کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   د تيارو د هر ماښامه ستوري څاڅي          د وردګو دهر قامه ستوري  څاڅي  
جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
د خداى نظر خان منځنى
اسلامي ورورولي د قوم
نشه يي توكي او دهغوى
دلونګو وږمې:
لومړنۍ روغتيايې مرسـ
هسكې شملې:
طنزونه
Editorial

طنزونه
مامور او قاضي

خان ولي: مامور صيب په خير په خير، فكر كوم، چې نن به دې خوب پوره شوى وي، خو يوه خبره ده، چې ته دفتر ته تر ټولو د مخه راځې، ان دا دي و ګوره لس نيمې بجې دي او تر اوسه پورې نور هيڅوك نه دي راغلي.
مامور صيب: زموږ خو داسې وطن دى، د ښو خلكو قدر پكې نشته، اواوس ما هم نه مني، خو ما د ځان سره وعده كړې ته خو پوهيږې، چې وخت به نه ضايع كوم او د وطن خدمت به كوم خو... هى هى دلته كله زما قدر څوك پيژني؟ خير ته هغه دوسيه راوخله د څه شي ده؟
عارض: مامور صيب دا درې مياشتې كيږي، چې هره ورځ ولسوالۍ ته ځم او راځم خو څوك نشته، چې د هو يا نه ځواب راكړي هسې يې سرګردانه كړى يم، غريب سړى يم او ډيرې پيسې مې مصرف شوې، مامور صيب اول د خداى هيله ده او بيا ستاسوكه ته د هو يا نه ځواب راكړې؟
مامور صيب: كاكا تر اوسه پورې قاضي صيب نه دى راغلى سبا ته راشه، چې قاضي راشي نو كار به دې وشي.
مامور صيب: خان ولي، خان ولي چيرې يې؟ خوار شويه ته وګوره څو بجې دي را باندې ناوخته نه شي؟
خان ولي: صيب شل كم دولس بجې دي.
مامور صيب: ژر كوه خان وليه ته هغه زما توره دوسيه درسره را پيدا كړه، خدايزده چې څه مې كړه، تر اوسه خو دلته وه؟ ژر كړه يو ځاى مې د بامونو د كاګل لپاره خټه خيشته كړې ده، بل ځاى مې يو موټر سپين واښه راغوښتي وو، چې هغه هم را رسيدلي او ځاى په ځاى كول غواړي، بل ځاى مې په دوو بجو د بر كاريز د اوبو وار دى او لوړ پټي ته يې بيايم، بل ځاى نن بيګا په كوز ښاره كې زما د ملګري واده دى او هغه هم تيارى غواړي، ښه مست ډولونه او اتڼ هم شته، زړه مې غواړي، چې د ولسوالۍ هغه دوه عسكر چې ښه اتڼ يې زده دى راسره بوزم ځكه له موږ څخه خو به هم د اتڼ څه تمه لري.
كور ته په لاره
مامور: قاضي صيب چيرې ځې؟ تا هم لكه چې شيله وكړه په ولسوالۍ كې خو مې هم و نه ليدې چيرې وې نن؟.
قاضي: نه يووارې خو مې سر ورښكاره كړ، خو نن ټول د سپيره زامن راغلي وو، چې و مې ليدل نو ځنې پټ شوم او ته خو مامور صيب لكه چې په ښو مېلو اوښتى يې موږ ته يې كله وايې، دا خو د موږ قانوني حق دى، چې لږ د وخته را ووزو ځان غلى نيسه او خپل وخت تيروه.
مامور: هو هغه ولسوال نه وينې چې زياتره ورځې په يوولسو بجو راځي او په يوولس نيمو بجو بيرته كور ته ځي، موږ خو حد اقل دوه درې ساعته كار كوو.
خان ولي: و دريږئ و دريږئ، دا دي زه هم را و رسيدلم خو د مامور صيب نه ډير خفه يم، ځكه ما ته يې و نه ويل چې تا هم سيل ته در سره بيايم.
مامور صيب: خان وليه اول دې خپل كور ته ولاړ شه او بيا زما سره كاه ګل ته كمك شه نو بيګا ته دې سيل ته راسره بيايم غوښې به هم در باندې وخورم او بيا به سبا په دفتر كې ويده شې.
خان ولي:دا نو څه خبره ده مامور صيب چې ته اتڼ را باندې ګورې بس زه ډير ژر درځم او كاګل څه، چې هرڅه ته در سره كمك كېږم. هو خانولي د ژوندى وي.

 ګربتوال

-----------------------------------------------------------------------
مدير صيب، محصل او ملك

ته ګوره ګلبازه بيا څوك دي؟ ياره دې خلكو خو مې ماغزه راشنه كړه.
مدير صيب يو ځوان دى او د قوارې نه يې داسې معلوميږي چې اوم م م ګوره هماغه به وي... او وايې چې له تا سره يې كار دى.
مدير صيب :پوه شوم هلكه ګلبازه زه ډير مصروف يم ورته ووايه يوه جمعه وروسته راشه بيا به ګورو.
ګلباز: صيب هغه وايي چې سبا ته زموږ د كاكولتې درسونه شروع كيږي كه زموږ د تذكرې كار همدا نن را خلاص كړې. هغه وايې چې دا يوه مياشت مو سرګردانه كړى يم...
مديرصيب: ته ورشه را يې وله دا څوك دى دا اوكي؟
ګلباز : وه هلكه راشه مدير صيب دې غواړي.
محصل: سلام. مدير صيب كه زموږ كار نن را خلاص كړې نو ډيره مهرباني به مو وي، ځكه دا ډيرې ورځې تيرې شوې چې ځم راځم او زموږ درسونه سبا ته پيل كيږي. مهرباني وكړئ او زموږ كار را خلاص كړئ.
مديرصيب: ته خپله ښه پوهيږې مصروفيتونه مو زښته ډير دي، اوه خدايه سر مې ګنګس شو، هغه بله ورځ موټر را باندې ټكر شوى وو او د ډاكټر نه مې يوه خلته دوا واخيستله، ډير مصروف يم، ځه هلكه اوس لاړ شه چې كله ښه شوم بيا به ګورو.
محصل: مدير صيب مهرباني وكړئ كه دا كار مې نن را خلاص كړې نو ډير به ښه شي، درسونه مې شروع كيږي بل دا چې د لارې كرايه هم زياته ده له دې ځايه تر كابل پورې هره اونۍ نه شم راتلاى.
مدير صيب: ګلبازه پوه يې كړه.
ګلباز او محصل د مدير د كار له دفتر څخه بهر كيږي.
ګلباز: ګوره زه غواړم چې تا په يوه خبره پوه كړم مدير صيب غواړي، چې ستا كار د يوه ببرڅټي سلګون پرته نه كيږي، اوس نو ورځه څنګه دې چې خوښه وي.
مدير: ته ګوره ګلبازه دې خلكو خو زه ليونى كړم، اوښى خدايه دا بيا څوك راغلل، كوندي وي چې كوم يو ښه غوښن وي او د دواړو څه چاره وشي.
ګلباز: مدير صيب مدير صيب! اوو اوو اوو.
مدير صيب: څه ټكه را ولويده ژر راته ووايه زړه مې دې را وچاوه څه دي؟
ګلباز: مممملك صيب دى.
مدير: رنګ دې ورك شه ګلبازيه، ليرې شه له مخې، چيرې دى ملك صيب؟
او! ملك صيب په خير راغلى، جوړ، تازه، سلامت. ګوره په كور كې خو مو خيرت دى. ورينداره او اولادونه ټول ښه دي، ګوره شين چاى خورى كه تور او څه خدمت؟
ملك: شكر دى، د خداى فضل دى، ټول ښه دي، پروانه لري لږ تريخ شين چاى كه وي؟
مدير: د ګلبازي په غوږ كې او ځوانيمرګه ګلبازيه ملك صيب راغلى، هله ژر كوه او د طوطي ګل د دوكان نه څو دانې اصل مينو چاكليټ راوړه او په منډه د ملك صيب د زوى حبيب جان عريضه په ولسوال باندې امضا او په نيم ساعت كې يې ټول كارونه خلاص كړه، دادي ما يې احكام وليكل تر څو چې چاى څښې، بايد كار يې خلاص شي.

ګربتوال

------------------------------------------------------------
دوه رنګي

ګل چې څومره ډېر رنګونه اوزيات اړخونه ولري، همدومره ېي ښكلا زياتېږي اود ليدونكي نظراوتوجه ځانته را اړوي، سترگې يې يخوي، زړونوته دخوښۍ اوهوس زيرى وركوي، مينه او عاطفه را ويښوي، د روح او اروا تنده ماتوي، د ځوان، زاړه، نر، ښځې، عاشق، شاعر... هر چا احساس به بېل بېل ډول سره راپاره وي.
هوكې، همدا گل، چې په هر نامه ياد شي بيا هم همدغه ګل دى او همدغه ښېګڼې لري، خو انسان بيا بېل ډول مخلوق دى، هغه بايد يو رنګ، يو مخ او يو اړخ ولري، دوه رنګي، دوه ژبي او دوه مخي بايد پكې نه وي، كه داسې وشي بيا يې مخ دكتو ندى او وړ د ليدو نه دى، د ټولنې د بدبختيو اصلي عامل اوسبب جوړېږي، زموږ په سپڅلي اسلامي دين كې بېخي رټل شوى شخصيت دى، د ټولنې مرض بلل شوى او د (منافق) په نامه ياد شوى، په ريښتيا چې د انسان ارزښت او شخصيت د هغه د (زړه او ژبې) په تول دى كه دا دواړه سم وو، نو دغه شخصيت دى او كه نه هسې يې څېره د انسان ده او بس الله مو د وساتي _ د انسان بايد د خولې او زړه لار يوه وي، يوه خبر او يو دريځ بايد ولري، د اسلام په تاريخ كې منافقينو ډېر بد نوم گټلى، چې هر مسلمان يې د نوم اورېدو نه نفرت او كركه كوي. مسلمانه ټولنه يې ډېره ځورولې او دردولې ده، په قرانكريم كې هم ددوى منافقت دڅرګندولوپه هكله ډېرآيتونه راغلي دي، چې دلته د بېلګې په توګه به يي د سورت بقرې د (۸)آيت څخه تر(۱۰)آيت پورې ترجمه راوړو: (اوځنې له خلكوهغه څوك دي، چې واېي موږ په الله اود اخرت په ورځ ايمان راوړى حال دا چې دوى مؤمنان ندي، په خپل ګومان دوى له الله اومؤمنانو سره ټګي كوي، مگر په حقيقت كې دوى يوازې له خپلو ځانو سره ټگي كوي خو دوى شعور نه لري اونه پوهېږى چې ضرر ېي هم دوى ته رسېږي، په زړونو ددوى كې مرض (شك او نفاق) دى نو الله يې مرض نور هم زيات كړ او دوى ته ډېر دردناك عذاب مقرر دى په سبب ددې چې وو دوى چې دروغ به يې ويل ( په اظهار د ايمان سره ).
همدا رنگه د همدې سورې په ۱۳ ايت كې هم ددوى د منافقت څخه داسې پرده پورته كوي:( او كله چې ملاقات وكړي (منافقان) له مؤمنانو سره، نو دوى وايي: موږ مؤمنان يو او كله چې يوازې شي له شيطانانو (مشرانو) خپلو سره نو بيا وايي بېشكه موږ له تاسوسره يو، بېشكه همدا خبره ده چې موږ پر مومنانوپورې مسخرې كوونكي يو). نو راځئ چې د ټولنې دا شرير او فتنه گر كسان وپېژنو او د هغوى په لاپو شاپو دوكه نه شو، له دوى څخه هم ځان او هم ټولنه وساتو، د شر او فتنو اور ته يې په بې خبرۍ سره ځان وا نه چوو، ددوى د نفاق اور د صداقت او ريښتينولى په اوبو مړ كړو تر څو مو ټولنه د بدمرغيو له كندې را و باسو او يوه سالمه، مسلمانه ټولنه را منځ ته كړو. په همدې هيله

 استاد غلام نبي كريمي