کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   د تيارو د هر ماښامه ستوري څاڅي          د وردګو دهر قامه ستوري  څاڅي  
جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
زموږاستازى بايد څوك
درې رواجونه او يوه
دلونګو وږمې:
دپوهنې ډېوه
ا ه ! مور څومره ښکلې
هسكې شملې:
دجغتو مدني او كلتوري

دجغتو مدني او كلتوري بهير په وياړ

 

داد نامتو بهادرانو سيمه                 دا داسلافو شهيدانو سيمه

دامنظرې، درې  روښان جغتو                 داد وردګ مېنه مكان جغتو

دا د وړو، زړو او ځوان جغتو                  دا په پتمنو خلكو ګران جغتو

دا دحق دين دلارويانو سيمه                 دا داسلافو شهيدانو سيمه

دهسكو غرونو سردرو جغتو                   دنېكدرو او ګلدرو جغتو

دنظارت دمېړنو جغتو                              د سياحت دورځو شپو جغتو

د امن كور دعالمانو سيمه

دا داسلافو شهيدانو سيمه

داد غازيانو، شهيدانو ډګر                     د ښه كلتور د پيروانو ډګر

دا داجدادو، اتلانو ډګر                           داد ليكوالو، شاعرانو ډګر

داد همكار دهمكارانو سيمه

دا داسلافو شهيدانو سيمه

محمد اكرم همكار