کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   د تيارو د هر ماښامه ستوري څاڅي          د وردګو دهر قامه ستوري  څاڅي  
جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دګوربت بندونه،دسيمې ...
ټولنيزوالى او د هغه ..
اسلامي اخلاق د روښانه ...
خامخا يې ولولئ
د ټولنې د ودې لارې...
جغتو ...
طنز:
تږى د اوبو له ډك مـ  ...

 دلوى خداى په نامه

سرليکنه

هسكې اوټيټې

لوی خدای د خپل حکمت له مخې انسانان داسې یو عجیب مخلوق پیدا کړی دی چې که یې هیلو، آرزوګانو او آرمانونو ته وګورې نو په یقین سره ویلای شو چې په هر انساني درمند زړه کې دومره هیلې د غوړیدو په موخه انتظار ناستې دي چې حساب یې نه کیږي. خو بلې خوا ته که د انسانانو قسمت، تقدیر، کار، عمل او امکاناتو ته وکتل شي نو بیا په زړونو کې د هغو هیلو ونډه ډیره زیاته وي چې لا د غوړیدو انتظار باسي. له دې ټولو خبرو جوتیږي چې نهیلي ښه نه ده بلکي انسانان مکلف دي هغه چارې سر ته ورسوي چې د خپلو حدودو او امکاناتو په رڼا کې یې د سر ته رسولو توان لري. د جغتو مهالنۍ هم د خپل ژوند د هسکو ټیټو په کاروان کې له همداسې یوې قاعدې څخه مستثنی نه شي ګڼل کیدی بلکي هیلې زښته ډیرې دي خو عملي کیدل یې ځانګړي شرایط غواړي او موږ هیله من یو چې د لوی خدای (ج) په مرسته، ښه نیت، یووالي او د خپلو خلکو د بشپړې همغږۍ همکارۍ په لړ کې به د خپلو ټولو روا هیلو په لاسته راوړلو کې د بري څوکې ته رسیږو. جغتو مهالنۍ د خپلو هیلو د غوړیدو په درشل کې له یوه ځنډ وروسته دا دي بیا هم ستاسو ښاغلیو لاسونو ته در رسیږي او ستاسو د لیمو د ښکلاوو په ورا کې د خپلې کلتوري بریا ملي اتڼ ته څڼې غوړوي او تاسو ته د خپلو ښایستونو دومره ډالۍ بخښي چې په وس یې پوره وي.
جغتو مهالنۍ ستاسو ده او ستاسو په ورورګلویزو مشورو، خوږو لیکنو او هراړخیزو مرستو به هرو مرو د خپلو هیلو هغه غوټې هم د خپلو هڅو په وریښمینو منګولو راسپړي چې د آرمان په بوخڅه یې کې د رنګینو دسمالونو په څیر ایښې دي.جغتو مهالنۍ په ډیر ویاړ سره اعلان کوي چې تر خپله وسه به د خپلو غم ځپلو خلکو مخې ته د داسې رنګینو هیلو، امیدونو او آرزګانو د عملي کیدو ګلونه کري چې د خوښۍ د طراوت وږمې به یې د سوي ګلزار ړنګې جونګړې ته د درملو کاروانونه لیږدوي.دا دي جغتو مهالنۍ یو ځل بیا د چاپ زیور مومي او له تاسو ښاغلیو سره د هغه کلتوري یون په خواږه منزل کې ونډه اخلي چې دغه وران او ویجاړ هیواد ته یې د سولې، روغې، ورورګلوۍ، امن، سکون او بیا رغولو د ښکلاوو د راوستلو لپاره مټې رانغښتې دي. جغتو مهالنۍ باور لري چې د ټولو افغانانو د بشپړې ورورګلوۍ او همغږۍ پرته د دې هیواد د بیا رغولو کاروان نیمګړی دی نو څومره به ښه وي چې د داسې یوې فضا په جوړولو کې لاسونه سره یو کړو چې د هیڅ یوه افغان په رخسار باندې د خپګان صحنه و نه لیدل شي بلکي د هر هیوادوال په سپیرو شونډو باندې د خوښۍ نیازبینه موسکا خپوره وي. د همداسې یوه روښانه راتلونکي په هیله.

د مجبورۍ سپينه خبره!
دستروچارواکوپه اړه یوه پوښتنه، چې له پخوا ناځوابه پاتې ده داده، چې دا واړه اود منځنۍ کچې چارواکي دکومومعیارونوله مخې ټاکي؟ موږ چې نندارچیان یو اوخپل سیمه ایز واکمن ښه پیژنو، داسې انګیرو، چې یره (لنده وچه) به ورباندې اچوي یا خوکه غاړه مې بنده نشي له ګوډي (كڅوړې) یې راکاږي. دغسې تر سویې (كچې) لوړې اندیښنې خو به د وزیرانو په هکله هم کله کله د چاپر ذهن غالبې شوې، خو اوسنیو پارلمانچیانو له دې لالچ نه نجات ورکړی (هرسړی پیدا دی خپل خپل کارلره کنه). د نورو لوړ رتبه چارواکو په اړه همغسې لکه پخوا څوک په زغرده نشي ویلای، چې دکومې ښې تجربې په بنسټ ټاکل کیږي، خو خیر موږ به یې ټاکل د نیک پال په توګه و نیسو او هیله من یو چې ستر چارواکي که د ولایت په سطح وي او یا هم د وزرات باید خپله زیاته پاملرنه هغو سیمو ته واړوي چې له مرکزي ادارې څخه په لرې واټن کې قرار لري
که تاسې یې راسره ومنئ، نو باید وویل شي چې د ولسوالیو چارواکي په داسې توګه ټاکل کیږي، چې د ډیرو په آند یار او دوست وربرابرشي، بس ولسوال يې وټاکي، یا د امنیت مشر او یا هم څارګر (مخبر)، د هغوی پښه چې ټینګه شي، په غوړه مالانوکې ترې ځان ورک شي، نو تر شخصي معاملو پرته حق ناحق څنګه بیل کړی؟
نه یې والیان کړنې څاري، نه اړوند وزارتونه، دلوی څارنوال له چاڼ نه هم نه ویریږي ځکه، چې لوی څارنوال ولسوالیو او لرې پرتوسیمو ته نه ځي، البته دا خبره د ټولوولسوالانو،امنیتي مسوولینواوڅارګرو په هکله نه ده، دا هیواد څه ناڅه سپیڅلي خواخوږی هم لري، خوخپل ولایت به بیلګه کړم، چې ترخې تجربې پكې پرلپسې تکراریږي اوهغه غوږونه، چې باید وایې وري خدایږوکاڼه دي.
که له دې وړې ګیلې مې یواربیا ناندرۍ نه جوړوي، نو د وردګو ولایتي چارواکوته ګریوان څیروم اوخواست کوم، چې په دې بې وزله اومظلوموخلکوزړه وسوځوي! ړومبی به یوې زړه بوږنوونکې پیښو یادونه وکړم، هغه دا چې له مبالغې پرته هرماښام او حتی د ورځې پر مهال د چک ولسوالۍ په غځېدلې لاره یوازې په همدې سیمه کې غلاوې کیږي، خلک ویشتل كېږي، مالونه لوټل كېږي اوسواریان وهل او ټكول كېږي. د سړک د سر امنیتي پوسته، چې د ټوپ دښتې په دوه لاره کې اچول شوېده، غالبا د غلو له ډلوسره لاس لري، هرځل چې خبر ورشي، وايي: (یاره زموږ خو د وسه نه ده پوره) ! نوآیا ولایتي اداره هومره کمزورې اوبې وسه ده، چې هلته یوه امنیتي پوسته نشي جوړولای یا نشي کولای دغه مشهورغله راښکېل کړي ؟!
تیر کال د چک د ولسوالۍ د امنيې یوه پخواني قوماندان په خپل لاس ګڼ کسان سپك کړل، په بډواخستلوکې مشهورشواود خلکوپه شخصي دښمنیوکې یې نېغه ونډه درلوده، خو ولایتي ادارې ایله هغه راوغوښت د لوېې لارې د ساتنې یوه ستراتیژیکه پوسته یې وروسپارله تر څو د لا زيات خدمت مصدر شي نو قضاوت ستاسې په لاس چې ګناهکارتقدیریږی همدا يې اصول دي؟
په ځینوولسوالیوکې استخباراتي مامورین په نورو نوروکارونولګیا دی، په ناحقه خلک ځوروي، ښایي تاسې به معلومات نه لری، چې ځینې یې د وړتیا دنشتوالي سربیره په خپلوسیموکې ښه نوم هم نه لري ( زما اشاره یوازې د چک استخباراتي مامورینوته ده، چې په ناوړه چارو کې په لاس درلودلو تورن دي..
زه ولایتي ادارې ته فریاد کوم! ښایي ستاسوخواخوږي به کوښښ کوی، چې تاسې ناخبره وساتي، د زیاترو ولسوالیو په محاکمو، څارنوالیو او د احصایې په مدیریتونو بولۍ لګیدلې اوهرچارواکی له منفکۍ ورسته د وسپنو څپلۍ زړوي، ترڅو بېرته خپله څوکۍ خپله کړي. .
موږ منو، چې تاسود ټولو ولایتونو په پرتله د بیارغونې ترټولو ګړندۍ لړۍ روانه کړې ده، خو ستاسې له دفترونو لږ لرې ستاسې استازي د خلکو د چوپړ پرځای پر خلکوباداري كوي.زیاتره یې د هومره باور وړ نه دي، چې په سر یې د پوښتنې ګرویږنې څوک نه وي. تاسو یې ومنئ، چې په ټول ولایت کې د ولسوالیو او لرې پرتوسیمو د چارواکوکړنې ستاسې اعتبارته په لوړه کچه زیان رسوي. زه په باورسره ویلای شم، هغه ورځ رارسیدونکې ده، چې د دوی کرلي اغزي به تاسې ریبئ.که مکررا نشی کولای د ټولوسیمه ایزو ادارو څارنه وکړئ، لږ تر لږه په نږدې راتلونکي کې خو یو ځل خپلې اداري اوفعالیتونه وارزوئ، له پخوانیوملکانو تیرشئ، دا ځل د خلکو ریښتیني استازي، چې خپل قوم ته وفادار وي در وبولئ، لاړشئ د خلکوشکایتونه د خلکوله خولې واورئ، که تاسې له غوړه مالانوپرته له ولس سره مخامخ شئ، خپل ټول بې لاري او ورانکاري به در په ګوته کړي.
د ولسوالیو په کچه د سمو ادارو رامنځته کول او د مخلصو اشخاصو ټاکل د ولایت د مقام دنده ده چې په دې هکله ډیر فعال شي او داسې زړه سواندي اشخاص په چارو و ګماري چې د خلکو په زړونو کې ځای لري او په اخلاص سره د خلکو خدمت وکړي.همدارنګه د بیا آبادۍ لړۍ هم هغو سیمو ته و غزول شي چې تر اوسه پورې یې د بیا رغونې پروسې ته د انتظار شیبې شمیري..
ستانه دار