|
|
په وردګو كې د جمعې
لمونځ ولې نه ادا كيږي؟
ګربتوال
د جمعې ورځ د مسلمانانو اختر او د رخصتۍ ورځ وي. په دې
ورځ كې هر مومن هڅه كوي چې ښه او پاك كالي واغوندي، د خپلو خپلوانو پوښتنې
ته ولاړ شي او هغه كارونه تر سره كړي, چې په رسمي ورځو كې يې د تر سره كولو
جوګه نه وي. همدارنګه په دې ورځ زده كوونكي او محصلين كوشش كوي، چې د تېرو
ورځو درسونه تكرار كړي څو راتلونكې آزموينې ته چمتو وي. خو د دې ورځې تر
ټولو لوى وياړ كار دا وي چې مسلمان د خپلو پاكو جامو د پوښلو سره يو ځاى څه
ناڅه عطر هم استعمالوي او د جمعې د لمانځه لپاره خپله ځانګړې تياري نيسي. د
جمعې د ورځې لمونځ ځانګړى اجر لري، چې د يوه حديث شريف مطلب دى چې وايي: (
... هر هغه څوك چې د جمعې هر لمانځه ته حاضريږي نو له يوې جمعې څخه تر بلې
جمعې پورې يې صغيره ګناهونه نه ليكل كيږي.) په دې مانا چې د جمعې لمونځ كول
او هغه ته حاضريدل ډير زيات ثواب لري. په خپله دغه ليكنه كې غواړو چې لومړى
د جمعې د ورځې او د جمعې د لمانځه په ګټو او بيا پر هغو علتونو خبرې وكړو،
چې په وردګو كې ولې د جمعې لمونځ نه ادا كيږي؟ خو له ټولو څخه لومړى غوره
دا ګڼو، چې د جمعې د لمانځه لنډ ترتيب ته ګوته و نيسو.
د جمعې لمونځ په ټوليزه توګه دولس ركعته دى چې دوه ركعته يې فرض او لس
ركعته يې سنت دى. دوه ركعته فرض لمونځ يې د ماسپښين د لمانځه پر مهال په
جمعې سره ادا كيږي، چې قرائت يې په جهر يعنې لوړ آواز د امام له خوا ويل
كيږي. خو سر بيره پردې ترتيب يې داسې دى، چې لومړى امام راځي او د عادي
ورځو د ماسپښين د لمانځه د ادا كولو څخه څه ناڅه وختي لومړى آذان كوي او
بيا په خپله محلي ژبه خلكو ته د نيكې لارې لارښوونه او له بدو لارو څخه د
مخنيوي وعظ او تبليغ كوي. خلك كرار كرار د جومات په لوري را مات شي او د
لمانځه په صفونو كې منظم كښيني. بيا څلور ركعته سنت لمونځ ادا كيږي او له
څلورو ركعتونو سنت لمانځه څخه وروسته دويم آذان كيږي او دوې سنت خطبې لوستل
كيږي، چې معمولا په عربي ژبه وي، قرآني آيتونه، نبوي احاديث او دعاګانې پكې
ويل كيږي لومړۍ خطبه يې له دويمې خطبې څخه څه ناڅه اوږده وي. له دويمې خطبې
وروسته دوه ركعته فرض لمونځ په جمعې سره په داسې شكل ادا كيږي لكه، چې مخكې
يې يادونه وشوه. له فرض لمونځ څخه وروسته لومړى څلور ركعته او بيا دوه
ركعته سنت لمونځ ادا او په پاى كې دعا كيږي. د جمعې د لمانځه ادا كول د
زياتو ديني او ټولنيزو ګټو درلودونكى دى، چې ځينو ته يې د دې ليكنې په ترڅ
كې په لنډه توګه اشاره كيږي.
لومړى: د لوى خداى (ج) په ځانګړي امر يو ستر عبادت په ښه شكل تر سره كيږي
لكه مخكې، چې وويل شول د جمعې ورځ د مسلمانانو د اختر ورځ ده او د دې لمونځ
ادا كول هم د لوى خداى ج د هغه شكرانې په باره كې يو ځواب دى، چې د جمعې
نعمت يې پر خپلو بندګانو لورولى دى نو د دې سترې او مباركې ورځې عبادت
ځانګړى اجر لري لكه چې په زياتو احاديثو كې يې يادونه شوې ده.
دويم: مسلمانان له يو بل سره د ليدلو چانس تر لاسه كوي، د جمعې په ورځ له
هغو زياتو اړخونو او وګړو سره د ليدو كتو چانس تر لاسه كيږي، چې په نورو
ورځو كې يې امكان نه وي او سړى يې د ليدو هيله لري. په همدې توګه د
مسلمانانو تر منځ د زياتو اړينو مسئلو د څيړلو وړتيا هم تر لاسه كيږي. زيات
خلك د جمعې د لمانځه تر ادا كولو وروسته د خپلو خپلوانو كورونو ته هم ځي او
د هغوى د حال احوال پوښتنه كوي چې نوموړي ټول مسائل د انسانانو تر منځ د
وروګلوۍ او محبت مزي لا پسې پياوړي او ټينګوي.
دريم: ځانګړې پاكي رامنځته كيږي د ځان، جامو او ځاى پاكوالى د ايمان يوه
برخه ګڼل كيږي، چې د جمعې په ورځ مسلمان ځانګړې پاملرنه ورته كوي. هغه مومن،
چې زړه يې د جمعې د لمانځه لپاره په ځانګړې توګه هوسيږي د بدن له وينځلو
سره سره د پاكو جامو اغوستلو او د امكان په صورت په خپل ځان باندې د عطرو
او خوشبويۍ وهلو ته ځانګړې پاملرنه كوي، چې يو عمومي پاكوالى په كورنۍ او
ټولنه كې رامنځته كيږي، خو لدې سره سره بايد وويل شي، چې هر مسلمان بايد د
جمعې د ورځې په څير هميشه د خپل ځان، جامو او ځاى پاكوالي ته زياته پاملرنه
وكړي. څلورم: د وعظ او ښو خبرو اوريدل ښې خبرې، دينې او ټولنيزې مسئلې بايد
وخت په وخت د مسلمانانو تر منځ و څيړل شي، علماوو او پوهانو ته فرصت برابر
شي، چې په دې اړه خلك سمې لارې ته را دعوت او له بدې لارې څخه يې منع كاندي.
خو د جمعې په ورځ د دې كار شونتيا له بل هر وخت څخه ښه برابره وي چې دغه
عظيم كار تر سره شي. په همدې توګه د ټولنې ستونزې او هغو رواجونو ته خلك
متوجه كړي، چې د اسلام له ښكلي دين سره اړخ نه لګوي او په ټولنه كې يې خلك
د راز راز ستونزو سره مخ كړي وي.
فكر كيږي چې د افغانستان په زياتو سيمو كې د نوموړو مسئلو لپاره يوازې د
جمعې ورځ يو غوره فرصت دى، چې زيات مسلمانان يوه ځاى ته را ټوليږي او په
خپل منځي مسايلو غور كوي.
پنځم: د مسلمانانو د يووالي يو ښه مظهر دى
د جمعې لمونځ د مسلمانانو د اتفاق، يووالي او اتحاد تر ټولو غوره مظهر دى،
البته په هغه صورت كې چې هر مومن د خپل خدايي نيت او ثواب له مخې د جمعې په
لمانځه كې ګډون وكړي. كه زموږ د هيواد تيرو او موجودو ستونزو ته وكتل شي،
نو زياتره يې د يووالي د نشتوالي له امله رامنځته كيږي، نو ډيره اړينه ده
چې نوموړى بنسټ له سره و رغول شي او د دې بنسټ د رغولو يوه ښه وسيله د جمعې
لمونځ، په هغه كې د خلكو پراخ ګډون او هغوى ته غوره بلنه كيداى شي.
د جمعې لمونځ يو زيات شمير نورې داسې ګټې لري، چې موږ د اوس مهال لپاره په
ياد شوو څيزونو اكتفا كوو. په وردګو كې د جمعې د لمانځه د نه ادا كولو
علتونه:
د وردګو ولايت د ټولو ولسوالۍ ګانو په مركز كې اوس مهال د جمعې د لمانځه د
ادا كولو لپاره هغه ټول شرايط آماده دي، چې حنفي فقهې اشاره ورته كړې ده ،
خو هلته له يوه محدود وخت پرته د جمعې لمونځ نه ادا كيږي او د سيمې خلك له
هغو ديني او ټولنيزو ګټو څخه په دې اړه بې برخې دي چې د جمعې د لمانځه د
ادا كولو په صورت كې به يې تر لاسه كړي. په دې ځاى كې ځينو هغو علتونو ته
په لنډه توګه اشاره كوو، چې د نوموړې ولسوالۍ په مركز كې يې د جمعې لمونځ
شا ته غورزولى دى. د سيمې د علماوو او روحانيونو تر منځ په دې اړه اختلاف د
حكومتي چارواكو نه پاملرنه د جمعې د لمانځه له ديني او ټولنيز اهميت څخه د
سيمې د مخورو خلكو بې خبري په دې هكله اختلافي او وړو وړو خبرو ته ځاى
وركول له ديني او ټولينزو مسئوليتونو سره په عمومي توګه بې تفاوتي او ځينې
نور داسې واړه واړه څيزونه كيداى شي، چې د دې ستر او عظيم كار د سر ته
رسولو د لارې خنډ شوي وي، چې دا ټول د حل لاره لري.
پايله: د جمعې لمونځ يو عظيم او ستر عبادت دى، چې لوى خداى ج په مسلمانانو
لورولى دى. جمعه د مسلمانانو اختر او رخصتي ده. په دې ورځ كې مسلمانان د
خپل ديني او ټولنيز يووالي ننداره كوي او ټول د يوه امام په كومانده د لوى
خداى ج دربار ته د عاجزۍ، شكرانې او عبادت سجده ږدي. عبادت او د خلكو يو
ځاى كيدل ځانګړې دينې او ټولنيزې ګټې لري، نو ضروري ده چې د وردګو
اوسيدونكي او ټول افغانان ځانګړې پاملرنه ورته وكړي.
|