کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   زموږ هوډ  د ها ميوند څخه الهام اخستی          چي انګريز ئې د تاريخ له پاڼي ريږدي  
هـــــوډ : له کندهار څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله چي د احمد شابابا د علمي او کلتوري مرکز له خوا خپريږي 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
سقراط او حاکم
هستوي کيمياوي او بيـ ـ
په افغانستان کي تاريخ
کتاب او ماشوم
د تاريخي او اصلي کندهـ
مطالعه روهي ښکلاده
ديوملت کلتوري او فرهـ
سيدجمال الدين افغان
داداري چارو بيا رغونه
دتدريس مشهورميتـ ـ

د ادارې چارو په بيا رغونه كښي د مسئولينو ونډه

پوهنيار انجنير شاه محمود (برى)
د كندهار پوهنتون مرستېال
اداره: د يوه ګډ هدف په لور د يوې بشري ډلي د كوششنو د لارښوني او كنترول څخه عبارت دي.
ادارې منجمنټ: د تړلي مادل هغه مكتپ دي چي په هره موسسه كي په اداري او منجمنټ اساساتو باندي ټينګار كوي او د هغوى كټ مټ استعمال وړاندي كوي اداره د ساينس او ارت په توګه په ډېرو زياتو عليم اساساتو باندي تكيه كوي د اساساتو د په كار اچولو له لاري د اداري او منجمنت اساسي رول دادي چي د موجوده تشكيل په پام كي نيولو سره د موسسې غړو ته سازمان وركړي او هم مناپع تخصيص كړي ترڅو د ټولو مادې او خنيكي مناپعو څخه د هدفونو په لاس راوړلو كي زياته ګټه ترلاسه شي.
په روښانه توګه سره ښه اداره چي هغه دي چي په ډله كي دا قدرت راپورته كړي چي خپل هدفونه د منابعو په كمو لګښتونو او كوششونو ترسره كړي او د نورو په ګټورو فعاليتونو كي ډېره كمه لاس وهنه وكړي.
عامه اداره د ځانګړو او ډليزو كوششونو د هم اّهنګي او يووالي څخه عبارت ده چي د عامه پاليسيو په كار اچولو او اجرا كولو كي كار ځيني اخستل كيږي.
ددې تعريف له مخي اداره د ورځنى كارونو سره چي د پاليسيو له مخي بايد سرته ورسيږي سره كار لري په دې ترتيب سره تشكيل د هغه جوړ شوي سېسټم څخه عبارت دي چي په هغې كي درولونو او د ندو اړيكي طرحه شوي وي ترڅو پاليسي يه كار واچوي.
پاليسي: د كار د سرته رسولو لپاره و عمومي لارښودني او هدايت ته واكي هغه اداره چي او منيجر چجي د ادارې الله ومنجمنټ په تيور او اساساتو سمبال او خپله دنده د هغو په رڼا كي بېله ويري په پوره مهار سره اجرا كوي هيڅ وخت خپل جرئت او د كار كولو حوصله د لاسه نه وركوي او په يوه هڅوونكي چاپيريال كي د ترلاس لاندي كسانو سره اوږه په اوږه په روحيه باندي كار كوي. اداره كونكي د خپلو دندو په ترسره كولو كي له ستونزو گخه نه ويريږي بلكي د هغه د ودې لپاره وسترو چېلنجو ته تياري نيسي دا ځكه چي هر څه د خلګو او كار كوونكو په ګدون او مرستي سره اجرا كوي.
دوى هيڅ شى د كاركوونكو څخه نه پټوى چي پر هغو باندي په مستقيم يا غير مستقيم ډول سره اغيزه كوي او برياليتوب چي په دې كښي دي چي څنګه ډول ډول مسلكي پوهي او علقا او مناپع په موسسه كي دننه او دباندي سره د ځينو فشارو د يوه اغېزمن تشكيل په چوكاټ كي په منظمه توګه مخي ته بوزي. دا كار هغه وخت په ښه ډول سه كيږي چي اداره كوونكي (منېجر) خپلي دندي په خپل وخت سره اجرا كړي د اداره چي دندي په ترتيب سره دادي:
الف: پلان جوړول.
ب: تشكيل جوړول.
ج: پرسونلو پرو تړلي دنده.
د: لارښودنه كول.
هـ: هم اّهنګه كول.
و: راپور وركول.
ز: د بودجې جوړول.
د اداره كوونكي د ټولو دندو په برياليتوب سرته رسول د اداري په ماهيت باندي تكيه كوي ياني هغه ماهيت چي د پريكړو نيولو پروسه ې ټاكي چي سيمن Semin اللهو پادسكوپ په 1950 عيسوي كال د پرگكړو نيولو پروسه مهمه وبلله. چي دا نظر د مكمي Mecammy له خوا هم څو كاله وروسته تائيد شويدي. هغه ويلي دي چي د پركړو نيل د ادارې پروسې په منڅ كي ځاي لري او پر وسسې باندي به څيړنه ډېره غوڅه وي چي كه د پريكړي نيولو او تحليل لپاره يو چوكاټ موجود وي.
د پركړي نيولو پروسه د مايرز Mayers له خواهم ملا تړ شويده.
هر استخدام كوونكي فرد بايد له ادارې چارو سره برابر وي او اړتيا ليري كړي په دې هكله بايد لاندني ټكي په نظر كي ولرو.
1: رهبري Directing: يو اهر او ښه اداره كوونكي بايد يو ښه رهبرري كوونكي وي ياني د يوې ادارې مختلف حلقو كنه سره هماهنګ كولاي شي چي منوبيني په لازمه او سمدلار روان كړي ترڅو د كار د كميت او كيفيت د ښه كېدو سبب شي. رهبري مقام بايد لاندني مواد په پام كي ولري.
الف: د كار د پرمختګ د اندازې ټاكل چي بايد په مظلوب حد كي وي.
ب: د كار د كيفيت څخه ډاډ ترلاسه كول.
ج: د كار د پلان رعايت كول.
د: په پېل مينڅ او پاى كي د ټولو كارونو څېړنه
هـ: د راتلونكي لپاره د پووسيجر په هكله مطالعه كوي.
2: انسجام او هماّهنګي coordinating په يوه اداره كي د ورسپارل شويو چارو د اّسانه ترسره كېدو لپاره د هغو د بېلابېلو اړخونو سره برابرول دي دلته د يوه تكړه اداره كوونكي رول دادي چي د غصلت، بې تغاوتي، نيمګړتيا او د وخت د ضايع كېدو مخنيوي وشي او په عوض كي د ټولو څانګو همزمان منظرم فعاليت ممكن وګرځي.
3: راپور وركول: Reporting د ادارې چارو په بيارغونه كي لازمه ده چي وخپلو اړونده مراجعو ته د ادارې چارو په هكله معلومات وركړو ترڅو هغوى لازمه ارزيابي وكړاى شي. راپور وركول د يوه مهم عنصر په توګه نه يوازي په حال كي بلكي دراتلونكي لپاره هم د پلان جوړولو او د كارونو د برنامو په طرح كي زيات ارزښت لري. د ادارې مسئول بايد د يوه مهال وشي سره سم دمالي مناپعو د لګښت، د بشري قواو د استخدام، د توليدو د سطحي او خدماتو د عرضي څخه د خپلو اهدافو د تّمين په خاطر خبر اوسي او ورځنى، هفته وار، مياشتن، رپعوار او كلنى راپورونه ترلاسه كړي. د همدغو راپورونو له مخي د كار په اړه پاليسي ګاني، تعديل او ښه والي رامڅته كيږي.
4: پلان جوړول: Planning: پلان جوړول په حقيقت كي د فعاليتونو متودونو او تخنيكونو يو منطقي لست دي چي د مناپعو په پام كي نيولو سره په ټاكلي ځاى او وخت كي په كار اچول كيږي.
5: تشكيل كول: د ادارې مسئول بايد يو رسمي تشكلي جوړ كړي چي د هغه په درشل كي د هدفونو په سرته سولو كي د قدرت وېشل صورت نيسي.
دلته د تشكيل څخه هدف په موسسه كي د ډول ډول ديزونو او په هغو پوري تړلو دندو په داسي توګه سره عيارول دي چي هر يو دريز د ټاكلي قدرت درلودونكي او د هغه په كار اچولو سره د نقشونو لوبول هدفونو په لور صورت نيسي.
6: په پرسونل Personal پوري تړلې دندي Staffing چي د پرسونلو ګمارل او پراختيا پكښي نغښتې ده. د موسسې د هدفونو په پيروي سره د هري دندي لپاره مناسب ګمارل صورت نيسي. او وروسته په دنده كي د پرسونلو روزل ساتنه او پراختيا شامليږي ترڅو هر يو كاركوونكي د نوو علمي زيرمو او نوښتونو په ګټي اوجتولو سره خپله دنده په اغيزم ډول سره اجرا كيږي.
7: د بودجې جوړول Budgeting اداره بېله پودجوي دندي څخه خپل پروګرامونه او حتا پورتنى دندي ترسره كولاى نه شي.
د ادارې د مسئول دنده له يوې خوا د لازمي بودجې جوړول او له بلي خوا د تخصيص شوي پودجې څخه د پروګرامونو په عملي كولو كښي ګټه اخستل دي.
د بودجې په جوړولو كي د موسسې مالي او تخنيكي لګښتونه شامليږي. ددوى محاسبه او كنترول د بودجې غټ اړخونه دي چي په ژوره توګه څيړل او ارزيابي كيږي.
8: كنترول كول Controlling د ګډوډيو او انارشيزم څخه د ژغورني په هكله د اغيزمن كنترول رامنځته كول د اداره كوونكي يو بله غوره دنده ده. كنترول د ترلاس لاندي كسانو د فعاليتونو اندازه كول او اصلاح كول دي ترڅو وليدل شي تركومي اندازې پوري د پلان شوي سطحي سره سمون لري د كنترول غوره هدف دادي چي د منابعو څخه په خپل ځاى او وخت كي مناسبه اعغظمي ګټه واخستل شي.
9: صلاحيت او مسئوليت: صلاحيت او مسئوليت هغه دوې او رګانيكي پديدي دي چي يو له بله سره نه شلېدونكي اړيكي لري. ياني مسئوليت بېله صلاحيت څخه وجود نه لري صلاحيت د اّمر او مادون تر مينځ د اړيكو په چوكاټ كي د اّمر څخه مادون ته وركول كيږي ترڅو مادون وكولاى شي د هغه قدرت په لرلو سره خپله دنده په هغي پوري تړلي مسئوليت اجرا كړي.
همدارنګه صلاحيت د يوه لوړ هم اهنګ كولو قدرت په څير هم تعريف كيږي هر صلاحيت په لاندنيو څلورو عواملو باندي تكيه كوي.
1: قوانين او مقررات: هغه پرېكړه شوي پاليسي او متودونه دي چي په موسسه كي د ټولو اړيكو ماهيت په روښانه ډول سره بيانوي او د هغه په بنسټ موسسه ولاړه ده.
2: پوهه: هغه تخنيكي او ټولنيز درك دي چي د هغې په رڼا كي دنده ترسره كيږي.
3: دريز: په موسسه كي هغه ځاى يا درجه ده چي يو كار كوونكي يې ډكوي.
4: حالت: د يوې موضوع د حقيقتي پيښي شرايط چي په هغه كي يوه دنده ترسره كيږي د صلاحيت حالت ټاكي.
هغه غوره پرنيسب چي د هغه په اساس صلاحيت ليږل كيږي دادى چي يوه كاركوونكي يا يوې ډلي ته په موسسه كي وركول كيږي د هغه مسئوليت سره چي محوله شويده يو شان وي.
مسئوليت په حقيقت كښي د دندي د اجرا كولو حساب وركول دي كه څه هم مسئوليت محوله كيږي. مګر د يو چا مسئوليت بل ته نه وركول كيږي بلكي هرڅوك بايد خپل مسئوليت په خپله بشپړ كړي پدې شرط چي د مسئوليت يو ډول صلاحيت وكړي طبيعي خبره ده چي د هري كټګوري په سر كي ادارې مسئول له ځان څخه پوښتنه كوي چي:
الف: زما څخه د يوه مسئول په توګه دڅه شى توقع كيږي؟
ب: دده ترلاس لاندي اداره په فعلي شرايطو كښري څه ډول مخي ته تلاى شي؟
ج: د بيارغوني كار د بهرنيو ټولنو يا په هيواد كي دننه د 23 كلنى غمينري څخه مخكښي څومره توپير لري؟
د: د شرايط د څومره ګړندي او صادقانه زيا غوښتنه كوي؟
هـ: اّيا په موجوده خاص حالت كي ټول پروګرامونه منطقي، علمي او په اصلو برابر شوي او كه نه؟
و: پخواني موجوده امكانات له راتلونكو د يزرفونو سره څومره برابر او څنګه بايد په كار ولويږي.
د ادارې اهدافو د تحقق لپاره بايد دغو پوښتنو ته معقول ځواپونه ولټول شي او د انساني ټولني په موجوده حالت كي داسي په منظور راشي چي د كار په وړاندي نه درناوي، بې نظمي، د موسسې له شتمني او د كار له اسباب سره ناوړه چلند د همكاري په ځاى خشونت، يادي ته ورته ستونزي رامنځته شي.
يقيناً ممكن په ټولنه كي د اوږدې مودې د جكړې لامله د دا ډول ډيرو مثالو او بيلګو سره مخامخ شو خو د ادارې د علم د ټولو ذكر شويو عناصرو په دقيق رعايت سره دا ډول اوضاع او منفي ښكارندي اصلاح كيداى شي. چي په دې حالت كي ښه والي صلاحيت، كار، د كار او ادارې په رهبري كي يووالي پوهه او معلومات او د سپلين مثبت رول كيږي.