|
دلوى خداى په نامه
الهي لارښوونه
يهوديان او عيسويان به هېڅكله ستا څخه خوشحاله نشي، تر څو چې دهغوى په لاره
لاړ نه شې نو دوى ته په كلكه ووايه، سمه لاره يوازې هماغه ده، چې الله(ج)
ښودلې ده او كه ته له هغه علم څخه وروسته چې دركړل شوى دى د هغوى په غوښتنو
پسې لاړ شې نو ستا هېڅ مرستندوى نشته، چې دالله( ج )له نيونې څخه دوژغوري.
د بقرې سوره ايه۱۲۰
سرليكنه:
ايا راتلونكى پارلمان به
د خلكو د خوښې وي؟
څرنګه چې په يوه هېواد كې سياسي ثبات دملت په رايو پورې
تړلى دى او ولسمشر د رهبرۍ مرجع بلل كيږي خو بياهم پارلمان هغه مجلس دى چې
دخلكو غوښتنې ولسمشر ته رسوي، نو داچې دا ټاكنې به په څه ډول فضاكې تر سره
كيږي، دا يو ثابت حقيقت دى چې درغلۍ به دولسمشرۍ د ټاكنو په پرتله په دې
ټاكنو كې زياتې وي، كومې ستونزې چې ددرغليو سبب كيږي په لاندې ډول دي:
۱- راى وركوونكو ته روزنه ده، ترڅو پوه شي چې چا ته او په څه ډول رايه
وركړي، د ولسي جرګې، ولايتي شورا او دولسواليو د شوراګانو ټاكنې هم يو له
بل سره توپير لري، راى وركوونكي دې ته اړتيا لري چې په دې پوه شي، خو
متاسفانه په دې اړه ددولت، ټولنيزو سازمانونو او خيريه موسساتو كار نيمګړى
دى، ان تر دې چې كانديدان په خپله د ټاكنو په طرزالعمل نه پوهيږي، نو عوام
به څه پرې پوه شي.
۲- په پارلماني ټاكنو كې به دراى وركولو پاڼې د ولسمشرۍ تر ټاكنو زياتې وي
نو ددې ښه شمېرنه به هم له ستونزو سره مله وي.
۳- د ټاكنو دبهير څارنه ده، په دې ټاكنو كې درايو د پټولو ډېر احتمال شته،
نو دا ټاكنې قوي څارنې ته اړتيا لري.
دا خو هغه ستونزې وې چې په دولت او نورو اړونده ادارو پورې تړلې وې، را به
شو دې ته چې ديوه غوره پارلمان لپاره دخلكو دندې څه دي، دا هم دخلكو په لاس
كې ده چې څه ډول كانديدانو ته رايه وركړي، دوى د پېژندګلوۍ، پيسو او كه د
استعداد، وړتيا، ديانت او خلكو ته دخدمت په معيار باندې رايه وركوي، خو ښه
به داوي چې سيمه ييز اوقومي توپيرونو ته پام ونه كړي او يوازې د شخص ديانت،
پخوانۍ كړنې او دخدمت د روحيې شتون ته په پام سره خپله رايه استعمال كړي.په
ټوله نړۍ كې دا ثابته ده چې د يوه هېواد راتلونكې دعامو خلكو په اراده پورې
تړلې ده، خلك چې هر ډول وغواړي كولاى شي.
اوس دافغانستان خلك ديوې بلې ازموينې سره مخ دي چې برياليتوب يې په خپلو
ارادو پورې تړلى دى.خلكو ته په كار ده چې دهېواد ويجاړ حالت ته پام وكړي او
هغه كسانو ته رايې وركړي چې دملت دكونډورنډو،يتيمانو او بې وزلو له درده
خبر وي او په هر حالت كې يې دوى هېر نه شي، هغه كسان چې پخوا يې ازموينه
وركړې او يا هم ددوى ګټې د نورو هېوادونو په ګټو پورې تړلې وي ددې هېواد او
وګړو په درد نه خوري، خلك يې بايد و پېژني ترڅو رايه ور نه كړي.
كه پورتنيو ټكو ته خلك پام ونه كړي نو پارلمان به هم دداسې كسانو منګولو ته
ولوېږي چې نه به يې ملت په ياد وي او نه هغه كسان چې رايې يې وركړې دي.
|