کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   زموږ هوډ  د ها ميوند څخه الهام اخستی          چي انګريز ئې د تاريخ له پاڼي ريږدي  
هـــــوډ : له کندهار څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله چي د احمد شابابا د علمي او کلتوري مرکز له خوا خپريږي 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
سقراط او حاکم
هستوي کيمياوي او بيـ ـ
په افغانستان کي تاريخ
کتاب او ماشوم
د تاريخي او اصلي کندهـ
مطالعه روهي ښکلاده
ديوملت کلتوري او فرهـ
سيدجمال الدين افغان
داداري چارو بيا رغونه
دتدريس مشهورميتـ ـ

سقراط او حاكم


يوه ورځ سقراط لمر ته ناست او بيتاوي يې كاوه چه ناڅاپه د هغه ځاى حاكم پر هغه لاره تېرېدى خو سقراط ورته ولاړ نه سو.
د حاكم نه خاطرباشانو څخه يو نفر وروړاندي سو، سقراط يې په پښه پوري واهه چه ولي د حاكم د درنښت ته ولاړ نه شوې؟
سقراط ورته وويل حو: زه هيڅكله د خپل مريې دمريي درنښت نه كوم او نه ورته ولاړېږم.
حاكم چه دا خبره واورېده نو په خپله وګرزيېد او پوښتنه يې ځني وكړه چه ته له څه سببه وائې چي زه ستا د غلام غلام يم؟
سقراط ورته وويل اّيا ته د خپل نفس او غضب تابع نه يې؟
حاكم ورته وويل چه! هو يم.
نو سقراط ورته وويل چي: دغه دواړه زما غلامان دى نو ته هم په رښتيا سره زما د غلام غلام يې.
تر دغه سوال او ځواب وروسته حاكم ورته وويل چه: راځ هزما سره ولاړ سه چه ښه خوندور خواړه او ښه ښه جامې دركړم.
سقراط ورته وويل چي: انسان د عقل په مقتضي په ژوند كي دومره په كار لري چه ژوند په وساتل شي يعني د لوږي دفعه او دعورت پټوي پرته نه دى وكوم اضافه شى ته اړتيا نشته.
حاكم بيا ورته وويل چه ته ولى زما سره نه ځې او څه مانع لرې؟
سقراط ورته وويل چه زه په هغه شغل اخته يم معنوى ژوند تقريه كوى او له مادى نداتو څخه چه د مرګ سببه ګرځي معرف يم دنيوى نعمتو ته اړتيا نلرم اوكوم شى چه زما په كار دى هغه په هرځاى كي رارسيږي او تر اړتيا ډېر نه غواړم.
په دې وخت كي د حاكم يو ټوكى نفر ور وړاندى سو و سقراط ته يې وويل چه تا ولي د ژوند نعمتونه پر ځان حرام كړيدي؟
ده ورته وويله چه كوم نعمتونه؟
ټوكي وره وويل چه: خونده وري غوښي، ښه ښه شرابونه شګلي ماڼي او نور.
سقراط په ځواب كي ورته وويل چه دغه شيان لپاره نعمت ګڼل كيږي چه ځان له بيزوګانو او نور ژو سره ورته كړى او خپل ګيډه د ژوو مقبره (قبر) وګرزوى ا وفاني جهان په باقي جهان باندي غوره كړى.
(پاي)
رحمت الله "قريشي"
17/11/03
8:00PM