|
|
د هېواد په مينه کې ستۍ
شوى وردګ
محمد انور وليد
پر افغانستان دوروستیو نړیوالو یرغلونو په لړ کې هر افغان د ملي او دیني
هویت دخوندي کولو لپاره د خپل توان په اندازه سرښندنې کړې، ویاړونه یې تر
لاسه کړي او غمیزې یې څکلې دي. نړیوالو تاړاک ګرو د افغانانو په کور غدۍ
کړې، تاریخ یې ورته لوټلی، مادي او معنوي شتمني یې ورته له منځه وړې،
افغانان یې وژلي، ټوکر ټوکر یې کړي دي خو دتیر برم اوعظمت له کبله یې
داستعمار ناولو موخو ته د تسلیمۍ غاړه نه ده ایښې. د یادونې وړ ده چې اوسنۍ
ویجاړتیا هم افغانانو ته دهغو کړیو له امله ور پیښه شوې ده چې غوښتل یې
پردي او کفري نظریات په دې ویاړلي قوم وتپي دغه کړۍ تش په نامه افغاني خو
په اصل کې پردۍ دي. د دې پردۍ پالې طبقې دنده دا ده چې خپل ځان د توکم
پالنې او او ژبني تعصب پر بنسټ د دې ځای اصلي وارثان و ښيي او په افغانی
الاصله ټبر کې د نفاق اچونې فورمول پلی کړي. غواړي چې افغانان داستعماري
کړیو په ځنځیر سره و تړي او واک یې همدغه حرفه یي غلامانو ته د خلیجي ملوک
الطوایفي په څیر و سپاري څو خپله د افغانانو برخلیک د ورپیښو تاریخي
ناورینونو له پيښ لیک سره وتړي چې دا کار هیڅکله افغانانو ته دمنلو وړ نه
دی او نه به وي ځکه دا نه شي کیدای لکه د پښتو متل چې ږیره زما او واک یې د
ملا؟؟؟
د فزیکي او جغرافیوي جوړښت له مخې افغانستان د کورنیو او بهرنیو سیاسي زدو
بندونو له امله دتاریخ په هر یوه حساس پړاو کې د یوې سرلوڅې کټوې شکل
اختیار کړی چې له هرې خوا څخه هر څه پکې په لوی لاس اچول شوي دي، مزې چړچې
نورو پکې وکړې خو د خولې خوند یې د افغانانو ورخراب کړی دی. له بده مرغه
دغه وطن د لا علاجه طبیبانو له لاسه نور هم ناروغه شوي او د نیستۍ کندې ته
ټیل وهل شوي دي. همدا لامل وو چې د هر یرغلګر په وړاندې افغانانو په تش لاس
د وخت د نمرودي ځواکونو بیرحمه سوزنده ګزارونو ته خپلې سینې سپر کړې خو د
خپل غیرت او میړانې تاریخي میراث یې پر چا نه دی پلورلی. د افغاني جغرافیې
په محدوده کې هغو افغانانو چې وینه یې سوچه او د بدن په هر رګ یې د غیرت
جریان ځوښ راغلی یو هم د وردګو زین خان بابا وو چې د احمدشاه بابا ابدالي
تر مستقیمې قوماندې لاندې یې آن د وخت تر هندوستان پورې د یوه لښکر مشري په
غاړه درلوده او د دې هیواد لپاره یې نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي. ددې
سرښندیو بله نمونه د افغانستان ویاړلی غازي، ستر اتل او ریښتنی ملي قهرمان
شهید غازي محمد جانخان دی چې سرښندنې يْ د هیواد ویاړلی تاریخ جوړوي او هغه
مهال یې خپله قهرماني و ښوده چې کله د کیوناري په مشرۍ زموږ هیواد د
انګریزانو تر یرغل لاندې راغی نو جنرال غازي محمد جانخان وردګ هېڅکله دا نه
شو زغملی چې هېواد یې دې د انګریزانو د لاس آله او خلک یې دې د بهرني
ښکیلاک تر ولکې لاندې وي ځکه یې د غزني له ملا دین محمد یا ملا مشک عالم،
محمدعثمان خان تګابي، ملا مشواڼي او نورو ملي مشرانو سره اړیکې ټینګې او په
خورا ځیرکتیا یې د کیوناري د منځه وړلو لپاره د جګړې بندوبست وکړ. د جنوب
له خوا ملا مشک عالم، د شمال او ختيځ له خوا محمدعثمان خان تګابي او ملا
مشواڼي او د غرب له خوا پخپله غازي محمد جانخان دکابل په قلعه قاضي برید
وکړ چې ددې ښار د خلکو سره د پراخو اړیکو درلودلو له کبله یې نه یوازې د
مقاوت نارینه ټولګي بلکي د مبارزې ښځینه ټولګي یې هم برابر کړل چې خورا
مشهورې یې د چهل دختران، غازي ادې او بي بي مهرو د ملي مقاومت ټولګي وو چې
بي بي مهرو د کابل ښار د مهرو له غونډۍ سره څیرمه په شهادت رسیدلې ده. غازي
محمد جانخان وردګ په دې و توانیده چې د یوه عمومي پاڅون او منظم جنګي پلان
له مخې د انګریزي ځواکونو مشر کیوناري د کابل په بالاحصار کې په قتل و رسوي،
انګریزي ځواکونو ته ماتې ورکړي، کابل له انګریزانو له تاړاک څخه پاک او په
خپل نوم نغدي سېکه هم را وباسي.غازي محمدجانخان دځپل شوي هیواد دخلکو
دمنظمولو پاره دافغانستان دننه په خودځوښه اړیکو لګیا وو چې دغه راز خوځښت
ماتې خوړلي استعماري ځواک ته په هیڅ ډول د منلو وړ نه وو او نه یې هغه
لرغوني آثار په افغانستان کې پریښودلی شوای چې ددې هیواد له ګوټ ګوټ څخه یې
لوټلي وو، د ایستلو لاره یې غازيانو پرې بنده کړې وه
نو یې د هدیرو د باباګانو په نوم په دې هیواد کې داسې ښخ کړل چې تر ننه
پورې یې چا ته درک نشته.
همدغه لامل وو چې انګریزانو له روسانو سره د خپلو موخو د لاسته راوړلو
لپاره لاس یو کړ، د یوې معاملې په ترځ کې یې امیرعبدالرحمان خان د دې هیواد
پاچا، د ډیورنډ، رجوې، لیولې او پنجدې غوندې استعماري تړونونه یې پرې
لاسلیک کړل چې د دې هر یوه تړون په لاسلیک سره د افغانستان یوه لویه برخه
په نورو استعماري هیوادونو پورې و تړل شوه. پر دې سر بیره یې هغه ملي
غورزنګ له منځه یووړ چې د افغانستان د ځمکني سالمیت د ساتلو په موخه د ستر
غازي محمد جانخان په مشرۍ یې په هیواد کې ریښې ورځ په ورځ غزیدلې او په
خپله غازي محمدجانخان یې د هیواد په شمال کې د ازبک توکمه ملیشو په وسیله
په شهادت ورساوه. همدارنګه انګریزانو خپل کسات د امیرعبدالرحمن خان په لاس
له وردګو څخه واخیست، د ملي مقاومت ټول مشران یې له خپلو کورونو فراري او د
دوي ځمکې یې نورو توکمونو ته ور وویشلې. له دې غوبل وروسته او د انګریزانو
د ښکیلات په دریم پړاو کې بیا هم وردګ له هغه ملي جهاد څخه بې برخې پاتې نه
شول چې د هیواد د بقا لپاره په افغانستان کې پيل شوی وو چې په دې لړ کې د
رئیس عبدالاحد خان، حکمران جلال الدین خان، محمد کریم خان، عبدالحبیب خان،
بیرګټ (بریډګییر) ګل جانخان، شیریندل خان، او نورو مشرانو د امان الله خان
تر څنګ د انګریزي ښکیلاک د مقابلې په لړ کې هیواد ته نه هیریدونکې سرښندنې
کړې دي چې ونډه یې د هیواد له بل هر توکم څخه لوړه او د هیواد په سیاسي،
نظامي او ټولنیز اړخ کې یې نه هیریدونکې کارنامې سر ته رسولې دي.
یادونه: ددې لیکنې بله برخه به د پخواني شوروي دیرغل پر خلاف دوردګو د جهاد
په لیکو كې د پياوړو او ملي مشرانو د کارنامو په هكله دى. نور بیا
|