|
|
روغ غاښونه د روغتيا
ضمانت كوي
وايي چې زاړه په خواړه دي، چې خواړه نه وي نو - خدای مکړه- مړه دي، دا ډېره
پر ځای خبره ده، خو نه يوازې زاړه بلکه ټول همداسې دي. خو اصلي خبر دا ده
چې كه غاښ نه وي نو په څه به خواړه وخوری. نو وايو چې که غاښونه نه وي نو
زاړه او واړه که مړه ندي نو ناروغه خو خامخا دي. اوس ِغواړم د غاښونو د
روغتيا په هکله خبرې وكړم. ددې لپاره چې د ژوندانه په لړ کښې سم او روغ
غاښونه ولرو، نو لازمه ده چې د غاښونو د ساتنې په هکله پوره پاملرنه وکړو.
بايد دژوند د مور له رحم څخه پيل او د ژوند ترپايه د غاښو ساتنې ته بشپړه
پاملرنه وشي.
لومړى ميندو ته دا اړينه ده چې د اميندوارۍ په موده کښې سم خواړه وخوري، سم
خواړه دهغوی او دهغوی په نس کښې رالويدونکي ماشومانو روغتيا ته ډېر مهم او
د هغوى په سلامتيا كې پوره مرسته کوي. نو د سمو خوړو او ويتامينو د
اخيستولو لپاره اميندوارې ميندې بايد د ډاکټرانوهغو ټولولارښونو ته پوره
پاملرنه وکړي او په سهي توګه يې پرځاى کړي، چې دوی ته يې د اميندوارۍ په
موده کښې دمور او ماشوم د روغتياپه کلينکونو کښې کوي.
دماشوم د زيږيدو څخه ورسته د هغه خوراك ته پاملرنه ضروري ده، په دې وخت کښې
دمورد شيدو څخه بل هيڅ کوم ډول خواړه دهغه دراتلونکي وخت د غاښونو د روغتيا
لپاره ښه خواړه نه شي بلل کيدای. ځکه د مور شيدې ډېر كلسيم لري او کلسيم
سربېره پر نورو غړو د غاښونو په جوړښت کښې بنسټيز رول لري.
کله چې دکمکي لومړني غاښونه را ښکاره شي نو له دې سره سم دا اړينه ده چې
ميندې د هغوى نويو غاښونو ته كلكه پاملرنه وكړي يانې، هغه دې د راختو سره
سم په روزنيز ډول د ميندو لخوا په يوه پاک ټوکر چې ترګوته يې تاو كړى وي
پاک شي ځکه د غاښونو توريدل او چمجن کېدل په خوله کښې د هغوی د ښکاره کېدو
سره سم پيل کيدای شي.
د فلورايد منرال چې دبدن د بېلابېلو غړو په جوړښت کښې شته اودهغوی سره
مرسته کوي چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، دغاښونو په روغتيا کې هم ډېر
مهم رول لوبوي. نو ميندې بايد په دې ډاډه شي چې ماشوم يې په پوره توګه
فلورايد اخلي. فلورايد معمولاً په ښارونو کښې دڅښاک په اوبو کې ګډ وي او
دکليو اوسېدونكي بايد په دې هکله له ډاکټر سره مشوره وكړي او له هغه څخه د
فلورايد څاڅکي اوګولۍ واخلي.ځکه چې فلورايد د نوي زيږيدلي ماشوم د غاښونو
په روغتيا لپاره ډېر مهم بلل کيږي.
دلته پوښتنه را پورته کيږي چې د ماشومانو د شيدو غاښونه خو هسې هم لوېږي،
نو د روغ ساتلو هڅې يې د څه لپاره؟
دا خو سمه ده چې دماشوم دشيدو غاښونه دلږ وخت لپاره وي او لويږي، خو ددغو
غاښونو تورېدل او چمجنېدل د خوږو او درد لامل ګرځي اوپه پايله کښې ماشوم
ځوروي او بل دا چې دا غاښونه خپل ځاى دايمي غاښونو ته پريږدي او د هغوی
لپاره ځای ساتي او هغه ځاى بايد پاك او له ناروغه غاښونو څخه اغېزمن نه شي.
دژوندانه په دغه پړاوکښې بله مهم خبره داده چې کله ميندې خپل ماشومان دشپې
او يا د ورځې لخوا په زانګو کې دويده كولوپه نيت پرېباسي، نو په زانګو کې
هغه بايد له هغه بوتل سره پرينباسي، چې په هغه کښې خوږې شيدې، جوس، خواږه
شربت او يا نورو خواږه خواړه وي. ځکه خواږه توکي دماشوم دغاښونو روغتيا ته
زيان رسوي. د امکان ترحده هڅه وکړئ، چې ماشوم ته دپيالې د څنډونه دڅښلو
عادت ورکړئ او که بيا هم ستاسې ماشوم د شيدو پر بوتل روږدي وي، نو بيا په
بوتل کې دخوږو توکو پر ځاى تشې اوبه واچوئ.
څينې کورنۍ ماشومان دلاسي چوشک په رودلو روږدي کوي، چې دا هم سهي كار نه دى
او ماشوم د هغه له لامله په بېلابېلو ناروغيو اخته کيږي، خو که ماشوم په
هغه روږدي وي، نو هغه بايد هېڅکله په خوږو توکو لکه شکره او يا شاتو ونه
لړئ.
بله خبره چې دماشومانو د غاښونو د روغتيا په ساتنه کښې ضروري ده، هغه دا ده،
چې د ماشوم غاښونه بايد وخت پر وخت وکتل شي ترڅو يې د روغتياڅخه ډاډه
ترلاسه شي. روغ غاښونه په يوه رنګ وي او که کوم داغ او يا تور والی په کښې
وليدل شي نو ډاکټر ته د هغه ښکاره کول ضروري دي.
د غاښونو د روغتيا په ساتنه کښې بل تر ټولو مهم عنصر کلسيم دی. د کلسيم
اخيستنه هر وخت د ماشوم دشيدو غاښ او يا د هغه دايمي غاښ را وخيژي حتمي ده
او کله چې غاښونه راوخيژي نو د کلسيم اخيستلو ته دوام ورکول د غاښونو د ښې
ودې او د ژوندانه په لړ کښې دهغوی دروغ پاتې كېدلو لامل ګرځي. برسيره پردې
کلسيم د اووريو د روغتيا لپاره ډېر مهم کڼل کيږي، چې دکلسيم پوره اخيستنه د
ژوند په ورستيو کښې د اووريو د نارغيو څخه مخنيوی کوي او همداکلسيم د زامو
هډوکي کلکوي. د زامودهډوکو دا کلکوالى د روغو غاښونو ددرلودلو لپاره حتمي
دی.
ځکه غاښونه په زامو کې خښ دي. بل هډوكي هم د خپلې سمې ودې او دپوره روغتيا
لپاره کلسيموته اړ دی. څرنګه چې دماشوم د ودې په حال کې وي، نو د هغوی
هډوکي چې په جوړښت کښې يې کلسيم ډېره برخه جوړوي هم وده کوي، نو د ژوندانه
پدې برخه کې د کلسيمو اخيستل سربېره پردې چې د روغو غاښونو د شتون لپاره
اړين دي، بلكي د ماشومانو د هډوکو د سمې ودې لپاره هم تر ټولو مهم توکی دی.
نو دا ډيره ضروري خبره ده چې کورنۍ پردې ځان ډاډه کړي چې ماشومان يې په
پوره اندازه کلسيم اخلي. ځکه څېړنو دا ښوولې ده چې ان په پرمخ تلليو هيوادو
کې هم ډېری ماشومان په بشپړه انداره کلسيم نه ترلاسه كوي. چې وروسته بيا د
ژوند په وروستيو کښې دوی د هډوکو د ناروغيو او ماتېدوسره ډېر مخکيږي.
کلسيم دبېلابېلو خوړو په جوړښت کښې شته خو شيدې او د هغه څخه لاس ته
راتلونکي نور محصولات د کلسيمو ښه زېرمه بلل کيږي، نو لدې کبله خپلو
ماشومانو ته د شيدو ورکول دود او ډېر کړئ.
د بدن د اړتيا کلسيم د ماشوم دعمر د لوړېدو سره ډېريږي هغه داسې چې د يوه
کلن څخه تر دريو کلنو ماشومانو د کلسيم اړتيا په روځ کښې تر۵۰۰ ملي ګرامو
او د څلورکلنو څخه بيا تر اتو کلنو پورې ماشومان په روځ کښې تر ۸۰۰ ملي
ګرامو او دنهو کلنو څخه بيا تر اته لس کلنو ماشومانو پورې بيا ۱۳۰۰ ملي
ګرامو کلسيمو ته اړتيا لري . لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه، شيدې او دهغه
څخه نور لاس ته راتلونکي محصولات لکه مستې، پوڅه او پنير د کلسيمو ښه زېرمه
ده چې په هر يوه ګيلاس شيدوکښې ۳۰۰ ملي ګرامه پورې کلسيم موجود وي. له شيدو
پرته نور خواړه هم شته چې په لوړه كچه کلسيم لري، لكه: د لويو پاڼو لرونکو
شنو سبو، ګلپي، جوار اوسوکړک اوداسې نور.
دغاښونو تورېدل او چنجن کېدل د هغه پاتې شونو له لامله رامنځ ته کيږي، چې د
خوړوخصوصاُ دخوږو خوړو د خوړلو څخه ورسته په غاښونو كې پاتې کيږي. هغه داسې
چې په خوله کښې يو ډول واړه موجودات يانې باکترياوې شته چې د دغو پاتې شونو
څخه په استفاده سره د غاښونو پر سريو ډول انزايم پريږدي چې دغاښونودباندني
کلک پوښ چې د مينا په نامه سره ياديږي دخرابيدو اوله منځه تلولامل ګرځي، چې
په پايله کښې د غاښونو دتورېدل رامنځ ته کوي .
نو داښه ده چې ماشومان مو د مسواکو په وهلو او يا دغاښونو په برس کولو سره
دکوچنيوالي څخه روږدي کړی.
اګر چې ماشومان مو تر اته کلنۍ پورې ددې جوګه ندي چې په یوازې سر خپل
غاښونه لکه څرنګه چې ښايي پاک برس کړي، خو بيا هم خپل ماشومان وهڅوئ چې خپل
غاښونه برس کړي. دبېلګې په ډول تر پنځه کلنۍ پورې تاسې دې ته اړ ياست، چې
مو د ماشومانو غاښونه تاسې ور برس کړی، خو د پنځه کلنۍ نه ورسته خپل ماشوم
وهڅوئ چې خپل غاښونه په خپله برس كړي.
پاى
|