کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   د تيارو د هر ماښامه ستوري څاڅي          د وردګو دهر قامه ستوري  څاڅي  
جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
قرباني داسلامي امت ...
د هېواد په مينه ..
روغ غاښونه د روغتيا ...
حــلم او زغـم ...
د جغتو د مدني او کلــ ...
ځوانيمرګ ښايست ...
دسباوون ستورى...
دوه مـاشـــومــان!!! ...
شعرونه ...
هسكې شملې ...
د وردګو د چارواكو ...
د وردګو په هکله ...
نه شې نظر!!!...

د وردګو په هکله څېړنه
وردګ د انساني ټولنې په اوږدو کې
 


یادونه:
مخکې له دې چې د وردګو په هکله بحث پیل کړو د یادونې وړ ده چې ددې لړۍ په ترڅ کې د پښتو او پښتنو په هکله هغه ترسره شويو څیړنو او لیکنو ته په لنډه توګه او په یوه ځغلنده کتنه کې دې موضوع ته ددغه بحث په لړ کې اشاره شوی ده.
ددې له پاره چې په انساني لرغونو ټولنو کې د وردګو ځای او موقف څه ناڅه روښانه کړو، د هغوی په مینځ کې وردګ دیوه ستر ټبر په توګه په ګوته کړو او له وردګو څخه تر مخه په ټولنیزو ډلو کې د وردګو ځای وپیژنو، نو په لنډه توګه د بحث لړۍ له آریایانو څخه راپیل کوو.
آریایان د انسانانو یوه ستره ډله ده چې د پیړیو پیړیو ډیر ځلانده او وتلی تمدن په درلودلو سره یې ډیر شمیر ملتونه په خپله لمنه کې روزلی او بشرې ټولنې ته یې وړاندې کړی دي.
د آریایانو اصلی ټاټوبۍ آریانا ویجه چې د پامیر لوړې ځمکې او دآمو سر چینې وي (مانا یې د اصیلانو یا نجیبو خلکو ځمکه ده)، ښودل شوی دی. د وخت په تیریدو سره او ددوی د شمیر د زیاتیدو او نورو بیلابیلو لاملونو له کبله آریایان نورو سیمو ته خواره واره شول او هلته یې خپل ژوند کول پیل کړ. چې ځینو یې د هندوکش په شمالی او جنوبی لمنو کې استوګنه غوره کړه، د هریوا(هرات) خواته ولاړل او دریمه ډله یې هم د باختر او هندوکش له شاوخوا څخه د کابل، خیبر او نورو له لارو څخه تیره شوه او داباسین او ګنګا تر مینځ یې یو ځلانده مدنیت جوړ کړ.
له آریایانو څخه یو مشهور دینی کتاب چې (ویدا) نومیږی او له حضرت عیسي (ع) له میلاد څخه ۱۴۰۰ کاله مخکې لیکل شوی او تر اوسه پوری پاتی دی چې ددغه قوم په تاریخ کې دډیر ارزښت او اهمیت وړ شمیرل کیږي.
د آریایي قبیلو په ډله کې یوه هم د پکهت (پښتنو) قبیله ده چې په ریګویدا (د ویدا د کتاب یوه برخه ده) کې یې نوم یاد شوی دی او دا خبره څرګندوی چې دا اولس څورلس سوه کاله له میلاد څخه تر مخه هم موجود وو.
په ویدا کې پکتها د پښتنو د پاچا په ډول اود پکهت د قوم نوم څو ځایه او په پر له پسې توګه راغلی دی.
هغه وخت چې د پکهت قبیله د خپل لومړنې لیږد په وخت کې د هندوکش سهیلی برخوته راکوزه شوه نو ورو ورو د آریانا په جنوب ختیزو سیمو کې میشت شول چې ددوی سیمه د پکتیا،پښتیخا،پختیښا،پښتنخا،پښتونخا او پښتونخوا په نومونه یاده شوه.چې دیونان مشهور او نامتو تاریخ پوه هیرودت(۴۲۵ ۴۸۴ م ) او دیونان نامتو جغرافیا لیکونکی بطلیموس کلودیوس ( ددوهمی میلادی پیړۍ په لومړۍ نیمایی کې یې ژوند کاوه)، هم هغې ته په خپلو آثارو کې اشاره کړی ده.
د پښتو په کلاسیکو ادبیاتو کې هم پورتنۍ کلمې راغلی چې د بیلګې په توګه د ښکاروندوی غوری ( ۶۰۲-۵۶۹ ه ق )، سلیمان ماکو په تذکرة الاولیا، د پټې خزانې په سریزه او داسې نورو کې کله په یوه بڼه او کله یې هم په بله بڼه هغه په ګوته کولی شو.
پښتانه چې د تاریخ په اوږدو کې یې د خپل لرغوني توب ډیر پړاوونه وهلی او ډول ډول قبیلوی جوړښتونه یې درلودل په عنعنوی توګه په لاندینیو پنځو سترو ټولنیزو ګروپونو ویشل شوي چې عبارت دي له :
1. غرغښتی پښتانه
2. سړبنی پښتانه
3. کرلاڼی پښتانه
4. بیټنی پښتانه
5. متوزی پښتانه چې غلجې او لودي پښتانه ترې مقصد دي.
پورتني یاد شوي ګروپونه په خپل وار سره هر یو په لس ګونو نورو ډلو ویشل شوي دي.
لکه څرنګه چې زموږ بحث پر وردګو باندې راڅرخي او دغه میړنۍ ټبر په پښتنو کې په کرلاڼی کورنۍ پورې اړه لري نو ځکه خپل بحث ته د کرلاڼی په کورنۍ کې ادامه ورکوو.
د پښتنو قبیلو او ټبرونو په لړ کې یو هم د کرلاڼي ټولنیز ګروپ دی چې په بیلو بیلو څانګو او ګروپونو ویشل شوی دی. د کرلاڼیو د پلرونو او نیکونو په اړه ګڼ او مختلف روایات شته دي. د بیلګې په توګه دلازاک چې د کرلاڼي پښتنو یو قوی ښاخ دی عقیده څرګندوي چې د کرلاڼ پلار سید قاف نومیده چې په اتم پښت کې حضرت امام حسین (رض) ته ور رسیږي.

د خټکو قبیله د کرلاڼې پلار هونی بولي او شیتک عقیده لري چې کرلاڼی د کوم شهزاده زوی وو. همدا راز د خوګیاڼیو ښاخ عقیده څرګندوی چې دی د عبدالله اورمړ زوی دی. په (حیات افغانی) کې راغلی دي چې : د کرلاڼی د اولادې نه ځینې خلک وایي هغه وخت چې کرلاڼ نومی ماشوم نړۍ ته راغی نو په هغه ځای کې لښکر یوه شپه تم شوی او بیا له هغه ځایه تللی و. دغه ماشوم د اوسپنی تر یوې کړایي لاندې وو او بیا د عبدالله نومې له خوا و موندل شو چې د اورمړو دقبیلی څخه وو نو ځکه د کړایی دنوم له کبله د کرلاڼې نوم پرې کیښودل شو او د داسې پیښې رامینځ ته کیدل د امکان نه لیری خبره نه ده.
خو ښاغلی محقق ډاکتر عبدالطیف یادطالبی په خپل (پښتنې قبیلې ) نومې اثر کې ددغه موضوع په راوړلو د همدغه پاڼې په لمن لیک کې په دې اړوند خپل نظر داسې څرګندوي:
زما په عقیده کرلاڼي پښتانه دي چې د کرکیلې او کرنې په چارو بوخت دي او له همدې کبله د کرلاڼې کلمه د کر او کرنې سره اړخ لګولی شی.
ماته هم د ښاغلی یادطالبی دغه قول د نورو په پرتله د کرلاڼي د نامه د څرنګوالی په هکله د پوره منلو وړ دی او ډیره په ځای او غوره نظریه ښکاري.
ددغه بحث بله برخه به چې د کرلاڼي قبیلې تاریخي لرلید ګڼل کیږي په بله ګڼه کې تاسو ته وړاندې شي.
نور بیا.