتي _ بختياري، كومزاري .
ب : شمالي (ميدي) : لكه كوردي، بلوڅي ، تايشي او غلياني .
خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چي لومړى اريايي ژبه كومه ، څنګه او څه ډول وه او څه موده ژوندۍ وه چي دا نوري ژبي ځيني جوړي شوي دي چي ډاكټر " ګو ستاولوبون " دغه ژبه " اّريك " بللې ده چي اوس وركه ده ، ځيني بيا د اريك ژبي ژوند له 4000 كاله څخه بيا تر 2500 كاله مخكي تر ميلاد اټكلوي . لهجه ( ګړدود ) په يوه ژبه اوړي لږ تر لږه د 1000 كالو اړتيا ده ، خو كه له هغې ژبي څخه نوري ژبي زيږي نو دا لړۍ نوره هم اوږديږي .
خو د ژبو د پورتنيو وېشنو سره سره بيا پښتو چا د دېبانو ژبه بللې ده ، چا سامي ژبو ته وركش كړې ده ، چا په هندو ايراني ژبو پوري تړلې ده ، چا د هندو ايراني ژبو د ستري كورنۍپه هندي څانګه پوري تړلې ګڼلې چا يې په ايراني څانګه پوري ، چا بيا پښتو اصلا د ساكانو يا سيتيانوژبه بللې ده او چا د هندو ايراني ژبو تر منځ يوه خپلواكه ژبه او د پيوستون كړۍ ګڼلې ده . چي دغه نظر يې په لاندي ډول دى :
هغه نظر چي پښتود دېبانو ژبه ګڼي :
د تذكره الملوك مولف وايي چي ځيني روايتونه پښتو د ديبانو ژبه ګڼي .
هغه نظريات چي پښتو د سامي ژبو د كورنۍ څخه ګڼي :
هنري راورټي ( H. Raverty ) ليكي : " دپښتوژبي د افعالو ( كړنو ) او ضمايرو له خصوصياتو ( ځانګړتياو ) او ځينو نورو مشخصاتو څخه داسي ښكاري چي دا يوه عجيبه او لرغونې ژبه او له هري معلومي ژبي څخه توپير لري ." ا ودا هم ليكي : " پښتو زما په خيال د سامي ژبو په كورنۍ پوري اړه لري ." خو بل ځاى بيا ليكي : " نن له اباسين څخه سم دستي لويديځ پلو ته يوه ژبه ويل كيږي چي د عبارات واو چوړښت له پلوهله هري معاصري ژبي څخه تو پير لري او په غالب ګمان له زند ، پهلوي او عبري ( Hebrew ) څخه راوتې ده ا ودا ژبه پښتو ... ده ."
سرويليم جونز ويلي دي : " پښتو كلداني ژبي ته ډېره ورته ده ." خو ډيرو پوهانو د پښتو سره د سامي ژبو اړيكي رد كړي دي . خو داچي ولي پښتو ژبه ځينو د سامي يا عبري په تړاو كي ګڼلې لا ملونه به يې دا وي :
1_ مفغن ( پښتو شوي ) عربي كلمات چي تر اسلام وروسته پښتو ژبي ته ورننوتي دي .
2_ له پخوا وختونو څخه د يهودو مېشتېده زموږ په سيمو كي لكه هرات، غور، بلخ، او نورو ځايو كي .
3_ داريايي مدنيت اړيكي په ويدي زمانه كي له سامي مدنيت سره چي ويدي ولس له سامي بابليانو سره اړيكي درلودې .
4_ پراورشليم د اسپه كورنۍ د پاچهانو له ډلي څخه د ائورت اسپه ( Aurt Aspa ) يا كي لهراسپ بريد د هغه د سپه سالار " بوخت نرسيه " ( معرب شكل يې بخت النصر دى ) په وسيله چي دهغه په نتيجه كي د يهودو لس قبيلې سره خپرې شوې اويو شمېر يې د يرغمل په توګه غور، غزني ، كابل ، كندهار ، او شاوخوا سيمو ته راوستل شوه .
5_ د سپوږميز (قمري ) مهالوېش موجوديت چي د سامي مدنيت نخښه ده .
6_ د " پاشت " لغت موجوديت په عبري ژبه كي چي د پاشلي په معنا دى او وايي چي پښتو هم له هغه څخه اخيستل شوې ده .

هغه نظريات چي د سامي ژبو سره دپښتو اړيكي ردوي :
پروفيسور كلاپورت (Prof. Kleporth ) ختيځپوه په 1810 م كال كي د ايشيايي ادبياتو د اّرشيف په لومړي ټوك كي داسي وليكل : " د پښتو او سامي ژبو تر منځ ته په كلماتو كي ورته والى شته او نه په ګرامري جوړښت كي ."
منسټوراټ الفنسټن M.R.Elphinstone په 1814م كال كي د پښتو او كلداني ژبو ورته والى ردوي او ليكي چي ده دوه سوه اتلس پښتو كلمي د يو شمېر نورو ژبو له معادلو كلمو سره پرتله كړې ، خو له دې وو نه يوې هم له عبراني او يا كلداني سره ورته والى نه لاره ."
جان ملكم د فارس په تاريخ كي ليكي :
" د عبري او پښتو يا د افغانانو د معاصري ژبي ترمنځ د نژدېوالي هيڅ څركي نه لكيږي."
برنارډ ډورن په كال 1863م كي وليكل : " پښتو ژبه له عبري يا كلداني ژبي سره نه د ګرامر له پلوه ورته والى لري اونه د لغاتو له پلوه ." او د پښتو منتخباتو په سريزه كي يې دا خبره وكړه چي " پښتو له هيڅ سامي ژبي سره تړاو نه لري ."
بيګسټر په 1848 م كال كي ( دهري مځكي انجيل ) كتاب كي داسي ليكي چي : " پښتو د سامي ژبي هيڅ خصوصيات نه لري ."
هغه نظريات چي پښتو اريايي ژبه ګڼي :
پروفيسوركلا پورت(Prof. Kleporth ) په 1810 م كال كي ليكي : " پښتو بېله شكه د هندو _ جرمانيك Germanique Indo – ژبو د ستري كورنۍ يوه څانګه ده ."
د ژبو د څېړنو ډېر لوى عالم " پاټ " پښتو په غوڅه توګه اريايي ژبه وګڼله .
لو ونتال په دې اړه ليكي : " پاټ چي دده په كچه ستر د فقه الغه عالم نه دى تېر شوى ، يوه شېبه هم دا ونه منله چي پښتو د هندو اروپايي ژبو په كتار كي ونه دروي ."
پروفيسور ډورن ( Prof. Dorn ) چي پيترزبورګ كي اوسېد ، پر 1847 م كال يې ( Achrestomathy of the Pushtu ) خپور كړ ، كله چي يې د پښتو ژبي اړيكي د عبراني ( Hebrew ) اوچالديك (Chaldic ) ژبو سره ردكړې ، پښتو يې د هندو اروپايي په لويه كورنۍ كي له انډو توتوني(Indo-Teutonique ) ژبو له ډلي څخه ګڼلې ده .
منسټوراټ الفنسټن M.R.Elphinstone سره له دې چي دپښتو ژبي ريښه په څرګند ډول نه راښيي خودا وايي چي : "ځيني لغتونه يې زند ( Zend ) او پهلوي ژبي سره نژدېوالى لري ، خو په ځيني الفاظو كي د كردي ( Kurdish ) ژبي سره چي د هندو جرمانيك ژبو له ډلي څخه ده ډير ورته والى لري ."
1_ هغه نظريات چي پښتو د هندو ارياني ژبودهندي څانګي څخه ګڼي :
رابرت ليچ په كال 1839 م كي چي په لويديځ كي دپښتو ګرامر طرحه خپره كړه ، دهغه په سريځه كي يې د پښتو او سنسكريټ د ږغونو د ساده پرتلييز چلند (Comparative Phonography ) څخه وروسته داسي وليكل چي : " ددغو دوو ژبو ږغونه ښيي چي پښتود سنسكريټ بڼه لري."
نــــــــــــور بيـــــــــــــــــا