|
|
قرباني داسلامي امت روح
را ژوندى كوي
د قربانۍ اختر د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل عليهماالسلام له وخته تر
اوسه د قربانۍ، فداكارۍ او ايمان د قوت د نښې په توګه پاتې شوى دى. د
قربانۍ اختر د جګړې د لښكرو د تللو په څېر د ډله ييزو تكبيرونو په زمزمو كې
راځي، حاجيان تلبيه وايي، د نړۍ مسلمانان قربانۍ كوي او د ابراهيم عليه
السلام هغه لوړ او عالي هوډ يو ځل بيا له ځانه څرګندوي او له هغه سره خپل
تعهد پوره كوي. عرفات د محشر د ورځې په څېر له ځوږه ډك وي، لكه د حساب كتاب
ميدان ټول خداى ج ته هيله من او توبه كوونكي وي، د الله ج له لوري هم هر
لور ته الهي انوار خوريږي.
قرباني د تقوا نښه ده، امتونه د قربانيو په واسطه بريالي شوي دي، د ځان
لپاره يې ښه راتلونكى ټاكلى دى، خو لكه څنګه چې د مسلمانانو اعمال ټول له
عقيدې سره تړاو لري او له آسماني شريعت څخه سرچينه اخلي، همدا د مسلمانانو
د اعمالو روح دى. د مسلمانانو اعمال محسوسې او غيرمحسوسې (معنوي) پايلې لري.
قرباني مادي عمل دى او مادي ګټې لري، همداراز د اسلام له شعايرو څخه شمېرل
كيږي، نوځكه اخروي، معنوي او غير محسوسې ګټې هم لرې.
د قربانۍ اختر د مسلمانانو د يووالي او وحدت ورځې دي، قرباني د ژوند تضمين
كوي، نو ځكه مسلمانان بايد ددغې ورځې په ټولو حكمتونو فكر وكړي، كه
مسلمانان د خداى په لاره كې قربانۍ ته حاضر شي نو څومره ژر ده چې په
نړيواله سطحه به له ذلت او كمزورۍ څخه خلاص شي.
د آدم عليه السلام په اولاده كې لومړنۍ درى قربانۍ، د هابيل قبوله شوې
قرباني، د قابيل ناقبوله قرباني او د ظلم په وړاندې د حق د ګټلو لپاره د
هابيل د خپل خواږه روح او تن قربانۍ دي. دغه ټولې قربانۍ بشريت ته لوى
پيغام له ځان سره لري.
لكه چې و مو ويل، قرباني د تقوا سمبول او نښه ده، لازمه ده چې خپل ايماني،
عملي او اخلاقي نيمګړتياوې له منځه يوسو. په ټوليز ډول اسلامي شعايرو او
احكامو ته غاړه كيږدو، اسلامي قوانينو ته په بشپړ ډول تسليم شو. دا مهال به
موږ ځينې خرافاتي او غير اسلامي ارزښتونه چې اوس مو منلي دي له لاسه وركړو،
د اسلام لپاره دغه قربانۍ ته تر هرڅه د مخه اړتيا ده. دغه قربانۍ ته بايد
ټول اسلامي امت تيار شي.
قرباني زموږ ايمان قوي كوي. قرباني يو داسې عبادت دى چې دوه اړخه لري، له
يوې خوا د الله ج او بنده تر منځ د معنويت او ثواب په موخه ترسره كيږي، له
بل پلوه اقتصادي او ټولنيز ارزښت لري چې ډېرو خلكو ته د پيسو د پيدا كولو
زمينه برابريږي او بل د ټولنيزو ستونزو لپاره د حل او د مسلمانانو د يووالي
لپاره لاره اواروي.
د قربانۍ پر مهال بايد مسلمان په دې فكر او نيت وي چې دا قرباني د خپل عاصي
او نافرمانه نفس په وړاندې ذبح كوي. قرباني د قرباني كوونكي انسان او
قرباني شوي حيوان لپاره ارزښت لري. ځكه د انسانانو لپاره رحمت دى او د
حيوان لپاره د حيوانيت څخه د انسانيت لور ته ور نژدې كېدنه ده، چې په
قربانۍ باندې، حيوان له حيوانيت څخه خلاصيږي او د براق كېدو امكان پيدا كوي،
هغه دا چې په اخرت كې به د قرباني كوونكي لپاره په پل صراط باندې وړونكې
وسيله كيږي. په حديث شريف كې راځي چې: قوي او ښه حيوانات قرباني كړى، ځكه
دوى په پل صراط باندې ستاسو د سپرېدو وسيلې دي.
د قربانۍ په وسيله د مسلمانانو اقتصاد مخه پيدا كوي، پراختيا مومي، وزګار
كسان پكې يو څه كار پيدا كوي، د حيواناتو او پوستكو سوداګر پكې ګټې كوي،
غريبانو ته پكې صدقې او خيراتونه وركول كيږي. په دغو ټولو برخو كې د
مسلمانانو ژوند تامينوي.
د لوى اختر تكبيرونه، تلبيې او قربانۍ د خداى پاك لويي اعلانوي. د حج مراسم
يې د بنده ګانو نيتونه، اخلاص او زړونه پاكوي. حاجي خپل د عجز، فقر،
پرېشانۍ او ورورګلوى د روح احساس خپل معبود ته څرګندوي. خپل ګناهونه،
نيمګړتياوې، عيبونه او نفساني عادتونه پريږدي، د بنده ګانو حقوقو ته پام او
درناوى كوي. قربانۍ په اخرت كې خپلو څښتنانو ته ښه راغلاست وايي، پيغمبر ص
وايي د عيد په ورځ خداى ج ته د بنده د قربانۍ له وينو تويولو څخه هېڅ عمل
ښه نه دى. په اخرت كې به قرباني له ښكرو، وېښتانو او ښنګرو سره راشي، كله
چې د قربانۍ وينه تويې شي هماغه وخت قبليږي او لوړې مرتبې ته رسيږي، پس په
ښه زړه او صاف نيت سره قرباني وكړئ.
د قربانۍ مفهوم يو برخليك ټاكونكى مفهوم دى، خپله قرباني مادي عمل دى ولې
روحي او مادي ارزښت لري. كه مسلمانان د قربانۍ په پيغام كې فكر وكړي، په
پايلو يې عمل وكړي، نو ددنيا او اخرت د برياليتوب سبب كيږي. مسلمانان كه
غواړي له خپل اوسني وضعيت څخه نجات ومومي، نو قربانۍ ته دې حاضر شي.
بالاخره له پورتنيو ټولو توضيحاتو څخه دې پايلې ته رسيږو چې قرباني د امت
روح ژوندى كوي.
|