|
|
|
|||||
|
|
||||||
| جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده | ||||||
|
دلوى خداى په نامه سرليکنه خلاصون یوازنۍ لاره
که د بشري ټولنو تاریخ ته وکتل شی او د تمدن او پرمختګ عامل يې وپوښتل شي،
نو ډېر ژر به دا پته ولګېږي چې د انسانانو د ښېرازۍ تر ټولو لوی عامل سالمه
ښوونه او روزنه ده چې یوه ټولنه د خپل ژوند د معراج هسکو پوړیو ته رسولی شي.
دا سمه ده، چې د ښوونې او روزنې ترڅنګ په یوه ټولنه کې د غوره قانون،
ځواکمن اقتصاد، پیاوړې امنیت، اغېزمن اداري نظام او غښتلې ارادې موجودیت هم
اړين څیزونه دي، خو بیا هم که په ژوره توګه ورته وکتل شي نو بنسټیزه ښوونه
او روزنه د انسانیت د ښېرازۍ تر ټولو ستر لامل دی. که ټولنه منظمه ښوونه او
روزنه ولري، نو هلته بیا د جهل تور ځل ورو ورو ټوليږي، ستونزې او بدمرغۍ
خپل ځاى نېكمرغۍ او پوهې ته پرېږدي، په ټولنه كې د پرمختګ، سوكالۍ او
هوساينې بهير پياوړى كېږي. اساسي خبره دا ده چې منظمه ښوونه او روزنه په څه
ډول منځ ته راتلى شي؟ ددې خبرې ځواب موندل که څه هم اسانه خبره نه ده، خو
ناممکنه هم نه ده. بنسټیزه ښووونه او روزنه زموږ د ټولنې په فعلي شرایطو کې
باید له کورنۍ څخه سرچینه واخلي او کورنۍ ده چې د یوه ماشوم لومړنۍ ښوونځۍ
یا اولینه مدرسه ګڼل کیږي. مور، پلار، خویندې، وروڼه، ملا امام او نور
اړوند اړخونه د ماشوم په روزنه او د روزنې بهیر ته په آماده کولو کې لویه
اغېزه لري او هغه ماشوم چې د زده کړې د لومړنیو اساساتو زده کولو ته د خپلې
کورنۍ له خوا آماده شوی وي، نو په ډېره آسانۍ سره کولی شي چې د ښوونځى یا
مدرسې د زده کړې لومړی بهیر په بریالیتوب سره پر مخ بوزي. له کورنۍ روزنې
څخه موخه نه یوازې د څو مختصرو کلیمو زده کړه ده چې ماشوم ته باید ور وښودل
شي بلکي بايد کوښښ وشي چې هغه د خپلې سویې سره سم د ژوند په ټولو چارو پوه
کړای شي. باید وویل شي چې له همدې ماشومانو او د کور له خلکو کلي جوړیږي او
له همدې کلیو بیا ټولنه منځ ته راځي، نو که چیرې د ټولنې لومړۍ خښتې او یا
په بله وينا د ښوونیز نظام د بنسټ لومړني کاڼي په سمه توګه ولګیږي نو بیا
دغه بنسټ تر بشپړیدو پورې په روغه توګه مخ پر وړاندې درومي او ټولنه د
سالمې ښوونې او روزنې لاره پیدا کوي. د زده کوونکي له تعلیمي غوښتنو او
سویې سره سم په ښوونځى کې د لیک لوست او ټولنیزو آدابو د بهیر برابرول هغه
بل ګام دی، چې یوماشوم په خپله ټولنه کې د پرمختګ، خوښۍ او آبادۍ په لاره
برابروي. نو په دې توګه ویلای شو چې کله د یوې ټولنې افراد دسالمې روزنې
بهیر ته ولوېدل نو د ټولنې ټول وګړي به اصلاح، د پرمختګ په لاره به برابر
شي. نو له دې څخه جوته شوه چې له ټولنیزو ستونزو څخه د خلاصون یوازینی لاره
سالمه ښوونه او روزنه ده، چې لوی خدای (ج) یې زده کړه پرټولو مسلمانانو فرض
ګڼلې ده. خدای دې زموږ افغاني ټولنه د پوهې په ریښتنې، ویاړمنه او رنګینه
ګاڼه باندې سمبال کړي. آمین |
|
If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font |
|
Copyright Benawa.com 2004 webmaster@benawa.com |