|
|
دسباوون ستورى
سهار وختي راپاڅېدم غوښتل مې دلمانځه تر داکولووروسته خپل سفرپيل کړم کله
چې له کوټې څخه بهر راووتلم په انګړ کې روښنايي وه خوپدې وخت کې تا دسپوږمۍ
دليدلو لپاره آسمان ته وکتل خويدې ورځ سپوږمۍ هم نه وه نو په همدې حالت کې
مې سترګې په يوه ښکلي ستوري ولګېدې چې دا ټوله ځمکه يي په ښکلا رڼه
وه.خوپدې وخت کې زما ستذګې په نورو ستورو هم ولګېدې چې ددغه ستوري په شا
وخوا را ټول شوي ؤ رنګونه يي لکه دمينانو زېړ ؤ او په داسې ډول پرې را ټول
شوي ؤ لکه چې مين دخپلې محبوبې ننداره کوي اوټول ددې ستوري په رڼا کې ورک ؤ
هغه دعوامو خبره مې دهن ته راغله چې ويل به يي په آسمان کې دوه ستوري. دي
چې هغوي يوه ته ليلا او بل ته مجنون ويل نو ما هم دا فکر وکړ دا هماغه ليلا
ده اودا ټول ستوري دهغه مجنونان دي.
په همدې فکر کې ولاړ وم چې دخپل وړوکي ورورپه غږ مې زما دخيالونو نزئ ورانه
شوه چې راته ويي ويل لا مر اوسه وخت ډېر دي راځه کورته هغه ته کې ځواب ورکړ
اوبيا سوچونو کې ډوب شوم. په همدې وخت کې وپوهېدم دا ښکلئ اوزرغون ستوري
هغه دسهار کم عمره ستوري دي. نوزماددې فکر سره سم دستوري روښنايي هم په
وروروضعيفه شوه دسهآر رڼايي را خوره شوه او دا ټول ستوري آسمان په شنه بحر
کې په يو ډول ډوب شول او حتى هغه ښکلی ستورئ هم. نو په دې کې را ته دا پته
ولګېدله په دې نړئ کې هېڅ شئ هم دچا په ګټه نه راځي نه هم دنيا اونه هم
ښايست نو دا ښکلي هسې ځانته غره دي.
هدايت الله (ساحل)
|