کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   زموږ هوډ  د ها ميوند څخه الهام اخستی          چي انګريز ئې د تاريخ له پاڼي ريږدي  
هـــــوډ : له کندهار څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله چي د احمد شابابا د علمي او کلتوري مرکز له خوا خپريږي 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
سقراط او حاکم
هستوي کيمياوي او بيـ ـ
په افغانستان کي تاريخ
کتاب او ماشوم
د تاريخي او اصلي کندهـ
مطالعه روهي ښکلاده
ديوملت کلتوري او فرهـ
سيدجمال الدين افغان
داداري چارو بيا رغونه
دتدريس مشهورميتـ ـ

د تدريس مشهور ميتودونه (اصول)
1: د سوال او ځواب ميتود
ميتود


2: د مذاكرې او مناقشې ميتود.
3: د ستونزو د حل ميتود.
4: د بحث د ځيړني ميتود.
5: د فكرې مشوروې ميتود.
6: د ازمويني ميتود.
7: د رويې ميتود.
8: د سيالي ميتود.
9: د ليوبو ميتود.
10: د ډله ييز كار ميتود.
11: د سير علمي ميتود.
12: د پراجكت (پروژې) ميتود.
13: ازاد ميتود.
14: تجربوي يا لابراتواري ميتود.
15: د مشاهدې ميتود.
16: د نمايش (ښودني) ميتود.
17: سمعي او بصري ميتود.
18: استقرايې ميتود.
19: كلي ميتود.
20: د لكچر ميتود.
21: د تكرار ميتود.
22: محافظوي يا ميخانيكي ميتود.
مقام مادر
صدرالدين عيني
مهربان مادر مرا چون شاخ ګل
در سراي اب وګل پرورده است
ميفشانم خون دل درپاي او
كومراباخون دل پرورده است
مادران هميشه مي بخشند وګويي براي همين بدنيا امده اند
(الكساندردوما)
قلب مادر زيبا ترين وجاوداني ترين جايګاه فرزن داست: حتي دروزګاري كه موهاي فرزند سفيد شده باشد. (استيفر)
هركس درهمه عالم، تنها قلب مادرخودرا، براي همېشه مالك است.
(استيفر)
كسانيكه ګوشه ګهواره رابدست دارند، ازان هاك ه زمام امور را دردست ګرفته اند، توانا ترند.
(اسمايلز)
صلح عالم انګاه ممكن است پايدار شو دكه زمام سياست جهان ازمشتهاي اهنين پدران، به دستهاي نازنين مادران انتقال يابد. (؟)
مادر، حتي پس ازمرګ، بازهم مادر ومقدس ترين موجود زنده جهان است.
(كلريج)
كيست انكس كه شيرصاف ولذيد
بشما از جګر وساند وچشاند.
هر اسايش شما ازخواب
خيست، ګهوراه شما جنباند
شستشو كرد دست وپاي شما
از محبت به جاي پاك نشاند؟
د پوهانو ويناوي:
1: كار سړي د درو بلاوو څخه ساتي!
1: ديغت، 2: ګناه، 3: احتياج.
2: كار ورځ لنډه وي خو عمر اوږدوي.
3: د روح او جسم د اّرام دپاره تر كار ښه دارو نسته.
4: د نورو دپاره كار وكړي څو ستاسو دپاره هم كار وسي.
5: كوم ځاي چي كار نه وي پرهيز كډه كوي.
6: كه غواړې چي ښه ژوند ولرې نو كار وكړي.
7: ډيره خوشي سړي د كاره اچوي.
8: هغه بنګله چي په هغه كي مينه او محبت نه وي نو د كنډوالې مثال لري.
9: د تنباي څخه فكر فقر كول ګناه ده.
10: شتمن بې نيازه فقير دي خو فقير نياز منده شتمن دي.
لاندي سوالونه كه چا حل كړه جايزه لري!!!
دا څه شي دي؟
1: هم يې راديو لري هم يې درياب لري!
2: يو اوبه ويني په ګډيږي بلاوبه ويني نه په ګډيږي، بل نه اوبه ويني او نه به ګډيږي!
3: نه په اوبو كي خشتيږي او نه په اور كي سوځي!
4: الوزي وزر نه لري، كښيني سر نه لري سر يې سپين دي وريښته نه لري!
5: نه لاس لري نه پښې لري نه وزر لري مګر الوزي!
6: سخت دي ډبره ن ده، هګۍ اچوي مرغه نه دي، څلور پښې لري سپي نه دي!
7: مرغه دي بې وزره چيسر يې پرې نه كړې خبري نه كوي!
8: هم دمخه ترتولد خوړل كيږي هم پسله مرګه خوړل كيږي!
9: څلور حرفه دي د يوه الوتونكي نوم دي!
اول: دوه حرفه يې په ايران كي د يو ځاي نوم دي.
دوهم: اّخر درې توري يېپه پاكشتان كي د يوځاي نوم دي.
د سر د خوا اول درې توري يې يوه اّسماني كُرده ده.
10: نوم يې د دوو حيواناتو نوم دي. لاس، پښې او سر نه لري، مګر خلګ يې خوري!
11: چي پر سر يې ونه ټكوې په درد نه خوري!
د مرغلرو امېل
غاټول له شرمه سور سو چي نسيم يې زلفي يو وړې:
د پاكي ميني داغ ته يي ځيګر نيولي دي.
بلقيس مكيز
له هرچا نه د رښتينوكار اول دي
خداي پخپله د رښتينو سره مل دي
خوشحال خان خټك
ما زندګي به جيفه دنيا فروختيم
خو دار فروختيم وچه بيجا فروختيم
اي واي ماچه ګوهر يكتا فروختيم
از فريش خانه تا به ثر يا فروختيم
استاد خليل الله خليلي
په منصب باندي مغروره نه سې وروره
دا ځينه ده پر يخي بانديولاړه
حنان باركزي
عاقبت به يې ديوال د ظلم پريوځي
چي يې زدو يې د مظلوم د اوښكو زيم
حميد بابا
عمومي معلومات: دمعلوماتوخزانه:
دحديثو اولين كتاب كوم يو دي؟ ځواب: موطا: د امام مالك رح
لقمان حكيم د كوم ځاي وو؟ ځواب: سوډان.
د حضرت يوسف عليه السلام دمورنوم څه وو؟ ځواب: راحيل
د نبي كريم صلي الله عليه وسلم څو زومان وه؟ ځواب: درې: حضرت عثمان رضي الله تعالي عنه، حضرت رضي الله تعالي عنه او ابو العاص.
د قراّن كوم سورت ټوله په يو وار نازل سو؟ ځواب: سورت فاتحه.
كوم قوم په باد باندي هلاك سو؟ ځواب: عاديان.
لوط عليه السلام د چا زوي وو؟ ځواب: د هاران زوي او د حضرت ابراهيم عليه السلام ورور وو.
كوم پاچا ابراهيم عليه السلام ته خپله لور هاجره وبخښل؟ ځواب: قبون.
نبي كريم صلي الله عليه وسلم څو غزاوي كړي دي؟ ځواب: 28
د قراّن اصليموضوع څه شي ده؟ ځواب: توحيل او انسان.
د نبي كريم صلي الله عليه وسلم رضاعي پلار څوك وو؟ ځواب: حارث بن عبدالعزا
په قراّن كي څو واره د نبي صلي الله عليه وسلم نوم ذكر دي؟ ځواب: دوه واره.
د دنيا كښته ترينه مځكه چيري ده او څه نوميږي؟ ځواب: په اردن كي بحر الميت
د اسرائيل د لفظ معني څه ده؟ ځواب: دخداي بنده
كوم لوي شاعر د نباتاتو لوي عال هم وو؟ ځواب: ګوئټه، جرمني كي د سوډان د لفظ معني څه ده؟ ځواب: تور نسل
داولمپيك لوبي كله او چيري شروع سوې؟ ځواب: 1926 په برلين كي ښځو څه وخت د اولمپك په لوبو كي برخه واخيستل؟ ځواب: 1928 كي په مستردام كي
شداد د كوم نبي په وخت كي ژوند كاوه؟ ځواب: د هود عليه السلام په وخت كي
چينائيان د غم په وخت كيڅه رنګ لباس اغوندي؟ ځواب: سپين د "تيمور" د لفظ معني څه ده؟ ځواب: فولاد
د پوهانو ويناوي:
ناپوهه مه وژنيبلكي ناپوهي يې ور ووژنئ.
سيد جمال الدين افغان
كه پر ځان باندي واكمن نه يې نو د نورو تر واكمني لاندي به راسې.
علامه اقبال
تدبير توره ماتوي.
ناپليون
ژوند لوبه ده خودا لوبه زده كول غواړي.
محمد حجازي
سر لوړي په تواضع كي ده او نسب په تقوا كي دي.
اويس قرني
شپږ شيان نه مړيږي!
حرص په شتمني، اور په لركيو، سوالګر په غوښتلو، سترګي په كتو عالم په علم، مځكه په باران.
د يو فلسفي په قول
كاميابي په علم، يقين او كوښښ لاس ته راځي.
عشقي اوجنګي فيلمونه وخت ضايع كوي او اخلاق خرابوي كه فيلمونه ګوري نو علمي، تحيقاتي، ساينسي، تاريخي جغرافيوي مستند فيلمونه وګورئ چي علمي سويه مو درلوړه كړي. سپورټي فيلمونه به مو روغتيا ته پا مواړه وي.
د يوه ليكوال په قول
جزاء الاعمال:
د مولانا اشرف علي تهانوي رح ليكنه
لنډيز: د احمد صميم په قلم.
ظلم: په دوږخ كي د زقوم ونه شنه كوي.
قهر: او غضب د دوږخ د اور لرګي ګرځي.
كوم: ښه اعمال چي په دنيا كي ستا په اختيار كي دي نو د جنت باغونه، ويالې او نعمتونه هم ستا په اختيار كي دركول كيږي.
صبر: د اوبو په وياله، مهرباني د شيدو په وياله د عبادت شوق د عسلو په وياله د الله جل جلاله سره د محبت مستي د شرابو په وياله تبديليږي.
سجده: د جنت مځكه او حمد و تسبيح په مرغانو بدليږي.
د كوم: حيوان صفت چي پر يوچا غالب وي نو دغه انسان به په قيامتك ي په هغه شكل پاڅول كيږي.
د غيبت: كولو مثالي معني داده لكه څوك چي د مړه ورو غوښي خوري.
د غلا: شۍ پر سړي باندي د اور شغله ګرځي.
د كوم مال: څخه چي زكوات نه وركول كيږي هغه به دده دپاره د اژدهار مار وګرځي.
د سورت: واقعې لوستونكي به لوږې هيڅكله ونه ويني.
د ورځي: په پيل (شروع) كي د سورت (يسين) ويل به د سړي ټول كارونه په درست ډول سره سرته ورسوي.
په دعا: سره قضاء ګرځي او په نيكي سره عمر اوږديږي.
د تبارك الذي: ويل په ماښام كي د قبر څخه عذاب ګرځوي.
صدقه: د الله تعالي غصه ختموي.
څوك چي لمونځ نه كوي يا ګمراه دي يا ليوني دي.
تسبيحات د هغه چا دپاره فايده كوي چي د لويو ګناهونو څخه توبه وكاږي.
څوك چي وايي خداي تعالي زموږ عبادت ته ضرورت نه لري نو داسي مثال لري لكه مريض چي ووايي ډاكټر زما دوا خوړلو ته ضرورت نه لري.
كه عملسم نه وي نو خانداني نسبت فايده نه كوي.
دا چي څوك وايي چي كه زموږ د جنت نصيب ليكلي وو. نو بيا عمل ته څه ضرورت دي! نو ځواب يې دادي: چي د ډوډۍ د پيدا كېدو دپاره ولي؟ دومره هاي ځلي كوې او توكلي معامله نه كوې.
ځني خلګ وايي: چي موږ څه وكړو هرڅه په تقدير كيليكلي دي نو په دنيا يې تاوان كي ولي مسئله پر تقدير نه تاوانوي او بې ځايه چغ و ب غاو شرارت كوي.
ځيني خلګ وايي چي ګناه به وكړو بيابه توبه وكړو نو ددې داسي مثال دي چي يو سړي ووايي چي يو وار به ګوته په اور چخ كړم بيابه ملهم پر كښيږدم نو دلته درې خطرې نوري سته: 1: ايا ته به د توبې وخت پيدا كړې؟ 2: ائا خداي به دي توبه قبوله كړي؟ 3: بل دا چي د بل چا حق خوړل او يا ظلم پركول خو په توبه هم نه معافيږي.
ګناه چي څومره زياتيږي زړه توريږي او د توبې توفيق كميږي.
خداي تعالي د هغه چا دپاره غفور او حي مدي چي د ګناه څخه توبه وكاږي.
د ګناه كولو يو تاوان داديچي د ملائيكو له دوعا څخه به بې برخي سي او هم پر اكثره ګناه كوونكو باندي رسول صلي الله عليه وسلم لعنت ويلي دي.
په ګناه كولو سره عقل كميږي د ګناه شامت خپله كڼاه كوونكي او نورو مخلوقاتو ته هم رسيږي چي پر ګناه كوونكي به لعنت وايي ګناه كوونكي به د خالق او مخلوقپه نزد بې عزته سي.
د ګناه كولو يو تاوان دادي چي ګناه كول ورته بدكار نه ښكاري او څوك چي په فخر سره ګناه كوي د الله جل جلاله د بخښني څخه ليري كيږي او د توبې اراده پكښي مړه سي او د صالحو خلګو سره يي زړه نه غواړي.
يوه ګناه د بلي ګناه دپاره سبب وړيږي او هغه بيا د بلي ګناه دپاره سبب جوړ سي چي اّخر د ګناهونو په دريا بكي غرق سيچي بيايې وتل مشكل سي او هم ګناه عمر كموي او هم مشكلات ورته پيښيږي.
په ګناه كولو سره زړه او صورت كمزوري كيږي او هم عبادا ورځ په ورځ ځيني پاكيږي. لكه په يوه خوندور شي چي كومه ناروغي پيدا سي بيا د زرګونو خوندورو شيانو څخه محرومه كيږي.
په ګناه كولو سره د كاميابي لاري بنديږي او هم له علمه څخه محروم كيږي او يا د علم بالني نورمړ كيږي او هم رزق كموي او هم يو قسم وحشت ورته حاصليږي.
تو هم ګردن ازحكم داور مپيچ
كه ګردن نه پيچد زحكم تو هيچ
زاّنګاه كه يا فتم خبر از ملك نيم شب
من ملك نيمروز به يك جو نه مي خرم
عزيزيكه از درګهش سر بتافت
به هر دركه شد هيچ عزت نيافت
چي پلار صالح وي نو د اولاد د خدمت سرښته يې پروردګار له غيبو څخه برابره وي لكه موسي عليه السلام او خضر عليه السلام چي د دوو يتيمانو ديوال مفت ورجوړ كړ او لاندي ترې خزانه پټه وه دا ځكه چي پلار يې صالح وو. سوره كهف ايه 82
په طاعت سره په زړه كي هغه خون داو اطمنان پيدا كيږي چي په پاچاهي كي سړي ته نه پيدا كيږي او هم دغه عابد سړي ته هرقسم پاچاهي هيڅ شۍ نه ښكاري.
په طاعت او استغفار سره بارانونه كيږي، مال ډيريږي اولاد كيږي باغ يې ميوه كوي د ويالو اوبه زياتيږي.
څوك چي له خدايه جل جلاله څخه وبيريږي له داسي ځايه به رزق ورته مقرر سي چي دده په ګمان كي به هم نه راځي او د هغه په كار كي به سهولت راځي.
د همېشه ګناه كولو يو تاوان دادي چي اكثره د توبې توفيق هم نه ورته ملاويږياو هم د خداي جل جلاله د رحمت نا اميده وي او كليمه به نه سي ويلاي.
د ګناه كولو تاوانونه دادي: د زړه اطمنان يې ختم وي، غمجن وي، په بيره كي وي چي څوك زما په ګناه راخبر نه شي.
د ګناه كولو يو تاوان دا هم دي چي شيطانان پر مسلط كيږي او د طاعت د اطمنان كلا ته يې نه پريږدي او هم په بدنامه سره ياديږي.
ګناه اّفت نازلوي او توبه غم ليري كوي. په ګناه كولو سره د الله جل جلاله عظمت له زړه څخه وزي او هم نعمتونه پرختميږي او هم حيا او غيرت له مينځه باسياو هم اوبه، كښت، هوا او ميوه خرابوي.
د جزاء الاعمال د كتاب لنديز:
د مولانا اشرفعلي تهانوي رحمه الله ليكنه.
شتا كومي خبري چي د مار او لړم په شان نېښ داره وينو په اّخرت كي به دغه خبري په رښتيا درته مار او لړم وګرځي او چيچي به دي.
د جماعت په لمانځه سره د الله جل جلاله سره يو قسم خاص تعلق جوړيږي چي په خوند يېجماعت كوونكي پوهيږي.
په پنځو شيانو سره د خداي جل جلاله دوستي حاصليږي:
1: د هغه عالم سره صحبت چي پخپل علم يې عمل كړي وي.
2: پنځه وخته لمونځ په جماعتك ول.
3: د بې ځايه او بې فايدې خبرو څخه ډډه.
4: د ځانه سره يو ګړي يوازي ناسته او د ځانه سره حساب كول.
5: توبه او استغفار كول.
څوك چي دلته د افراط او تفريط تر مينځ مستقيم خط تعقيب كړي نو پر پل صراط به هم مستقيم تيريږي.
څوك ي شيدې په خوب كي وچيښي خداي جل جلاله به علم وركړي.
ابن عمرپه روايت د يوه حديث مفهوم
اوږد كميس په خوب كي ليدل په دين سره تعبير سوي دي.
جاري چينه په خوب كي ليدل د صدقه جاريه عمل معنا لري.
سوره بقره او سوره اّل عمران تلاوت كول به په قيامت كيد سړي پر سر د توري او ريځي سايوانونه جوړ سي.
خدايه موږ ته توفيق راكړې چي د ګناه په وخت كي د سزا فكر هم وكړواو بيا مون و حفاظت د ګناه څخه په نصيب كړي.
سميم
د جزاء الاعمال د كتاب خلاصه د مولانا اشرفعلي تهانوي رحمه الله ليكنه د احمد سميم په قلم.
د نبي صلي الله عليه وسلم د خوب تعبير:
هغه سړيي سر يې په ډبره وهل كيدي هغه قراّن حصل كړي وو او بيرته يې پرې ايښي و واو هم د فرض لمانځه پر وخت به بيده وو.
او هغه سړي چي دمخ د خوا تر څټه پوري په چاړه څيرل كيدي دا هغه سړي وو چي د درواغو خبري به يې خپرولې.
او هغه لڅ نارينه او ښځي چي په تناره كي سوگل كېدل دا زنا كوونكي وه.
او هغه څوك چي لمبيدي او خوله به يې په ډبرو ورډكوله داسود خور وو.
او هغه بدرنګه سړي چي اور يې لګاوه او شاوخوا ورته ګرځيدي هغه د دوږخ مالك دي.
او په هغه پڼ كي اوږد قد والا سړي ابراهيم عليه الصلاه والسلام و واو كوم زلميان چي شاوخوا ورته ګرځيدل دا هغه كوچنيان وو چي په كوچنيوالي كي پر فطرت مړه سوي وه.
او كوم خلګ چي نيم بدن يې ښائسته او نيم بدن يې بد شكله وو دا هغه خلګوه چي يو څه عمل يې ښه او يو څه عمل يې د بدو وو.
جزاء الاعمال:
د مولانا اشرف علي تهانوي رح ليكنه
لنډيز: د احمد صميم په قلم.
ظلم: په دوږخ كي د زقوم ونه شنه كوي.
قهر: او غضب د دوږخ د اور لرګي ګرځي.
كوم: ښه اعمال چي په دنيا كي ستا په اختيار كي دي نو د جنت باغونه، ويالې او نعمتونه هم ستا په اختيار كي دركول كيږي.
صبر: د اوبو په وياله، مهرباني د شيدو په وياله د عبادت شوق د عسلو په وياله د الله جل جلاله سره د محبت مستي د شرابو په وياله تبديليږي.
سجده: د جنت مځكه او حمد و تسبيح په مرغانو بدليږي.
د كوم: حيوان صفت چي پر يوچا غالب وي نو دغه انسان به په قيامت كي په هغه شكل پاڅول كيږي.
د غيبت: كولو مثالي معني داده لكه څوك چي د مړه ورو غوښي خوري.
د غلا: شۍ پر سړي باندي د اور شغله ګرځي.
د كوم مال: څخه چي زكوات نه وركول كيږي هغه به دده دپاره د اژدهار مار وګرځي.
د سورت: واقعې لوستونكي به لوږې هيڅكله ونه ويني.
د ورځي: په پيل (شروع) كي د سورت (يسين) ويل به د سړي ټول كارونه په درست ډول سره سرته ورسوي.
په دعا: سره قضاء ګرځي او په نيكي سره عمر اوږديږي.
د تبارك الذي: ويل په ماښام كي د قبر څخه عذاب ګرځوي.
صدقه: د الله تعالي غصه ختموي.
څوك چي لمونځ نه كوي يا ګمراه دي يا ليوني دي.
تسبيحات د هغه چا دپاره فايده كويچي د لويو ګناهونو څخه توبه وكاږي.
څوك چي وايي خداي تعالي زموږ عبادت ته ضرورت نه لري نو داسي مثال لري لكه مريض چي ووايي ډاكټر زما دوا خوړلو ته ضرورت نه لري.
كه عملم نه وي نو خانداني نسبت فايده نه كوي.
دا چي څوك وايي چي كه زموږ د جنت نصيب ليكلي وو. نو بيا عمل ته څه ضرورت دي! نو ځواب يې دادي: چي د ډوډۍ د پيدا كېدو دپاره ولي؟ دومره هاي ځلي كوې او توكلي معامله نه كوې.
ځني خلګ وايي: چي
د څيړنيو هني اړتيا او ارزښت:
ښوونه او روزنه د بشري اړتيا په توګه د بشري تكامل په بهير كي د لومړنيو ټولنو له منڅته راتلو سره پيل شويده د ښووني او روزني تر ټولو سنتراو ارزښتناك هدف دادي چي د ټولو زده كړو په بهي راو نتيجه كي وكړي شي برسيره پر زده كړي تكړه توب (Skill) يا مهارت او لازمه مسلك تر لاسه كړي.
پيدا كوزي ښووني او روزني د نظرياتو په رڼا كي كه چيري د ښووني او روزني هدفونو ته يا ملونه وكړو دغه شان ځاي، زده كړه، او كړنه د ښووني او روزني ستراو ارزښتناك هدف ګڼل كيږي.
د نوي ښووني او روزني پلويان په دې خبره تائيد كوي چي نن ورځ زده كوونكي يواځي ښه اوريدونكي نه دي بلكي په هڅنده توګه ښايي د زده كړي په بهير كيبرخه واخلي، ځكه نو استادان او شاګردان بايد د علمي تندي د ماتولو لپاره د ټولګي څخه دباندي څيړونو ته اړتيا لري ترڅو خپله پوهه بشپړه كړي او په راتلوونكي كيد خپل مستقل كار او ژوند لپاره په خپل ځان تكيد اوسي ځكه د علمي بسطمي د لوړيدو لپاره زياتو، ليدنو، كتنو او څيړنو ته اړتيا ليدل كيږي.

(د شعر د شكل او محتواتر منځ اړيكي)
كه په دقيق ډول يو اثراويا يو هنري پزيره وكتل شي په حققت كي به هغه د شكل او مضمون د وحدت نتيجه وي چي ددويپه منځ كي د هنري ارتباط كړي يا مزې دا ټينګوي. لكه چي د ټولنيزو او ادبياتو يو پوهه (فيستر) په خپل كتاب (ضرورته نر دردونه تكامل اجتماعي) كي ليكي چي د مضمون او شكل تر منځ نه شليدونكي يوالي په ډير قوت موجود دي.
او هغه څه ي موږ په اثر كي ورته شكلوايو د متحوا يا مضمون د مادې حالت يو تعادل راښي. چي د تعادل بيا ډير وخت تغير كوي ځيني وخت په نامحسوس ډول او كله بيا د عمل په شدت سره ديت پيدا كوي زوړ شكل د مڼه وړياو يونوي شكل رامنځ ته كوي، خو لكه څنګه چي پورته اشاره ورته وكړل سول د شكل او مضمون تر منځ نه جلا كيدونكي اړيكي موجود دي. دا پيوستون، اړيكي او انډول لا پخوا د پشتو ژبي ټكړه شاعرانو راوړي او ذكر كړي دي چي يوش گه مثال يې د پښتو ژبي وتلي شاعر كاطم خان شيدادي دي پدې هكله باندي داسي وايي.
مضمون د شعر لكه پيكر دي رنګين الفاظ يې رخت اوزيور دي.
ورته ضرور دي دا دواړه څيزه پيكر كه هر څو د لربات ردي.
په دغو ابياتو كيكاظم خان شيدا دا موضوع په عملي ډول څونه په ښه ډول ترميم او انځور كړېده.
خو دلته دا هم بايد په نظم كي ولرو چي هر اثر د خپلي چټكي ودي په نتيجه كي شكل اړه وي خو مضمون بيا د شكل ټاكوونكي ګرزي چي بيا هم ددوي دواړو اړيكي يو د بله لازم او ملزوم دي چي په اصل كي دا انډول او اړيكي د ساده او لومړنيو پيژندګلويو په نتيجه كي په ښه ډول را څرګنديږي، خو په هر صورت پپدې هكله باندي دا د بې پوهانو نظريات يو ډول نه ديچي ځني پوهان وايي چي په هره يديده كيد مضمون په پرتله د شكل موجوديت ځنډني او د مضمون د تكامل څخه وروسته دي. بايد چي شكل او محتوا د هري پديردي يو متعادل او متناسب حالت رامنځ ته كړي، مګر مضمون ګړندي مخ كي دي خو شكل بيا وروسته او اخيرني دي چي ددوي تر منځ يعني د شكل او مضمون تر منځ تضاد را منځ ته كيږي.
نو همدا سبب دي چي نوي مضمون باندي محتوا د خپل ځان د هويت د څرګندولو دپاره و يوه نوي شكلته اړتيا لري چي د تضاد قانون په لحاظ زوړ شكل نور له منځائي او يونوي شكل اختياره وي.
چي دامسلاه هم د پښتو په اشعارو كي ښ هاو په څرګنده توګه ليدلاي سو. كه موږ د پخوانيو شاعرانو وڅيړو هلته به راته څرګنده سي چيځينو شاعرانو په اشعارو كي د شكل ده رويه په هغه وخت كي داسي الفاظ راوړي دي چي اوس يا هغه د استعماله لويدلي او يا پكښي ښكاري چي اوس هغه خپل هنري خون داو ښكلا د لساه وركړې ده او هم يې د محتوا او شكل درويه تعادل نه دي مراعات كړي. يعني شكل يې وروسته پاته معلوميږي او محتوا يې تر شكل قوت ناكه او ځواكمن راغلي ده. او هم يې د ټولني په لحاظ د شكل او مضمون تر منځ تضاد ليدل كيږي چي د ټولني غوښتنه نه ده پكښي مراعات سوې.
د يوه بل نظر خاوند يعني د فرماليزم د مكتب پلويا نبيا د مضمون په پرتله زياته پاملرنه و شكل ته كوي.
مګر ځيني نور بيا د شكل په نسبت و محتوا يا مضمون ته په زيات اهميت قابل دي.
دغه دواړي ډلي د اثر دشكل او مضمون د ارتباط او انډول څخه منكر دي ا ودا نظر كورټ تر ديده وي او نې مني.
ځيني بيا د خاصو شرايطو او چاپيريال تر تاثيراتو لاندي د هنري اثر مضمون ته پاملرنه نكوي او بله ډله بيا واييي چي بايد په هنري پذيرو كي خصوصاً په شعر كي فورم يا قالب ته جدي او هر اړخيزه توجه وسي ځكه ي د قالب د هنري اړخ يعني د ښكلا له لاري كولاي سو چي محتوا يا ممون په ښه ډول څرګند او وليږدوو.
خو په واقعيتك ي د نوي او اوسني ادبياتو پوهان د پورته نظرياتو كمواكي په ګوته كوي او وايي په هر هنري اثر كي كه يو اړخ يعنيشكل او بل اړخ يعني مضمون يو نسبت و بل ته كمواكه او يا بل و هغه بل ته ځواكمن وي او يا يې ځواكمن كړي دا به د هغه اثر هن راو ښكلا ته سخت زيان ورسوي خو پدې شرط چي ددوي په منځ كي منطقي يوالي موجود وي نو ځكه دا خبره ډيره مهمه ده چي د دواړو طرفو موجودګي لازم او ملزوم ده. كه چيري داسي وسي چي په يوه اثر كي چي شكل د موضوع څخه ليري سي او يا يې اهميت په نظر كي ونه نيول سي په حقيقت كي به هغه اثر مړو ي او يا به خوشي او عادي خپري وي او همداسي د مضمون يا محتوا په برخه كي نو دلته د دوي د تعادل د منځه ځي او هغه هنري ارزښت چي موږ و شعر ته قابل يو نو هغه نه پكښي پاته كيږي او كه داسي وسي چي په يوه اثر كي دواړه خواوي په نظر كي ونيول سي مګر د قالب او شكل پله يې درن هوي مګر د مضمون او يا محتوا پله يې څه سپكه وي خو د مضمون نيمګړتيا يې بيا قوي شكل ور پوره كولاي سي ځكه چي هنري اړخ يې كه زيات وي نو كولاي سي چي مضمون په ډګر كي وځلوي او يوه نري ارژښت تر لاسه كړي په مجموع كي ددې يا دوني اصلي هد په داوي چي په هنر كي هڅيال اړخ ډير مهم او د قدر وړ دي او بايد ليكوال او شاعران دې ټكي ته پوره توجه وكړي.
خو په اخيركي بايد دا خبره څرګنده سي چي د تاريخ په اوږدو كي د شكل د پالويانو نظريات او د مضمون د پلويانو نظظيات د اوسني وخت د اديبانو او څيړونكو له خوا څخه رد او د منلو وړ نه دي او دغو څيړونكو داسي نتيجه لاسته راوړې ده چي شكل او مضمون يو لبله نه جلا كيدونكي دياو كه چيري يو له دغو دواړو له نظره وغورځول سي نو د اثر موجوديت تر پوښتني لاندي راځي. نو ځكه څيړونكي، ليكوالان او شاعران پدې باندي ډير ټينګار كوي چي شكل او مضمون يو له بله د سكې دوه مخ هدي كه يو مخ يې نوي نو سكه د چلند وړ نه ده كوټه بلل كيږي. نو ليكوال او شاعر ته دا ضروري ده چي د اثر دواړه خواوي يعني شكل او مضمون داسي تر نظر لاندي ونسي چي ددوي په منځ كي انډول برقراره وي. خصوصاً په نظم يا شعر كي.
ليكونكي: حيات الله (رفيقي)
اخستونكي كتابونه: طلادرمس، ليكوالي، انشاء او د جرګې مجله.
786
شعر
ګران لوستونكي ډيرو ډيرڅه اشعر په هكله ويلي دي خو پروا نه كوي دا به هم ستا په معلوماتو و راضاه كړو هيله ده وئي لولي.
په ښكاره خو د شعر كلمه ډيره يوه وړوكي كلمه شكاري خو داسي هم نده بلكه په همدې نامه د قراّن عظيم شان په مبارك اسمانيكتاب كي يو بشپړ صورت راغليدي جي پكښي د شعر او شاعر په هكله پوره وصضاحت شته چه دا سورت مو د سوره الشعرا سورت دي.
خو كله چي خپله شعر را منځ ته سويدي ورسره سم هر چاد خپل زوق او شوق لپاره سم يو تعريف كړي دي موږ به دلته د يو څو شاعرانو د شعر په هكله د دوينظريات راواخلو وروسه چي ته لوستونكي هر څه ددې نظرياتو په باره كي وا×ي ستا خپل كار دي مره غرضي نيست.
لومړي عرب
1: ښه شعر هغه دي چي مفهوم يې د لفظونو نه اول په ذهن كي راشي.
2: د شرع د اوريدو سره سم چي لوستونكي او اوريدونكي ته معلومه شي چي ددې شرع به فلاني قافيه وي دا به ښه شعر وي.
.بير بن ابي مسلمي
3: ښه شرع به داوي چي شارع يې وايي نو هر سړي خيال كړي چي داسي شعر خو زه هم وئيلي سم خوخ پله چي بيا د همدې قسم شعر اراده وكړي نوش گه ښه معجز بيان يې هم د ويلو نه عاجز شي.
ابن رسيق
4: شعر د منطقهغه ډول دي چه پكښي د تصديق ځاي نيول تخيل وي دا په انساني نفس د انسبا طاو انقباضض اثر كوي.
ابن سينا
5: شرع داسي كلام دي چي موزون او مقفي وي اوپه اراده ليكلي شوي وي.
ابن خلدون
6: شرع داسي فن دي چي پكښي د طبيع (جزبات) روايت (نقالي) او زكاوت (تخيل) داخل وي.
قاضي عبدالعزيز جرياني.
7: د شرع په لوازمو كښي وزن قافيه او قصد شامل شيا ندي.
احمد بن مصطفي
انګريزي پوهان
1: شعر قافيه دار ليك دي چي د تعقل او تخيل په كومك د صداقت سره پيوند وي.
ډاكټر جانسن
2: شعر د ليك هغه ډول دي چي د ساينس په مقابله كي نيغ په نيغ ولاړ وي مقصد يې تسكين او خوشي لي دي.
لي لرج.
3: شعر د عشق هغه څرګندونه ده چي د صداقت شكل او قدرت سره كيږي ا ود ادراكاتو څرګندونه يې د تخيل او فرك په واسطه كيږي.
لي هنټ
4: شعر د تخيل ژبه ده
شيلې
4: شرع زكو داسياستعمال ته وايي چي تخيل پرې وټاكل شي
ميكالي
5:شعر د يو شي يا ديوي واقعې فطري تاثر دي چي د خپلي صفائي په بركت په تخيل او جزباتو كښي يو غير ارادي فاڅابي حركت پيدا كوياو ددې حركت اثر د اطهار په اواز او طرز كښي د كښته والي او پورته والي په شكل كښي پيدا سي.
هنرلټ
6: شعر د انسان او د فطرت عكس او د شديدو جذباتو پخپله څرګنديدنه.
ورډارتهـ
: شاري په ژوند تنقيد دي د هغه اصولو پهړناكښي كوم چي شاعرانه صداقت او حسن مقرر كړيدي.
ميتهيوارنلډ
8: شرع مترنم خيالته ويل كيږي. كادلائل
9: شاعري چي څرګندونه يييپه ټكو كښي كيږي د حسن مسجع پيدايښت دي.
اډګرائل نه پو
10: شعر د جوپښت بدلو ندي په نورو ټكو كښي .
دا زموږ د مريي شيانو محسوسات واو خيالاتو تخيلي څرګندونه ده.
الفرډاسټن
11: شعر مطلق د انسان د پټو جزباتو په ښكلي ډول څرګندونه ده چي د جوش نه ډكي مسبعژبي كي كي:ي.
تهيوډرواټسن
12: مصوري او صنعت ګري ي د كومو جذباتو اظهار نه شي كولاي نو اوچته شاعري ييي په رسانه اوكړي.
الډوس هكسلي.
13: داي كابيا د ډيرو نظريات د قلم په اوښكو تورياو جملې كړي داب يا زما ستاسو سره شاعرانه صداقت او رفاقت دي.
جمشيد ناصري.
چادي
پر يو خره يوه چادي وه څه بار كړي
يوه لور ته يي غنم بل ته ډبري
د بارتول يې په ډبرو و سم كړي
تر درانه بار لاندي خر وو خورا ستړي
يو هوښيار سړۍ پر پيښ سو واي اې وروره!
خر دي مري ددې درانه وري له زوره
سپېرې ګټي ارتوه دبارتول كم كړه
د انډيو تول په سرو غنمو سم كړه
په دې توګه به دي خر غريب هوساسي
نيميايي ددې وري به يې په شا سي
چادي وكړ د هوښيار په خوله عمل
چي خر سپك سو، د مزله لور تې ځغستل
لږ چي وړاندي پر مخ ولاړ، دغه پوښتنه
په مغزو كيد چادي وګرزېدله
بابا ته چي دومره پوه دومره هوښيار يې
د قام خان يې، كه اسپي يې كه سردار يي؟
هوښيار ويل: خواري اړي سختي تنګسې دي
د خواږه ژوند ورځي شپې خورا ترخې دي
د سهار چي كړم پيدا، ماښام نهار يم
زه نه خان يم، نه بډاي يم، نه سردار يم
چي چادي دا واورېده، خر يې ايسار كړ
په ډبرو يې بيا دروند د خره خوار بار كړ
ويل چي ستا نه بډايي نه سرداري سته
څه په كار ده، كه دي پوهه هوښياري سته
كه ته ښه واي، تا به خپل ژوند ووش گه كړي
ته به نه واي په ژوند هسي ستومان ستړي
زه دداسي بې روزيو پر منډ نه ځم
په اوبو به يې اور نه وژنم كه سوځم
20 سنلآ 1375
خيرخانه، كابل.
شعر
ګوره خوب د فرباني دي بې تعبيره پاتي نشي
د وږمو رنګونو يون دي له بهيره پاتي نشي
د پيړي معجزه ولي تير وتنه د شيبو شوه
د تهذيب غوږ كي شپيلي شه بي تكبيره پاتي نشي
دمحكوم بر خليكه! ته هم يو څه اوښكي نذرانه كړه
جنازه زما دپت ځي چي بې ويره پاتي نشي
دزردشت اورونه مړه دي د پارس اّتش كدو كي
لمبو لاس د بيعت راكړ چه بي پيره پاتي نشي
غوتي واچوه پلوته د كابل ملالي پيغلي!
لوبټه دي دپاوليو له زنځيره پاتي نشي
چاپيريال د ليونو دي په يوڅو كاڼو ئي لمانځي
دلته ژمنه ده چه هيڅوك بيتقصيره پاتي نشي
ستورو خپه خاموشي كړه عارفان د شومه دم شول
فريادي جرس د زړه دي بي شوګيره پاتي نشي
د بوډي پهټال ورخيژه د شفق هلال كچكول كړه
د غزل دوهي ناګاره بي فقيره پاتي نشي
فضل ولي "ناګار" ننګرهار

شاعر كمال الدين "كمال"
را اخيتنه: طلوع افغان 201 ګڼه كال 1328
راوړنه:ضياء الرحمن "رحماني"
بې ځايه كوښښ
كه وګل ته لاس ورواچومه خار شي
كه يوش گه مشفق ته ورشم راته مار شي
اسلامي ورور وام په دې خبر خوشال كړه
په دغه خبر مسكين راڅه اّزار شي
په يو كار كښي ارامي قرار لازم وي
تجربهچي نلرم راڅه تلوار شي
وايم كشكي دي دا بد افعال مخفي واي
كه هر څه وكړم كوښښ ښكاره اسرار شي
وايم دا كار دي سبا فيصله كيږي
و دغه كارته عمري مي انتظار شي
نه عروض نه قوافي مي دي ويلي
ده عجبه چي قبول زما اشعار شي
وايم دغه ده خبره تې كه تينګه
په غه خبرمي پرې ټول كاروبار شي
وايم دا به وي جيد هغه خراب وي
څوك چي وغندينيستي ئي خريدار شي
"كمال" وائي داشي ښه به وي عامل سه
چي عامل ئي سم بد والي ئي اظهار شي.

شاعر: ستومانه
را اخيستنه: د كندهار د راديو څخه كال 1375
راوړنه: ضياء الرحمن "رحماني"
دريغا چي داسي مي سمون نه درلودلاي
دريغا چي په لوست او ليك زه نه پوهيدلاي
دريغا چي خوشحالواي زه بييخونده عافيت ته
دريغاچي بې درك واي خوشحاله خنديدلاي
اورمي د احساس دننه بل دي په كوګل كښي
دريغا چي دا سور اور مي په زړه نه بليدلاي
ځان راځني هير شي چي بل وينمه پريشانه
دريغا چي ټك ړوند واي دادنيا مي نه ليدلاي
اورم په هيواد كښي ناخوالي له هر لوري دي
كوڼ دي واي خوښ وم چي هيڅ مي نه اوريدلاي
خلګو ته ځوريږم غم د ځان راسره نشته
خلګ دي خوشحالواي زه ټول ژوند كړيدلاي
ځان ته نعمتونه ددنيا مي هدف نه دي
شپون دي واي غوبه وچ سوړسك مي دي خوړلاي
تل بهمي خوشحاله نندارې د طبيعت كړي
دريغا چي هميشپه دښت او غرو زه ګرځيدلاي
يامي بيل واي په اوږه كښي برګرواي د كښتونو
كار باندي اخته واي خپل روزګار مي جوړولاي
يا خو ليوني واي ليونو سره اّشنا واي
خپله دنياګي كښي خوشحاله ډوبيدلاي
دانوڅه دنيا د هددې ژوندنو څه لذت دي
دريغا ي دي دنيا ته هيڅ نه واي راغلي
غمونه انديښنې مي له شعره څرګنديږي
زه يم د ملت په كړاونو ژړيدلاي
در داو انديښنې مي له شعره څرګنديږي
زه يم د ملت په كړاونو ژړيدلاي
اي ترڅو به دا ملت سوځي كړيږي به
سرو لمبو اوروكښي په سكروټو وريتيدلاي
دريغ به هيڅكله نه وو كړياي "ستومانه"
سردي نذرانه كړه چي خداي ته قبليدلاي
ليكوال: علي احمد "كهزاد"
زباړه: ضياء الرحمن "رحماني"
راخيستنه: افغانستان در هر تو تاريخ
د هلمند او ارغنداب حوزه
قبل التاريخ ژوندانه د مركزونو څخه
پنځوس كاله كيږي چي قبل التاريخ تحقيقات د افغانستان په شاوخوا كښي كه څه شمال كي كه جنوب كي كه په غرب كي كه په شرق كي تر سره سوي دي د يو ه طرف څخه د سند په حوزه كښي د (اندوس مدنيت) او د بل طرف څخه په شمال كښي په هغو تپو كښي چي د اّمو رود وه راسته اړخ كښي قرار لري د (انو مدنيت) او وه دريم لوري ته چي د ايران خاوره ده د (سيال كاو جيان مدنيتونه) او داسي نور كشف شويدي او په دغه مابين كښي افغانستان تر يو څه وخته پوري د باستانشناسي د پلټني په نقشه كښي سپين پاته وو.
خوشبختانه 22 كاله مخكښي په كال 1936 كښي پروفيسر هاكن د هغه فرانسوي هيئت مشر چي افغانستان ته را استل شوي وو په همكاري د (پروفيسر ګيرهمن) سره چي د قبل التاريخ متخصص و واو په هغه وخت كښي يې په ايران كښي كار كوي د لمړي ځل دپاره يې د هيرمند يا په بل عبارت د افغاني سيستان د قبل التاريخ د پلټني نقشه طرحه كړه او د (نادعلي) په شاوخوا كښي چي يوڅه برخه د (زرنج) د خراپو يعني د سيستان د پخواني پايتخت په بر كښي نيسي به هغو تپو كښي چي يوه يې (سرخ داغ) او بله يې (سفيد داغ) نوميده خپلي كيندني شروع كړې په لمړي ذكر شوي تپه كښي چي د خپلي نژدې جلګه د سطحي څخه يې 30 متره لوړوالي درلودي د تپې سطح په لمړني 10 مترو كښي د لمړي 1000 قبل الميلاد نښي او اّثار پيدا شول او په دې سره چي د كيندنو لړي د يو لړ وجوهاتو پر بناء باندي وځنډول سول بالاخره دا ثابته سوه چي هغه مصنوعي تپې چي د هيرمند په حوزه كښي قرار لري دغه د قبل التاريخ زمانو نښاني دي.
د افغانستان په خاوره كښي هغه ساحې چي د ژوندانه دپاره وروسته د غارونو د اوسيدلو او ښكار كلو مساعدې وي او انسان د رودخانې په څنډه كښي د هغه د اوبو، خاوري او هوا څخه د زراعتي ژوند د شروع او پراخولو دپاره استفاده وكړاي سي درې 3 غټي ساحې وجود لري: لمړي سيستان يا د هيرمند حوزه (د ارغنداب په شمول) دوهم د باختر صفحاتي په ددغو دوو پراخو ساحو كښي د هيرمند او اّمو رودخانې او د دوي د مرستيالان سره جريان لري او حاصل خيزي مځكي او پراخ دښتونه يې پوښلي دي او نسبتاً ګرمي هوا د وښ واو نباتاتو په وده او نشونما كښي او همدا راز د حيواناتو په روزنه او اهلي جوړولو كښي مرسته كړېده كه د زاړه تاريخ وه اّواز يا ږغ ته كه غوږ ونيول سي د پيړيو او د زرونو تير سوو كلونو د مابينځ څخه د پخواني واو زړو مدنيتونو اّواز او جرس وه غوږو ته رسيږي.
په دغو دوو پراخو ساحو كښي د قبل التاريخ د اماكينو تثپيت اقدام فقطي په افغاني سيستان كښي شروع شوي دي او ضمناً د هيرمند د معاونينو په حوزه (ارغنداب ا وترنك) كښي هم تر يو ځايه عملي سوي ده او ددغه كار يو څه برخه دفرانسوي هيئتونو ا واو يو څه برخه يې د هغه هيئت چي امريكا د متحده ايالاتو د نيويارك د طبيعي تاريخ موزيم د بشر شناسي د څانګي پوري مربوط و واو په كال (1949) او (1950) او (1951) كښي افغانستان ته د هغه موافقي او اجازې پر اساس چي د افغاني لوري د خوا څخه وركړل سوي وه راغلي و واو د قبل التاريخ د اماكينو تثپيت يې په يوه پراخه ساحه كښي چي (فراه) او (جوين) څخه ونيسي بيا تر (پنجوائي) د قندهار په جنوب كښي او حتي د (ترنك) تر حوزې سر ته ورسوي.
ددغو مطالعاتوو او څيړنو په نتيجه كښي دام علومه سوه جي په دغو منطقو كښي داسي منطقي سته چي په هغه كښي د قبل التاريخ ژوندانه پاته شوني پيدا كيدلاي سي او په دې سره چي د سيستان بادونه خزر د سواحلو څخه را پورته كيږي او هغه مرسوبات چي د هيرمند رودخانه او د هغه معاونين يې د جلكې پر مخ هموار كړي دي او زياته برخه د پخوانيو اماكينو تر خاورو لاندي سوي دي ددې سره سره بيا هم په لاندنيو درو 3 مناطقو كښي ډير اّثار او شواهد پاته دي.
لومړي: د هيرمند د رود د پخواني او وچ سوي مسير چي د (چار برجك) په لويديځ كښي قرار لري او هغه ځاي ته په محلي اصطلاح باندي (رود بيابان) وايي.
دوهم: د فراه په شاوخوا كښي.
دريم: د قندهار په شاوخوا كښي يا په ټوله هغه ساحه كښي د ارغنداب ا وترنك تر منځ قرار لري.
د قبل التاريخ تحقيقات په دغه پراخو ساحو كښي ي لوړ ذكر سوه محدود پر خاكي ملاحظاتو نه سوه پاته بلكه د كال 1950 او 1951 را پديخوا چي اته (8) كاله تيريږي په څو منطقو كښي چي (سيد قلعه غنډي) (نوراني غنډي) (ده مرواسي غنډي) سره ياديږيلمړني كوششونه جاري دي او د (منډيګګ) په تپه كښي چي د قندهار د ښار په شمال لويديځ په (50) كيلومتري كښي موقعيت لري د اخرو پنځو كالو په دوران كښي ډيري كيندني په پراخه اندازه سره رواني دي. سيد قلعه غنډي د قندهار ښار څخه د نهو (9) ميلو په ليري والي په ختيځ كښي په د كښت ځايونو په منځ كښي پرته ده او د ده موراسي غنډي د قندهار ښار څخه د دوولسو (12) ميلو په ليري والي په سهيل لويديځ كښي د پنجوائي په شاوخوا كښي پرته ده. د لومړني او مقدماتي كوششونو په نتيجه كښي ددغو تپو څخه د خټو لوښي په لاس راغلي دي چي د سيد قلعه غنډي په لاس راغلي لوښي په لاس جوړ سوي او كوم لوښي چي دده موراسي غنډي څخه په لاس رغلي دي هغه د څرخ په ذريعه جوړ سوي دي. پردې علاوه دده موراسي غنډي څخه كوچني هيكل بغ بانو يا رب النوع د پراخي او حصال خيزي چي د پخو خټو څخه جوړ سوي او د څلورو مترو په ژوروالي كښي د مځكي د مخ څخه په لاس راغلي دي. ددغه په شاني نور هيكلونه د اندوس (سند) په مدنيت كښي سابقه لري او همدا شاني د بولچستان د كوئټه او د ږوب د درې څخه هم دا شاني هيكلونه كشف سوي دي. همدارنګه د غواوو مجسمې چي د قندهار د سيد قلعه غنډي او كه د (كوئټه) او د (سند حوزه) د ذكر سوو نقاطو څخه په لاسراغلي دا واضح كوي چي په قبل التاريخ زمانو كښي د (هيرمند او ارغنداب) تر منځ ارتباط قائم و واو دهغو هنري او فرهنګي رنګ ښكاره سوي دي.
د منديګګ تپه چي د قندهار په شمال لويديځ كښي پرته او د قبلاتاريخ په اړه په هغه كښي كيندني جاري دي دا څرګندوي چي د ارغنداب وادي د قبل ارتاريخ مدنيت په بعضي نقاطو كښي نظر د سند تر وادي پوري تاريخي قدامت لري. خلاصه داچي د هغو خاكي مطالعات واو كاوشونو د رويه څخه چي د هلمند او ارغنداب په حوزو كښي تر سره سوي دي دا څرګنده سوي ده او لا ښه پسي څرګنديږي چي دغه چي ددغو دوو (2) غټو د افغاني سيستان د رودخانو د حوزو تر منځ چي كومه حوزه قرار دلودي هغه د بشر د ژوندانه دپاره د مدنيت د قبل التاريخ په دورو كښي په خاصه توګه د (نيولي تيك) يعني د ډبري په نوي دوره كښي ډيره مساعده وه او افغاني سيستان د يوه فرهنګي قانون په توګه د سند د حوزې او د اّمو رو داو د ايران د ختيځو تپو په مابينځ كښيد ارتباط او تلاقي نًطه شميرل كيدل او د ارتباط عوامل يې تر ډيري اندازې پوري د هغو تپو څه چي نومونه يې ذكر سول لاس ته راغلي دي.
ګردود پوهنه (لهجه پيژندنه)
ددې خاورني كري (نړي) پر مخ د هري ژبي ويونكي او ژب پوهان دا زيار باسي چي د خپلي ژبي ډول او جوړښت د اوسني ټولنيز بهير په درشل كي مخ په وړاندي بوزي څو د هغه ژبي ويونكي د خپل هويت او لوړتيا ادعا وكولاي سي.
زموږ د ګران هيواد په پراخه سينه كي هم ډير قومونه او پر ګني ژوند كوي او حتي ځني يې زموږ د ګران هيواد په بيلو بيلو ژبو ږغيږي او هغه ژبه بيا بيل بيل ګر دودونه كوي د مثال په ډول زموږ د هيواد، د اكثريت خلګو ژبه يعني پښتو چي ددې هيواد ملي او رسمي ژبه ده تر څيړني لاندي راولو او بايد ددې ژبي د پر مختګ دپاره هر پښتو تر خپل توان پوري كوښښ وكړي چي د پښتو د شهرت او ترقي دپاره علمي لاري وپلټي چي پخوانو ژبپوهانو، اديبانو، شاعران واو څيړونكو دا كار په ډيره مينه او پښتني هوډ باندي تر سره كړي دي چي د مثال په ډول يې د پښتو ژبي ګردود پوهنه راوړه لاي سواي چي پدې هكله باندي خپلي څيړني جاري ساتلي دي او د پښتو په ژبه كي د لهجې توپيرونه په علمي لحاظ را اخستي او څيړلي دي.
په يوه ژبه كي هغه وخت د ګردوديز بيلتون رامنځ ته كيږي چي د هغه ژبي ويونكي د مختلفو اتلمي، جغرافيايي تغيراتو لاندي راسي او په كريدو كي ښكاره تغير محسوسو سي نو ودغه توپير ته په يوه ژبه كي ګړدود يا لهجه وايي. دا هم بايد وويل سي ي په ژبه كي توپير يا كردود يوازي په لفظ كي راگي نه په معني كي د مثال په ډول د پښتو په ژبه كي د دوو الفاظ په دې ډول وي لكه: ژبه يا جبه او يا لمر، نمبر، نمير، ا ودا سمانور ددې مثالنو څخه دا پوښتنه منځ ته راځي چي كردود يا لهجه څه ته وايي؟
او څنګه منځ ته راځي؟ او د مختلفو كردودنو توپير څ هدي او پاي كي به ووايو چي معياري كردود او يا لهجه په څنګه وي؟ او د مخلفو كردودنو توپير څ هدي او پاي كي به ووايو چي معياري كردود او يا لهجه په څنګه وي؟ د املا او كردود په منځ كي به توپير څه وي؟
ددې دپاره چي بايد پورته پوښتنو ته درست جواب وويل سي لومړي ضروري داده چيپورته ټولي پوښتني د يويې ژبي جلاسمينري، ټبريزي، ټولنيزي، تاريخي، جغرافيايي او نورو عواملو د راتګ په تنيجه كي د كردود، د رامنځ ته راټك سره بايد وڅيړل سي نو لازمه ده تر هرڅه دمخه بايد ژبه وپيژنو.
ژبه څه ته وايي؟ ژبه د ږغونو او علامو يو داسي كښ، ږغيږ تړوني سسټم او مجموعه ده چي د يوي ټولني او قوم وكړي يې يو له بله د پوهولو او دراپوهولو دپاره استعمالوي او يا ژبه د يول ړ اختياري ويزواوريزو ږغيزو سمبولو نو د يو منظم سسټم مجموعه ده چيهر يو سمبول د انسان د يو ذهني انځور ښكاندويي كوي، د انځورونه د انساني چاپيريال، څيړينو، پيښ واو كړو وكړو څخه نمايندګي كوي په لنډه توګه بايد ووايو چي ژبه د انسانانو تر منځ د د پوهولو او راپوهولو هغه منظم او شعوري سسټ مدي چيد ورځني مشكيلاتو د حل لپاره استعماليږي او نور كوم ځانګړي توپيرونه چي د يوې ژبيد ويونكو له خوار امنځ ته كيږي د هغې ژبي جلا جلا ګړدودونه بلل كيږي ا ودا ګړدودونه په يوه وړه ټولنه يعني كورني كي د هغه كورني د غړو تر منځ هم ليدل كيږي اوس به راسو دي پوښتني ته چي:
ګړدودونه څنګه رامنځ ته كيږي؟
داچي ژبه مو د يولړ ويزو، او ريزو سمبولونو (رمزونو) يو منظم سسټم وباله او هرسمبول زموږ د ذهن د يو انځور ښكارندويې كوي نو دا انځورونه پر خپل وار د انساني چاپيريال او مهال توكياو څيزونه، پيښي او كړه وړه را اخلي نو دا څرګنده ده چي دغه انساني چاپيريال، مهال، پيښي او كړه وړه هميشه په تحول او اوښتون كي دي او د دوي د كړو وړو تر منځ فزيكي، روحي، كلتوري، ټولنيزي، ټبريزي او چاپييالي ځانګړتياوي لري چي يوه ثابته بڼه نشي درلودلاي چي دغه بدلونونه او د اوښتونونو بهير د مختلفو لهجو جوړښت رامنځ ته كوي او په نهايتك ي د ژبي د بدلون سرچنه بلل كيمي او يا بلل كيداي سي.
او په يوه ژبه كيجلا جلا كړدودونه په وجود راوړي.
په هر حال اوس به هغه عوامل وڅيړو چي د ژبي څخه د ګړدود، د اختلفا د رامنځ ته كيدو سبب كيږي د ژبيڅخه د كړدود، د راتلو پروسه د څو ورځو يا څو اونيو، مياشتو او يا څو كلنو كار نه دي بلك هدا يو اوږد تاريخي پړاو په بركي نسي څو د ژبي څخه لهجي يا كړدودونه راپيداسي ا ودا د ژبو كړدودونه د ژبي د پيدايښت سره يوځاي رامڼح ته سوي دي ا ودا پروسه به مداسي دوامداره وي.او دا هم بايد په څرګنده وويل سي چي د ژبو كړدودونه هغه وخت ډير وي او يا ډيريږي چي د هغسي ژبي ويونكي د تكامل د پړاو څخه ليري وي او هغه ټولنه چي هرڅونه تكامل ته نژدې كيږي او يا نژدې وي نو د ژبي كړدودونه يېهم كميږي يعني د ملي ګرايي څخه ونړي ګرايي ته ور د ژمي او د ژبي كړدودونه پكښي كميږي.
په يوه ژبه كي د كړدود، د منځ ته راتګ عوامل!
په يوه ژبه كي د لهجو د منځ ته راتګ دوه لوي علتونه پدې ډول دي:
لومړي د ژبي دباندني عوامل چي ژبي د باندني اپيريال په واسطه رامنځ ته كيږي لكه: جغرافيايي عوامل، سوداګريز عوامل، ټولنيز اړوندونه، جنګونه او نور عوامل د يوې ژبي د زياتو لهجو د منځ ته راتلو سبب كيږي.
دوهم داخلي عوامل دا عواملد يوې ژبي په دننه كي رامنځ ته كيږي لكه: فونيمكي، مودفونميكي، نحوي، صرفي، ګرامري او داسي نور عوامل ددې باعث كيږي چي په ژبه كي لهجې دا وزيږده وي او داهم پر څو ډوله رامنځ ته كيږي.
الف: د واولونو (علت د نورو د تغيرات واو حركاتو څخه لكه پدې كلمو كي (مور، خير، هغو، هغوي...)
ب: د اصلييا كانسو ننټونو اړوندونه يو پر بل باندي لكه د (س او ش) د نورو تر منځ اړوندونه.
ج: د اصلي توري بدلونونه د علمت په تورو باندي لكه ( بيده په ويده باندي) ددې بدلونونو څخه دا نتيجه اخستل كيږي چيهره ژبه وځانته جلا جلا مور فيمكي او فونومبكي سسټم لري چي د هغه ژبي وكړدودونه په وجود باندي راوړي.
(نور بيا)
ليكوونكي: ((رفيقي)).
ژباړه او لنډيز: محمد ابراهيم "سپيڅلي"
د كوچنيانو ادبيات
د كوچنيانو او تنكيو ځوانانو ادبيات خپل ځانته ځانكړي اصطلاحات او فغاتونه لري چي د همدغه روانو لغاتونو او اصطلاحاتو په سبب د لويانو له ادبياتو سره توپير لري خو په تعريف كي دواړه يو ډول دي. د كوچنيانو ادبيات د نړي د ملتونو خورا لويه څانګه جوړوي چي خورا سيلسه او ساده معني لري يا په لنډ ډول داسي هم ويلاي شو چي (ټولي هغه ساده ليكني چي بيله مستقيمي زده كړي د كوچنيانو علمي، فرهنګي او ټولنيزه ساحه لوړه كړي او د هغوي ذوق او استعداد وروزي د كوچنيانو ادبيات بلل كيږي). ددغه ادبياتو د لومړي ځل مهال معلوم ندي او نه هم چا تر اوسه دام علومه كړېده چي څه مهال او چا يې دبنسټ ډبره ايښې ده خو دومره ويل كيږي چي د كوچنيانو د ادبياتو په منځ ته راتګ كي د ميندو لوي لاس و واو دي دا ځكه چي ميندو تل د خپلو كوچنيو اولادونو د بيده كولو لپاره ډول، ډول سندري او نكلونه ويلي دي چي همدا نكلونه او سندري بيا سينه پر سينه د پيړيو په اوږدو كي له يوه نسل څخه بل نسل ته پاته سويدي او د اولسي ادبياتو ښه په زړه پوري څانګه يې جوړه كړېده.
اناګاني او نيكه ګان هم د كوچنيانو په روزنه كي لويه ونډه لري او خپلو لمسيانو ته د خپل وخت خوږې او ترخې كيسې او خاطرې بيانوي چي پدې ډول بيا حماسي نكلونه او د ملت د غښتلتيا كيسې رامنځ ته كيږي خو كله چي بيا دا يادي سوي كيسې له يو چا يا يوه نسل څخه بل ته رسيږي پدې منځ كي په قصدي يا هم په غيري قصدي ډول ځيني بدلونه پكښي راځي نو له دې جملې څخه داسي څرګنديږي چي كلتور يو خو ځښت دي او په لاندي دوه ډوله تر سره كيږي.
الف: مهال خو ځښت: دا هغه حركت او بدلو ندي چي د وخت په تيريدو سره تغير مومي.
ب: مكاني خوځښت: پدې بدلون يا خوځښت كي د مسافران واو ګرځندويانو لوي لاس دي يعني ددوي په واسطه د خلګو كلتور او دودونه په بېلابيلو ځايونو كيخپريږي چي په نتيجه كي دا دودونه په هغه ځاي كي چي خپريږي د هغه ځاي د اړتيا سره سم عقيدوي او كلتوري نوي بدلونونه قبلوي نو همدا وجه ده چي د ځينو ځايونو كيسې، نكلونه د نورو ځايونو سره په لږ بدلون سره ډير ورته والي لري اّن چي ځيني خو بيا دومره سره ورته وي چي جلا كولي ې يو ناشوني كار دي.
د كوچنيانو ادبيات په نړۍ كي د اولسمي پيړۍ په ورستيو او لږ څه وروسته د اتلسمي ميلادي پيړۍ په پيل كي د ادبياتو په بڼه رامنځته شوه.
هغه مهال په فرانسه كي (شارل پرو) د خلګو له خولو څخه نكلونه راټول او وې ليكل چي پدې ترتيب د كوچنيانو لپاره د ليكل شوو ادبياتو ډبره كښېښودل شوه، نوموړي ليكوال به په راټولو شووك يسو كي ځيني نكلونه انتخابول هغه انتخاب شوي نكلونه به يې بيا كوچنيانو ته اورول كه به چيري د كوچنيانو خوښ سشول نو بيابه يې د كوچنيانو د كيسو په نامه يادولې.
له شارل پرو څخه وروسته يوه بل ليكوال چي ګريم نوميدي په المان كي يې يوه عجبه په زړه پوري كار لاس پوري كړي وو ګريم به ګرځيدي او د خلګو څخه به يې غوښتل چي كيسې ورته ووايي نوموړي به بيا دا كيسې كټ مټ چي اوريدلي وې همغسي به يې ليكلې چي دده دا كار په وروسته وخت كي نورو څيړونكو ته كار اسانه كړ او په ډيره اساني سره يې دده له نكلو څخه د كوچنيانو لپاره نكلونه چاڼ كولاي شواي پدې كيسو يا نكلونو كي يوځانكړي توپير چي د شارل پرو له كيسو سره يې درلود داوْ چي لكه څنګه چي يې اوريدلي وې همغسي يې ليكلي وې.
په نولسمه ميلادي پيړۍ كي (هانس كريستيان اّندرسن) نكلونه د كوچنيانو د ادبياتو لپاره د بنسټ ډبره وبلل او د نننۍ نړۍ د كوچنيانو ادبيات چي موږ په كومه معني پيژنو يا يې من ودا ټول د همدغه ليكوال د كار او هاند پايله دهن و همدا وجه ده چي (اّندرسن) ته د كوچنيانو د ادبياتو پلار ويل كيږي او دده په نامه هر دوه كاله وروسته هر هغه چا ته چي د كوچنيانو لپاره يې ښه انځور كړيو ليكګري او به ښه كار كړي وي. د وچنيانو ادبياتو جائزه وركوي د نومړوي له ليكنو څخه له ورايه ښكاري چي د اولسني نكلونو او كيسو سيوري پر خپور دي.
اّندرسن به تل دا هڅه كول ترڅو هغو ځايونو ته سفر وكړي چي د كوچنيانو په اړه مواد پكښي تر لاسه كيږي د بيلګي په ډول: په فرانسه كي چي كوم كارونه سوي وْ له هغو سره يې پيژند ګلوي پيدا كړه او د ګيم له ليكنو سره خوي ې دومره مينه پيدا شوه چي اّن تر اغيزې لاندي يې راغلي.
لدې څخه معلوميږي چي د نوموړي هڅاند ليكوال داستانونه او كيسې په رښتيا سره د خپل وخت هنداره او د يوه سالم انساني تخيل زيږنده د هدا ځكه هغه چي هرڅه ليكلي دي په ډيره مينه او ځواك يې لكلي او لوستوونكو ته يې وړاندي كړيدي.
د اّندرسن ليكنو دده د همزولو او دده څخه وروسته ليكوالو پر ذهن يې اغيزه ښندلې ده او هغوي ته يې يوه فكري ځيركتيا وركړېده او پر انګلستان باندي تر هرچا د اّندرسن كارون واو كوښيښونو ډيره اغيرزه ښندلې ده.
په نولسمه پيړۍ كي ددنيا په هر كونج كي د كوچنيانو ادبياتو پراختيا وموندل خو روسيه ډېره شتمنه شوه ځكه چي په روسيه كي تكړه ليكوالو لكه: پوشكين، لرمانتوف او كريلوف غوندي پيژندل شوو ليكوالانو د اوسني نكلونو څخه په ګټه اخيستني سره د كوچنيانو لپاره ډېر كار وكړ او له دويڅخه وروسته (تولستوي) دومره په ښكلي بڼه چي ادبي لحاظ هم پكښي خوندي شويوو د كوچنيانو لپاره موادو ليكل او د نولسمي پيړۍ په ورستيو او د شلمي پيړۍ په لومړيو كي بيا په روسه كي (ګوركي) خداي جل جلاله پيدا كړ چي دغه ليكوال هم د كوچنيانو او تنكيو ځوانانو د روزني لپاره ډېر شيان وليكل او له ده څخه وروسته نورو ليكوالانو هم دده لاره تعقيب كړه.
او د امريكا دكوچنيانو او تنكيو ځوانانو په اړه يې نظر وركړ چي ادبياتو ته ډېره اړتيا لري ترڅو دغه امريكايان چي بيا به هغه مهال ځوانان وي خپل مشكلات ته به نهشي حل كولاي خو امريكايان پدې ندي بريالي شوي چي د سوريو ستكو (روسانو) له ادبياتو څخه ګټه واخلي همدا وجه ده چي ددوي دټمبلۍ په وجه له دوي څخه لويه مصنوعي پانګه دلاسه وتلې ده لاكن.
ځينو نورو هيوادونو لكه: جاپان، هند او برازيل هم د كوچنيانو ادپياتو ته ډير كار كړيدي اّن چي ددوي غني مواد په انګلستان، فرانسه او نورو هيوادونو كي هم خپاره سويدي.
(ويلاسپمن) چي د جرمني اوسيدونكي او ددوهمي نړيوالي جګړې څخه تر مخه يو پيژندل شوي ژورنالست ووو پدې څانګه (د كوچنيانو ادبياتو) ته يې ډېركار وكړ نوموړي د كوچنيانو سره په څنګ كي د ښځو د روزني او فرهنګي چارو د مشاورې دنده پر غاړه واخيسته، ده پخپل يو كتاب چي د كوچنيانو په اړه دي د ماشومانو روحي او معنوي اړخونو ته هم اشاره كړېده څيړلي يي دي.
دغه ليكوال د نويځوانانو لپاره يونړيوال كتابتون چي د يو نسكو سره يې تړون درلود په مونيڅ كي جوړ كړ نومړي په نړيواله سطحه خپل كوښيښونه په كال (1953) پيل كړل او د خپلو ملګرو په همكاري يې د (كتاب بين المللي د فتر) چي خاص د كوچنيانو او تنكيو ځوانانو لپاره و په كال (1956) په زوريخ نومي ځاي كي چوړ او د كتابونو د ليكوالانو د هڅوني لپاره يې د (هانس كريستيان اّندرسن) جائزه منځ ته راوړه او څو ورځي وروسته يې د كوچنيانو د كتاب نړيواله ورځ وړانديز كړه هغه و چي په كال (1966) كي د كوچنيانو د كتاب نړيواله ورځ وټاكل شوه.
په درناوي.
خپل ګران او مهربان استاذ احمد صميم ته يې په ډير احترام ډالي كوم.
د سحر استازي
اې استاذه ته په شان د ځلاند لمر يې
ماته ګران يې ته نعمت د لوي اكبر ج يې
ته ډير زيات يې مهربانه اې ښوونكې
هم د پلار په شان ته زما د زړګي سر يې
تا ښوونه موږ ته كړې په هر اّ نده
اې زيار كښه ته زړه سواند په هر پسر يې
شاګردان له تانه خوښ هره شېبه دي
په مكتب كي او كه بل چيرته بهر يې
ته سپوږمۍ غوندي ځليږې تورو شپو كي
ته الماس يې! ته ګوهر يې ته مرمر يې
زه (همدم) دي سر لوړي په هرځاي غواړم
بې مثاله ته استازي د سحر يې
ملالي همدم 11/3/82

كندهار
ګلستان واړه د ښكلو
هرمغان واړه د ښكلو
چي پرې ښكلي هر يو ځاي شي
داج هان واړه د ښكلو
كه پتنګ له ژونده تنګ دي
يا اديب د شعر فرهنګ دي
داوي مينه ښكلي ستايي
اي غلمان واړه د ښكلو
كه شاه دي كه ګدا دي
كه بلبل او يا بورا دي
هسي وايي ترنم كي
ملنګان واړه د ښكلو
متقي كړي سترګي دواړي
په سجده كي خداي ج نه غواړي
په اميد او تمه ناسته دي
ملايان واړه د ښكلو
ميخانوكي هيروي غم
د كلنو همداهي غم
په جامونو د شرابو
ميخوران واړه د ښكلو
د سپوږمي د رڼا لومي
د جرس اّواز پرې درومي
يو ساربان رسوي هلته
خپل كاروان واړه د ښكلو
نور د مت حيې پلوشي كړې
پرست شيې پر نستي كړي
ځكه وايي چي اشرف دي
دا انسان واړه د ښكلو
ښكلي يمه ښكلي غواړم
په ښكلا كيښكلي ژباړم
ښكلي ښكلي زما (بري) دي
ده قربان واړه له ښكلو
(بري مبارز)

((حديث))
نور د مخ يې چي څرګند شو سحر ګه شوه
غوټي پرانستله غيږه ګلدسته شوه
مخ د ځمكيله خوښي په تبسم شو
هره ونه توګيد له زرغونه شوه
هرګياه يې مستغني كړ په خپل حسن
حديقه كي د اياز چي زمزمه شوه
په تراب كي يې تحريك چي دا جنون كړ
د حسرت مراندي يې پرې كړي لكه شنه شوه
هر يو ژوي يې بقا ته رابيدار كړ
هره څانګه د ژوندون ځكه ښاسينه شوه
ګرند ندي د بلبلو وبلغاك ته
دار وستا د سعادت يا پرشته شوه
په الحان باندي اقبال يې هر موجود كړي
دې حديث غوندي كيحان يې پنجره شوه
بشارت ته يې له اوښكو كي سترګي
انتظار د زړه كوڅه هر شيبه شوه
د ګل مخ ته په كتلو څركنديږي
په سرو شونډو خنديدل بې ننداره شوه
توامان يې با د مسگي اديبان كړل
صومعه يې پرانستل دايې پلمه شول
اعجاز ندي پيجر ندي دا مقام دي
دا زړه هره خبره د روانه شوه
سزاوار چي ((مبارز)) يې زه ((بري)) كړم
ارمغان كي د ارم چيزما شپه شوه
((بري مبارز))
ليكونكي: علي احمد "كهزاد"
را اخيستنه: افغانستان ر پرتو تاريخ
ژباره: ضياء الرحمن "رحماني"
منډيګك
13 ديارلس ځلي يو پر بل باندي اّبادي
د پنځه زره كلن ژوندانه تاريخ
تل دژبو څخه اورېدل كيږي او همدا رنګه په مًالو كښي وايو چي افغانستان د پنځه زره كلن مدنيت/ تاريخ درلودونكي دي دغو خبرو تر تيرو څو كلو پوري تر ډيره حده پوري نظري اړخ (جنبه) درلودل او پر نقلي اقوالو او يو څه برخه د اريائي سرودونو يا نيمه تاريخي يا نيمه افسانوي اسطورو او داستانونو باندي ولاړه وه مګر د تيرو 5،6 كلو څخه راپه ديڅوا زموږ دغه اتكاء علمي جنبه پيدا كړه په يوه نقاطو كښي د افغانستان په يوه غنډي چي د (مندېګك) په نام ياديږي داسي شواهد په لاس راغلي دي چي د پنځه زره كلن تاريخي مراتب او قبل التاريخ د افغانستان د اوسېدونكو ګوښي په اثبات رسوي.
مندېګك عبارت د يوې تپه څخه ده چي د جلګه څخه (31) متره په لوړوالي لري او د كندهار په شمال غرب كښي د 50 ككيلومتري په فاصله كښي د كشل نخود په علاقې كښي او د شاه اغاغرو ته نژدې قرار لري.
كه يه يوه ډير وسيع چوكاټ كښي يې راواخلو دغه غټه تپه ددغو دوو رودونو لكه هلمند او ارغنداب د منځ په حوزه كښي قرار لري او دغي تپه ته نژدې د كشل نخود رود/ مانده تيريږي چي يو سيلابي رود خانه دها وعموماً دغه وچ هوي او ګاي ګاي په باراني وختونو كښي طغياني شي.
د منديګګ د غندي نني موقعيت په يوه داسي منزوي منطقه كښي انسان په حيرت كښي اچوي مګر په قبل التاريخ دورو كښي دغه حتماً د قافلو مسير پر سر لاري كښي د دوو رودخانو وو قرار درلوردي او په مجموعي توګه توله هغه كښتني ساحه چي ددغو دوو غټو رودونو لكه هلمند او ارغنداب حوزه تشكيلوي په قبل التاريخ دورو كښي په افغانستان كښي يو د ژوند د مهمو مراكزو څخه شمېريدل.
د كيندونو د كار د شروع څخه بيا تر ختميدو پوري چي څو ورځي مخكي د (موسيو كوزال) چي يو فرانسوي باستان شنا ساو د قبل التاريخ اثارو متخصص دي د خوا څخه اعلام شول يوولس (11) ځلي لمنداره كيندني د منديګګ په غندي كښي تر سره شوي او (15) طبقه/منزل اّبادي د مختلفو تاريخي دورو يو په بل پسي كشف شوي. دمندېګګ دغندي 31 متره لوړوالي په حقيقت كښي دپنځلسو داّباديو دراټولېدني صورت اخستلي دي چي په دوارن كښي 3000 درې زره كاله قبل المسيح كښي يو پر بله اّباد شوي دي نو په دې توګه 3000 درې زره كاله قبل مسيح 13 طبقه/ منزل يو پر بل باندي په مختلفو دورو كښي منځ ته راغلي دي او 2000 دوو زرو كلو څخه را په ديخوا دغه تپه مترو كه پاته شوې ده او په بل عبارت سره د افغانستان د اسلامي تاريخ په ټولو ادوارو دغه تپه غير مسكوني پاته شوې ده او تر دې حده چي 600 شپږ سوه كاله دمخه تر اسلام ژوندانه خپل كډه ددغي ټپې څخه ټوله كړې وه اوددغي تپې داّبادي دوام ټوله 3000 درې زره كاله قبل المسيح پوري اړه لري.
د قندهار د مندېګګ قبل التاريخ مدنيت ټوله د برونز (مفرغ) په دوره پوري مربوط دي ځكه چي ددغي تپې په اخري اشغال/ نيوني كښي د ژوندانه او اّبادي داسي شواهد د تپې د مخ څخه په لاس راغلي دي چي دديوالو اّبادي (پخسه يي) دي بناءً هغه خلګو چي په كراره كراره سره د مندېګك په تپه كښي ژوند كوي د هغو ټولو ژوند د اّهن (اوسپني) عصر څخه دمخه و او د مندېګك تپه علي العموم ددې تپې او منطقې د اوسېدونكو د تحول مراحلي د (مفرغ) دوره معرفي كوي.
دمنديګګ دټپي داشغال داولي مرحلې څخه چي پوره 5000 پنځه زره كاله تيريږي ډير لمړني شواهد او اثار په لاس راغلي دي چي عبارت دي د ډبرينو بسيطي ادواتو او د حيواناتو د هډوكو څخه د لمړني اشغال او د پنځلسم اشغال په مابينځ كښي دهلمند او ارغنداب د حوزو اوسيدونكو د ژوندانهد تحول مختلف پړاونه تر سره كړي دي لكه: خښته يې اختراع كړل اوبيايې لمره وچه كړل اودكورو په جوړولو چي ديوالونه به يې د خستو څخه جوړول مشغوله شوي دي او په كرار هاو ترتيب سره د خاورينو لوگو خاوندان شوي دي او ددغو لوښو د خميره څرنګوالي او نوعيت كرار كرار فرق كړي او ښه كيدل تر دې حده چي نقشې او رنګ سوي لوښي چي د حيوانات واو مرغانو عكسونه (چي هغه مخصوص د هغو قبل التاريخ دورو وه او نن ورځ يې نسل د مابين څخه تللي دي) باندي رسم شوي وه منځ ته راغلل. د مندېګك په تپه كښي د ژوندانه مراتبو لمړي نيم زراعتي او نيم كوچي جنبه درلودل او وروسته هلته مسكوني او مستقر ژوند راښكاره شو او د پخسه په ذريعه سره اّبادي شروع شولي او وروسته بيا خښته منځ ته راغله چي تر 9،8 اتمي او نهمي مرحلې پوري يې دوام وكړي او همدارنګه تيكري او سفالي لوښي نور هم ښه سول او په 9،8 اتمه او نهمه مرحله كښي د تپي اشغال وه خپلو عالي مدارجو ته ورسيده او ددغو مرحلو لوښي د (كوئټه بلوچستان) د قبل التاريخ لوښو سره څه ناڅه شباهت لري.
فلزي شواهد (مس، مفرغ) د تپه د اشغال د شپږمي مرحلې وروسته په سترګو شويدي او د هغې مشهوريكيمياوي تجزيه د رويه چي د 140 نمبر كاربن پر اصولو ولاړه ده او د امريكا په متحده ايالاتو كښي تر سره شويدي ده د مندېګك د تپې ددغي مرحله ژوند د 2625 قبل الميلاد كلو سره اصابت كړي دي. پسله دې چي د مندېګك د تپې د اتو مرحلو د عمراني موادو تراكم په كافي اندازه سره وو په حدود كيد 20 مترو د خپلي جلګه څخه لوړه شوي وه او يوه بله مجلله دوره وه منځ ته راغلې ده چي عمراني شواهد يې د يو غټ عمارت په شكل سره چي غټي پايې لري او د خښتو څخه جوړ شوي دي نظر يې جلب كړي دي. ددغه شاني عمارت وود د قبل الميلاد په دريمه زريزه كښي د باستان شناسانو د حيرت سبب ګرځيدلي دي. د منديګك په تپه كښي سربيره پر نقشې او خاورينو رنګ سوو لوښو چي د مرغانو او حيواناتو عكسونه به پر رسم شوي وه د حيواناتو كوچني مجسمې او په خاصه توګه د ښځو هيكلونه هم كشف شويدي چي د (الهه مادر) يا بغ بانو په عبادت/ پرستش پوري مربوط هدي. د يوې مجسمې په غاړه كښي يو ګلو بند دي چي په زنجير كښي دي او ددغي مجسمې دوو سينو په مابينځ كښي ځړيږي او نور زيورات تر سترګو كيږي. ددغو زيوراتو شته والي د دريمي زريزي په اواخرو او د څلورمي زريزي په شروع كښي د ارغنداب د وادي د قبل التاريخ د مدني ژوندانه د پراخوالي مراتبيرا په نښه كوي چي د افغانستان اوسېدونكي او د (موهنجوډيړو) د سند د حوزې اوسېدونكي يو شانه د ژوندانه مراتبي د قبل التاريخ په 5000 كلو مخته پي كړي دي او امكان لري چي د منديګك تپه د ژوندانه قبل التاريخي زاړه مراتب راښكاره كړي.
نوي هوډ
عبدالباقي (بينا)
كه تاريخ لره نظر كړو هر افغان مو ننګيالي دي
هره پيغله مو ملاله هر بابا مو ابدالي دي
هره مور نازو اّناده هر نيكه مو ميرويس خان دي
هر غازي مو اكبر ځوان دي هر اتل مو ايوب خان دي
هر ميدان مود ي ګټلي هر پردي مود ي شړلي
هر تاريخ په موږ وياړلي هر زمان زموږ ښاغلي
خو افسوس چه دربدره خوار وزار موږ جهالت كړو
دنفاق مرض راګډ سو وپردو ته يې خجالت كړو
نوم نښان يې رابدل كړي نوم مو بد او ګريوان څيري
هم مو ملك راڅخه وران سو هم جهان راڅخه ليري
كور په كور باندي بدي سوه ورو په رور باندي قتليږي
پردي لاس راباندي بر دي چه څه كيږي هغه كيږي
راسي داسي وكړو وړونو چه تر هرڅه سره تير سو
ټول پر خپل نفس قدم كښيږ د واو له سره ځان ته ځير سو
دا هر تير و ناخواليو هر يو خپل ځان ملامت كړو
بيا د سره سره يو سو او بيا جوړ نوي طاقت كړو
بې تيعيضه افغانان سو نور څه هرڅه شاته پريږدو
د وطن په جوړيدو كي هر قسم لاس سره كښيږدو
بيا جهان ته ځان ښكراه كړو چه دا هغه افغانان دي
چه پرون په جنګ نامي وه نن د كار قهرمانان دي
د بينا دغه ارمان دي د زړه هيله يې ناره كړي
جوړ وطن ښاد افغانان وي خداي جل جلاله دي دا ارزو لوړه كړي

حاجي عبدالظاهر څرك
په افغانستان كي د جمهوريت د اعلان ديرشمه كاليزه او شهيد سردار محمد داوْد يو ديرش كاله مخكي يعني د 1352 كال د سرطان په 26 ورځ په افغانستان كي د سردار محمد داوْد په رهبري كودتا وسوه او د جمهورت اعلان يې وكړي.
او د ظاهر شاه دوره چي تقريباً څلويښت كاله يې پاچهي كړې وه پاي ته ورسول.
ظاهر شاه ددغي كودتا پروخت د علاج دپاره خارج ته تتلي وو.
زه چي نوي ځوان وم د مكتب متعلم وما و د مكتب مو رخصتي وه په هرات بازار كي رارهي يم ټولو خلګو راديوګانو ته غوږونه نيولي دي اّوازه ده چه ظاهر شاه يې پسي واخستي په راديو كي ملي نغمې او ترانې خپريوي. ټول خلګ حيران وه يو بل ته يې ميښ ميښ كتل.
او سپين ږيري ويل چه اوس كار خراب سو والله د وينو ويالې وبهيږي د څلويښتو كالو پاچا يې پسي واخيستي د جمهوريت نوم خلګو ته نوي وو په راديو كي د اتن نغمې او د باجه خانې يعني عسكري موزيك نغمې په مسلسل ډول خپريدې وروسته يو نطاق چه لږ غوندي وار خطا اّواز اعلان وكړ چه اوس به سردار محمد داوْد تاسو ته خپله بيانيه واوروي سردار محمد داوْد پر ږغ كړل: نام سردار راپس كو. يعني زما د نامه سره د سردار نوم مه يادوه په اّينده كي دغسي سول دده نوم په رسمي ډول يوازي محمد داوْد ياديدي. ده داسي وويل:
ګرانو خويندو او وړونو سلام:
خپل وطن ته په خدمت كي د بيلو بيلو مسئوليتونو د يوې مودې په اوږدو كي هميشه د يو هدف په لټه كي وم د افغانستان د خلګو په تيره بيا د محرومو طبقو او زموږ د مملكت د زلمي نسل دپاره يو مثبت او واقعي محيط مادي او معنوي وده مينځ ته راسي او په هغه كي زموږ د وطن ټول خلګ بې له توپيره او امتياز څخه د خپل وطن د اّبادي او سرلوړي په لاره كي برخه واخلي او مسئوليتا حساس كړي.
شهيد داوْد خان د خپل انقلاب عوامل بيان كړل او خلګو ته يې د وطن د ترقي وعدې وركړې.
د جمهوريت په اعلان سره عام خلګ ډير خوشحاله معلوميدل او نوي نوياميدونه خلګو ته پيدا سول په ښار كي د خوشحالي مارشونه او مظاهرې وسوې د مكتپو اكثره متعلمين ډير خوشحاله وه او د خپلي ښې اّيندې او درسو په فكر كي وه ځكه په تير رژيم كي د ديموكراسي تر عنوان لاندي د ډير متعلمينو څخه درسونه پاته وه په مكتبو كي درسونه نه وه حكومت په قانون كي ټولو ګوندونو ته د فعاليتا جازه وركړې وه ددې ديموكراسي لويه ګټه كمونستانو ته ورسېدل، ځكه هغو د شوروي اتحاد په ماليمرسته زيات فعاليت شروع كړي وو. درسونه د ټولو هلكانو څخه پاته وه هر ورځ مظاهرې او ميټنګونه وه پر ډير جزئي مساله به ټول هلكان چه په لاس كي به يې خلقيان وه د مكتب زنګ وداهه او دباندي به راووتل مګر د جمهوريت په راتلو سره څرنګه چه اول سرنظامي حكومت وو ټوله احزاب د فعاليت څخه منع سول. لكه مخكي چي مي وويل د نوي نظام هركلي ډير خلګو وكي پدې باره كي مرحوم ګل پاچا الفت چي د افغانستان ډير لوړ شاعر او ليكوال دي داسي واي:
د ژوند نظام كي لوي سمون راغي
اصل واساس كييې بدلون راغي
تاريخ ته ډير نوي مضمون راغي
چي زړه غوښتل هغه ژوندون راغي
نوي نغمه سور او ټال نوي
نوي ساقي خط وخال نوي
جمهوريت نه ښه نظام نسته
پكښي بادار، بنده غلام نسته
شخصي قدرت علي الدوام نسته
قانون نه پورته لوړ مقام نسته
دغه نظام لوړ حيثيت راكوي
د كار قدرت او حريت راكوي
جمهوريت موږ نه ډير كار غواړي
قام او وطن ته خدمتكار غواړي
غلامان نه غواړي احرار غواړي
اهل د كار امين سركار غواړي
د هيچا هيڅ راز خود سري نه مني
مشر منيخو باداري نه مني
نوي نظام مليغرور رابخښي
نوي نظر نوي شعور رابخښي
د هرچا كار او اهليت ته ګوري
استعدادونو شخصيت ته ګوري
دا نظام موږ ته اهميت راكوي
واك په كارو كي د دولت راكوي
هم اّزادي هم شهامت راكوي
اجر دكار او د زحمت راكوي
جمهوريت پدې معنا پيژنو
ملي رهبر خوله سيما پيژنو
د افغانستان يو بلوتلي شاعر او اديب مرحوم عبدالروْف بينوا داسي ويل:
نوي ژوند نويجهان نوي نظام دي
نويواك نوي اختيار نوي زمام دي
داوْدي نغمه خپره سوه په فضاء كي
نوي ساز نوي اّهنګ نوي مقام دي
اّرزو د نوي نسل راژوندي سوه
نوي روح، نوي بدلون، نوي مورام دي
اميدونه د مقصد لوري ته خاندي
نوي لار، نوې رهبر، نوي امام دي
پژموده زړونه يې بيا به نڅا ګډ كډه
نوي زيري، نوي ږغ، نوي پيغام دي
د افغان زلميو پاڅئ ليڅي غړي
نوي وخت، نوي فرصت، نوي قيام دي
د افغانستان نوي ملي سرود هم د ښاغلي بينوا صاحب په زيار جوړ سو څو چي دا مځكه اّسمان وي څو چي داجهان وي ودان وي
څو چي ژوند په دې جهان وي
څو چي پاته يو افغان وي
تل به د افغانستان وي
شهيد سردار محمد داوْد د سردار محمد عزيز زوي په 1287 هـ ش كال په كابل كي زيږيدلي دي ده خپل لومړني تحصيلات په فرانسه كي كړيدي كله چي وطن ته راستون سو نظامي تعليمات يې شروع كړل. د نظامياو ملكي تحصيل وروسته په 1311 كال كي د مشرقي عسكري قومندان مقرر سو وروسته 1313 كال د كندهار د حوزې والي او عسكري قومندان مقرر سو وروسته د دفاع د وزير په فرانسه كيافغاني لوي سفير او بيا صدر اعظم مقرر سو ده په 1312 كال دده د اكا لور چي د اعليحضرت ظاهر شاه خور وه زينب نوميده واده وكړ، ده اووه اولاده درلودل 3 زامن چي عم، خالد او ويس نوميدل 4 لوڼي يې وې چي تورپيكۍ، شينكۍ، درخانۍ او زرلښته نوميدې دده پلار محمد عزيز كله چي په جرمنيكي سفير وو د يوه افغان محصل لخوا وويشتل سو.
داوْد خان د وطن د اّبادي ډيرش وقي وو ده غوښتل چي افغانستان ددنيا د پرمخ تللو هيوادو په قطار كي ودروي دي د عياشي، شراب واو ښكار شوقي نه وو دده تفريح يواځي د خپلي كورني سره په بازار كي چكر وهل وه.
موږ دلته يواځي د مرحوم داوْد خان د جمهوريت دورې ته كتنه كړېده په خواشيني سره بايد وويل سي چي دده سره په كودتا كي يو شمير كمونستان هم شامل وه چه اكثره يې كښتي رتبې عسكري منصبداران وه.
په كابينه كي هم ده كمونستانو او يا كمونستانو ته مايلكسانو ته ځاي وركړي لكه فيض محمد داخله وزير، عبدالحميد محتاط، پاچا ګل وفادار، محمد حسن ثرق، محمد خان جلالي، نعمت الله پژواك، جيلاني باختري او عبدالقيوم وردګ.
كله چي نوي نظام پر اوضاع مسلط سو د كمونستانو اوله حمله پر محمد هاشم ميوندوال باندي وه، محمد هاشم ميوندوال د افغانستان د پخوانيو صدر اعظمانو څخه وو ډير پوه او سياستمدار سړي وو، دي يوار د ملګرو ملتو د سوسنسئي په حيث هم پيشنهاد سو دي د شوروي اتحاد د سياستا و كمونستانو ضد وو. د 1352 كال ميزان مياشت كيد كابل راديو اعلان وكړ چي د دولت پر ضد كودتا موږ كشف كړل چه په لاس كي يې محمد هاشم ميوندوال قرار لري دده ملګري لوي درستيز خان محمد مرستيال او د هواي قواوو پخواني قومندان عبرالرزاق خان او يو شمير نور خلګ په دغه وخت فيض محمد داخله وزير چي يو كمونست و واو عبدالصمد ازهر كمونست د تحقيق اّمر وو.
تر ډير لت وكوب او وهلو وروسته يې ميوندوال شهيد كړ دولت اعلان وكړ چه ميوندوال خودكشي كړېده او په خپله نيكټائي يې ځان وڅړاوه.
د ميوندوال تر شهادت وروسته كمونستان اخوانيانو ته متوجه سول اتساد غلام محمد نيازي چي د شرعياتو د پوهنځي رئيس وو بيله كوم دليله بندي سو په استاد برهان الدين رباني پسي هم پوليس ګرځيدل او دي په پټه پاكستان ته وتښتيد، ګلبدين حكمتيار او احمد شاه مسعود هم د پوليسو تر تعقيب لاندي وه څو بلاخره پاكستان ته په تيښته بريالي سول.
بايد ووايو چه حكمتيار د ظاهر شاه په دوره كي د يو كمونست چه شيوال نوميدي د هغه د وژلو په توربندي وو كله چي محمد موسي شفيق صدر اعظم سو حكمتيار د بنده را ايله سو.
پدې وخت كي په پنجشير كي يول ړ جنګونه هم د اخوانييانو له خوا پيښ سول سيد قاسم رشتيا د خپلو خاطراتو په كتاب كي د پنجشير پر واقع هاو د هغه د تاثيراتو په باره كي داسي ليكي:
د پاكستان د صدراعظم ذوالفقار علي بوټو په ابتكار د پاكستان په اسلامي جماعت پوري تړلي عناصر چي د اخوان المسلمين يو ښاخ دي او د حزب اسلامي اعضاء چه په هغه وخت كي برهان الدين رباني هم پكښي شامل وو د داوْد خان پر ضد يوه كودتا طرح سوه ځكه داوْد خان پدې وخت كي شوروي ته ډير نژدي وو اسلحه، مهمات او پيسې د بوټو لخوا دوي ته وركول سوي وې نقشه داسي وه چه د 1356 كال د جمهوريت د جشن په ورځ چه عسكري رسم ګذشت تير سياكثره عسكر او صاحب منصبان د رخصتي په خاطر كورو ته ځي ملكي مامورين هم ټوله رخصت وي په كابل، پنجشير، كڼر او لغمان كي بايد كودتا پيل سي د جشن په دريمه شپه چه د اّتش بازي شپه ده او داوْد خان خان او كورني يې معمولاً د جمهوري رياست په مخصوص كميټه كي د اّتش بازيسيل كوي دده سره د كابينې اعضاء او لوړ رتبه ټوله يوځاي وي يو دم به د جشن د ټوله منطقې برق قطع كوي او د مسلمان ځوانانو ډله به چه لاسي پمونه ورسره وي د جمهوري رياست پر حكب او دفاع وزارت پر كمب به حمله كوي دا كمپونه د چمن حضوري پر شاوخوا واقع وه دلته چي هرج و مرج پيښ سو بله ډله به د راديو مركز او مخابران نيسي.
او د كودتا خبر به ټولو خلګو ته وړاندي كوي، خلګ، پوليس او عسكر به د ځوانو مسلمانانو او اسلامي حكومت همكاري ته رابولي پدې وخت كيهغه قوه چي په پنجشير كي واقع وه د چاريكار طرف ته يې حركت كاو هاو د پروان حكومتا و عسكري قواوي يې ترخپل كنترول لاندي راوستلي او د شپې په تاريكه كي يې په ډير چابكي ځان كابل ته رارساوه په لار كي يې د بګرام هواي ميدان تر خپل كنترول لاندي راوستي دا پلان په ډير ځواكت طرح سوي وو. مګر د ځوانو مسلمانو په محدودو غړو او پاكستاني اجيرانو دا كار اساساً مشكل وو مګر كه د رژيم په لوړ رتبه غړو په وژلو بريالي سوي واي شايد رژيم ته يې تغير وركړي واي.
دا نوه معلومه چي دا كار ولي د جشن په دريمه شپه عملي نه سو پداسي حال كي چي د پنجشير قواوو بيله دې چي د پايتخت څخه خبر واخلي د ګلبهار د درې خولې ته ځان راورساوه.
پدې ځاي كي د پروان د پوليسو قومندان د مسلحو ډلو د حركت څخه خبر سو كابل ته يېهم خبر وركړ او پخپله هم د پوليسو د نورو قواوو سره د ګلبهار طرف ته حركت وكړ د پنجشير په دره كي د مهاجمو قواوو سره مخامخ سول او د خپلو ټولو ملګرو سره په قتل ورسيدل.
پدې وخت كي د كابل څخه نوري قواووي راورسيدې ډير سخت جنګ ومښتي بالاخره مهاجمن ډير فراره سول ډيريې مړه سول او يوڅه يې بنديان سول په كابل كي د جشن په دريمه شپه هيڅوك پدې توطئه خبر نه وه او د اّتش بازي مراسم په ډيرن ورمال شكل پاي ته ورسيدل.
دا واقعه كه څه هم كوجني وه مګر د داوْد خان په شخصيت كي يې ډير ژور تغير راوستي.
د اخوانيانو د مشرانو څخه يو تن چه نيول سوي و واو د نظامي محكمې لخوا په اعوام محكوم سوي وو مولوي احمد شاه نوميدي ده چي خپل د اعدام حكم واوريدي ده د اّموينو څخه وغوښتل چه زه د دولت د رئيس سره وينم او يوه خاصه غوښتنه لرم چه ده ته بايد ووايم.
كله چي دا خبر داوْد خان ته ورسيدي دها جازه وكړل چه را حاضر يې كړي مولوي احمد شاه پداسي حال كي چي ځنځير او زولانې يې په پښو وې داوْد خان ته يې ودراوه ده په ډير لوړ اّواز ورته وويلزه د عضوي دغوښتني دپاره نه يم راغلي د يو مسلمان په حيث چه دا زما ايماني وظيفه ده او ته چي د وخت يو زماموار يې يوې نكتې ته دي متوجه كوم زموږ قيام ستا په مقابل نه دي بلكه زموږ د قيام مقصد داوو چي ته د كمونستانو تابيعت پريږده، د اسلام لاره په مخ كي ونيسه كه دي د كونستانو چي د اسلام دښمنان دي تابيعت كاوه دنيا او اّخرت به دي خراب سي. ما خپلي غاړي خلاصي كړې. بيانو ستا كار دي چه زه او ما غوندي نور په لسګونو انسانان چي ستا تر تسلط لاندي دي زموږ د اخطار څخه پند اخلي كه يا.
مولوي عبرالرحمن او دده ملګري په دغه ورځ اعدام سول، مګر پر داوْد خان باندي ددې خبرو تاثير وروسته معلوم سو اول يې د دولت د دستګاه څخه د كونسانو تصفيه شروع كړه. فيض محمد داخله وزير، نعت الله پژواك د پوهني وزير، جيلاني باختري د زراعت وزير يې برطرفه كړل. شاه محمد دوست د وزارت خارجه لوړ رتبه مامور او بعضي كمونست واليان يې هم برطرفه كړل، مګر عسكري صاحب منصبان يې تبديل نه كړل پدې خاطر چي روسان بل فكر ونكړي.
داوْد خان په خارجي سياستك ي هم ډير تغيرات راوستل د اسلامي او غربي هيوادو سره يې روابط ډير تينګ كړل ايران، عربستان، كويت، مصر، ليبيا او پاكستان ته يې سفرونه وكړل. داوْد خان ددې سفر وروسته په هرات كي په عام محضر كي اعلان وكړ چي د افغانستان سياست په هيڅ هيواد پوريتړلي ندي او په وطن كي به بيګانه ايډيولوژي ته د فعاليتا جازه ونكړي.
ددې وروسته يې د كمونستانو او شوروي اتحاد سره روابط ساړه سول پدې وخت كيد افغانستان كمونستانو خلقيان او پرچميان خپل اتحاد اعلان كړ.
په افغانستان كي د كمونستانو تخريب كاري ډيريدل:
په 1359 كال كي علي احمد خرم د پلان وزير تر ورسو. ظاهراً يې دا قتل پر اخوانيانو تاوان سو مګر وروسته معلوم سوه چي دا د كمونستانو كار وو پدې وخت كيداوْد خان تصميم نيوي چه شوروي اتحاد ته سر وكړي او هغه تخريبونه چي د كمونستانو لخوا په افغانستان كي شروع سوي وه او رهبري يې د شورويانو لخوا كيد لدغه شكايتونه خپله برژنيف چه د شوروي اتحاد مشر وو وړانديكړي او ضمناً يو خصوصي مجلس هم د برژنيف سره ولري او ورته ووايه چه زموږ په داخليچارو كي مداخله مه كوي د 1977 كال په اپريل كي داوْد خان د دوهم ځل دپاره شوروي ته سقون سو عبدالصمد غوث چه په خارجه وزارت كي سياسي لوي مدير و واو پدې سفر كي د داود خان ملګري وو په خپل كتاب سقوط افغانستان كي ليكي:
مسكو ته زموږ د سفر په لومړي ورځ د كرملين په ماڼي كي يو مجلل دعوت جوړ وو پدې دعوت كي برژنيف هم حضور درلودي زياتي خبري پر ونكړي بودګورني او داوْد خان د نړي پر عمومي وضع خبري وكړې.
د سفر په دوهمه ورځ د مذاكراتو ميز ته كښينستلو برژني چي د هيئت مشر وو خپلي خبري شروع كړې برژنيف ډير ضعيغه او ستړي معلوميدي په سختي يې خبري كولې خولې يې پر مخ رارواني وې د افغانستان جمهور رئيس ته يې ښه راغلي ووايه.
برژني ددنيا پر عمومي وضع خبري شروع كړې او پدې ترځ كي يې زياته كړه د افغانستان بيطرفي د شوروي اتحاد دپاره ډيره مهم هده او اميد يې ښكاره كړ چه د بيطرفه هيوادو غورځنګ د امپرياليسمد دسيسو او توطئو قرباني نه سي پدې ترڅ كي برژنيف راساً داوْد خان ته كتل يوڅه يې وويل چه ظاهراً يې ګوريلو چي روسي ترجمان و واو د برژنيف خبر يې داوْد خان ته ترجمه كولې ډير ناراحته كې پسله څه ځنډه يې د برژنيف خبري ترجمه كړې برژنيف ګيله وكړه چي د ناتو هيوادو بعضي كارپوهان په افغانستان كي كار كوي. همدارنګه د ملګرو ملتو او ځينو نورو كومكي پروژو كي د دوي نفر ډير سويدي په دمخه كي د افغانستان دولت د ناټو هيوادو غړو ته اجازه نه وركول چي د افغانستان په شمال كي كار وكړي، شوروي اتحاد دا انكشافات خطرناكه بولي او د افغانستان د حكومت څخه غوښتنه كوي چي دا خلګ د خپل وطن څخه وباسي ځكه دا جاسوسان دي او د امپريالستي هيوادو دپاره كاركوي.
د مجلس په فضاء كي يو سوړ سكوت خپور سو ځيني روسان په ښكاره ډول شرمنده شګاريدل افغانان هم خوابدي معلوميدل.
داوْد خان ته مي كتل ډير په قهر معلوميدي، برژنيف چي خپلي خبري خلاصي كړې د داوْد خان وارسو په ډير قهر او درد سره يې برژنيف ته جواب وركړي چي دا جواب روسانو ته هم غير منتظره وو.
داوْد خان وويل: هغه خبري چي اوس د شوروي اتحاد رهبر وكړې هيڅكله زموږ د قبول وړ نه دي د افغانانو په فكر داخ بري زموږ په داخلي چارو كي ښكاره مداخله ده، موږ د افغان او شوروي دوستي ته قايل يو، مګر پدې رقم نه چي زموږ په داخلي چارو كي لاسوهنه وكړي زما د داوْد خان خبري تګي په ټكي په ياد دي چي برژنيف ته يې وويل د لارښووني اجازه موږ هيچا ته نه وركووْ چه څنګه خپل مملكتا داره كړو دچي موږ څوك په افغانستان كياستخدامووْ داچي موږ هرځاي خاري كارپوهان په كار اچووْ انحصاراً او كاملاً د افغانستان د دولت حق دي كه لازمه وي افغانستان به فقير پاته سي مګر په خپل تصميم نيولو كي بهاّزاد پاته وي. داوْد خان ددې خبرو وروسته د چوكي څخه ولاړ سو ټول افغانان د ځايه پورته سول، د خوري په اماني په ډول يې روسانو ته سر وښوراوه او د وتلو دروازې پر خوا رهي سو، برژنيف په زحمت د چوكي څخه راولاړ سو پودګورني او كاسګين هم ورسره ملګري وه.
روسي ترجمان ترشا په پسې وو په تلوار د داوْد خان خواته روان وه برژنيف غوښته هغه خبري چي ده كړي وې بيرته يې ترميم كړي.
وحيد عبرت داوْد خان ته كرار وويل د ديپلوماتيك نزاكت په خاطر بايد د روسانو سره سمه خداي په اماني وكړو كه نه د مسكو سفر به كاملاً ناكامه سي، داوْد خان تر لنډ ځنډ وروسته بيرته راوګرځيدي، برژنيف ته يې لاس وراوږد كړ، برژنيف د تبسم په حال كي ورته وويل تاسو زما سره د يو خصوصي ملاقات غوښتنه هم كړې وه داوْد خان پهلوړ اّواز وويل: دداسي ملاقاتو هيڅ ضرورت نسته، وروسته يې د پود ګورني او كاسګين سره هم خداي په اماني وكړل په تلوار د اطاق څخه راووتي دا د برژنيف او داوْد خان اّخري ملاقات وو.
ددې وروسته مير اكبر خيبر چي د پرچم د ګوند يو لوي كمونست وو تر ورسو كمونستانو دده ترور پر دولت تاوان كي او يوه مظاهره يې وكړل او د خيبر د ښخيدو په مراسمو كي يې د دولت ضد خبري وكړې دولت د كمونستانو ټوله رهبران بنديان كړل.
څرنګه چي روسان په دې وبيريدل چي داوْد خان زموږ نفر اعدام نكړي نو يې خپلو اجنتانو ته قومانده وركړل او د داوْد خان پر ضد يې كودتا پيل كړل د ثور اوومه 1357 كال زه په كابل كي وم كمونستانو د داوْد خان پر كور سخته بمباري شروع كړل د ماښام د اّذانه سره سم كمونستانو خپل بري اعلان كړ او داوْد خان د خپلي كورني د 19 تنو سره په شهادت ورسيدي ددې ورځي جريانات به عليحده وڅيړو حسن شرق په خپل كتاب كوباس پوش هاي برهنه پا كي ليكي چي د مير اكبر خيبر قتل هم د مونتانو كار وو پدې خاطر چه د افغانستان كمونستان يې و قيام ته اّماده كړل.
حسن شرق اضافه كوي چه داوْد خان د برژنيف خبره ونه منل او دي يو مسلمان او ملي شخصيت وو برژنيف په خپلو اجنټانو دي وواژه او حفيظ الله چي يو كمونست وو بيله مشوري د برژنيف يې نورمحمد تره كي مړ كي دا كار برژنيف د ځان دپاره مبكتيا وبلل.
او حفيظ الله امين يېد خپلو كوماندو په ذريعه مړ كئ.
پر شهيد داوْد خان باندي ستراستاد رشاد صاحب يوم رثيه ويلي ده چه تاسوته يې وړاندي كووْ
چي مړې سوي د داوْد د ژوند ډيوې دي
زموږ پر مينه د نحسيت تياري خوري دي
بمباري دي ويرانۍ دي بربادي دي
دښمني دي شپ هاو ورځ جنګ او جګړې دي
خروښيدلي خښمېدلي زمانه ده
بيا له قهره د فولاد تر كُرسي سره ده
دريدلې، سوږيدلې سوريدلې
د زُحل په نقض موار كييې دوره ده
په بختو پوري يې اور دي لګولي
پر تختو يې ګمارلي صاعق هده
ويراني دي نيكبختي ته برملا تړلي
دښمنييې له طالع سره ښكاره ده
وكابل ته يې پارولي برمرغي دي
خاص وارګ ته يې راليږلي فاجع هده
نولس كسه د يوه كور دلته مړه دي
د ټيپيانو يې اووه تنه شميره ده
خو تګيدلي د ټپو چينې د وينو
د رګونو خولې دوينو خواره ده
د ټيپيانو غورځي پورځي لڅي پوځي
د ويشتلو د الله الله ناره ده
داوْد مرګ خپل ومانه خو تسليم نه سو
ده ويل غاړه چه كږيږي ماته ښ هده
د چاژوند په سيګاوي سره تريخ مه سه
د دښمن تر ژوند تر بند مړينه خوږه ده
خدايه وينم د عمراو خالد مړي
دا كوټه مي د اولاد په وينو سره ده
ښه چه نګ د پښتونوالي مي پرځاي كي
نن زما او اولادنو عاشوره ده
لنډوه يې لنډوه يې لويه خدايه
تر مرګ سخت هدا د ژوند وروستني شپه ده
غبرګ ځوانان زامن يې مړه كړل دده مخته
ده ويل زما رضا د خداي د رضا مله ده
نه دده د سترګو راغله څاڅكي اوښكه
نه يې اّه چا اوريدلي نه ناله ده
بېصبري نه وي عادت د اتلانو
كه نه سخته ژړيدونكي دا صحنه ده
ده په فخر دواړه مچ كړه پر تنديو
ويل خدايه ستا ددين دا نذران هده
زما په زړه چيه څه تيريږي ته خبر يې
ستا توفيق دي چي سيد ورته سينه ده
هركا ته مي ښاسي ستن په كسو
هر فريا دمي مي په غوږونو كي سيخچ هده
واي پر وخت د ځكندن كيده ويله
دا پرننګ د سرښدوني حماسه ده
دا سره مځكه افتحاد د پښتون قام ده
دا ټينګار د افغانانو كارنامه ده
دا يادګار په اوښمو پرې نه ولي نياز منو
كربلا د محمد زي ودا كوټ هده
په دې ترڅ كي يو غيبي ږ غدا ويله
په تيرنه وزي سړو ټګه زمانه ده
دا د هغو نازولو وژلتوب دي
وركه كړي چي يې ظلم هدير هده
دوي چه ولمبل په ډنډ كي د سرو وينو
د غوايي اوومه ورځ شپه يې جمعه وه
شهادت چي پري زياتي سي معنوي سي
يو زر درې سوه اووه پنځوس سنه وه
داوْد خان دي خداي وبخښي دي په رښتيا يو ملي او مسلمان شخصيت وو دده د مشهورو ويناوو څخه يوه داوه.
چه تصميم د بري لومړي شرط دي
ده به كله د علامه اقبال دا شعر هم وايه
قباي زندګاني چاك تاكئ
چو موران زيستن درخاك تاكي
بي پرواز او شاهيني بيا موز
تلاش دانه درخاشاك تاكي
د يوي بلي بيانيې په اّخره كي يې د اقبال دا بيت ووايه:
مذهب زنده دلات خراب پريشاني نيست
ازهمين خاك جهان ديګري ساختن است
پاي
د ملا قسم
يوه ورځ د ملا خر ورك سو نو ملا قسم واخيستي كه مي خر پيدا سو نو په يوه روپي به يې خرڅ كړم لږ ساعت وروسته يي خر پيدا سونو ملا يوه پيشي پيدا كړه په غاړه كې يو تناو ورواچوي خر او پيشي يې دواړه ګنج ته بوتله ويل به يې چه خر په يوه روپي او پيشي په سل روپي مګر هودا دواړه به يوځاي رانيسي.


كه پهلوان يې نو كولنګ مات كړه
يوه ورځ ملا په يوه دښت كي روان وو وريځ وه يو وار د ژلي شور سوه د ملا سر په ژلي مات سو او ملا ولاړي د كور څخه يو كولنګ راوئستي او اّسمان ته يې ونيوي وې ويل چه زما پر سر خو ښه پهلوان يې كه رشتيا نر يې نو دا كولنګ مات كړه.
هـدايت الله "هدايت"
شعر
هغو بيا موند سعادت په دادنيا
چي ئي وكړ قناعت په دادنيا
نه ملكونه د سليمان په هزار كاله
نه يوه ګړۍ طاعت په دادنيا
په دنيا كښي لوټ هغو عالمو وكړ
چي يې وكړ عبادت په دادنيا
هر ژوندي چه د مرده په قبر ورسي
بس دي همره نصيحت په دادنيا
له هغه به زيات نادان په جهان نه وي
هر چه غواړي فراغت په دادنيا
په روانو او بو ورشه عمر ګوره
ډير دي همره اشارت په دادنيا
نيك كردار هم نيك عمل هم نيك خويونه
هم جنت دي هم راحت په دادنيا
لاس په سر په سينه ايښي وه هر چاته
هم داغه دي شرافت په دادنيا
هدايت الله "هدايت"

د لوي او بخښونكي خښتن په نامه
فرهنګ
فرهنګ د يوملت د معنوي جوړښت يوه مجموعه ده چه د تاريخ په اوږدوكي يې محتوا يو شكل غوره كوي چه دغه شكل د ټولني "وجدان" يا "روح" ورپه برخه كوي سربيره پردې هر فرهنګ مستقيما د تاريخي تقدير د مخصوص ټولنيز د زير بينا سره وعلت او معلول منطقي متقابلد رابطه لري.
د شكهه وتلي خبره ده چه د هري ټولني اساسي او غوره عنصر چه په هغه ټولنه كي ښه ترابرخمن او مهم رول لوبوي د هغي ټولني فرهنګ دي.
او همدارنګه د هري ټولني هويت او موجوديت د هغي ټولني هويت او موجوديت د هغي ټولني فرهنګ تتبيت او تشكيلوي.
كه هرڅومره ټولنه د اقتصادي، سياسي، صنعتي او نظامي توانائي له پلوه واكمن هوي كه چيري په نوموړي ټولنه كي انحراي فرهنګ نفوذ وكړي هرومرو دا جامعه يوچه او مابين يې تش ګوګ وي. كه د يوې ټولني فرهنګ د بلي ټولني د فرهنګ څخه متاثره سي نوموړي ټولنه څه ناڅه په نورو اړخو كي وهغې مخالفي ټولني ته تمايل پيدا كوي او د زمان په تيريدو سره په بشپړه ټوګه پكښي حل كيږي. او خپل شتون دلاسه وركوي.
ددې دپاره چه د متدني غربي نړي د فرهنګ توپير د اسلامي فرهنګ سره پرتله كړو بايد د پورتنيو فرهنګونو د انسان په اړوند تعريف ته په ښه غور سره ځير سو كه څه هم په ټولو مذاهبو، مكاتبو او ادبانو كي د انسان ستر مقام ته درناوي سويدي خو سربيره پردې انسان په غربي فرهنګكي هغه موجود دي چه معنويت يې فرعي او د مادې ژوند زير بنائي تشكليولي. حال داچه په اسلامي فرهنګ كي معنويت ئي اّخري كمال او د ژوند غائي او نهائي موخر بلل كيږي. او هم ټكي دادي چه په اسلام كي معنويت او روحانيت هيڅكله د ماديت او جسمانيت په مقابلكي قرار نلري اوهم د اسلام پاك دين ددې دپاره ندي راغلي چه موظ د جسم څخه غافل او بي خبره كړي او موږ د مدنيت تمدن او نړي څخه ګوښه كړي. بلكه دين وموږ ته د اعتدال سانه د ژوند په ټولو اړخو كي راښئ او هم شايد پدي اّندو اوسو چه انسان خالۍتن دي او بس دا جوټه خبره ده چه يواځي تن د وجود بشپړه برخه نسي كيداي او همدارنګه د انسان نيك مرغي په تن پاللو او جسماني برخو د داري سره نده. يواځي د تن په ښه ساتلو انسان خپل باطني دردونه نسي درملولاي ځكه د انسان اصلي دنده ډيره درن هاو مسئوو ليتونه ئي هم ډير دي دا موضوع هم ديادوني وړ بولم چه انسان جامي دپاره د ځان خرڅولو نه اّغوندي بلكه لباس د انسان دپاره حريم دي او د انساني كرامت تحفظ په كيږي. لباس د وجود د دولت بيرغ دي ا ودا هغه فرهنګي بيرغ دي چه داسي اعلان كوي چه زه څوك يم او د كوم فرهنګ پيروي كومه البته هر وفاداره ولس د خپل ملي بيرغ په درنښت سره خپل د سياسي او ملي هويت څرګندونه كوي.
بي مناسبه نده چه د غربي متمدني نړي د بربنډ فرهنګ په اړه د كوستن اندرسن يو په زړه پوري داستان ته په لنډ ډول اشاره وكړم:
دوه نفره كالي ګنډونكي د يو مملكت د پاچا د غلولو دپاره دربار ته ورغلل او پاچا ته ئي داسي وويل چه د كالو په ګنډولو كي نه يواځي تكړه او ماهران يو بلكه د لوړو شخصيتونو دپاره داسي كالي جوړولاي سو چه هيڅ حرموني نسي كولاي چه دغه كالي وويني مګر حلالوني يې ويني.
اوس كه ښاغلي پاچا صاحب دغه افتخار موږ ته راپه برخه كي او د يوح گل دپاره مو وازموئي او زموږ دغه ناچيز خدمت ومني د چاكرانو دپاره د سرلوړي سبب دي.
ساده پاچا ددوي د ظاهري اخلاص تر تاثير لاندي راغلي وو نو يې په ډيره مينه او علاقه سره ددوي وړانديز ومانه او دوي ته يې ډيري پيسي، سره زر او سپين زر وركړه ترڅو هغه د طلسمات كالي چه سره زر او سپين زر پكښي كاريږي ژر تر ژره اّماده كړي.
كله چه خياطانو پيسي او سره زر ترلاسه كړه سمدستي يې د ښار په دننه كي د كالو د ګنډلو دپاره كار ځاي تعين كړ چه پدې كار گاي كي څو پايې د كار څرخو ته، څو دانې بيتياني او يوه پايه غټ ميز او څو پايې كرسياني (چوكياني) او داسي نور د خياطي سامانونه سره ځاي پر ځاي كړله.
هو! كار په ډيره بيړه كيږي، استادان په ماهرانه ډول سره د ميز وشاته ولاړ او په كار لګيا دي هر استاذ خپله دنده تر سره كوي يو يې اندازه كوي بل يې غيچي كوي او بيا ټوكر په ډير چټكي سره تر څرخ لاندي ګنډل كيږي مګر هيڅ شي وجود نلري ټوله دلاسو حركات دي چه يو موهم ټكر غيچي كيږي او بيا ګنډل كيږي حال داچه يوه لويشت ډاكه هم نه څرګنديږي، پسله څو ورځو پاچا خپل لمړي وزير د كالو دپاره د خياطانو كار ځاي ته واستاوه كله چه وزير و دوكان ته ورننوت هيڅ شي يې ونه ليدي حتي يو ګڼ ټكر او نه كوم كالي موجود وه خو خياطان سخت په كار بوخت وه او لاسونه يې د كار كولو په رقم ښوروله وزير پوه سو چه حرموني خو يېځكه كالي نسي ليدلاي ددې دپاره چه ورسره راغليافسرانو ته ګومان پيدا نسي نويې د استادانو د مهارت ستاينه او د كالو يې ډير توصيف وكړ او همدارنګه افسرانو هم پخپل نويت د استادانو د كار ستاينه وكړله، څو وزير په ډيره مايوسي سره ودربار ته ستون شو او پاچا ته يې د زرينو كالو او د خياطانو د هنر په اړوند ډيرخ گه وويل او د استادانو كار يې ښه وستايل، همدارنګه ددوهم ځل لپاره لوړ پړو چارواكو ته د كالو د ليدلو دنده وروسپارله شوه دوي جنايان هم د كالو د نه ليدلو په سبب پخپل حرموني توب پوه سول او ددغه تريخ حقيقت د پټولو دپاره هر يوه هځه كوله چه د ګنډونكو او نه ليدونكو جامو ستاينه وكړي. ددوي څو حرموني توب ثابت نسي، اّخري ځل دپاچا صاحب نوب دي څو خپله جلالتماّب هغه جادويې كالي وويني او پر ځان يې وګوري كله چه پاچا د خپلو درباريانو سره په ډيرو تشريفاتو د خياطي و دوكان ته ورننوت پاچا پدې كار ځاي كي هيڅ ډول ټكر ونه ليدي او ډير خواشيني شو او په ‏زړه كي يې داسي وويل چه په ټولو كي يواځي زه حرموني يم ځكه چه خپل كالي نسم ليدلاي پسله څو شيبو يې وويل چه بيشكه دغه ته هنر وايې او دوي ته هنرمندان او دغه ته هم ښكلا وائي او بس.
خياطانوپه درناويسره پاچا وهنداري ته مخامخ ودراوه څو جوړ سوي زريني كالي پروګوري دواړو استادانو په ښه مهارت سره د پاچا څخه د تن كالي وايستله او دي مبارك يې لڅه ودراوه څو هغه موهومي زريني جادوئي جامې ورواغوندي كه څه هم درباريانو پاچا لڅ ليدي خو د بيريچا ږغ نسواي پورته كولاي كه احيانا چا د پاچا د لختوب په اړه څه ويلي واي نو دغه كس هرومرو حرموني وو ځكه حرموني هغه څوك دي چه دغه كالي نسي ليدلاي نو له دي امله ټولو درباريانو په واه واه ويلو او پرله پسې چكچكو سره د كالو توصي او د خياطانو د هنر ستاينه يې كوله څو بالاخره داسي پريكړه وسوهچه بايد ددغو كالو د اّغوستلو دپاره ښه جشن ونيول سي څو ملت خپل محبوب پاچا په دغو نوو جامو كي وويني ځكه د پاچا خوشحالي د ولس خوشحالي ده او همدارنګه د ملت خوشحالي د پاچا دپاره خوښي ده.
څرنګه چه پاچا ودربارته راغي سمدستي يې د جشن د تياري امر صادر كړ او ټوله ښار څراغان سو، خياطان ودربارته راوغوښتل سول او جامې په ښو شاندارو مراسمو د خياطانو په هنرمندو لاسو د وزيرانو، افسرانو او رئيسانو په حضور كي وګران ټولواك ته ورواغوستلي شوي بيا يوځل د پټو سترګو چكچكي او خوشحالي جوړه شوه، پاچا په ډير درنښته سره د ښار د خلګو په وړاندي چه د سړكانو په راسته او چپه خوا كي د سيل دپاره ولاړ وه تيريږي او د ښار خلګ پر خپل ګران پاچا د ګلانو ډاليكوي او هيڅوك همد بيري څه نسي ويلاي چه پدي اشنا كي يو كوچني وځغستل او لويه چيغه يې وكړه چه پاچا لڅ دي، پاچا لڅ دي، پاچا لڅ دي كالي نه لري بې كالو روان دي لڅ دي هرڅه چه ددې ماشوم پا راو مور هځه كوله چه خپل زوي چپ كړي او خلګو هم شورماشور جوړ كړ اوهرچا به ناري وهلي چه پاچا لڅ دي، پاچا لڅ دي. درنو بادردو او با احساسو وړونو! د متمدني نړي جامي موهمي دي چه موږ ته يې را اّغوندي ددې پر ځاي چه تن مو راپټ كړي بې ستره كوي مو كه څه هم ښه پوهيږو چه لباس نسته اونه زريني جامي خو هيڅوك د ويلو جرئت نلري راسي چه د هغه رښتين كوچني هلك په شان چيغه پورته كړو او حقايق بيان كړو او د خپلو د حقوقو څخه دفاع وكړو او د خپل هيواد ستونزي او شكلات پخپله حل كړو څ ودا ويجاړ او ټوك ټوك هيواد پخپلو سټانو اّباد او يو سمسور افغانستان جوړ كړو.
"خليق"
خاخذ فرهنګ شناسي، برهنګي فرهنګ، فرهنګ برهنګي.



ډاكټر رودلف هورتل (Dr.R.Hoernel) په خپله اثر د ګادي ژبو پرتليز ګرامر كي ليكيي دهند و شمال غربي پولو تر وروستيو برخو پوري پراكرت بي ويل كيږي خو له دې ځايه هاخوا پښتو او كافري بي پرتي دي، او ليكي ترومپ (ډاكتر ارنست ترومپ Dr.A.Trump) په هغو مقالو كي چي د پشتو او كافري ژبو په اړهيې ليكللي دي له ګادي سره ددغو ژبو نژديوالي ته پام كړي... مګر خبره له دې نه وړاندي ځي او (دغه ژبي) په تيره بيا پښتو او نورستاني ژبو يو شمير خصوصيات او مميزات په ګوته كوي او ليكي له دې نه څرګنديږي چي مګادي پراكرت، پښتو او كافري ژبي په لرغوني زمانه كي بيخي سره نژدي وي او حتي يوه ژبه يې جوړوله. وروسته سوراسيني ژبي د مګادي او دغو ژبو تر منځ واقع شوي او ګادي ژبه يې درد درد د ختيځ پرلور پوري وهلي.
فرانسوي ختيځ پوه جميز دارمسټټر (James-Darmesteter) چيد پښتو ملي سندري Charts Papulairesdes Afghan اثريېخپور او هم ډير ملي شور ته ې په پښتونخوا هاروبهار كي راټول كړي دي په 1887 م كال يې پهلومړي سر كي پښتو د هندي ارياني ژبو په هندي ډله پوري وتړله خو وروسته يې خپل نظر ته بدلون وركړ او داسي يې وويل چي پښتو له هندي لهجو څخه نه ده.
2: هغه نظريات چي پښتو دهندو ارياني ژبو له ارياني څانګي څخه ګڼي:
شيلي ډيورپر 1853 م كال په خپل اثر كي ي د مقايسوي فلالوژي اجمال نوميږيد ارياني ژبو په بحث كي ليكي چي افغانستان ژبه يعني پښتوهم په همدې څانګه پوري اړه لري خو ځان ته يې په ځانګړې او ابتكاري طريقه پر مختيا دركړي ده.
پروفيسور ميولر (Prof-M-Muller) پر 1855 م كال په خپل اثر په ختيځ كي د جكړې د مركز ژبي كي وليكل افغاني يا د پښتو ژبه ... د خپل ګرامر په لحاظ د فارسي ژبو له ډلو سره تړلې ده او په بل اثر د افغانانو ژبه Veberdies Prachoer Afghanen كي چي په 1862 م كال كي خپور شو، پښتو يې دارياني ژبو په ختيځي ډليپوري تړلي وګڼله او په دې ډول يې د "زند" Zend سره تړاو وركړ.
پاټ په كال 1833 م كياروپايي ژبي په پنځو كورنيو ويشي، پښتو او فارسي دواړه په دوهمهكورني پوري تړي.
ژبپوه سر جي اي ګريرسن (G.A.Grierson) پښتو ژبه د اريانيژبو په ختيځيډليپوريتړلي ګنلي او په دې اړه داسي ليكي له هغو ژبو څخه چي موږ يې Non-Parsic بولو او د ميړي ژبي اطلاق هم پر كيداي شي د پامير ژبي دي لكه غلچه (Ghalchah) او بدخشي (Badakhshi) دغسي هم اور مړي (Ormni) او بلوڅي، له دغو ژبو څخه پښتو هم د افغانستان ديوې مهمي برخي او ډيرو ګاونډيو قبايلو ژبه ده... چي د ارياني ژبو په Non-Parsic او ختيځيكورني يعني "زند" Zend پوري اړه لري.
3: هغه نظيا چي پشتو د هندي او ارياني ژبود څانګو تر منځ خپلواكه ژبه ګڼي.
ډاكتر ارنست ترومپ (Dr.A.Trump) چي په 1873 م كال يې پښتو ګرامر وليكلي، پښتو ژبه د هندي او ارياني (Indo-Aryan) ډله كي بې ګڼي اوليكلي، پښتو كلمات سيده (مستقيما) له ګاونډيو پراكرت لهجو (ګړدودو) په تيره بيا پنجابي او سيندهي څخه مشتق شوي دي دحرف او تركيب د علمييد جوړښت له نظره سندهي ته خورا ورته ده پښتو په تيره زمانه كي د متعدي كړونو (افعالو) له نظره د سندهي سره بشپړ يووالي لري او يوازي د سندهي ژبي پر بنسټ تشريح كيداي شي. مګر پښتو هيڅ ډول كومه د پراكرت لهجه(ګړدود) نه ده، بلكي يو زړه خپلواكه ژبه ده چي د هندي ارياني ژپو څخه د ارياني ژبو كورني ته د بدلونه لومړني پړاو ښيي، ځكه نو ددواړو ځانګړتياوي او مميزات پكښي څرګند دي، خو بيا هم د پراكرت ځانګړتياوي ډير پكښي څرګندي دي دپښتو ژبي دا ځانګړتيا د هغي له جغرافيايي موقعيت سره اړخ لګوي. او هم ليكي: (پښتو) به لومړي سر كي له هندي او ارياني ژبو څخه بيله شوي ده... خو ځواكمه او پياوړي ژبه ښكاري چي دغه نظر پروفيسو فون شپيګل (Prof.Von.Spiegel) او پال تيړسكوي هم تائيدوي.
هانري ولټر بيليو (Hener Walterbelew) چي په 1868 م كال كي د بنګال پوځي افسرو او د پښتو ګرامر يې ليكلي د پښتو ژبي په اړه داسي ليكلي: پښتو اصلاً د سنسكريت خور ده او داي د هند او ايران تر مينځ ويه كيږي په پيړيو پيړيو د پارس اثر هم پر لويدلي... خو دغه ژبي خپلځانګړي قواعدي تلي دي.
پروفيسور اډيلنګ (Prof-Adelung) پښتو ژبه ځانته مستقله ادخاصه ژبه اوهم ډيره اصيله ممتازه او وتلي ژبه وګڼله.
شيلي ډيور وايي:پښتو ځانتهپه يوه ځانګړي او ابتكاريطريقې انكشاف وركړي دي.
فرانسوي ختيځ پوه جميزدار مسټټر (James Darmesteter) په 1888 م كال د پښتونخوا د شعرهاروبهار اثر كيپشتو او زندپه پوره تفصيل او دقت سره پرتله كړي او پاي كي دي نتيجي ته ورسدي چي پښتو له زند سره دومره نژدې اړيكي لري لكه نوي فارسي چيد زړي پارسي سره لري، ځكه يې نو پخوانۍ نظريه د نوو حايقو په رڼا كي بدله كړه او پښتو يې په قاطع ډول د هندي او ارياني ژبو د لويي ډلي د ارياني ډلي په ختيځه څانګه پوري تړلي وګڼله او دايي په ډاګه كړه چي پښتو زند ته نژدې يوه بله ژبه ده، خو پښتو د شمالي هندي ژبوعناصر هم په خورا خلاص لاس او پراخه پيمانه اخيستي دي.
جورج مارګتر ټرن د پښتو ژبي د تاريخي پرتليزي څيړني په برخه كي د دار مسټټر نظر بشپړتائيدوي، خو په عين وخ كي پښتو په ختيځو اريايي ژبو كي د ساكانو لرغوني ژبي ته دومره نژدې بولي چي دهندي اريايي ژبو تر منځ د پيستون كړيده او په تاريخي دلايلو پښتو ژبه له اصله باختري ژبي او يااّريك ژبيڅخه خپوالكه راوتلي او د زنداو سنسكريټ ژبوخورده اوپه بنسټيزه څته كي چي پوره خپلواكي لري د سيمي د لرغونو ژبو يو شمير مواد په يو يا بل ډول له ځانه سره اخستلي اوپه گان كي ساتلي وي و له خپلو ژبنيو ږغونو سره يې سمون وركړي دي.
سره له دېچي مسلمانيد عربي ژبي او كلتور له لاري ټولوعجمي ټولنو او همدارنګه په يوه كچه د پښتني ټولني د وجود هري ذرې ته د سياسي ټولنيز او ردزتيز ځواك له لاري ځان رسولي دي خو بياهم ددې ټولو بهيرونو د غښتلي مركز له مينځ څخه سره له دي ي عربي كلمات زموږ په به كي سيدان دي. پښتو ژبي خپله تاريخي سلمامتي ددغه رمټه ساتلي ځكه نو د پښتو ژبي مورني بنسټونه د ملي شاتني او ژغورنيلپاره په رښتني توګه خپل تاريخي رول اوبولي دي. خو پښتو ژبه له عمومي يا ملي يوواليسره سره هم په ږغونو او هم دكلماتو په برخهكيبيابيل لهجوي (ګړدوديز) توپيرونه موندلي دي، دا توپيرونه په ځينو ځايو كي د خپلي او پهځينو ځايو كي د سيمي په سطحه دي.
هرول چي پښتو د پښتانه په پيدايښت او پښتانه د پښتو په پايښت كي لوبولي دي داسي څرګنديږي چي "ژبني ټولني" له "ايتنيكي پيژندګلوي" سره يوځاي دتاريخي پرمختيا په ګڼو بهيرونوكي يود بل سره د يو وجود په څير غبرګ پړاونه وهلي دي. ځكه نو ژبي ته په مجرد اصالت كتل بي بنسټه خبره ده كه ژبه اصله كيږي په خپله ولس اصله كيږي او كه پاشېت كوينو دا هم د هغي د ولس په پايښت پوري اړه لري او همدارنګه ژبه يوه ټولنيزه په ده چي د ژوند د ټولنيزو وسايلو او اړيكو پر مختيا ددې نوعي كي بشپړه اغيزهلري ځكه نو د پشتو تاريخي واقعيت د پشتانه په تاريخي موجوديت كي بايد څرګند شي.
بل د ولسونو د پيژندلو په علمي بنسټونو كي چي د تاريخ لپاره خورا ارزښت لري، د ژبو د پرتله كولو پر تلييزي لغتپوهني (وريپوهني) (Comparative Philology) پر بنسټ دي نو لكه څنګه چي پښتو ژبه هندو اروپايي (Indo-European) ژبهده پښتون ولس هم د يو خپلواك ولس په توګه ددغه ولسونو سره نزدي.
خو د اريايانو د لومړي ټاټوبي د اريانا ويجه په اړه هم نظريات توپير سره لري چي ځيني يې د بالټيك غاړه بولي ځيني يې د تور سمندرګي شمال ګڼي بله ډله يې د خزر دسمندرګي شمال ختيځي غاړي بولي او ځيني بيا د اريايانو اصلي ټاټوبي پيامير او د اّموسر چيني ګڼي خو په هر ډول دنړي په ډيرو ځايونو كي اوس دوي ميشت دي او ايران قديم د اوستا په وينا دغه ليږو څلور زره كاله مخكي تر ميلاد ګڼي او وايي چي دوي د سپين توكم خاوندان و.
د ماري كلود وژ رژ ويلونو د (Villenaud) په وينا درې، څلور زره كاله مخكي تر ميلاد د هندوكش پر دواړو غاړو د اندوس او Mesopotani مدنيتونه خپاره وه او بيا وروسته ارياياندي سيمي ته راغله او له دې خځايه جنوب او لويديځ ته ولاړه.
كيمرج هسټري اّف انډيا بيا د اريايانو راتګ د اّمو غاړو ته تر ميلاد (2500) كاله مخكي ګڼي.
پرسي سايكس ليكي ي ارياناويجه داّمو او ايګزارت په منځ كي پرته ده چي پامير او بدخشان ته نژدې ده.
خو په هر ډول زموږ په سيمه كي دليږ د په نتيجه كي مركزي اريايان چي د بالهيكا، نجدي يا بلخ په شاوخوا كي اوسيدل پر درو ډلو وويشل شوه.
1: باختري ډله چي وروسته د Parth په نامه هم ياديدله. د اباسين (انډوس) له څنډو، داّمو او د اوسنيايراني خراسان تر پښتو پوري ميشت شول او ددغه مركزي هيواد مشهوري برخي بلخ، تخارستان، هرات،اراكوزياه، كابل، ګندهارا، سګستان او خراسان دي او ددې ډلي مهمه برخه بيا (بخت = پكهت = Pakthas = پښتون) وه چي 1400 كاله مخكي تر ميلاد په "ويدا" وروسته په "ريګويدا" كي ډيره او بيا وروسته په اوستا كي د Pashta په نوم يې يادونه شوي ده او تر ميلاد 520 كاله مخكي بيا يوناني مورخ هيرو دوت (Herodote) د پكټ، پكتي او پاكتويس يا Pactyces په نوم ياد كړي دي چي تر اوسه يې د بخدي، بخدا، بخد، پخت، پكهت او پښت د نوم ايښه پښت پر پښت په پښتون قوم او پښتو ژبه كي ساتلي ه.
2: ايراني ډله: د هر يوا (هرات) پر خوا له خراسان څخه تير د پارس خاوره يې ونيلوه او اوسني ايران يې جوړ كړ. چيدغه ليږو مخكي تر ميلاد څورلسمه پيړي اټكل كيږي.
3: هندي ډله: د خيبر له لاري تر اباسين تير، د اباسين او ګنګا تر مينځ ميشت شول، دغه ليږو هم تر ميلاد مخكيڅورلسمه پيړي اټكل كيږي.
ځيني بيا دغه پرڅلورو ډلو ويشي لكه هندي، ايراني، مركزي يا باختري او داردي (لكه نورستان) او وايي چي هندي اريايان نسبت ايراني قبايلو ته څو پيړۍ پخوا په (2000 ق م) كي وليږديدل، ځكه نو د باختري ژبو خيلوي د هندي ژبو په نسبت د ايراني (پيرسيكو) سره تر ميديكو زيات هده.
ځيني په دې باور دي چي دغه سيمه كي اريايان د لږ شمېر سميتانو سره هم ګډ شوي دي.
خو په هر ډول ددغه سيمي خلګ د تاريخ په اوږدو كي د اريايانو، افغانانو، پښتنو او پټانانو(پتهانانو) په نوم او د شمالي هندوستان خلكو بيا د روهيله په نوم بللي چي په ملتاني ژپه د غرني په معني دي.
د مير محمد صديق فرهنګ په اثر افغانستان در پنج قرن اخير كي راغليدي له لسمي پيړي راوروسته پښتون د افغان او د هغو ژبه د افغاني په نوم ياده شوې ده.
خو د اريايي يا ارين كلمې په اړه جرمني Geige د خپل ژبي پر بنسټ داسي وايي چي "اّره" اصل (په هالنډي به اّرد Aard ورته وايي) او "اّرين" اصيل (په هالنډي اردين Arden ورته وايي) په معني دي چيپه پښتو كيهم په دغه معني شته لكه شاعر چي وايي.
شيخ متي چي خليلي و دي له اّره لوي ولي و
او Mexmuller سنسكريت پوه ددغه ژبي پر بنسټ "اّر" د كښت او كرهڼيپه معني بولي (په هالنډي ژبه كي اّرده Aarde د مځكي په معني) چي به پښتو كي هم په دغه معني شته لكه د كندهار د سيمي وروسته چي وايي(اّره، اّره، لور پر غاړه).
د افغان كلمي په اړه زمږ ډيرش گه مورخ ارواښاد علي احمد كهزاد وايي د "افغان"كلمهد سنسكريت د "اسواغانه" (Asvaghana) يعني د اسانو، سپرو څخه اخيستل شوي او ارواښاد كانديو اكاډيمسن محمد ابراهيم عظابي د ځينو ليكوالو په وينا د "افغان" كلمه د "مهابهاراته" له "اسواكا" (Asvaka) سره پر تله كوي يعني د اسانو سپاره خو د "افغان" د كلميد ډيرو ادهر اړخيزو معلومات په اړه د لوي استاد علامه پوهاند حبيبي د "افغان او افغانستان"تاريخي اسناد ددغو كليمو پرلرغونتوب) مضمون دي د اّريانا مجلي د 1348 لمريزكال 3 ګڼه كي او د نام افغان د افغانستان دتاريخ دوره اسلام" د كابل مجلي د 1319 لمريز كال 10 ګڼه كي يا "افغان نوم په تاريخ كښي" د وږ مجله 1342 لمريز كال 2،1 ګڼه كي او يا د "افغان او افانيت" رساله د 1317 لمريز كال د كندهار چاب وكتل شي او د ښاغلي پوهاند ډاكټر حبيب الرتږي د پښتانه اثر په دغه اړه ډير معلومات وركوي چي ماهم په دغه ليكنه كي له هغه څخه ډيره ګټه تر لاسه كړي ده.
د پښتو په اړه مخكي معلومات وركړه شوه خو د ختيځپوه الف، ټي، ايچ كريفت انګريزي ژباړه كي داسي راغلي دي: په ديدا او په تيره بيا ريګويدا كښي "پكتها" د پښتنو د پاچا يامشر په توګه او "پكهت" د پښتون قوم په توګه څو ځايه راغلي دي.
ښاغلي كانديا كاډيسن محمد انور نومئالي ليكي: پښتانه په سيمه كي دفعال موجوديت له كبله نوروولسونو دوي "اواګنه" افغنه، افغان،سليماني، اوغان،اوغو، پټهان او ريوهيله پهيو شمير ښ واو بدو ملينومونو خواله پارسي كلتور او بله خوا له هندي كلتور سره په ګاونډيتوب كي راغلي دي چي يوه "افان" او بل "پټهان" ورته ويلي دي.
پښتانه د ځانګړي ايتنيكي هويت د لويي پر ګني په توګه د ګڼو جنيټيكي، ټولنيزو، كلتوري او سياسي شرايطو د التقايي بيهرونو څخه راوتي او د تاريخي ثبات يوي ټينګي او پخې درجې ته رسيدلي دي او په دې ارزي چي د بشري ټولني د بيا بيلو هويتونو دجوړښت او بشپړتيا د قانون پر بنسټ د يوې پوره، بشپړي،ْ كلاسيكي او ښي بيلګي په توګه وپيژندل شي او په دغه پيژندګلوي كي چا د بني اسرائيلو سره تړلي چا د قبطيان واو فرعونانو له نسله ګڼلي،چا د مغلو په نسل پوري تړلي، چا ارمنيانو ته ورنژدې كړي، چا د ګرجيانو سره تداو وركړي او ا بيا اّريايان او د هندو اروپايي كورني د هغي ستري څانګي چي هندو ارياني نوميږي غړي ګڼلي او دغه نظريات هم په لاندي ډول دي:
هغه نظريات چي پښتانه د بني اسرائلو له نسله ګڼي:
دغه نظيات ډير د ګورګانيانو له درباره خپاره شويدي. د "افغنه" او "قيص عبدالرشيد" افسانه چي پښتني انساب ځيني راوتي دي دا تعيب نه لري.
ابو الفضل په "اّئين اكبري" كي چي له 1597 څخه تر 1598 م كال پوري ليكل شوي داسي وايي: افغانان ځانونه د اسرائلو اولاده ګڼي. او ډير ليري نيكه ييي "افغان" نوميده چي دري زامن يې درلوده سړبن، غرغنيت او بټن او داهم وايي چي غلځي لودي او نيازي د يوې دوديزي وينا پر بنسټ له بلي پښې څخه دي.
اخوند درويزه په "تزكره" الابرار والاشرار" ي له 1603 څخه تر 1613 م كال پوري ليكل شوي افغانان د مهتر يعقوب اولاده چي د اسرائلو په نامه ياديږي ګڼي او وايي "د اسرائيلو يو ډير لوي مشر طالوت و له طالوت څخه دوه زامن پاته شول چي يو يې اّصف نوميده او بل يي افغان د افغانانو طايفه دهمدې افغان اولاده ده.
نعمت الله هروي په "تاريخ خان جهاني د مخزن افغاني" كي چي له 1612 څخه تر 1613 م پوري ليكل شوي دي ليكي چي "ملك طالوت" دوه زامن درلوده يو "برخيا" او بل "اريا" د برخيا زوي اّصف او د اريا د زوي نوم افغنه وو چي افغانان ددغه افغنه اولاده ده او كله چي بوخت نرسيه (معرب شكل يې بحت نصر) د الورت اسپه يا لهراسپ سپه سالار شام وني واو بيت المقدس يې وران كړ او يو شمير بني اسرائيل يې غور، غزني، فيروزكوه او د كندهار شاوخوا سيمو ته فرار كړه او كله چي خالد بن وليد مسلمان شو د افغنه اولادې ته يې ليك وليږه او دهغو ستر مشر قيص د پيغمبرحضور ته ورغي او پيغمبر ورته وويل قيص عبري نوم دي څرنګه چي موږ عرب يو نو ستا نوم به وروسته له دې عربي او (عبدالرشيد) وي او عبردالرشيد د خالد بن وليد سره په يو شمير جګړو كي په ميړانه د نګيد او پيغمبر ده ته د ميړاني په خاطر د "تبان" لقب وركړ چي وروسته "پټهان" شو او "بتان"هغه تير ته وايي چي كښتي پر تكيه وي ده دري زامن درلوده يو سړبن، بل بيټني او بل غرغښت خو كرلاڼي د قيص عبرالرشيد دديني زوي له پښته دي.
افضل خان خټك، حافظ رحمت خان، زردار خان او قاضي عطاالله خان هم پښتانه بني اسرائيل بللي دي.
په غربي ليكوالو كي سرويليم جونز په 1786 م كال كي دا خبره كړي ي د اسرائلو لس قبيلي وروسته له يوڅه مودې سرګرداني يو هيواد ته چي "ارسريت" نوميده ولاړې اوممكن هلته ميشت شوي وي او پښتو ژبه كلاني ژبي ته ورته ګڼي او همدارنګه دغه ليكوال د لومړي ځل لپاره دلاتين، يوناني او جرمانيك ژبو سره د سنسكريت خپلوي ثابته كړه او يو شمير نورو لويديځوالو هم دده په ملاتړ دا خبره منلي ده لكه جونز، جورج روز، الكزاندر برنز (چي افغانان يې د) برنس په نوم پيژني چي په 1841 م كال له خپل ورور سره په كابل كي ووژل شو) دده په سفر نامه كيدا خبره راغلي ده او امير دوست محمد خانهم دا خبره ورسره منلي چي پښتانه د يهودو له پښته دي خو امير دوست محمد خان الكزاندر برنز ته داسي وويل چي موږ د خپل ورد كونډه كور او خپل لور ته ميراث نه وركو ولي به يهود نه يو" دا يوه ټوكه ده (ځكهيهوديان د خپل مذهبي اصولو پر بنسټ د خپل ورور كونډه نه پريږدي چي بل څوك وكړياو لور د ميراث مستحق نه ګڼي).
ويليم مورګرافټ(1819، 1825 م كال) پښتانه يهودانو ته ورته ګڼي.
چارلز ميسن انګريزي سياح (ګرځندوي) پښتانه اسرائيل بللي دي او د پښتنو څڼي د يهودانو څڼو ته ورته ګڼي.
جورج روز د "افغانان" لس ًبيلي او د ختيځ پاچاهان په نوم په 1852 م كال كي يو كتاب ليكي او وايي د يهود ولس قبيلي افغانستان ته تللي او پشتانه دهمدغو لسو قبيو اولاده ده او داهم وايې داڅه عجيبه خبره نه ده چي پښتنو خپله اصلي عبراني ژبه بايللې وي.
هنري ډاكټر بيليو (Henery walterbelew) يو كتابلريد افغانانو په باره كي يوه نوې پوښتنه يا داچي پښتانه رښيا هم اسرائل دي او كه بل څوك او دده نور كتابونه هم لري يو يې د افغانستان د قوم پيژندني مطالعه ده او بل يې د افغانستان ظوايف دي بيليووايي چي په طبعات ناصري كي راغلي دي ي د غور د شنسباني كورني د واكداري په وخت كيپه هغه ځاي كي يو ولس اوسيده ي بني اسرائيل نوميده اوځينو يې له شاوخوا هيوادونو سره ډير تجارت درلود. داچي بيليو د ظبقات ناصري په وينا ليكي چي ورك ي بني اسرائل ولس اوسيده او د ښاغلي پوهاند ډاكټرحبيب الله تږي په ويناب يا داچي بيليو د طبقات ناصري په حواله ليكي يغور كي بني اسرائل ولس اوسيده هلته داسي نه دي راغلي هلته يوازي داسي راغلي دچي په غور كي يو يهود و چي د امير پنجي ملګري و چي د هغه څخه يې د بني اسرائلو د ميشته كيدوغوښتنه وكړه خو بيليو ځيني پښتانه بني اسرائيل ګڼي او ډيرنوريې بيا په نورو ډلو پوري تړي لكه برهمنانو، راجپوتانو، يونانيانو، جتانو، هپتاليانو، ساكانو يا سيتيانو، مغولانو، تركانو، بحربانو، ارمنيانو اوداسينورو خو ډير يېپه راجپوتانو پوري تړي اوډيرقياسونه او حدسيات يې د پرتليمي اوتاريخيمطالعي له نظره څه بي باوري را پيدا كوي.
هنري راورټي (H.Raverty) هم پشتانه د يهوانو له نسله ګڼي او دي د سدوزو د قبيلې د يوتاريخ په ويناچي تزكره الملوك نوميږي ليكي د يهودانو په دايره المعارف كي هم راغلي دي چي پښتانه د خپل دور پر بنسټ ځانونه د بني اسرائلو د لسو وركوشوو ًپيلواولاده ګڼي.
داي دغه ختيځپوهان د بني اسرائلو افغنه يوه قبيله په غور او يا ځيني سيمو كي ګڼي ممكن ددېخبرو څخه دوي داسي نتيجه تر لاسه كويي د اسلام په راتګ سره دهغه ګډو اړيكو په حكم چي د سامي كلتور او ددوي تر منځ موجود و په دغه سيمه كي لومړي دوي مسلماني مني او ددغه دين مخكښان كيږي چي وروسته په سيمه كي د پښتني لويي ايتنيكي پرګني سره د درو فرهنګونو ايزو ګلاس په دې ډول رامنځ ته كوي.
1: دغه قبيله د اسلام د مخكښ او فاتح په توګه خپل ملينوم "افغان" ژوندي ساتي او د اسلام دين ټوله د عقيدې په توګه مني او د نظامي، سياسي برلاسي لپاره اعتقادي شعار هم ګرځي.
3: پښتو ژبه او پشتني كلتور د يوې پراخي پر ګڼي او اكثريت په توګه تر يو ځايه د ځان كوي.
هغه نظريات چي پشتانه قبطيان او د فرعونانو له نسله ګڼي:
ابو الفضل په اّئين اكبري 1597، 1598 م كال كي ليكي ځيني وايي چي افغانان قبطيان دي او كله چي اسرائل له بيت المقدس څخه مصر ته ولاړه دغه خلك هندوستان ته راغله او بيا وروسته دلته... خو داهسي يوه خيالي افسانه ده.
فرشته په خپل تاريخ كي ليكي: په مطلع الانوار كي چي منلي ليكوال ليكلي او مات هددكن د كانديش په ښار ګوټي كي لاس ته راغي لوستي دي چي افغانان فرعون الاصله قبطيان دي كله ي موسيپيغمبر هغ كافر (فرعون) ته ماته وركړه او په سره سمندرګي كي ډوب شو ډيرق بيانو د يهودانو دين وماته خو نورولي چي سرټنبه وه رشتيني دين ونه مانه اوله خپل هيواده وليږددل او هندوستان ته ولاړل په پاي كي د سليمان په غرونو كي ميشت او د افغانانو په نامه يادشول.
فريدالدين احمد هم په رساله انساب افغانه كي وايي: په داسي معياري اّثارو كي لكه تاريخ افغاني، تارخ غوري او نوروك ي داسي راغلي چي اكثر پښتانه اسرائيل دي، خو ځيني يې بيا قبطيان دي.
انګريز مورخ جان ملكم د پورتني اثر په وينا وايي افغانان يوه برخه ځانونه د مصر د قبطيانو له نسله او بله برخه ځانونه د اسرائيلو له نسله ګڼي.
هغه نظريات چي پښتانه د مغلوله نسله ګڼي.
دمحمود كبتي تاريخ "تارخ اّل مظفر" (ي گيني يېد حمد الله فزديني د "تاريخ ګزيده" جز ګڼي او په 823 سپوږمير (هـ ق) كال كي يې ليكلي داسي ليكي عماد الدين محمود ... د دار ابجر د په سيمه كي د هري طايفې عسكر راټول كړل او اوغاني او جرمايي (رماد اوغان څنګ كي ښيي) مغلوته يې هم بلنه وركړه.
د مير خواند په "روضته الصفا" كي هم د اّل مظفر د پيښو د بيان په ترخ كي افغان جرمايان د مغلو په ډله ګډ شوي دي.
ډورن (Prof-Don) هم د مخزن افغاني خبره كوي.
عبدالرزاق سمرقندي افغانان او جرمايان له تركانو سره ګډ كړي دي او ليكي امير سيور غتمش دا باور درلود چي سرګردانه قبايل اوترك افغانان بهدرسرهيوځاي شي.
هغه نظريات چي پښتانه د ارمنيانو له نسله ګڼي:
پولنډي كروز نسكي چي له 1720 تر 1725 م كال پور په اطفهان كي اوسيده د پښتنو د بري او د صغوي دولت ماته يې په خپلو سترګو ليدي ده (دهوتكو د تاريخ يوازني د باور وړ منبع ده) دافغانانو په اړه ليكي: ځيني مورخين پهدې عقيد هدي چي دا ولس هغه وخت له ارمنستان څخهراوتي دي چي د شيروان ولايت د البانيا په منامه ياديدي او خلك يې البانيايان بلل كيده... د شيروان اوكره باغ په سيمه كي د لويو لارو ساتونكي "غوانيڅ" بولي چي په ارمني ژبه دا غوانانو مشر دي او د ګيلان پر پوله ... ارمنيان ځانونه اغوان ليك ګڼي او په دې ډير وياړي او داهم ليكي چي: ګوډ تيمور (افغانان) له شيروان څخهداسي هيواد ته وشړل چي فارس او هندوستان تر منځ پروت دي او هم البان په اغبان بيا په اغوان بدل شوي. او دغه نوم روميانو پر ارمنيانو ايښي دي چي په لاتيني غره نه البه وايي او ابيانيا پعني غرني هيواد.
جورج كيپل په خپله سفرنامه كي چي په كال 1824 م خپره شوه داسي ليكي: د شيروان په ولايتا و شاوخوا سيمو كي ځايي خلكو د خپل اصل او نسب په باره كي داسي پوښتني راڅخه كولي چي په يادونه ارزي ا ودا ځكه چي له عام ذهنيت سره اړخ لګوي او هغه داچي د لرغوني البانيا (شيروان) د يو سيمي خلګد هند د تاتارانو هغه قبايل جوړوي چي د افانانو په نامه ياديږي او بل ځاي ليكي لرغونو البانيايانو خپل هيواد تركانو ته ورخوشي كړ... او دوي خپله د افغانانو هغه ملت جوړ كړ چي ارمنيان يې خپل وروڼه ګڼي.
هنري والټر بيليو يوځاي افغانان د اصل او نسب په لحاظ له ارمنيانو سره اوحتي د "افغان"كلمه هم د ارمنيانو د "اغوان" او ښتي بڼه بولي سره له دې چي پښتانه له لرغوني يوناني مورخ هيرودتس څخه څخه ناڅه يوه نيمه پيړي او له لرغوني يوناني جغرافيه پوه سترابون څخه څه ناڅه څلور نيمي پيړي پخوا په غور كي اوسيدل دغه دوو تنو ليلكوالو په خپلو اّثارو كي د غور او شاوخوا او هم د لرغوني اريانا په نور برخو كي د پښتنو موجوديت يادكړي او د پښتنو د اوسينو قبايول سره يې د نومونو ورته والي لكه "اپاروتي" او "اپريدي" موود دي خو د اغفان د وراشي په اړه څه شك ورته پيښ دي او وايي: عربان مخكي له دې چي د خپلو بريو په لړ كي افغانستان ته راورسيږي، د" عنوان" يا "اوغان" له نامه سره د ارمنستان د غرنيو خلكو په مفهوم بلد وو. نو كله چي د پشتنو غرني سيمي غور ته راورسيدل پښتانه يېهم "اوغان" يا "افغان" يعني د غرنيو خلكو په نوم ياد كړه خو بئليو دا امكان هم نه ردوي چيد غورپښتانه خپلو ګاونډيانو د عربو له در رسيدلو څخه مخكي .. افغانان.. بلي دي او پيا عربانو هم په همدې نامه ياد كړي دي او داهم وايي: سړي دي نتيجې تههم رسيږي چي دغور اوسيدونكي اصل له ارمنستان څخه راغلي "اغوانان" و واو له يهودان واو دغور له ځايي اوسيدونكو سره يېيوه ګډه او واحده ټولنه جوړه كړي وه.
خو د ګوډ تيمور دير غلونو په وخت كي په نني اغانسان كي پښتانه يو اّباد ولس و او تيمور څو ځلي يرغلونه پركړي ودي چي ددغه يرلغو په وړاندي د درپدوسره ډير ځيني وژل شوي هم دي تر دغه پيښي مخكياسناد وكي لكه د البيروني عبدالجبار عتبي ابن اثير او نورو اّثارو كي او د غزنو يانو دوخت د ځينو شاعرانو په شعرونو كي دا ښيي ي پښتانه له ګوډ تيمور څخه څو سوه كاله مخكي د نني افغانستان له بيلو بيلو سيمو څخه نيولي بيا د اباسين تر غاړي پوري ميشت او اباد وو. د سلطان محمد غزنوي په پوځونو كي د "دلازاك" په نامه يو پښتني غشتلي ټولګي ګډون درلود چي د سوغات جګړوته يې له ځان سره بوتله او هم د غلځو په نامه يو شمير پوځي ټولګيو (واحدونو) د غزني په امپراتوري كي ګډول درلود چي دا خبره بيليو په 1880 م كال كي ليكلي ده.
هغه نظريات چي پښتانه د ګرجئانو سره نژدې ګڼي:
كليرات (Clairaut) ليكي: يوګرجي چي جوزف نوميده ويلي دي ي افغانان په دي عقيده دي چي د (نوح) پيغمبر زوي يافث درې زامن درلوده جي منومونه يې ارمن، اغوان او كردون و واو ارمنيان، اغوان او ګرجيان په ترتيبسره د همدوي اولاده ده او اغوان بيا وروسته له ارمنستان څخه سليمان غرونو ته ليږديدلي او دااوسني افغان ولس يې جوړ كړي دي.
پورتني نظريات په اصل كي ټول يا په دوديزو ويناو او يا په عادي مشاهداتو (ليدولو) ولاړ دي.
اصولي او دقيقي څيړني چي د پښتنو د تاريخ، ژبي او ټولنيزو ځانګړتياو په اړه د نولسمي پيړي له لومړيو څخه رادې خواته شوي ده د هغه په نتيجه كي پورتني نظريات رد شويځكه نوي څيړني پښتانه د اصل او نسب او كلتوري چال چند پر بنسټ اّريايان او د هندو اروپايي كورني د هغي ستري ځانګي غړي بوليچي د هندو ارياني په نامه ياديږي.
هغه نظريات چي پښتانه اريايان او په هندو اروپايي لوپي كورني كي د هندوارپاني څانګي غړي بولي:
منستوارت الغنسټن په 814 م كال په خپل اثر "دكابل سلطنت" كيلومړي هغه دوديزه وينا چي پښتانه بني اسرائل ګڼي دا ډول رد وي: دا روايت چي سادل (ملك طالوت) د ابراهيم پيغمبر پنځه څلويښتم پښت ګڼي او قي صبيا د ساول اوه ديرشم پښت بولي دا دوه ټكي دا ډول ردوي لومړي ټكي د انجيل او تورات سره هيڅ اړخ نه لګوي او دوهم ټكي يې اوه ديرش پښته سپاړس سوه كاله نه كيږي.
الغسټن د جونز دغه دليل چي د افغانانو او يهودانو د دود او دستور تر منځ نژديوالي يا شباهتونه ښودل شوي ردوي او وايي: دغه ډول شباهتونه د بيلو بيلو ولسونو د ټولنيز ژوند په ټاكلي پړاو كي معمول دي كه دا ټكي د قومونو تر منځ دليل وي نو بيا كيداي سي چي تاتاران، عربان، جرمنيا او روسان يو شي وي.
الغنسټن دا نظريه هم ردوي چي پښتانه اصلاً قفقازيان دي او ليكي: له يوه نه زياتو اروپايانو داع قيده څرګنده كړې ده چي افغان د قفقاريانو يو قبيل هاو په ځانګړي ډول د ارمنيانو له پښته دي خوخ پله پښتانه هيڅكله هم ځانونه د ارمنيانو له نسله نه ګڼي.
جان ملكم د فارس په تاريخ كيبيا هغه روايت ردوي چي وايي پښتانه بني اسرائل دي او ليكي هيڅ كوم داسي ډبرليك (كتيبه) نه دي پيدا شوي چي داع قيده تائيد كړي چي پښتانه د يهودانو له پښته دي.
د لومړي ځل لپاره د پښتو په اړه ډيره ژوره څيړنه لوي ختيځپوه او د بشري علومو لوي عالم بر نارد ډورن كړي ده. ده د خواجه نعمت الله هروي تاريخ خاتجهاني ومحزن افغاني په انګريزي ژباړلي او په 1836 م كال يې په لندن كيخپور كړ. د پښتنو په اړه داسي ليكي: داچي فارسي ژبي مورخين پښتانه د يهودو له نسله ګڼي دا پرته له يوې خبري څخه د كوم بل شي ثبوت نه شي كيداي او هغه داچي دا ليكوالان روايات پرته له دې چي ماهيت يې څرګند كړي د خپل دود پر بنسټ، د مسلمو حقايقو په توګه ثبتوي.
ډورن وايي: پښتانه له كوم بل ملك نه افغانسان ته نه دي تللي بلكي لكه څنګه چي سرويليم جونز وايي د لرغوني پارو پاميزاد د مركزي افغانستان او شاوخوا سميمو اصلي او ځايي اوسيدونكي دي.
ډورن هغه روايتا و نظريات هم ردوي چي پښتانه ارمنيان بولي او وايي كه سړي د ارمني اغوانانو تاريخي سوابق د سيټت مارټن په هه اثر كي ولولي چي د پښتانه يا افغانان يو شي نه بلكي دوي كورټ بيل ولسونه دي.
ډورن چي پښتانه د هندو اروپايي ولسونو دستري كورني غړي بولي په عين وخت كي يې يوح گانته لرغوني ولس ګڼي او ليكي: زه دا خبره منم چي افغانان به د هغيې ستري كورني غړي وي چي جرمنيان، هنديان، سلوانيان او يونانيان پوري اړه لري خو لكه څنګه چي موږ ددې لپاره هيڅ تاريخي ثبوت نه لرو چي وښيو يونانيان يا جرمنيان د هنديانو له پښته دي دغه ډول هم دا په ټينګه نه شو ويلاي چي افغانان د لرغوني فارسيانو يا هنديانو اولاده ده.
ډورن دا خبره همكوي چي پښتانه نه د ايرانيانو له پښته دي او نه د هنديانو، بلك هدا ددغو دواړو ولسونو تر مڼح يو خپلواك قوم دي.
د ډورن او جان ملكم نظر په دې اړه څه ناڅه يود ي. جان ملكم وايي چيد افغانانو له عارتونو داسي ښكاري چي دوي له فارسيانو، تاتارانو او هنديانو نه بيل او متفاوت خلك دي.
جورج روز په 1852 م كال كي ليكي پښتانه د يوه خپلواك ولس په توګه په هغو سيمو كي ژوند كوي چي ټول روايات يې له پخوانيو وختونو څخه د همدې ټاټوبي بولي دوي د فارس پاچهان و واو په كلونو كلونو يې پر هند واكداري كړې ده. او همدارنګه د ختيځ پاچهان يې ګڼي.
كه موږ د بشري ټولنو لومړيو وختونو ته ولاړ شو او د "مورګان" د اټكل سره سم د "پونالوايي" په پړاو كي د كورني رامنځ ته كيدل وګڼو په پښتنو كي دغه كورني ي كوړمه او كږدي هم ورته ويل كيږي په كهول يا كول چي يو سغو كي د كندي په نوم هم ياديږي په لويي كورني بدليږي او اريايانو د كوچيتوب په وخت كي كهول ته كولا ويل چي د ژوند بنسټ يېګاڼه او د هغه شره به ښځه او پتي وه چي وروسته پر مختګه كوي او د ي په پښتنو كي د خيل او زي نسبي د روستاړي (لاحقي يا Suffixes) لري چي د قبيلوي نظيام بنسټيز جوړښت او درجې ښيي او د پښتنو په ټولنيزه مطالعه كي ځانګړي ايتنوګره نيكي كلمات ديچي وروسته قبيله (تپه) رامنځ ته كوي چي لوي ټولنيز واحدونه دي چي د نسبي ګډون په پولو كي ليري د خيل او زي په تركيب ګڼ ګروپونه تر يو ځانګړي پلرني نامه لاندي راټولوي يعني د خيل او زي د وروستي بنسټ د پښتنو د قبيلو د شمي راو استوګني په اړه ليكي چي پښتانه له شپيتو (60) قبئلو څخه جوړ دي چي ټاكلي سيمي يې نيولي خو مكن د اوسنيو ليږديدنو په نتيجه كي ټول په ټاكلو سيمو كي ونه اوسي. وروسته ددغه قبيلو د يوځاي كيدو څخه قوم منځ ته راځي پرمختګ او ايتنيكي يووالي غښتلي سمبول او د قبيلو ټولنه (اتحاديه) كانفدرپشن اويا ولسد ي چي ګڼ شمير قبيلي د يو ټولنيز واحد په كړي كي تر يو ټولنيز اقتصادي كلتوري او سياسي ګډون لاندي سره راټولي چي د دولت تر موسسې ځان رسوي او دغه قومي اړيكي د غښتلو ټولنيزو او كلتوري پيوندونو بنسټ ايږدي.
لكه څنګه چي جينټك د نسلي او طبيعي ځانګړتياو سره اړه لري او ايتنيك بيا د كلتوري يا تاريخي جرياناتو محصول دي خو د پښتون ايتنيكي ټولګي د تاريخي او كي خپل كړي او د ملي يووالي درجې ته رسلوي دي چي خټه يې په لرغوني زمانه كي اخښل پخوا څخه د ظلمونو له مركزونو څخه فراره او د هيڅ استبداد له دولتونو څخه بيزاره پر ګنو د دوي په ګاونډيتوب كي پناه موندله او ددوي د ژوند لاره يې غوره كوله.
خو د ښاغلي كانديد اكاډيمسن محمد انور نوميالي په وينا ايتنيكي هويت يو تاريخي واقعيت ديچي د يو تاريخي انتخاب په عمليه رامنځ ته شوي ځكه نو د ټولنيز تاريخ واقعې څيړنه د ټولنيز هويت د پايښت او ددې لپاره خورا حياتي ارزښت لري او دوي تر منځ د ثبات او بدولون انډول هم بايد موجود وي كه چيري ثبات بدلون ته مجال نه وركوي او بدلون له يوه مخه ثبات له منځه وړي نو هلته د بشپړتئا ځاي انقراض او نفي نيسي خو ددې لپاره چي دغه انډول وساتل شي نو لازمه ده لاندي ټوكوته پام وشي:
1: د ثبات كوم عناصر بايد انتخاب شي.
2: د بدلون كوم عناصر په ثبات كي وده وكړي.
3: هغه تاريخي ټولګه چي كم ثبات ساتي او كوم بدلون مني.
4: هغه ټولنيزواك چي د ثپبات او بدلون د عناصرو شعوري انتخاب كوي هغه خپله كومو موازينو ته پاملرنه كوي او تاريخي انتخاب د كوم ټولنيز دريځ پر پله دروي.
اوس چي ايتنيكي هويتونه او ملي واحدونه په سياسي واحدونو بدل شوي نو ځكه تر بل هروخت نن د شعوري انتخاب رول پياوړي دي.
پښتانه چي د ځانګړي ايتنيكي هويت د لويي پرګني په توګه د اريايي حوزي په مركزي ټاټوبي كي يې د تكوين او تثبيت لرغوني پړاونه تيري كړي او د ګڼو جينټيكي، ټولنيزو، كلتوري او سياسي شرايطو د التقايي بهيرونو څخه راوتي او د تاريخي ثباي يوي ټينګي او پخي كچي ته رسيدلي په دې ارزي چي د بشري ټولني د بيلا بيلو كلاسيكي او ښي بيلګي په توګه وګڼل شي چي ثبات عناصر يې هر وخت د بدلون تر عواملو غالب دي ا وداجي پښتنو د پښتونولي په نوم د لرغوني زمانې څرګندي بيلګي ژوندي ساتلي او پاللي دي ددغه تاريخي ثبات نتيجه ده.
د پښتنو ايتنيكي ټولګه د يو بشپړ او رګانيزم په توګه تش د منفردو وكړو ډله نه ده بلكي يو ټولنيز اقتصادي سيسټم دي چي د مادې او معنوي عناصرو له تاريخي جوړښت څخه د اوږدې زمانې په دوران كي د تشكل او پر مختيا پر لار منځ ته راغلي چي ددې اورګانيزم واحدونه وكړي نه بلكي لوي قبيلې دي او د هري يوې تشكل او تكامل د خورا ډير وخت زيږنده دي چي د خپل ټولنيز بهير په دوران كي يې له ويدايي د ويسنا كلتور سره مشتركي چاري پاللي چي ويدي سندري د پښتنو د شپنو سندرو ته ورته دي.
د اوستا اهورمزد د پښتنو د اورمړ تاريخي ريښه بلله كيداي شي او د پښتني ټولني عناصرو د سمه ايز او وګړنيز اشتراك په وجه په بشپړ او يا قسمي ډول په زرد شتي كلتور كي غټه تاريخيونډه اخيستې ده.
د كندهاريانو له خپريدو سره چي د پښتني تكوين عناصر دي د بوديزم خپريده هم يوځاي اټكل كيداي شي او هم د ګندهاري هن راو فرهنګ رول په يوريزم كيد پام وړ دي.
د پښتنو په ايتنيكيڅيړنو كي د مسلماني او پښتنولي تر منځ اورګانيك پيوستون موجود دي مسلماني چي د پښتني ټولني تر هره ګوټه رسيدلې او د پښتون زړه ته يې لار پيدا كړي نو پر اعتقادې ځانګړتياو برسيره يې په كلتوري او سياسي چارو كي ددوي د يوالي او پيوند لپاره د ملي اړيكو ټولنيزي ځانګړتياوي هم اخيستي دي.
دديانت او قوميت ګډون په دغه ايتنيكي هويت كي اورګانيك پيوستون ته ځان رسولي دي.
په ټولنيز تاريخ كيچي مضمون يې ژوندي قوم يا ولس ديچي د يو تاريخي محصل په څير رامنځ ته شوي او د نورو په وړاندي له خپل تاريخ څخه رښتيني استازيتوب كوي، د ټولنيزو اقتصادي پړاونو لړي يې يو په بل پسي بايد وڅيړل شي چي په دې اړه ښاغلي كانديد اكاډيمسن نوميالي داسي ليكي: د توليد د اشتراكي روابطو په حساب د پشټانه په ټولنيز تاريخ كيدوه ډوله ټيپك كمونونه د مطالعې وړ دي:
1: كليوالي كمون (چي پر مځكه ولاړ دي): چي د مشركي مځكي په كرهڼ هاو پالنه كي د اّزادو كروندګرو له خوا منځ ته راځي (ډيري بقاياوي يې تر اوسه هم د ځنګلو، غرونو او سيندونو ګډ ملكيت دي).
2: كوچي كمون (چي پرمالداري ولاړ دي): چي د نسبي پيوندنو، ګډو خړځايونو د تلو راتلو دوديزي لاري او دداسي نورو ټولنيزو او اقتصادي لارو چارو اشتراك دي (چي په پښتنو كي ډير پاوړي او ريښي يېتر اوسه هم پاته دي).
د توليد پاوړي چوپاني طرز كه خپل وخت كي د پښانه لپاره د ژوند د ځواك سبب وګرځيد خو د ثابتي علاقي په وجه د ډيري اوږدې زمانې په دې ځانګړي ژوند كييې د تاريخي ثبات ډبرين خوي خهم واخيست چي د بل هر راز بدلون له لوري څخه يې دده مخ راوګرځاوه.
پښتنو په دغه وخت كي د كوچيتوپ د ځانګړتيا پر بنسټ د سل په شان كمزوري لاندي كړي او له زوره څخه د تيښتي ډيناميك استعداد تر لاسه كړي دي ځكه يې نو وكولاي شول چي له طبيعي او هم ټولنيزو پيښو څخه په بيړه ځانونه تر يو حده وژغوري او وروسته د انضباظي او سوقياتي ځانګړتياو پر بنسټ د سيمي د سترو امپراتوريو په جوړېدو كي د پښتني ټولګيو (واحدونو) پوځي رول هرچا ته څرګند كړي ځكه د ناڅاپه پيښو سره ددوي نابوبره مخامخ كيدونو، د تل لپاره ددوي جكړه ايزه روحيه ژوندي ساتلي او هم يې د كوچيتوب په حالت كي هيڅ كله سياسي پوله د ځان لپاره نه ده منلي او نه يې په رسميت پيژندلي ده دوي د تل لپاره په پراخه سيمه كي د طبيعي پولي په روحيه ژوند كړي دي قبيلوي، طايغوي او عشيروي پيوندونه چي ددوي د ملي روزني مهمه برخه چوړوي په ټولنيز شعور كي ژوندي ساتلي او ګاونډيو اټل شوته يې هم پناه وركړې ده.
خو د طبقاتو ځاي د ټيټو او پاسو ټولنيزو پوړيو په حساب خيلونه او قبلييډكوي په دې ډول لاسي كارون هاو كسبونه دوي ته شرم ښكاره شوه چي د ښاري اقتصاد څخه ددوي د ليري پاته كيدوي و لاح لدغه كلتوري روحيه وه ځكه يې نو د نظامي ارستو كراسي (پوځي اشراقيت) لاره غوره كړه.
ښاغلي كانديو اكاډيمسن نوميالي دا هم ليكي چي كله د يوتن توليدي محصولات د هغه د استهلاك ترا اندازې زيات سوه استثمار منځ ته راغلي يعني اضافه توليد د خصوصي ملكيت بنسټ كښيښود په دې ډول مريتوب رامنځ ته شو او مريتوب هم په لاندي ډول دوو مرحلو كي ښيي.
1:كورني مريتوب بابايي مريتوب يا د چوپړ لرغوني مريتوب (Slavery Partriachal) په خيل كي دننه پر اّزادو غړو سربيره د جګړې بنديان يعني مريان هم شامل وه د خيل په ټوليو كي مريي د كار عمده طاقت نه بلل كيدي يوازي د كورني په چوپړ پوريمحدود وه او پښتنو د خيل د انكشاف په جګه مرحله كي د كمون هغه پاخه او ثابت شكل ته چي كهول نوميږي ځان ورساوه او هغه يې وساته چي د بابايي نظام (Pariarchalism) په نوم ښه اماده كيږي.
2: د كارمريتوب يا كلاسيك مريتوب (Classical Slavery) لكه په لرغوني يونان او روم كي (ځيني بيا له دې مرحلې وغورځيده او فيوډالي ته ورتير سوه لكه پښتانه).
د يوسفزو د ويش تر مينا لوژي په خپله د يو ټاكلي ټولنيز اقتصادي جوړښت عيني تاريخي مقولي دي او پرهغه انتقالي مرحله هم رڼا اچولي چي د پښتنو يوه ستره قبليوي اتحاديه (ټولنه) د كوچي كمون له جګي مرحله څخه د فيوډاليزم كليوالي ټولني ته تيريږي.
څرنګه چي په پښتنو كي له اقتصادي پلوه هغه غښتلي وسايل نه دي راپيدا شوي چي ټول پښتني واحدونه د سياسي ويشنو او طبيعيانزواګانو له پاشلي او ويشلي حالت څخه راوباسي او د پانګوالي په تيز دوران كييې واجوي چي يو د بل سره دونده په ټولو ارو ګډ شي نو ځكه د پانګوالي په حال كي چيتر اوسه په نطفه كي ده د نيوډالي ځانګړتاوي او د فيوډاليزم په مرحله كي يې د مريتوب د مرحلې ځانګړتياوي او خصوصيات په يوه واحده ايتنيكي ټولګه كي يو د بل په غيږ كي ژوندي پاته دي او ددغه لامله پښتون د بشپړ يووالي درجې ته تر اوسه لاهم نه دي رسيدلي.
له نولسمي پيړي څخه را په دې خوا چي د انګريز او روسيې راغيز غټ سياسي بهيونه په سيمه كي يو د بل سره مخامخ كيدو ته نژدې كيده په وروستي لسيزه كي يې د پښتنو په منځ كي د ډيورند كرښه راكش كړه او د پښتون ملت په تاريخي پيوستون كي يېد بيلتون طبيعي چړاخو (فاصلو) ته سياسي لاره خلاصه كړه او وروسته داب يلتون په دې بده اغيزه وكړه ي پښتانه لا د ملي يووالي له پلوه دپياوړي رشد پړاوته نه و رسيدلي نو په دې وسله يېله يوه غښتليسياسي او اقتصادي تحركز څخه بې برخي كړه او ددې په نتيجه كي يې هغه ګ ډملي احساس له زوره واجاوه چي له كمزوري سره يې سميي زاو قبيلوي جرياناتو له نوي سره څخه په ره ګوټ او هره تړه كي ډير زور واخيست او د ټولو ملي، تاريخي، ټولنيزو، اقتصادي، كلتوري او اعتادي ګڼو مشتركاتو سره په درو سياسي حوزو لكه افغانستان، قبايلي يم واو پاكشتان (پښتونخوا) وويشل شوه چيد ټولنيزو اقتصادي او كلتوري سياسي ځانګړتياو له كبله هم ددوي تر منځ لږ او ډير توپيرونه راغله هغه هويت ي افغانستان كي اوسي په اكثريت ډول فيوډالي خوي او خصلت لري، هه چي په اّزاده قبايليحوزه كي دي د پاترياركليزم ددوري كموني ځانګړتياوي لري او هغه چي پاكسان (پښتونخوا) كيژوند كوي د كاپيټاليزم (پانګوالي) له موازيتو او موسساتو سره په ښارونو كي ډير بلد شوي دي.
كه افغانستان بيا پر پښو ودريږي او پښتانه، په پښتني او رښتني افغاني روحيه هغه كي ټاكونكي رول د خپل رښتيني شمير په انډول ولري او لكه څنګه چي وعدې شوي هغه تر سره شي ا ودا ټولنيز اقتصادي شعارونه د ملي ټولني د جوړيدو سره مله او په پښتانه د افغاني پښتنو د اّباديو او ښاديو د ليدو سره د خپلوغوښتنو د پوره كيدو په هيله دي خواته رامات او د خپل بنسټيز پيوستون اړيكي به په سياسي پيوستون كي نوري هم ټينګي كړي.
د پښتنو تر منځ د سيمي پر له پوري والي د تاريخي انتخاب هغه طبيعي ښيګني ده چي پرنورو عواملو سربيره يې دويته دپايښت او ټينګښت په برخه كي بينسټيز رول لوبلوي دي په راتلونكي زمانه كي هم داسي ښكاري چي د ژوند دغه ځانګړتيا به د شعوري انتخاب له اصله سره سم تر ډيره وخته خپل ارزښت وساتي.
خو د پښتانه د موجوديت او حق لپاره د ملي تمركز او يووالي مسئله په هر ډول حالاتو كي لازمه او ضروري دهك ه دغه اړتيا ته چا پام ونه كړ نو به هروخت د اكثريت په حالت كي هم دواړه اقليت (لږه كي) په تول د ارزښت څښتن نه شي اوغير له هغه به د نورو لپاره د خپل موجوديت په سياسي انتحار كي پاي ته رسيږي پښتو چي د پښتون سره د قبيلوي نظام په ټوله دوران كي خوله په خوله تللي ده او د هغه نظام ټولنيزي، اقتصادي، كلتوري،، ادبي او سياسي ژوند ټولي اړتياوي يې ورپوره كړي دي خو كله چي پښتون د دولت جوړېدو مرحلې ته رسيدلي دي د سيميد غالبو او خپرو ژبو تر غښتلي كلتوري اغيزي لاندي راغلي او د دولتي ارستو كراسي په سطحه يې پښتو ته شاكړي ده او پښتو له سپين پښتانه سره يوځاي دولتي د بار ته لاره نه وه موندلي، كه د واكمن پښتانه تاريخ وكتل شي نو دا نتيجه ځيني راوزي چي د واكمني په دريځ كي يې د مصالح علياي كشور تر رويايي ايجاب لاندي په نظر او عمل كي خپله پښتو په درې كاڼي طلهقه كړي ده. همدا وجه ده چي د پښتون د اكثريت ثق هيڅ كله او هيڅ چيري د پښتو په كيفيت كي كوم رول نه دي لوبولي او پښتون د خپلي پښتو سره بې پښتو شوي دي.
چي يوازي له هغه سر شميرنو څخه چي د افغانستان په اوسنيو جغرافيايي حدودو كيد نړيوالو موسسو او اشخاصو له خوا تر سره شوي دي دا په ډاګه كيږي چي هغه په لاندي ډ،ل دي:
AFGHAn Ethnic Groups in Different Sources

په بشري ټولنه كي د پښتو او پښتنو سره د بشري حق په توګه بايد پښتو وشي.
موږ افغانان نيوالي بشري ټولني څخه ځان بيل نه ګڼو د بشريت په نيكمرغيو كي زموږ نيكمرغي او د بشريت په بد مرغيو كي زموږ بدمرغي ده. خو لكه څنګه چي د هر انسان د پيندلو لپاره د هغو د نوم او كړو وړو اړتيا شته د ملي پيژند ګلوي هم د هغه د نوم، كړو وړو، ژبي او فرهنګ د پيژندلو اړتيا شته. ځكه دا يوتاريخي واقعيت دي چي د يو تاريخي انتخاب په عمليه كي رامنځ ته شوي دي او دغه پيژند ګلوي ددوي د ټولنيزي پيژند ګلوي او هديت دپايښت او ددي لپاره شورا حياتي ارزښت لري او دا مخكي تر خيړني قضاوت نه دي چي تعصب راوپاروي بلكي دا يو رښتني تاريخي واقعيت دي په تيره بيا په هغه ټولنو كي چي ګڼ توكمير جوړښت لري بيله دې چياختلافات راوپاروي بايد هغه په رښتني توګه څرګند شي څو هر يو خپل انفرادي حق وپيژني چي د ټولو حقوق بيله توپيره سره مساوي دي خو په توكميز ډول بيا د هر توكمحق دهغه د شمير په انډول دي ځكه هره ډله بيا د انفرادي يا ځانګړو حقوقو ټولګه ده چي د لويو ډلو د انفرادي حقوقو ونډه ډيره او د كوچنيو ډلو د انفرادي او ځانګړو حقوقو ونډه د هو د شمير په انډول لْ ده ددغه ټولنيز جوړښت انډول هم بايد پر علمي بنسټ د ډموكراسي پر لوړ فرهنګ او د هيواد پالني او دردري پر روحيه او يووالي ولاړ وي مشر ته د مشراو كشر ته د كشر په په سترګه وكتل شي څو د ملي ټولني او ملت جوړوني رښتني عمليه په عادلانه توګه تر سره كړي.
خو د سياسي ټولنيز اقتصادي پر مختګلپاره دغه لاندي پړاونه په ترتيب سره لازم دي.
1: د دولت جوړيدل او ټينګيدل.
2: د ملي ټولني جوړيدل او ملي يووالي مينځ ته راتلل.
3: اقتصادي ودي ته پام كول.
4: ډيموكراسي او عامو خلكو ته په سايس كيبرخه وركول.
5: د ملي شتمنيو عادلانه ويشل.
په ګڼ توكميزو ټولنو كي بيا د ملي ټولني جوړيدل جي هيواد پالنه (Patriatism) د هغه بنسټيز ركن دي بيا تر ټولو بنسټيز كار دي او ددي ملي ټولني د جوړېدلو لوي ستني په لاندي ډول دي:
1: پر ملي هويت باندي موافق هاو دهغه تعميم.
الف: تاريخي واقعيت.
ب: د قومونو شمېر.
ج: ملي ژبه: په تيوري او عمل كي ژبه د ملي هويت په ټاكلو او ملي ټولني په جوړيدو كي لوي او څرګنډ رول لري.
2: د هيواد د ټولو وګړو لپاره په عمل او نظر كي قانوني مساوات (په ردي توګه)
دغه ملي ټولنه د تعصب، بدبيني، د فردي او يا ډلييزو حقوقو په غصبيدلو نه شي رامينځ ته كيدلاي.
په تيره بيا چي اوسني نړي كي چټك پر مختګ روان دي اوغواړي ټوله نړي، د بشريت، ساينس او تخنيك په نړي وپيژني.، نو دا خبره هم په كارده چي څوك ځان خپله او هم په نورو سم وپيژني، په دغه جريان كي نه څوك ورك شي او نه څوك سپك شي.
چيد ټولنو د جوړښت په پيژندنه كي يو د ټولني جينټيكي اړخ او بل اتينيكي اړخ دي چي جينټيك د نسلي او طبيعي ځانګړتياو سره اړه لري خو اتينيكي بيا د كلتوري يا تاريخي جريانو محصول دي چي په حينټيكي لحاظ د افغانستان خلګ عموما په دوو نژادي ډلو پوري اړه لري.
1: سپين نژاد چي د قفقاز د انسان په نوم هم ياديږي. د افغانستان ټول اريايي الاصله خلك لكه پښتانه، تاجك او نور ستانيان په هغه كي شامل دي پشتانه ډير په ختيځو، جنوبي، جنوب لويديځو، شمال لويديځو او شمال سيمو (كندوز، بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب، سمنګان) او د كابل په شاوخوا سيمو كي استوګن دي تاجكان اكثر په شمال ختيځ، شمال لويديځ د كابل شاوخوا او د افغانستان په نورو سيمو كي خواره واره پراته دي.
2: ژړ نژاد چيد مغلي انسان په نوم هم ياديږي: د افغانستان په ژړ نژاد كي ټول مغلي، تركمن، ازبك، ترك او تاتار قومونه شامل دي چي ډيري ې د افغانستان په مركز، شمال، شمال لويديځ او ځيني نورو ښارونو كي استوګن دي.
په افغانسان كي پر پښتو او ددې برسېره 34 ژبي نوري هم په دې ډول دي: ازبكي، تركمني، بلوڅي، اورمړي، پاميري ژبي لكه روښاني، شغناني، واخاني (واخي) ارشري (اّروشوري) اشكاشمي، سنګليچي، زيباكي، بارتنګي، پراچي، مونجاني، كردي، لويديځي داردي ژبي يا نورستاني ژبي (كاتي، وايګلي،اشكوني او پراسوني) براهوي، منځني اردي ژبي لكه پشه يي، كليشه يي، او كهواري، شوماشتي، وټه پوري، ګوربالي يا نرساتي، ګوار باتي، جتي، مغلي، فزاقي، قرغزي، سرتي يا ترنجي، اّذري، د هندواڼو او يكانو ژبي (لهندا يا ملتاني، سندهي يا شكار پوري، پنجابي) ژبي بيا په جينټيكي او طبيعي ځانګړتيا واړه نه لري ځكه ژبه په رښتني توګه يوه ټولنيزه، فرهنګي او اكت­ابي پديده ده چي د يو ډول اختياري وينو اوريدولو او حتي اوس دلوستني او ليكني د سمولو او دهغه په اړه د انسانيماغ د تعبير ټولګه او د يو ولس تر مينځه وژبيوهانو له نظر يا انده د پوهيدلو او پوهولو وسيله ده نه فطري او طبيعي پدې ده. ځكه هر څوك د چاپيريال ژبه زده كوي كه په چاپيريال كي ژبه نه وي په طبيعي او فطري ډول به نه زده كيږي، ځكه د خبروك ولو استعداد په چاپيريال پوري اړه لري ي د انسانيټولني په وسيله رامينځه ته كيږي.
ارواښاد لوياستاد علامه پوهاند حبيبي بيا ژبه هغه ږغونه بللي چي د هغه په هرولس خپليغوښتني بيا نوي او يا پر ژبه جاري وينا ته وايي ي په عربي لسان او لغت ورته وايي چيد يوناني د "لوغوس" او د انګريزي د Language سره ورته والي لري.
څرنګه چي د لسونو او لتنو د تاريخ په اوْدو كي توپير موندلي همدا ډول ددوي ژبو هم توپير موندلي او هرولس د ځان لپاره ځانګړي ژبه پيدا كړي ده چي ددوي د پوهيدلو وسيله شوي ده او اوْد تاريخ لري چي پروفيسور اډيلنګ يې د وړښت او پرمختيا له امله پر دوو ډلو ويشي.
1: كښته ژبي: چي الفاظ يې لنډ او يوه هجاوي او د نورو خپلواكو الفاظو په نشلولو سره كړ (فعل) ځيني جوړيږي لكه د جنوبي افريق، د امريكا انډين د سره پوستانو، اسګيموګانو، د شرقي ايشيا او چين ژبي.
2: لوړي ژبي: د الفاظو هجاوي يي ډيريدي او د پرمختلفو ژبو څخه شميرل كيږي چي دغه ژبي هم پر دوه ډوله دي:
1: اوښتونكي ژبي: چيد اشتقاق (تړنګونو) وړتيا لري او په كلماتو (وييونو) پوري يې مختاړي (سابقه يا Prefixes) او واوستاړي (لاحقه يا Suffixes) موښلي چي دا ژبي هم دوه ډوله دي:
الف: اّريايي ژبي: چي اروپايان دغه ژبو تههندو اروپايي (Indo-European) وايي چي دا نوم د لومړي ځل لپاره د ډاكټر توماس يونګ (Dr.Thomas-young) له خوا پر كښيښول شو، خو پر 1823 م كال بيا بل ژبپوهان كلاپردت (Klaproth) هندو جرمانيك (Indo-Germanic) نوم ورته غوره كړ چي دا ژبي هم دوې څانګي لري:
A: شماليڅانګه: لكه لاتين (Latin)، يوناني (Greeque)، سلتي (Celtique)، سلاوي (Slave) او توتونيك (Teutonique) ژبي.
B: جنوبي څانګه: د ايشيا اريايي ژبي دي لكه سنسكريت چي ديدا په ليكل شوي،زند چي او ستا په ليكل شوي چيځيني بيا او ستا خپلواكه ژبه ګڼي، پښتو، فارسي، كردي او استيني.
ب: سامي (Semitique) ژبي: چي پخوانيو متحدنو قومونو ويلي لكه: بابليانو، اّشوريانو، فنقيان واو دا ژبي هم لاندي څانګي لري:
a: اّرامي ژبه: د بابل زړه ژبه ده ي سرياني او كلداني يي څانګي دي.
b: عبري ژبه: چي تورات او انجيل په ليكل شوي او اسرائيلو اّرامي او كلداني سره ګډه كړې ده.
C: عربي ژبه: چي ددغه څانګي مشهوره ژبه ده او (قراّن شريف) هم په دغه ژبه دي، سورتيامي، مورتيانياني او حبشي ژبي هم ددغه څانګي دي.
2: نه اوښتونكي ژبي: چي بنسټ يې كورټ بدلون نه مومي او اصول يې بي اوښتلو پاتيږي خو و ځينو ادواتو په نښلولو اشتقاقيږي يا تړنګونه ځيني جوړيږي چي دغه ادوات هم ځانته ځانګړي مساوي لري چي دا هم بيلي څانګي لري لكه:
الف: توراني ژبي: لكه تركي او داسي نور.
ب: مغلي ژبي: لكه ازبكي (چي ګډه ده)، او يغوري، تنقاسي، غراني.
ځيني پوهانو بيا اّريايي (Indo-European) ژبي د سيټم (Cetum) او سينټم (Centum) پر دوو ډلو ويشلي دي چي (100) ييي انډول ټاكلي دي چي به سنسكريټ كي (100) عدد ته (Cetum) او په لاتين كي (Cenum) ورته وايي چي په ځينو ژبوكي ييي بيا (س) توري په (هـ) اوښتي دي خو ټاكونكي خبره د (ن) توري دي، هغه ژبي چي د (100) عدد په ويلو كي (ن) توري لري هغو سنټم او غربي (لويديځي) اريايي ژبي دي او بله ډله چي د (100) عدد په ويلو كي (ن) توري نه لريهغه سټم او شرقي (ختيځي) اريايي ژبي دي لكه:
د سيټم ډله: د سينټم ډله
سنسكريت، سيتم لاتيني، سنتم
پښتو، سل فرانسي، سنت
فارسي، صد يوناني، هيګاتون
هندي، سو انګريزي، هنډريد
روسي، ستو هسپانوي، سيين (Cien)
او دا ويشني په لاندي ډول دي:
اريايي (Indo-European) ژبي
سيتم (Centum) سينتم (Centum)
سنسكريت اوستا (زند) پښتو زړه پارسو پهلوي
فارسي
ارمني الباني سلاوي
صربي روسي ليتواني زړه پروس
لاتيني زړه يوناني توتوني سلتي (كلتي) سكنډينيوياني
نوي يوناني سويډني نارويژني ډنماركي ايسلنډي
ايتالوي هسپانوي فرانسوي روماني پترلګالي
جرمني هالندي انګريزي
ځيني بيا زموږ د سيمي د اّريايي ژبو ويش دا ډول كوي:
لومړي: پاختري ژبي: چي پر دوو ډلو ويشل كيږي:
الف: جنوبي باختري ژبي: لكه ساكي، پښتو، اورمړي او پاميري ژبي.
ب: شمالي باختري ژبي: لكه سوغدي، يغنوني، خوارزمي، الياني اوسيتي.
دويم: ارياني (ايراني) ژبي: چي دا هم پر دوو ډلو ويشل كيږي:
الف: جنوبي: لكه زړه پارسي، منځني پارسي، نوي پارسي، تاتي، مختياري، كومزاري.
ب: شمالي (ميدي): لكه كوردي، بلوڅي، تايشي، غلياني.
خو تر اوسه دا څرګنده نه د