|
|
نه شې نظر!!!
سالم ښوونیز رقابت هغه بنسټ دی چې کله په یوه ټولنه کې پلی شي نو بیا د
اړوندې ټولنې غیږې ته هر ډول نیکمرغۍ منډې راوهي او له ویاړونو یې داسې
ټینګه غیږ تاووي ته به وایې چې په مینه کې مسته ښاپیرۍ د خپل مسافر لالي
سره ستړي مه شي کوي او ښه راغلاست ورته وايی. باید وویل شي د وردګو هر کلی
او بانډه اوس د دې ډول سالم او روښانه رقابت د هڅو ډګر ګرزیدلی دی چې موږ د
نه شې نظر په دې ځانګړي مقام کې د جغتو د ولسوالۍ د اخترباباخیلو کلي ته
یوه لنډه کتنه کوو چې د هیواد په پوهنتونونو او لوړو موسساتو کې د دې کوچني
کلي د محصلینو شمیره کابو ۲۰ کسانو ته رسیدلې او دغه روښانه بهیر لا دوام
لري.
د اختر باباخیلو کلی د جغتو د ولسوالۍ په مرکز کې واقع دی شمال ته یې
کلاندې یا لوی کلی، شمال لودیځ ته یې د سنځلې کلی، شمال ختیځ ته یې د جغتو
د ولسوالۍ انګړ، سهیل یا جنوب ته یې د محمدقلي او سه ده کلي، سهیل ختیځ ته
یې د کاریز کلی، سهیل لویدیځ ته یې د سعادت باباخیلو کلی، ختیځ او لویدیځ
لور ته یې شاړې دښتې موقعیت لري. په دې کلي کې د ۴۰ په شاوخوا کې کورنۍ
هستوګنه لري چې د زیاترو خلکو ګذاره یې په نیمه نیم ګوره توګه په بزګرۍ او
باغدارۍ باندې برابره ده. همدارنګه د هیواد د نورو سیمو په ځیر د کرنیزې
ځمکې د کموالي او په سیمه کې د څو کلنې وچکالۍ له کبله د دې کلي زیاتره
ځوانان هم د اقتصاد د ښه کولو په موخه بهرنیو هیوادونو او د هیواد لرې سیمو
ته د غریبۍ لپاره ځي څو د خپلې کورنۍ لپاره د روزۍ د پیدا کولو هڅې وکړي.
خو د دې سره سره د دې کلي اوسیدونکي د خپل توان په اندازه هلې ځلې کوي چې
خپل اولادونه د پوهې لوري ته و هڅوي چې په دې لړ کې یو زیارت شمیر تازه
ګلونه راټوکیدلي او د هیواد د لوړو زده کړو موسساتو ته د بریالیتوب او
شمولیت لاره موندلې ده چې د ځینو نومونه په لاندې ډول دي:
|
شمیره |
نوم |
پوهنځى |
پوهنتون |
|
۱ |
محمد زبیر |
انجنیري |
کابل |
|
۲ |
معصوم جان |
کرهڼه |
کابل |
|
۳ |
اسدالله سالک |
ساینس |
کابل |
|
۴ |
اسماعیل |
ځمک پيژندنه |
کابل |
|
۵ |
محمد ادریس سالک |
ساینس |
کابل |
|
۶ |
سیف الله |
الکترو میخانیک |
کابل |
|
۷ |
سمیع الله |
بدني
روزنه |
کابل |
|
۸ |
عبدالمتین |
ښوونه
او روزنه |
کابل |
|
۹ |
عبدالباري |
طب |
ننګرهار |
|
۱۰ |
عبدالوهاب |
طب |
ننګرهار |
|
۱۱ |
روح الله |
انجنیري |
كندهار |
|
۱۲ |
محب الله |
کرهڼه |
كندهار |
|
۱۳ |
محمد |
کرهڼه |
هرات |
|
۱۴ |
حبیب الرحمن مجاهد |
پولیتخنیک-
كابل |
كابل |
مننه او كور ودانۍ
د جغتو مهالنۍ اداره له ښاغلي ګل آغا ااحمدي وردګ څخه د زړه له کومي مننه
کوي چې د جغتو د اوومې ګڼې مالي لګښت یې پر خپله غاړه واخیست او په دې لاره
کې یې د خپلې کلتوري مینې انځور د نندارې په ډګر کې کیښود لوی خدای دی اجر
ورکړي.
|