|
|
په وردګو كې ښوونيزې
چارې د ناورين په لور!
محمد اسماعيل نويد
عام ولس هيله درلوده چې په هېواد كې د نوي نظام په راتګ سره به دولت له
هرڅه د مخه په ښوونه او روزنه ډېره پانګونه وكړي، خو متاسفانه په دې برخه
كې دولت ډېر وروسته پاتې شو. تر ټولو لوى عامل يې په افغانستان كې د دوه
ګونو تنخواګانو رامنځ ته كېدل و.
دوه ګوني معاشونه د دې سبب شول چې د لوړو تحصيلي درجو خاوندانو په دولتي
تنخوا له پوهنې وزارت سره كار پرېښود او په ان جي او ګانو كې يې كارونه پيل
كړل. په دغه برخه كې د افغان دولت ترڅنګ نړيوالې ټولنې هم پاملرنه ونه كړه
او په لوى لاس يې په هېواد كې د معارف كچه ټيټه كړه.
د دې تر څنګ ځينې نور داسې عوامل هم و، چې په پوهنه يې اغيز درلود، لكه
كورنۍ جګړه، بې امني، خو ځينې داسې ولايتونه هم وو، چې په هغه كې ډېره كمه
كورنۍ جګړه شوې وه، له هغې ډلې څخه يو هم د وردګو ولايت دى.
د وردګو په ولايت كې د جهاد له پيل څخه ښوونځي پيل شول، خلك يې د طبيعي
موقعيت له امله يوازې د زده كړې پلويان وو، ځكه په وردګو كې دومره د كركيلې
ځمكې نشته چې ټول وګړي يې ورباندې هوسا ژوند وكړي، د بندرونو په څېر هېڅ
سوداګريز ارزښت او موقعيت نه لري، مركزي ښارګوټۍ يې هم نشته، كوم ښار يې چې
د مركز تر عنوان لاندې شتون لري هغه د كابل په غرب كې له ټولو ولسواليو څخه
لرې پروت دى، ډېر وخت د جګړې لومړۍ كرښه هم په ميدان ښار كې وه. له دې امله
هم په دغه ښار كې كوم سوداګريز كار نه شو ترسره كېداى.
د وردګو ولايت په امنيت او پوهنه باندې اغيز لرونكى بل لامل له ګاونډيو
ولايتونو سره نېكې اړيكې وې، د بېلګې په ډول د کورنيو جګړو او پاټكچيانو
پرمهال يوازينى ولايت چې پاټك نه درلود نو هغه د وردګو ولايت دى. د وردګو
قومي مشرانو له ګاونډيو ولايتونو سره ښې اړيكې درلودې، آن تر دې چې طالبانو
غوښتل له وردګو ولايت څخه په باميانو جګړه وكړي خو قومي مشرانو ترخپله وسه
كوښښ وكړ چې دغه كار ته طالبان پرې نه ږدي، همداراز دوى يو له بل سره آزاده
سوداګري او تګ راتګ كاوه.
دغه ټولو عواملو د وردګو ولايت په روزنيزه پراختيا كې ستره ونډه درلوده،
همدا لامل و، چې د هېواد په ډېرو پوهنتونونو كې ډېرى محصلين د وردګو ولايت
اوسېدونكي ځوانان وو، په ټولو ولايتونو كې له وردګو ځوانانو سره يو ډول
تبعيض رامنځ ته شو. آن تر دې چې د لنډ مهالي او منځمهالي حکومتونو په دوره
كې د لوړو زده كړو وزارت په لوى لاس وردګ زده كوونكي په پوهنتون كې له
شموليت څخه بهر پرېښودل، دوى خپل دغه ناوړه عمل ته هیڅ راز معقول استدلال
نه درلود خو د وزارت په سطح يې په دې هکله یوازینۍ استراتيژي دا وه، چې
وردګ بايد په كم شمېر پوهنتون ته لار و مومي.
همداراز يو بل عامل چې په وردګو ولايت کې يې د ښوونې او روزنې په
پراخېدونکي بهير کې ستونزه رامنځ ته کړه، هغه د وخت د ښوونې او روزنې وزير
جناب قانوني صاحب هغه پرېکړه وه چې د عربو خيريه موسسه لجنة الدعوة
الاسلامية يې له تروريستانو سره په اړيکو درلودلو تورنه او بالاخره یې په
هیواد کې د یاد شوې موسسې د فعالیت لغو اعلان کړ. دغه کړنه هم په لوى لاس
له وردګو ولايت سره د تبعيض له مخې ترسره شوه. نوموړې موسسې د هېواد په
ډېرو برخو کې په روغتيايي او ښوونيزه برخه کې اغيزمن فعاليت درلود، خو ډېره
برخه يې په وردګو کې فعاله وه او دا هم ځکه چې د کورنيو جګړو پرمهال د
مجاهدينو په هېواد مينو او علم دوسته قوماندانانو له خوا دوى ته د فعاليت
اجازه ورکړل شوه او د کار زمينه ورته برابره شوه. ښاغلي قانوني د دغه موسسې
له چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل فعاليتونه له وردګو څخه کم او په پروان
او پنجشير کې ډېر فعاليت وکړي، خو نوموړې موسسې نوره بوديجه نه درلوده او د
وردګو ولايت د وفادارۍ له امله يې و نه غوښتل چې په وردګو کې فعاليت بند او
يا کم کړي، آن تر دې چې له د دغه موسسې يوه افغان مسوول له قانوني سره د
خبرو پرمهال ورته وويل چې له دې موسسې څخه تا خپله هم تنخوا اخيسته که دغه
موسسه له تروريستانو سره مرسته کوي نو ته به هم تروريست وې، چې بالآخره يې
د وردګو له شريفو خلکو سره دغه راز یوه لویه جفا وکړ.
دا ټول هغه عوامل وو چې د وردګو د ښوونې او روزنې د پرمختګ په برخه کې په
څو تېرو کلونو کې ترسر تېر کړل. خو کوم وضعيت چې اوس په ښوونځيو کې روان دى
ډېر د تاسف وړ دى. په ښوونځيو کې وړ استادان نشته، د ښوونځيو لپاره
باتدبيره مديران نه دي مقرر شوي، د ښوونځيو د ودانيو ساتلو ته هېڅ پام نشته،
د نوو ودانيو د جوړولو لپاره بيخي له دولت څخه هېر دى، د جغتو، چک او
دايمردادو په ولسواليو کې داسې د پام وړ تعلیمي موسساتو جوړل او بیا رغونه
نه ده رامنځته شوې چې د اړوندو سیمو خلک یې د یوې دوستانه ګیلې په شکل خپلو
ولایتي چارواکو ته وړاند کوي او له دوی څخه نوموړو سیمو ته د بیا رغولو د
کارونو د غزولو غوښتنه کوي.
له اخلاقي پلوه هم په ښوونځيو کې ستونزې مخ په زياتېدو دي، آن تردې چې د
ښوونځيو د مديرانو له خوا د مرکز پلاوي د يو څه انګورو په خوړولو مصروف
کيږي او له ټولګيو څخه ليدنه نه کوي او مرکز ته په درواغو خپل رپوټ ورکوي.
د درسونو کيفيت هره ورځ ډېر ټيټيږي. ځينې بااحساسه کسانو ته هېڅ د فعاليت
موقع نه ورکول کيږي. ځينې نور مديران بيا له ښوونځيو سره د بااحساسه
وطنوالو د مرستو څخه شخصي ګټې پورته کوي. اوس هم ډېر دخوښۍ ځاى دى چې په
وردګو ولايت کې د ښوونځيو د سون پېښې د نورو ولايتونو په پرتله کمې ليدل
کيږي، خو په دې برخه کې هم ځينې داسې عوامل کار کوي چې د افغان پوليسو له
خوا د سياسي تضاد له مخې داسې فضا رامنځ ته کيږي چې ښوونځي وسوځول شي،
بېلګه يې د ميدان ښار د درانيو د ليسې سوځول وو چې عاملينو يې د پوليسو
جامې پرتن کړې وې. موږ هيله من يو چې که څه بيا هم په هېواد کې جګړه دوام
لري خو ولس به پرې نږدي چې څوک ښوونځي ته ستونزې جوړې کړي. په دې اړه د هر
وردګ عالم، سپين ږيري، قومي مشر او ځوان مشروع دنده ده چې له ښوونځيو څخه
دفاع وکړي او د هغوى په لا پياوړيتوب کې هڅې وکړي.
په دې وروستيو کې د غازي محمد جانخان د علمي او مشورتي ټولنې له خوا د
وردګو د ټولو ليسو لپاره له اووم څخه تر دوولسم ټولګي پورې کتابونه چاپ شول
او په شفاف ډول خپله وردګو محصلينو تر ښوونځيو ورسول او په زده کوونکو يې
توزيع کړل، دا کار د داسې ستاينې وړ دى چې موږ ورته الفاظ نه لرو. د مالي
لګښت ورکوونکو ته يې دې الله جل جلاله عظيم اجر ورکړي. دغه پورتنيو ټکو ته
په پام سره د ښوونې او روزنې له محترم وزير او نورو اړوندو ولايتي چارواکو
څخه هيله کوو چې که د هېواد آبادي غواړي نو د پوهنې په برخه کې دې له تبعيض
پرته پاملرنه وکړي، د ښوونکو د تنخوا اخيستلو په چارو کې د تسهيلات راولي.
اوس مهال ولايتي چارواکي له ښوونکو څخه د د وى د معاش يوه لويه برخه په
رشوت کې اخلي چې ډېره مايوس کوونکې ستونزه ده.
کوم ښوونځي چې ودانۍ نه لري د هغو د ودانيو په جوړولو کې دې لازمې هڅې وشي،
که وزارت ادعا لري چې امنيتي وضعه کړکېچنه ده، خو ډاډ ورکولى شو چې د وردګو
خلک به په خپل ځان مال او ناموس سره له ښوونځيو دفاع وکړي خو که دوى د دې
همت وکړي چې په وردګو کې د ښوونځيو شته ودانۍ بېرته جوړې او کوم چې نوو
ودانيو ته اړتيا لري له سره ورغوي.
په پاى کې له ديني علماوو څخه هم هيله کوو چې له ښوونځيو سره خپلې اړيکې
نژدې وساتي او د شاګردانو په ديني روزنه کې خپله د استادانو په حيث برخه
واخلي. د اسلام د هغه دايمي حکم امر بالمعروف او نهى عن المنکر له مخې دې د
ښوونځيو له لارې د خپلو اولادونو اخلاقي او ديني روزنه وکړي.
که پورتنيو يادو شوو ټکو ته هر بااحساسه افغان، څه چارواکي او څه عوام ژمن
شي او په ورين تندي او اخلاص هڅې وکړي، د وردګو ولايت به يوه فاضله ټولنه
ولري او خپله به دخپل ولس د اسلامي مدنيت، پرمختګ، سولې، پخلاينې او علميت
جوګه شي.
|