|
|
د عبدالباقي ( پوپل) ژباړه:
داخارق العاده کائنات
د بشر سره تر اوسه ډير داسي پوښتني موجودي دي چي وايي :
ولي ويل كيږي چي كائنات د غټي ضربي يا ( Big bang ) وروسته پيداسوي دي؟
ولي ځمكه څرخي؟
ولي ستوري پيژندونكي لومړي ځل سپوږمۍ ته و ختل؟
ولي ستوري ځليږي؟
ولي ځيني سيمي زلزلې لري؟
ولي ځيني ستوري لكۍ لري؟
ولي لمر د ختيځ له خوا پورته كيږي؟
ولي په سپوږ مۍ كي د جاذبي يا كشش قوه نسبت ځمكي ته كمه ده ؟
او ځيني نوري همداسي پوښتني
ولي ويل كيږي چي كائنات د غټي ضربي يا ( Big bang ) وروسته خلق سويدي؟
ساينس پوهان وايي چي د تلسكوپ (Telescope) يا د فضايي څيړنو د وسايلو په
ذريعه كرار كرار د كائناتو او د هغو د پټو رازونو د رابرسيره كولو لپاره
كاركوي.
او په دي ترڅ كي وايي چي لمړي هيڅ شي وجود نه درلودي ، دا خبره په لمړي ځل
ډيره حيرانونكي ده چي باور و سي چي په حقيقت كي دغه ټول كائنات په شمول د
ځمكي ، لمر ، سپوږمۍ ، ستورو او سيارو له هيڅ څخه پيدا دي ، خو ساينس پوهان
په ډيرو قوي دلايلو دا نظر وړاندي كوي يو له دغو ساينس پوهانو څخه البرت
انشتين دي چي باور يي درلود چي كائنات ثابت دي او حركت نه لري، تر دي
وروسته ډيرو ساينس پوهانو ښودلې ده چي كائنات په دوامداره ډول لويږي ، ددي
نتيجه اخيستني موسس د امريكا يو ساينس پوه ايډوين هيبل كړيده.
په 1923 زيږديز كال كښي نوموړي كشف كړه چي فضا د بهرني خارق العاده غټوالي
په زرهاوو ميليونه ستوري سيستمونه په ځان كي لري چي اكثره يي زموږ د شيدو
له لاري يا كهكشان ته ورته والي لري چي د 100000 تيپونه سيستم دي.
هغه رڼا چي د نورو كهكشانو څخه معلوميږي هغه ته ستورو پيژندونكو د سور
بدلون يا نوم وركړيدي، د نږدې كيدونكو ستورو د رڼا خپريدل شين رنګ ځان ته
غوره كوي، كله چي يي د څپو اوږدوالي لنډيږي او هر كله چي يي فاصله زياتيږي
يا ليري ځي نو د څپو طول يي اوږديږي او رڼا يي سره بڼه ځان ته غوره كوي.
له دي اصل څخه هابر پوه سو چي اكثره كهكشانونه په حركت كښي دي، كه دا حركت
حقيقت ولري نو دا حقيقت رابرسيره كيږي چي په پخوا وختو كي دغه كهكشانونه
سره نږدې وه او اوسني كائنات ډير وړوكي وو.
دا چي پخوا په كومه لحظه كي كائناتو وسعت پيدا كړي دي ، فزيك پوهاو دغه
واقعه 15000 ميليونه كاله پخوا محاسبه كړيده پخوا ته نظر كول او هغه ځانګړي
لحظي ته په مشاهدي سره دوي وايي چي د كائناتو د خلقت په يوه لحظه كښي سوي
دي او د يوي قوي په واسطه دغه كائنات خلق سويدي..
ويل كيږي چي پخوا كائنات دنخود دداني په اندازه وو او د ثاني ا صلمي په وخت
كي دغه پيښه سويده چي زموږ له پوهي څخه وتلي خبره ده چي په دې ځان پوه كړو
، د كائناتو حرارت هغه وخت دومره لوړ وو چي په منلو كي يي زموږ عقل ورته
عاجز دي، ددغي حادثي وروسته د هغه هيڅ شي والي څخه هر څه منځ ته راغله چي
موږ يي نن كائنات بولو، ددغه كائناتو سره سم لويه فضا هم را منځ ته سول چي
په ميليونونه كلونه ضرورت سته چي حتي نور و كولاي سي ددي فضا څخه پوري ووځي
، تر اوسه ساينس پوهان په دي نه دي بريالي سوي چي وووايي ولي ددغه نخود په
اندازه جسم د كايناتو بڼه غوره كړل او دغه هم نه سي ويلاي چي څنګه د ثاني
يو صلمي په وخت كي دا حادثه منځ ته راغله ، دوي وايي چي دير حادثات د
كائناتو په په لمړي جوړښت كي منځ ته راغله چي ميليونونه كاله پخوا بلل
كيږي.
ددو لسيزوپوري يعني د 1940 څخه بيا تر 1960 مو كلونو پوري فزيك پوهانو دا
ويل چي كائنات ثابت دي ددوي لپاره د غټي ضربي ياني حادثه مطرح نه وه او ويل
يي چي كائناتو وجود درلود او وجود به ولري و وروسته دوي موافقه و كړه چي
كائنات وسيع او پراخيږي اودايي ويل چي زاړه كهكشانونه مر او نوي كهكشانونه
د هغوي ځاي نيسي . |