|
|
دلوى خداى په نامه
سرليکنه
دچارواکو غفلت او د عوامو نفرت
په وردګو ولايت کې تر اوسه خادم چارواکي ډېر کم تر سترګو شوي دي، همېش يې
داسې کسان د قدرت واګې په اختيار کې لري، چې د دوی له حقوقو او امتيازاتو
څخه شخصي ګټه پورته کوي، همدا اوسمهال د وردګو ولايت په ټولو ولسواليو کې
همداسې کسان د قدرت واګې لري. سيمه ييز خلک ترې شکايت څه چې ترې بېزار هم
دي.
والي صاحب هم دا تصور کړی، چې ټول ولايت يوازې ميدان ښاردی. هر څه چې کوي
په ميدان ښار کې يې کوي، له دې ندی خبر، چې په چک، جغتو، دايمرداد او
بهسودو کې وضعيت څه ډول دی، د ده ولسوالان په خپلو تر تسلط لاندې ولسوالي
ګانو کې له خلکو سره په ټولو مواردو کې د مور او ميرې سلوک کوي. د ولايت په
ډېرو ولسواليو کې د هېواد د تابعيت تذکره په ۵۰۰ افغانۍ پلورله کيږي. د
غريبانو سره مرسته، د چارواکو له خوا حيف او ميل کيږي. د متوازن خدمت څرک
هېڅ نشته، په قضایه ادارو کې فساد اوج ته رسيدلی، هر څه د چارواکو سره د
شخصي اړيکو په واسطه معامله کيږي. د روغتيا وضعيت بيخي ناورين پنځوونکی دی.
د زراعت، کور جوړولو، تجارت او نورو په اړه هېڅ ډول منظمه ستراتيژي نشته....
په دې ټولو مواردو کې ستونزه له دواړو خواوو ده(له رعيت او چارواکو). خلکو
په دې ځانونه پړه بللي، چې موږ هرڅو چيغې ووهو څوک مو غږ نه اوري او
چارواکي وايي، چې هر څه کوی، همدا اوس يې وار دی بل ځل بيا دا چوکۍ مو نه
په نصيب کيږي. نو چارواکي هم يوازې هغو برخو ته پام کوي، چې خپله شخصي ګټه
یې په کې ډېره وي، ابتکار نلري، يوازې تکرار ته ٍيې مخه ده، ددې علت ددوی
غير مسلکي والی دی. دوی يوازې د نسب، شخصي اړيکو او ځينو نورو ملحوظاتو له
مخې ولسوالان او قوماندانان شوي دي. دغو حاکمانو په سيمه کې تر ټولو په دې
کې ډېره هڅه کړې ده، چې خلک په اختلاف کې وساتي، همدې موضوع دوی ته د واک
زمينه برابره کړې ده او عوام يې مجبور کړي ترڅو له دولت څخه نفرت ولري. دوی
هم د غفلت په هغه اوږده خوب ويده دي، چې يوازې خپل ژوند يې په کې جوړ دی، د
معارف، روغتيا، زراعت، احصايې، بيارغونې، تجارت، امنيت او په ټولو نورو
ټولنيزو برخو کې هيڅ کوم بدلون نه تر سترګو کيږي بلکې د ناورين لور ته روان
دي. که وضعيت همدا ډول دوام وکړي، نو په سيمه کې به روان بد حالت د نا
امنيو او نورو بد مرغيو په يوه اوږده بهير بدل شي. اداره.
|