کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   د تيارو د هر ماښامه ستوري څاڅي          د وردګو دهر قامه ستوري  څاڅي  
جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
د خداى نظر خان منځنى
اسلامي ورورولي د قوم
نشه يي توكي او دهغوى
دلونګو وږمې:
لومړنۍ روغتيايې مرسـ
هسكې شملې:
طنزونه
Editorial

 دلوى خداى په نامه

الهي لارښوونه
ولا تحسبن الله غافلا عما يعمل الظالمون
ژباړه:ګمان مه كوه، چې خداى(ج) د ظالمانو له كړو وړو بې خبر دى. ابراهيم ۴۲
 

سرليكنه:

اې ځوانانو!

ځوانانو! زموږ تر ټولو لويه ستونزه داده چې دنورو سيل كوو، له نورو څخه د كار او خدمت توقع لرو، خو لازمه داده چې هر كس د خپل توان او قدرت په اندازه كار وكړو.موږ بايد نه يوازې له عالمانو، چارواكو، پانګوالو، لوستو او دمقام له څښتنانو څخه د خدمت انتظار ولرو، بلكې خپله به هغه وخت بريالي كيږو، چې پوره په اسلام كې داخل شو او دژوند په ټولو چارو كې اسلام پاله واوسو. داچې نن موږ په ذلت كې يو، ددې علت يو دادى چې موږ د اسلام ځينې برخې منو او پلې كوويې، خو ځينې نورې برخې يې نه منو.
موږ هغه خلك يو چې ځان مو هېر كړى دى، زموږ عقلي وړتيا چې بې مصرفه ده ، لدې مو هم ګټه نه ده اخيستې، موږ د كوښښ په ځاى تقليد كوو، د نوښت پر ځاى په بل پسې ځو، د ابتكار پر ځاى مو تكرار ته مخه كړې ده، د تفكر پر ځاى موضوعات په يادو زده كوو، ددې په عوض چې د خپلو علماوو نظرونه ومنو دپرديو نظرياتو ته خدمت كوو، زموږ تعليمي نصاب له زده كوونكي څخه مزدور جوړوي نه عالم، زموږ عملي قدرت نشته، زموږ اقتصادي قدرت فلج دى، زموږ نفوس ډېر دى خو هريو په بېلابېلو لارو روان يو، روحي قوه مو هم ضعيفه ده، چې دايمان او عقيدې په ضعف باندې دلالت كوي.
را به شو دې ته چې مسوليت د چا دى؟! ايا مسووليت يوازې دقدرت د خاوندانو دى؟ نه مسووليت د ټولنې د ټولو غړو دى، د خپل قدرت او توان په اندازه، زما په اند لومړى مسووليت د علماوودى، ځكه چې دوى بايد دټولنې په لارښونه كې فعاله ونډه واخلي، متاسفانه چې دوى او ددوى علم د پانګوالو او دقدرت د خاوندانو ښكار شوى دى.

دوى د خپل خداى سره په تعهد كې پاتې راغلي دي. په دويم قدم كې چارواكي د لوى مسووليت خاوندان دي، خو ددې پړه ځكه بيا په عوامو ور اچول كيږي، چې ددوى لخواټاكل كيږي، حديث شريف دى (څنګه چې تاسې وئ هماغسې به مو حكومتونه وي).په دريم قدم كې دعوامو مسووليت دى، او دوى بيا د ځينو نورو مسووليت لري كوم چې ددوى تر تسلط لاندې دي ( كلكم راع و كلكم مسوول عن رعيته) زموږ علما بايد له حكومتي اسلام څخه لاس واخلي بلكې خلكو ته واقعيت ووايي.
له نفاق څخه خلك وژغوري، خلك دې ته پرې نږدي چې په خپلو تېرو بې ځايه افتخاروكړي، موږ هېڅ نه دي كړي، مخكې له دې چې نور نيوكه را باندې وكړي، خپله په ځان انتقاد وكړو، بيړه ونه كړو، تاسې فكر وكړئ كله چې نوح(ع) ۹۵۰ كاله دعوت وكړ ، خداى ج دا هم كولاى شواى، چې دده دعوت په هماغه لومړيو كې بريالى كړي خو د ازميښت لپاره يې دومره وخت ونيوه، وروسته چې كله دده ښېرا دخداى په حضور كې قبوله شوه، نو بيا هم د مسلمانانو نجات ددوى په هڅه او هاند پورې تړلى و، خداى ج دوى ته مفت نجات نه وركاوه، بلكې دوى د خپل نجات لپاره په خپل لاس كښتۍ جوړه كړه او وروسته دوى په كې سپاره شول او د طوفان پر مهال يې نجات وموند. موږ كه خپلې پورتنۍ نيمګړتياوې پوره كړو هېڅ ملت به زموږ په شان بريالى نه وي، موږ هغه څه لرو چې كفار
او غربي نړۍ يې نلري:
۱- موږ په اسلامي فطرت سره نړۍ ته راغلي يو، د ثابتې او حاكمې عقيدې خاوندان يو .
۲- موږ له ځان سره هغه حقيقت ملګرى لروچې ځمكې او اسمانونه يې په لاس كې دي.
۳- موږ اسلامي امت له ځانه سره لرو چې زموږ ملاتړ وكړي، هغه هم په معنوي اومادي لحاظ.
۴- موږ دانساني مصلحت قوانين له ځان سره لرو چې هېڅ استكباري قدرت يې نلري. پس موږ د خداى(ج) تاييد اوملاتړ لرو.
ځوانانو راځى له خپل كور او كلي نه يې را پيل كړو او بالاخره د هېواد په هر ګوټ كې د اصلاح لپاره مټې راونغاړو او نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړو، د خپل مسووليت سره سم د ټولنې ټول قشرونه راويښ كړو او خپلو دندو ته يې متوجې كړو تر څو ډېر ژر د نوښت او تجدد سبب شو، او يو اباد، آزاد، او ا سلامي افغانستان ولرو.