|
|
د وردګو د چارواكو د پام
وړ!
د وردګو ولايت كابــل ته څېرمه مركزي
ولايت دى، چې له كابل سره د نـــورو
ولايتونو پرتله ډېر نږدې او له كابل څــخه
ډېر ژر اغېزمنېږي، خــو له دې سره سره
بيا داولايت له محرومو ولايتونو څخه شمېرل كېږي. ځينې ولسوالۍ خو يې د بېخي
لرې پرتو ولايتونو ولسواليو ته
ورته دي. جغتو ولسوالي له تاريخي سيمو څخه ګڼل كېږي، په دې ولسوالۍ كې د
هېواد ستر غازي محمد جان خان زيږدلى او را لوى شوى دى، د علامه عبدالحى
حبيبى او نورو پوهانو د څېړنو له مخې په جغتو ولسوالۍ كې د هفتالي دولت د
وخت مركز وو، چې ترننه يې آثار شته، همدارنګه ددې ولسوالۍ په سهيل كې د
هلاكو تاريخي غر پروت دى. د سلطان بند او برغولي تارخي سيمه هم په دې
ولسوالۍ كې ده، چې د مغولو او بابرو د وخت مهم ځاى ګڼل كېده، همدا راز په
دې ځاى كې داسې لويې او په ځانګړي ډول جوړې شوې ډبرې هم شته چې د هندوانو
كورنۍ يې اوس هم زيارت ته راځي او دلته خپلې مېلې جوړوي. په دې سيمه كې د
ګوربت لوى غره شاخې غځېدلې او را غځېدلي دي، چې په ډېر لږ كار سره د سيمه د
خړوبېدو لپاره ګټور بندونه جوړېداى شي. په دغه ولسوالۍ كې هغه لاره هم
غځېدلې چې د هېواد شمال له غزني او نورو سويلي سيمو سره نښلوي او د تېرو
كلونو د جګړو پرمهال به د كابل- كندهار د لويې لارې پرځاى له دې څخه لارې
څخه استفاده كېده. خو له بده مرغه اوسمهال دغه ولسوالي له محرومو ولسواليو
څخه ګڼل كېږي، د بيارغونې كارونه پكې له سره پيل شوي نه دي. د سيمې ښوونځى،
كلينيكونه، پلونه او سركونه ويجاړ پراته دي، هغه يو سړك چې د حكومت لخوا
ورته ځانګړى شوى وو، هغه هم د جغتو له ويده بخته بل چا واخيست. موږ لومړى د
خپلې سيمې له ټولو درنو مشرانو او علماوو څخه هيله كوو، چې خپله سيمه آرامه
او با امنه وساتي او هم د عامه خلكو د خير او ښېګڼې لپاره په اخلاص اغېزمن
ګامونه پورته كړي. د يادونې وړ ده، چې د ګوربت، خداى نظرخان لېسو او نورو
ښوونځيو ودانۍ رغول او جوړول غواړي، ددې ترڅنګ د باريكاب د برېښنا پروژه چې
يو ځل د ADA موسسې لخوا پرې څه ناڅه كار وشو، د سيمې خلكو يې په جوړولو كې
ډېرې منډې وكړې او كرنيزې ځمكې يې ورته وركړې، خو اوسې همداسې نيم جوړه
پرته ده او لازمه ده، چې دغه پروژه ګټې اخيستو ته چمتو شي. د جغتو ولسوالۍ
په منځ كې يو روغتون شته چې د سيمې د ناروغانو د خدمت جوګه نه دى او زياتې
پاملرنې ته اړتيا لري. هغه سړك چې ددې ولسوالۍ په ختيځه برخه كې پروت او له
دې لارې غزنى په نېغ ډول د چك له ولسوالۍ او د هېواد له شمالي سيمو سره
نېښلوي، خورا ډېر خراب او خلك يې له ډېرو ستونزو سره مخ كړي. په هكله موږ د
وردګو له چارواكو څخه هيله كوو، چې د سيمې ستونزو ته پاملرنه وكړي او د لرې
كولو لپاره يې كوټلي ګامونه پورته كړي. په همدې هيله.
|