|
|
تږى د اوبو له ډك مشك سره
له قافلې وروسته پاتې ؤ، اوښ يې نور د تلو جوګه نه ؤ، دېته اړ شو چې د اوښ
بار پخپله غاړه واخلي او پلى په لار روان شي، هوا لمرينه او ډېره ګرمه وه،
ستړيا او تندې له هغه څخه د تلو ځواك اخیستى ؤ، په ډېره سختۍ سره يې ساه
ويسته، خولي ترې روانې وي، پښې يې په ځمكه څرښيدي، خو بيا هم روان ؤ، غرونه
او درې يې شاته پريښودې، په ځان يې تلكيفونه ګالل خو ناسته يې نه وه.
خپل ځان يې له ياده وتلى ؤ، موخه يې يواځې رسول صلي الله عليه وسلم او د
هغه قافلې ته رسيدل وو، قافله او سپاهيان چې د روميانو د احتمالي حملي د
مقابلې لپاره د شام په لور روان وو، نا څاپه يې د آسمان په يوه څنډه كې
وريځ وليده، ګومان يې وكړ، چې هلته باران اوريږي، خپله لاره يې په هغه خوا
چپه كړه، يو ځاى ته ورسيد، چې هلته د تيږي په يو ژور كډي كې د باران اوبه
غونډې شوي دي، لږ يې ورځنې وڅښلي، ولي په فكر كې يې ياد ته راغله، ژر یې
خپل سر اوچت كړ او د اوبو له څښلو څخه منصرف شو او بېرته يې خپل يون پيل کړ.
حركت يې وكړ، په داسې حال كې، چې دى ډېر تږى ؤ، صبر او زغم هغه ته لوړي او
ژوري د رڼا په شرابو كې ليدې او مخكې روان ؤ، له لرې يې سترګې په تور شي
ولګيدي، ډېر خوشحاله شو، ته به وايې چې نوى يې ځان پيدا كړ، زړه يې له
خوشحالۍ ورتل، له سترګو يې اوښكې روانې وي، قدمونه يې ګړندي كړل، يوه شېبه
يې سترګې له سپاهيانو نه بلي خوا ته نه اړولې.
سپاهيانو هم له لري يو تور شي وليد، چې دوى ته نژدي كيږي او د دوى په لور
را روان دي. پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته يې وويل: يا رسول الله داسې
ښكاري، چې هغه سړى زموږ خوا ته را روان دى، رسول اكرم صلي الله عليه وسلم
وفرمايل: څومره به ښه وي، چې دا ابو ذر وي، تور شی نژدې را ورسيد، ناڅاپه
يو عسكر غږ كړ: هو، په رښتيا چې ابو ذر دى، په هغه وخت كې رسول صلي الله
عليه وسلم يې استقبال وكړ، پېټی يې ورځنې واخسته، خو ابو ذر رضي الله عنه
له ستړيا او تندې بې حاله په ځمكه ولويد.
رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له ملګرو هيله وکړه، چې: اوبه راوړئ ابو ذر
ډېر تږى دى، ابو ذر په ګنګوړه غږ چې د خاموشۍ په لور روان ؤ، خپلې وچې شنډې
په زحمت پرانيستې او زياته یې کړه:
نه! ضرورت نشته اوبه زما سره شته. پيغمبر صلي الله عليه وسلم په تعجب سره
وفرمايل! ته اوبه له ځان سره لرې او لا تږی يې؟!
ابو ذر وويل: هو! پلار او مورمې د تر تا قربان شي، په تيږه ور برابر شوم چې
په هغه كې يخې او خوږي اوبه وي، لږ مې وڅښلي په هغه وخت كې مي وويل: لدې
اوبو يې نه څښم ترڅو زما آشنا او د خداي پيغمبر صلي الله عليه وسلم يې
ورځني ونه څښي. ژباړن: سعيد الله شيرزوی
وروستۍ خبره: له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دي وايي چې نبي كريم صلى
الله عليه وسلم وفرمايل: "د روژې په لومړۍ شپه شيطانان تړل كېږي، د دوزخ
دروازې بندېږي او هېڅ دروازه به يې پرانيستې پاتې نه شي. بله خوا به د ټولې
جنت دروازې پرانېستل شي او هېڅ دروازه به يې بنده نه وي او د الله له لوري
به يو څوك داسې غږ كوي: اى د خير غوښتونكيه را وړاندې شه او اى د شر
غوښتونكيه ځان دې در ټول كړه. د الله له لوري به د روژې په هره شپه كې دوزخ
له اور څخه خلاصون وي" (رواه الترمذي) يعنې دا چې الله (ج) په خپلو بنده
ګانو غږ كوي، چې كه تاسې واياست چې موږ شيطان تېرباسي، نو دا دي ټول
شيطانان وتړل شول، نو پس لدې داسې كوم عذر نلرئ، چې د الله اطاعت او عبادت
ونكړئ.
مننه او کور ودانی:
د جغتو مهالنۍ د دې ګڼې لګښت د افغانستان د لوړو زده کړو د موسساتو د بیا
رغولو د پیاوړي همکار او د انګلستان د برایټون د پوهنتون استاد ښاغلي
دوکتور بهاوالدین بها په خپله غاړه اخیستی دی چې د جغتو مدني او کلتوري
بهیر ورته کورودانی وايي
|