کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   زموږ هوډ  د ها ميوند څخه الهام اخستی          چي انګريز ئې د تاريخ له پاڼي ريږدي  
هـــــوډ : له کندهار څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله چي د احمد شابابا د علمي او کلتوري مرکز له خوا خپريږي 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
سقراط او حاکم
هستوي کيمياوي او بيـ ـ
په افغانستان کي تاريخ
کتاب او ماشوم
د تاريخي او اصلي کندهـ
مطالعه روهي ښکلاده
ديوملت کلتوري او فرهـ
سيدجمال الدين افغان
داداري چارو بيا رغونه
دتدريس مشهورميتـ ـ

سرمقاله :

څوهوډ مني خبري

ټول درانه هيوادوال شاهد دي چي د ټولټاكنو په رانږدې كېدو سره ورځ په ورځ په هيواد كي امنيتي وضعه كړكېچنه او بې امنۍ راځي، ددې هيواد هر وګړى د هيواد په بېلا بېلو ولايتونو كي د خونړيو پېښو او مرګونو حملو ليدونكى او اورېدونكى دى.
د افغانستان په اكثرو ولايتونو او ځانګړي ډول په سهيلي او سهيل ختيځو سيمو كي دا ډول ځوانيمرګي پېښي پر بې ګناه او معصومو افغانانو تر سره كيږي.
اصلي پوښتنه دلته طرحه كيږي چي ددې ناځوانمردانه پېښو عاملين ولي نه نيول كيږي، او ولي هغوى په خپلو دې حملو كي تر ډېره حده برېالي دي، ولي ملي پوليس او په اصطلاح د ملي اردو ځواكونه ددوى په له منځه وړلو كي پرمختګ نه كوي؟، تر څو دا وضعه د بحراني حالت څه و ساتل سي.
ددې پوښتني لپاره يو مناسب ځواب چي ښايي وجود لري دادى چي په هيواد كي د بېلا بيلو تنظيمي ډلګيو موجوديت او په واك كي د هغوى شته والى نه پريږدي څو ټولټاكني په يوه ارامه اوسوكاله فضاى كي تر سره سي.
هم دوى كوښښ كوي تر څو خپل واك ته د رسېدو په نيت هر ډول ناوړي كړني تر سره كړي.
نوي روزل سوي ملي پوليس او د ملي اردو ځواكونه بايد خپلي پوره هلي ځلي و كړي تر څو د دا ډول بې امنيو مخه ونيسي، بيدار و اوسي او د خپل هيواد د لوړو ګټو د لاسته راوړو لپاره مبارزه وكړي.
ملګري ملتونه دي خپل د بې وسلې كولو پلان عملي كړي چي په ترڅ كي يې ټولي وسله والي ډلي خلع سلاح او پر ځاى يې د ملي اردو پوځونه واك ته ورسيږي.
خو مخكي تر دې چي ټولټاكني پيل سي بايد د خلع سلاح پروګرام عملي سوى وي، ټولو هيوادوالو ته په كار ده څو د دې ټولټاكنو لپاره خپل كارتونه تر لاسه كړي، پخپله خوښه خپل ولس مشر و ټاكي او په دې توګه د هيواد په سرنوشت كي خپل رول و لوبوي. د انتخاباتي ټيمونو سره خپله مرسته وكړي او پرې نه ږدي چي په دې حساسو او سرنوشت جوړونكو شرايطو كي يې خداى مه كړه هيواد يو ځل بېا د ناوړه پيښو سره مخامخ او د بدمرغيو په ګرداب كي راګير وي.
په دې هيله چي امنيت خرابونكي پېښي او اندېښنې نور پاى ته ورسيږي او د ټولو افغانانو سره يو ځاى يو ښه، ارام، خوښ او سوكاله ژوند ولرو.

په درناوي
اداره