کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   د تيارو د هر ماښامه ستوري څاڅي          د وردګو دهر قامه ستوري  څاڅي  
جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
قرباني داسلامي امت ...
د هېواد په مينه ..
روغ غاښونه د روغتيا ...
حــلم او زغـم ...
د جغتو د مدني او کلــ ...
ځوانيمرګ ښايست ...
دسباوون ستورى...
دوه مـاشـــومــان!!! ...
شعرونه ...
هسكې شملې ...
د وردګو د چارواكو ...
د وردګو په هکله ...
نه شې نظر!!!...

په وېبپاڼو كې د جغتو ولسوالۍ په هكله د خپور شوي مطلب په هكله
د جغتو د مدني او کلتوري بهير غبرګون


څه موده وړاندې په ټول افغان وېبپاڼه او غورځنګ كې د جغتو ولسوالۍ په هكله دوه پرله پسې ليكنې خپرې شوې، د يوې سرليك وو. (څوك چې نلري سړي نه دې كورت خوري او نه غوړي) د ليكنه د ښاغلي محمد هلال سمسور لخوا ليكل شوې وه او په دې ليكنه كې يې د جغتو پر ويده بخت خفګان څرګند كړى و، لنډ مطلب يې دا وو، چې د جغتو ټول خلك د غفلت په خوب ويده دي، او ډېر داسې فرصتونه يې له لاسه وركړي، چې ښه د پام وړ ګټه ترې اخيستل كېداى شواى. بيا يې ځينې بېلګې ليكلې وې لكه:
۱- په پارلماني ټولټاكنو بايلودل
۲- په ميدانښار كې د مهاجرينو ځمكې نه ترلاسه كول
۳- د ډاكار موسسه دخپلمنځي اختلافاتو له وجهې شړل
۴- په خپل وخت د ملي پيوستون مرستې نه ترلاسه كول
۵- په سيمه كې په دې نه توانېدل چې خپله سيمه آرامه وساتي
۶- د جغتو ولسوالۍ لپاره منظور شوى سړك له لاسه وركول، د جغتو د ويده بخته هغه منظور شوى سړك ورنكړل شو، چې له جغتو څخه د كابل- كندهار تر عمومي لوى سړك پورې پخېده. او داسې نور.... څو ورځې وروسته په ټول افغان او غورځنګ وېبپاڼو كې ددې ليكنې په تاييد يوه بله ليكنه د سلطان محمد جغتووال لخوا وليكل شوه، نوموړي دغه ليكنه يو ځل بيا له خپلې ليكنې سره يوځاى كړه او ورپسې يې ډېر نور څه وليكل، ښاغلي سلطان محمد د جغتو ولسوالۍ د چارواكو په ګډون په څرګند ډول ځينې نومونه ذكر كړي او هغوى ته يې يو لړ تورونه متوجه كړي او هم يې په خپل فكر سره بېلګې او نمونې دكړي دي، چې ګواكي پلاني او پلانكي داسې او هسې وكړل او كارونه يې هم ورسره ذكر كړي دي.
همدارنګه سلطان محمد جغتووال په جغتو ولسوالۍ كې ځينې نومونه ذكر كړي او د هغوى هڅې يې ستايلې دي، چې په دې كې د جغتو د مدني او كلتوري بهير د غړو نومونه هم ذكر شوي وو.
ددې ليكنې په خپرېدو سره سملاسي د جغتو مهالنۍ غړو خپل كلك غبرګون وښود او وېبپاڼو ته يې خپل شكايت ليك واستوه، د خپلو غړيو د نومونو د لرې كولو غوښتنه يې وكړه او هم يې د انټرنېټي وېبپاڼو له چلوونكو څخه هيله وكړه، چې په راتلونكي كې بايد دا ډول ليكنې خپرې نه كړي او نوموړى شكايت ليك په نوموړو پاڼو كې خپور هم شو.
څو ورځې به نه وې تېرې شوې چې دغه ليكنې په لويه پېمانه خپرې شوې او ان د جغتو ډېرى خلكو لاس ته ورغلې، چې په دې ځينې كسانو د جغتو بهير غړو ته ټېلېفونونه وكړل او داسې يې انګيرله چې ګواكي دا ليكنې ياتاسې كړې.
جغتو كلتوري بهير لكه څنګه چې له ټولو څخه مخكې نوموړې ليكنه رد كړه او دا دي يو ځل بيا دا په ډاګه كوي، چې دا ليكنه د جغتو مهالنۍ خپرونې غړو نه ده كړې او نه هم دا د ستونزې حل بولي، خو بايد ټولو ته واضح او څرګنده وي، چې اوسمهال رسنۍ ډېرې پياوړي دي، هرڅوك كولاى شي، چې يو څه وليكي او چېرې يې خپاره كړي، د هر چا خپل وجدان دى، چې څنګه اجازه وركوي، همغاسې ليكنه كوي او خپروي يې، له بلې خوا خلك هم بايد په دې پوهه شي، چې هرڅه كوي، نور يې ويني، كه يې ښه وكړل، ستاينه يې كوي او كه يې خداى مه كړه ناسم كار ترسره كړ، خلك خامخا خپل غبرګون ښيي.
موږ يو ځل بيا وايو چې نوموړې ليكنه داسې چا كړې چې موږ يې نه پېژنو او زموږ تګلاره داده، چې موږ پخلاينې، توصيې او ګډې همكارۍ وده وركوو، په سيمه كې د مينې او اخلاص فضا رامنځ ته كوو، خلكو ته د لورېينې، په خپل خدمت كې د اخلاص، صداقت او ريښتينولى مشوره وركوو. موږ هېڅكله د اختلاف اور ته لمن نه وهو او هر چاته دا مشوره وركوو چې څوك له چا سره ستونزه ولري د ثبوتونو او مستندو دلايلو سره يوځاى دې مخامخ د همغه شخص سره كښېني او ستونزه د حل كړي.
مینه او درنښت
د جغتو مدني او کلتوري بهیر