|
درباري لیکوال (و. د ساپي) ته:
درباري ليکوالان د مدحې
زمزمې په نثر وايي
محمد اسماعیل نويد
اوس به يې نو سپين سره وایو. لومړۍ له و. د ساپي)درباري ليکوال( څخه مننه
کوم، هيله لرم چې درباري حق الزحمه يې په زړه پورې وي. نوموړي جغتو جريدې
ته ډېره ښه لنډه کتنه کړې وه، خو د ټولو دفاعيه مواردو ترڅنګ یې حقیقتونه
پټ پرېښې وو. هغه واقعیتونه چې موږ په سرلیکنه او نورو مطلبونو کې رابرسېره
کړي وو، هغو ته یې هيڅ اشاره هم نه وه کړې، لکه د تابعيت د تذکرې خرڅلاو، د
دولتي چارواکو طرف کېدل په حقوقي دعواګانو کې، د خلکو په بې اتفاقۍ کې د
ولسوالانو رول، د ځمکو غير قانوني خرڅلاو خیر نه به یې ملامتوم درباري
لیکوال دی!!!
د والي صاحب دا کار موږ منو چې، په ميدان ښار کې یې پارکونه، ودانۍ او سړک
جوړ کړي دي، دا یې زموږ سره احسان نه دی کړی بلکې خپله دنده او مسوولیت یې
دی چې بايد تر سره کړی یې وای. دی ليکي چې، اداري سيستم رغول شوی! په کومه
ولسوالۍ کې يې مسلکي کسان په کار ګومارلي دي، دوی یې دې په ګوته کړي؟! همدا
اوسمهال هم بډې او رشوتونه اخيستل کيږي، تېر کال ما په وردګ جريده کې يو
مطلب خپور کړی وو چې تردې عنوان لاندې وو: (د جغتو قاضي صاحب ته بشپړه
اشتها غواړم). محترم والي صاحب په هغه هيڅ غوږ و نه ګراوه او د اوس په څېر
يې خپل درباري ليکوال ته وظيفه ورنکړه، چې په دا ډول قاضيانو پسې يو څه
وليکي. نه والي صاحب له نوموړي قاضي سره کوم قانوني چلند وکړ. له هغه سره
باید نه يوازې دا چې قانوني چلند ورسره شوی وای، بلکې بايد له وظیفې نه
ګوښه شوی هم وای، خو نه، ده ته تر هغې هم ارتقا ورکړل شوه او اوس هم په
ميدان ښار کې د پخوا په پرتله لوړه دنده تر سره کوي.
درباري ليکوال، په خپله ليکنه کې د چک د سړک، غازي محمد جانخان ليسې ودانۍ
او ځینې نورې پروژې په ګوته کړې دي، چې رغول شوې دي. د نورو د کار له
کیفیته به څه نه وایم، خو د چک سړک نه دی رغول شوی، د غازي محمد جانخان
لېسه په ډېر بد کيفيت، چې کال وروسته به بېرته نړيږي، يو څه کار پرې شوی دی،
په دې برخه کې دوی غوږور او ښکرور دروغ ويلي دي. زه دې ته حاضر یم، چې د
ملګرو ملتونو د هيت په وړاندې سيمې ته د والي صاحب په ګډون لاړ شو او عملا
ورته وښيو چې څه يې کړي دي.
درباري ليکوال د والي صاحب له سفرونو څخه يادونه کړې ده، چې جغتو ولسوالۍ
ته یې کړي دي، د ده سفر چې خلکو ته کوم زيری یا د ابادۍ غږ رانه وړي خلکو
ته به څه ګټه ورسوي. ده يوازې په خپل سفر کې دومره وکړل، چې د پير صاحب له
دفتر څخه يې مستعمل او نيمه استهلاک شوي کمپیوټر راوړل او هغه يې هم ولسوال
ته وسپارل، چې په کور کې يې وساتي. خو له اريانا تلويزيون څخه يې د کورس د
جوړېدو خبر ورکړ. زه د دغه دروغو سپيناوي ته هره ورځ تياری لرم، والي صاحب
د ځان تيار کړي. اوسمهال په جغتو کې نه کورس شته او نه د کمپيوټرو پته، دده
ټول کارونه همدا ډول دي.
دی وايي، چې مکتبونه جوړ شوي دي، ښه اقدام دی، خو که خوب ليدل نه وي! خو
والي صاحب له دې نه دی خبر چې په مکتبونو کې څه تېرېږي. ايا درس شته؟ که د
معارف هيت په يوه کيلو انګورو او يو څاښت غوښه له مکتب څخه داسې په عزت
رخصت کيږي، چې د مکتب ودانۍ هم ونه ويني. زه يې په ريښتيني ډول نمونې ورکوم،
ان چې عملا یې ورولم. د معارف شاګردان استادانو ته سلام نه وراچوي، بې
کفايتي دومره زياته شوې، چې د معارف هويت خو تر سوال لاندې دی، خدای د خير
کړي چې داسې نه شي پېښه، چې يوه ورځ شاګردانو استادان وهلي او ان وژلي یې
وي. درسي کتابونه خو له سره نشته، که ځينې پیدا کيږي هغه هم په دري ژبه،
پښتني سيمو ته استول شوي دي. ايا دا وړ او مناسب کار دی؟ ولې د معارف رييس
نه لرې کوي؟! په سيد اباد ولسوالۍ کې څو مکتبونه وسول، ايا دوی د هغو په
اړه کوم لازم تدبیر ونيو؟ په جغتو ولسوالۍ کې ماشوم ورک شو، دوی په دې برخه
کې څه وکړل؟ په جغتو ولسوالۍ کې، چې کومې مرستې وشوې، هغه په متوازن ډول
ووېشل شوې؟ ایا والي صاحب له دغه مواردو خبردی؟
درباري لیکوال لیکلي دي: په زغرده ویلی شم، چې د تېر کال په پرتله اداري
فساد ۶۰ سلنه را ټيټ شوی دی، ايا دی دې تحقیق او څېړنې په اصولو پوهيږي؟
دده دا قضاوت پرځای دی؟ څنګه، د کومې څېړنې له مخې ده دا ارقام وړاندې کړل؟
که نه له درباري سرچينو يې را اخيستي!
د درباري ليکوال، د دوستانو خوله هم معلوماتي سرچينه ده، د هغوی له خولو
وایي، چې والي صاحب د ځمکو د توزيع په اړه داسې پلان لري، چې هغه کدرونه چې
له وردګو نورو ولایتونو ته ځي د هغې مخه ونيول شي، دده دا خپلوان اودوستان
هماغه لوړ پوړي چارواکي دي. نه کدرونه شته او نه هم کوم بل ښه او قانع
کوونکی پلان، یوازې د مهاجرينو ځمکې په لوړه بيه، بې له کوم قانوني معیار
څخه پلوري. دا هسې بابولالې دي چې دوی د کدرونو ښارګوټی جوړوي.
درباري ليکوال یوه بله بې مدرکه خبره هم کوي او وايي، چې قوس( ) پيسې
لګښت د چک په فابریکه راځي او دغه نامعلوم رقم ته دونران زړه نه ښه کوي، چې
جوړه یې کړي. دی دې دا بې مدرکه سلامونه او دعا ګانې مړو ته ور ولیږي، په
ژورناليزم کې هرڅه مستند په کار دي.
په وردګو کې يې د مسلمانې پي ار ټي خبره کړې ده، د اسلام او غیر مسلمان
موضوع بېله ده، موږ اوسمهال له ټولې غیر مسلمانې نړۍ سره ښې اړيکې لرو، د
کار په اړه د راته ووايي، چې څه يې کړي دي؟ ده دې بيا ودوانولو د کارونو او
امکاناتو په اړه د اطلاعاتو او کولتور د ارشيف يادونه کړېده، وايي لم يې د
لېوه تر غاړه ورکړ، په هغه څه کې چې حساب کتاب ضروري وي، هغه کله دوی په
ارشیف کې ساتي.
درباري لیکوال د جغتو جريدې کارکوونکي سایکولوژيکي ناروغان بللي دي، موږ
سايکولوژیکي ناروغان نه یو بلکې سایکولوژيکي ډاکټران يو. ناروغي تشخيصوو
بيا یې درملنې ته لاره هواروو، لازمې مشورې ورکوو. ستا ليکنه په دې نه ارزي
چې زه دغه ټول موضوعات تر ذره بین لاندې و څېړم که نه نو دغه ټول موارد د
اثبات وړ دي.
درباري ليکوال یوه ښه او په زړه پورې خبره کړې ده هغه داسې چې: د مرستو
جذبول ځانګړی استعداد او وړتيا غواړي، دی په دې قانع دی چې، دا والي صاحب
ددې وړتيا نلري او دا هم تشې خبرې نه دي. خدای د وکړي، چې له ده څخه په دې
خبره حق الزحمه و نه ګرځوي او یا خو هم بې ځايه ورته په غصه نشي.
درباري ليکوال د ولایت له نوم څخه بيا هم زموږ د سرلیکنې په حواله د تفرقې
لپاره کار اخلي، دا د وردګو ولایت د اوسمهالو چارواکو تر ټولو لويه نقیصه
څه، بلکې ددوی ځانګړی صفت دی. ښاغلی درباري ليکوال کوم سند لري، چې ميدان
وردګ د وردګو د ولایت نوم دی؟ د نومونو اړول د قانوني دولتونو او د
پارلمانونو دنده ده، موږ دا ډېره موده قانوني دولت نه درلود. نو په څه به
يې خپل پخوانی نوم له لاسه ورکړی وي.
درباري ليکوال د ميدان ښار ته د وردګو د ولايت د څارنځی نوم ورکوي، لاړ شی
په دغه لیرو پرتو ولسوالیو کې ټولپوښتنه وکړی، چې ايا دا څارنځی دی او که د
مرستو او امکاناتو د هضم او غصب ځای؟ زموږ د ميدان ښار په ابادۍ سترګې نه
دي درنې شوې، بلکې د بيارغونې د کارونو د توازن غوښتونکي يو. په ودانيو د
رشوت مخه نه نيول کيږي، د کار اهل ته کار سپارل د بډو مخه نيولی شي. ديانت،
تقوا او د نور ملت نه هېرول د اداري فساد مخه نيولی شي.
والي صاحب که د ملي پيوستون پروګرام خپل کار او ابتکار بولي، هغه ددولت
عمومي پروګرام دی او په ټول افغانستان کې عملي کيږي. دا دده ابتکار نه دی،
حال دا چې د وردګو په ځينو برخو کې لا تر اوسه هېڅ درک نه لري. سړکونه که
پخيږي دا هم عمومي دولتي پروګرامونه دي، دی دې را وښيي، ده په خپل ابتکار
څه کړي؟!
په وردګو کې يوازې سويډن کار کوي، ده کومه بله موسسه هلته جذب کړې ده، د
نورو ولایتونو په تناسب امنیتي وضعه هم ښه ده، ولې يې نه دي جذب کړې؟ دا
ټوله بې وړتيايي ده. دی په کومه سیمه کې ابتکاري پروژې لري؟ موږ ته د ٍيې
په ګوته کړي؟
درباري ليکوال موږ ته تخريبکاران ویلي دي، د بې مسوولیته چارواکو په وړاندې
ازاده مډيا طبعا تخريبکاره ده، ځکه ددوی د درغليو موارد په ګوته کوي، موږ د
وطن اصلي بچیان نه بولي، پي ار ټي کېدای شي د وطن اصلي بچيان وي، نن خو يې
مسلمان وبلل خو وروسته به زموږ د ولايت تابعیتونه هم ورکړي.
درباري ليکوال د مرستندویانو ذکر ډېر اوږد بللی او موخه یې داده، چې ډېرو
مرستندویانو مرسته کړېده، خو د ابادی نمونې یې د راوښيي.
درباري ليکوال زموږ په جریده دا تور لګولی چې د دوی له لیکنو د تبعیض بوی
راځي، خو ددوی له لیکنې د معافیا، اداري فساد او نورو ستونزو د نه افشا
کولو بوی راځي. خوښ يم چې زموږ سیمه هم درباري ليکوالان لري او د مدحې
زمزمې په نثر وايي.
د ازادو مطبوعاتو د لا غوړېدا په هيله
) داوښ په شا سپي وخوړ) دليکونکي دپاملرنې
وړ!!!
میرویس میرخیل وردګ
دا ورور چې د جغتو مياشتنۍ جريدې په کوم ليکونکي يې نيوکه کړې . په تاسف
سره کله چې ما دده ليکنه ولوسته ، لکه څنګه چې دې ملګري ځان يو ډير په وطن
مين اوپه اصطلاح يو خير خوښونکۍ شخص معرفي کړی ، ماته لږ شک را پيدا شو چې
ددې ښاغلي له خبرو هم دتضاد او نفرت بوی راځي٠ او ماته داسې ښکاري چې په
لومړي قدم کې د وردګ له نوم سره حساسيت لري ، او په دوهم قدم کې ددې په هځه
کې دی چې د ورګو تاريخي نوم ته دپيشوند يا پسوند په ورکولو سره له تاريخ
ځخه او دافغانستان له نقشې څخه په يو شکل د اشکالو محو کړې ٠ ماته دا شک هم
پيدا شو چې دا ورور ته به خامخا دبعضې افغانستانيانو لخوا لارښونه شوې وي
چې دا نسبتا دروشنفکرو او نسبتا لږ ډيرو باسوادو پښتنو ولايت اصليت بدل کړي
٠ لکه افغانستانيان چې تاريخي افغان نوم په افغانستاني بدلول غواړي ٠ په
ډيره خواشينۍ سره بايد ووايم چې نه يواځې نور قومونه او دهغوی مطبوعات پدې
هڅه کې دي چې دوردګو ولايت نوم ته تغير ورکړي ، دادی زموږ يو پښتون ساپۍ
ورور هم له دوی سره همغږی شو او په پټو سترګو په ډيره بیرحمۍ او بيغورۍ
ديولوی قوم په هکله مغرضانه قضاوت کوي . ساپی ورور چې دوردګو ولايت په لوی
اکثريت باندې دا غږ کوي چې له خپل قومي نوم څخه دملي يووالي اوپيوستون په
خاطر تيرشی،نو داغږ ولې ددې ولايت په لږکيو نکوي چې په يوه وړه منطقه کې نه
يواځې دقومونو بلکې دژبې او مذهب له نظره هم سره توپير لري ؟؟؟ نن که وردګ
قوم له خپل تاريخي اووياړلي نوم څخه تير شو نو دا ورځ به هم لرې نه وي چې
دوردګو نوم به دهزاره مليت وروڼو دخوشحالولو په خاطر په ( بهسود ميدان
وردګو) واړول شي . او دساپي ورور او دنورو افغانستانيانو حد اقل يو ارمان
به پوره شوی وي .او بل دا چې ساپيه وروره دا به صحيح وي چې د ور دګو ولايت
به دجوړښت له نظره دومره سابقه نلري ، خو خپله د وردګو قوم ډير تاريخي
قدامت لري چې ريښې يې دمنګل اوځاځي قومونو ته رسيږي !!! لکه څنګه چې ديو
قوم ويا ړنې او لاس ته راوړنې دهغه قوم په نوم او نښان پورې تړاو لري ، نو
نه يوازې زه د يو وردګ ځوان په حيث بلکې ټولو وردګ وګړو ته دا دزغملو وړ
نده چې دولايت نوم يی چې دقوم نوم هم دی له پيشوند يا پسوند سره دې يو ځای
شي!!! او ته بايد په ياد ولري چې وردګ نه يواځې دولايت نوم دی بلکې ديو
پتمن، وياړلي،روشنفکره او ديو پښتون قوم نوم دی!!! تاته به شايد خپل ساپي
قوم ارزش نلري چې داسې د اخلاص او پيرزوينې قضاوت دنورو قومونو په هکله کوي
، خو زه يقين لرم چې هر پښتون ته خپل قوم ډير ارزښت لري او دنوم او نښان په
ساتنه کې يې هر راز قربانۍ ته حاضر دی!!!
په پښتنه مينه
و. دساپي ته:
درباری میرزایان
ستانه دار
پخوانیو واکمنو له پاچا ترحاکمه زیاترو به په دربارکې د ځان ستاینې او
رواني تسکین لپاره یو څوکسان ساتل، دوی به نو لکه چې جمیع الکمالات وو،
درباري منظومې ،صفت نامې او د واکمن د ورځنۍ ناستې ولاړې کرونولوژۍ به یې
لیکلې. کله کله خو به، چې وزګارشول فالونه اوتالې به یې هم کتلې، د دوی
ځینې په دغه هنرکې هومره مخکې و، چې غیب به یې ویل او د حاکم سترګې به یې
دغسې ورپټې کړې، چې تور دروغ به ورته سپين رښتیا شول. له ګنهکار واکمن نه
به یې سپینه ملکه جوړه کړه، رعیت به یې پرې هیرکړ او نو ځکه به یا واکمن
خوب کاوه یاښکار.
یو وخت راورسید چې د رعیت ستونزې ترسر واوښتې اومجبور شول چې یا دخپل واکمن
ګریوان ورڅیرې کړي یا اداره او دربار لکه دځان ضدسنګر دژوند په چاروکې شاته
واچوی. دانوبیا نه درعیت په ګټه وه نه دواکمن ځکه هر دواړه یو دبل د اعتبار
لپاره مخ اواستردي. موږ چې په اوسنۍ پیړۍ کې اوسو او هډو د هغه حالت په اړه
یوازې تصورکوو، هم ویلای شو چې دټولنې دورسته پاتې کیدو اواعتماد دکمي لامل
به همدا و.
له بده مرغه ځینې ذهنونه لا هم په هغسې روحیه چټل دي، نه یوازې چې د بیان
ازادۍ په مرۍ چاړه راکاږي بلکې په عصری پیړۍ کې د عصري پرمختګونو مخه هم ډپ
کوي. زه خوپه دې عقیده یم، چې لطفا داتاسې ته خواږه حاکمان په غوړه مالۍ
اسمان ته مه جګوی، باورلرم چې هغوی به خپلې ټولې کمزورتیاوې اوناکامۍ په
سړه سینه ومني که تاسې ورته پوله پیچومی نه کړی. واقعیت ولې دغسې پټ پاتې
شي اوکه هغوی یوازې په همدې هنرپیسې درکوي نو له بله وطنه خونه یاست راغلي
لږ داخپل خلک خپل وګڼی .
ګیله له هغه چاکیږي چې تمه ترې کیدای شي جناب نعیمي صیب چې وردګو ته راغی
ترده وړاندې واکمن هرڅه شپیلولي و، د وران ولایت مظلومو خلکو جدي لاس نیوي
ته اړتیا درلوده خو والي صاحب د درباري میرزایانو په غوړوغوړو ستاینو غلط
شو او هرڅه یوازې په شعارکې ترې پاتې شول. زه درباري لیکوال ته وایم چې
ښاغلیه داداري فساد دکچې د ټیټیدو احصایه موکله واخیسته ؟ اوجالبه خو داده
پداسې ولایت کې چې ان دمامورینو حاضري په ترتیب نه ده، د رشوت کچه څومره
دقیقه ارزوي .
له ولایت نه دساپي صیب یوه بله دفاعیه ماده زموږ ترادعا لاخندنۍ ده، هغلته
یوښارګوټی داوطلبی ته وړاندې شوی، یوازې هغوی پکې کورونه جوړوی شي چې پیسې
لري او قیمتونه یې په عجیب ډول ورځ تربلې لوړیږی، ساپي صیب په ځواب کې
لیکلي چې دا دوالي بنیادي پروژه ده او دلته د لوړو زده کړو خاوندانو ته
کورونه ورکوي، والي غواړي په دې توګه له وردګو نه دکدرونو دفرارمخه ونیسي.
نوکه داسې وي بیا باید هم د ځمکو نرخونه درۍ چنده شي، ځکه کدرونه په کابل
کې په ډالرو معاشونه اخلي اوددوی راګډول به بازار لاتود کړي.
په چک کې د دوو پروژو په اړه ستاسې غورې بیخي بلاکوي، وروره! دا د چک سړک
لکه چې په هوا جوړشوی یا دې له کوم درباري دروغجن نه اوریدلي ګنې زه خو هره
اونۍ په هماغه کنډ کپرسړک تیریږم اوټول ډریوران ښیراوې کوي. د بریښنا د بند
د لګښت اندازه مونده ټاکلې لکه چې ددووجوړښت ته موپریښې وي.
زه تیاریم چې خپلې ټولې ادعاوې په جزیاتو ثابتې کړم، خیرکه د درباري لیکوال
سترګې د ولایت آونمک پټې کړې زما له خپلوخلکو، خپلې سیمې سره بې کچې مینه
ده. ساپی صیب ډیرځیرک دی، دخلکو نبض یې زما دلیکنې په املاکې موندلی او
وایي چې ولې مې یوازې وردګ ولایت ویلي دا ولایت له تخت کوتل نه تر روضې
کوتل او د ورستیو بهسودو له ورستي سرحده د لوګرترکرښې پروت د وردګو په نامه
دی، خوتاسې جناب ته یوازې همداخواست کوم چې دقومونو له تفرقې نه دهغوی په
یوالي خوښ شی، د اعتماد د له منځه وړلو پرځای داعتماد د پیاوړتیا لپاره
کاروکړﺉ اوداپریږدی چې ساپی څوک دی او وردګ څوک .
زه هوډ لرم چې دوالي صیب د درباري میرزایانو لپاره په وردګوکې ټولې پرتې
ناخوالې یوه یوه دجغتو په بله ګڼه کې په ګوته کړم دا زموږ لیکوالو مسولیت
دی اوکه سترګې پټوو له خپلو بیوزلو، محرومو او اړمنوخلکوسره ظلم کوو.
دبیان دازادۍ اوشفاف مدیریت په هیله
د اوښ په شا سپي وخوړ د مطلب د ليکوال د پام وړ:
نه هسې او نه دسې!
امین الله عادل
دکرزي صاحب د څو مسلسلو حکومتونو او وردګو ولایت د یو شمېر والیانو له جلمې
ښاغلی عبدالجبار نعیمي یوازنی کس دی چې ددغه ولایت لپاره یې څه نا څه خدمت
کړی، ولایت یې رغولی او د ولایت د ابادۍ لپاره یې هڅې کړې دي.
محترم والي صاحب چې هرڅه کړي، له هېچا پټ نه دي او ټول په درنه سترګه ورته
ګوري، موږ وینو چې نعیمي صاحب که ددغه سیمې د ابادۍ په هڅه کې دی هغه دي
ټول خلک یې ستایي، افرین پرې وایي او مننه ترې کوي. والي صاحب که د ابادۍ
یوه ډبره هم کیږدي هېڅوک به یې هېره نه کړي، تل به یې خلک یاد ساتي، ښایي
یو وخت به والي صاحب نه وي، خو یاد به یې ضرور تلپاتې وي.
که د جغتو جریدې مقالې او د هغې پر سر راپورته شویو متضادو ځوابونو ته راشو،
باید ووایو چې د نوموړې جریدې موخه دا نه ده چې د والي صاحب ښېګړې منفي کړي،
بلکې د والي د لا پاملرنې غوښتنه کوي، د ستانه دار په وینا (ګیله له هغو
کیږي چې تمه ترې کیږي) د والي صاحب د ليکوال ځوابي ليکنه ښکلې ده، خو دا
باید ووایو چې د ولایت ودانۍ رغول شوې دي، سړکونه پاخه شوي دي، مسجد او
ریاستونه جوړ شوي دي، خو د چک سړک بیخي نه دی جوړ شوی، په سلګونو مارکيټونه
نه دي جوړ شوي، د خلکو کښتونه او فصلونه له منځه تللي، چایې غمه نه ده
خوړلې.
دا سمه ده چې والي صاحب ځوان او با ابتکاره دی او اداري جوړښت ته پاملرنه
کوي خو والي صاحب ته دې یاده وي چې د دې ټولنې قومي جوړښت داسې دی چې غل یې
په خپله سیمه کې غلا نه کوي، سوالګر یې په خپله سیمه کې سوال نه کوي، خو
متاسفانه چې په همدې اوسنۍ اداره کې داسې بډې اخیستونکي شته چې يوه امضا بې
له پیسو نه کوي، ان څوک خپله حقه تذکره بې له پیسو نشې ترې اخیستلای. د
والي صاحب لیکوال وایي چې والي صاحب ولسوالیو ته سفرونه کوي، تر څو د خلکو
ستونزې له لنډه و ګوري، رښتیا چې دا د والي صاحب نوښت دی، خو کله چې جغتو
ولسوالۍ ته تللی وو، د یو مهربانه مسوول په توګه یې باید د یوې لیسې زیارت
هم کړی وای، چې په دې سره به ضرور دا پوښتنه ورسره پيدا شوې وای، چې ددغه
ولسوالۍ مرکزي لیسه چېرې؟ دا څنګه د ولسوالۍ زړه دی چې لیسه پکې نشته، که
لېسه نه وي متوسطه خو باید وي؟
خو هلته یوه ابتدایه ښونځی او هغه هم تر پرونه په سره ډاګ پرته وه، پنځه
سوه شاګردان او یوازې شپږ معلمان لري او بس.
ريښتیا ده چې د چک د فابریکې په اړه به والي صاحب بې خبره نه وي خو که د
نوموړې فابریکې قدامت او اهمیت ته ځیر شو بیا نو هر چارواکی تر هغه مسوول
دی تر څو یې د ا فابریکه په لازم ډول سره په پښو نه ده درولې.
په میدان ښار کې چې د علمي کدرونو لپاره والي صاحب کوم ابتکار کړی دا رښتیا
د ستاینې وړ دی خو دا خبره به لا عملي شوې نه وي، اما له دې خبرې نه پوره
خبر یم چې زموږ د وردګو خانانو او ملکانو پکې ځمکې اخیستې دي، خپله سهمیه
یې تر لاسه کړې ده. ان هغه د مهاجرینو لپاره چې کومه سهمیه بېله شوې وه په
هغه کې د ولسوالیو شوراګانو خپل ملکان ور معرفي کړي دي.
د والي صاحب لیکواله! دا منو چې د مرستې را جلبول استعداد غواړي خو زموږ په
والي کې دا استعداد شته خو په هر ډول چې وي باید ویې کاروي، دا نقل به موږ
والي صاحب ته ورکړو چې داسې موسسه نشته چې ددې سیمې خلک به نه وي پکې، دا
نو اوس په والي صاحب پورې اړه لري چې څنګه یې را جلبوي او سمبالوي!
د والي صاحب لیکواله! که د جغتو جریدې مسوولین او دا نور لیکوال ټول غلط او
تیروتي وبولو دا به ته هم راسره منې چې د خلکو غوښتنې او د یوې سمې نيوکې
کول او حق غوښتل تبعیض او بد بوی نلري، دا عمل به د هغه ښکېلاکګرو سیاست وي
چې ته خپل حق غواړې او دوی دې ترهګر او باغي وايي.
بس همدومره
د جغتو مهالنۍ د نيوكو پر غبرګونونو يو څو يادونې
دكليوال په قلم
څو ورځې وړاندې د بينوا په پښتو ويبپاڼه كې د جغتو مهالنۍ دنورو يو لړ غوره
ليكنو په لړ كې د ميدان وردګو د ولايتي بيا رغونې پر بهير او محلي ادارو پر
كړنو ګوتنيونې درلودې، چې ورپسې بيا د ميدان وردګو د والي او نورو چارواكو
په دفاع د جغتو د مهالنۍ پرګوتنيونو يوه انتقادي ليكنه خپره شوه، دوهمې
ليكنې نور حساسيتونه راوپارول او دوه درې ځوابونه پسې راغلل.
دې پرلپسې ليكنو دې ته اړ كړم چې څو كرښې په دې موخه تورې كړم چې كه خپل
دغه ټول درانه ښاغلي له دې ((ناندريو)) نه را ايسار كړاى شم چې د زړه بديو
نه پرته ښايي نوره داسې د پام وړ پايله ونه لري چې څوك پرې ښاد شي.
په دې باب زما لومړۍ ګيله له و. د ساپي څخه ده، ځكه چې د مطبوعاتو او بيان
د آزادي پر اساس (جغتو) مهالنۍ د انتقاد حق درلود. موږ چې وايو خپرونې نن د
دولت څلورم ركن دى، همدغه يې مسووليت اودنده ده چې د چارواكيو كمزورۍ په
ګوته كړي، يا د لاغوره والي لپاره ځانګړي وړانديزونه ولري.
كه فرضاً د جغتو د مهالنۍ نيوكې اويا اعتراضونه بيځايه واى په داسې الفاظو
او لهجه يې مستدل ځواب وركړى واى چې د خپرونې اوليكوال عزت او وقار پكې
خوندي واى د ښاغلي و.د ساپي ځوابيه ليكنه پردې سربيره نور هم ډيره سطحي وه
اوله ولايتي چارواكو څخه چې كومه ننګه شوې وه هغه تر ډيره حده ((بده ننګه))
وه. زما باور دى چې دا د ((اوښ پر شا سپي وخوړ)) د ليكنې د ليكوال شخصي
احساسات دي چې والي ښاغلى نعيمي او نورو چارواكي پرې خبر هم نه دي.
د و.د ساپي په ځواب كې راغلې نورې ليكنې كه څه هم طبيعي غبرګون دى، خو دغو
ښاغليو هم له يوه اصل څخه پښه اړولې ده، زموږ د ستر پيغمبر ارشاد دى چې
تاسو له چاسره دوستي او يا دښمني له نياو او عدالت څخه لرې نه كړي، دغو
درنو دوستانو د و. د ساپي د ليكنې په غبرګون كې د زړونو بړاس پر والي ښالي
عبدالجبار نعيمي تش كړى دى، كه څه هم نوموړى له انتقاد هيڅكله هم اوچت نه
دى، هيڅ انسان له كمزوريو خالي نه وي.
وروره! كه ناخوالې شميرو ښايي له شمير وتلې وي، دغه خبره هسې شعار نه دى چې
د ديرش كلونو ويرانې په دې لنډه موده كې نه رغيږي، واقعيت همدغه دى، له بله
پلوه نن زما او ستا د هېواد په ټول نظام او اداره درسته نړۍ همدغه نيوكه
كوي چې فساد پكې دى، موږ كه د يو چا په باب قضاوت كوو نو دغه ظروف او شرايط
ټول بايد په پام كې ونيسو، كه چيرته قاضي رشوت اخلي، كه چيرته د امنيې
قوماندان او ... چيرته بل كوم مامور دنده نه اجرا كوي ددې ټولو پړه به هغه
مهال د يوه تن ((والي اويا ولسمشر)) پر اوږو واى چې موږ د يوه بشپړ اصولي
اداري نظام خاوندان واى.
په دغسې وضع كې د يو چا په باب دا قضاوت چې څه رول لري مثبت او يا منفي تر
ټولو مهم ټكى دا نشي كيداى چې څومره كارونه يې كړي او څومره پاتې دي؟ دلته
دقضاوت اصلي معيار بايد دا وي چې څومره د كار جذبه او هوډ لري، څومره د وطن
د جوړولو په فكر كې دى اويا برعكس وخت يې په عياشيو او چكرونو كې تيريږي او
يا د ډالرو په راټولولو كې!
كه د ميدان وردګو اوسنى والي په دې معيارونو ارزوو وبه يې وينو چې د څه
كولو جذبه او اراده لري، بس همدغه موږ غنيمت بولو، راځئ ټول ښې مشورې وركړو،
ستونزې ورپه ګوته كړو او راځئ موږ پخپله لاس په كار شو او خپل چارواكي د ((درباري
غوړه مالانو)) له شر څخه وژغورو چې غافل اومغرور يې نه كړي، خو په خدمت يې
وستايو چې د نورو خدمت حوصله وركړي.
له ټولو درنو قلموالو نه مې وروستۍ هيله داده، چې نور دې بې خونده بحث ته د
پاى ټكى كيږدي.
په درنښت
|