|
|
دوه مـاشـــومــان!!!
يو ښكلى او نوى موټر په تيزۍ سره په كلي كې د تېرېدو په حال كې وو، د
تېرېدو په حال كې د موټر ښيښه كښته او په موټر كې سپاره ماشوم د جوس يو
كوتى بهر ته را وغورځاوه، د كلي يو ماشو ورمنډه كړه او نوموړى تش كوتى يې
را واخيست او خورا ډېره ورته خوشاله شو. له خوشالۍ تر ډېره ځايه پورته
پورته ورتل او نوموړى كوتى يې په خپل لاس په ډېره خوښۍ سره اړاوه او را
اړاوه. په دې نه پوهېده چې به څه شى وي، خو په خپل ساده زړه كې په دې ډاډه
و، چې دا ډېر ارزښتناك شى دي، چې د خپل وېښ بخت او تالو نوموړي ته ورپه
برخه كړي دي. ښايي په زړه كې به يې ډېر خيالونه او هيلې را ټوكېدلې وې په
دې هكله زه پوه نه شوم، خو تر ډېره دغه ماشوم له نوموړي كوتي سره لوبې وكړي،
كله به يې يو او بل لاس ته كړ او كله به يې هم ټينګ په سينه پورې ونيو. بيا
به خاورو كې ورسره و لوغېده او وبه لوبېده. د ژوند توپير ته فكر يووړم، چې
ته وګوره د موټر ماشوم دغه جوس له دكان څخه را اخيستي او هغه جوس يې وڅښتل
او كوتى يې بې ارزښته وباله او موټر څخه يې كښته را وغورځاوه، خو دغه بل
خواركي ماشوم. په دې نه پوهېده چې دا د جوسو كوتى دى او په دې كوتي كې د
څښلو لپاره ډېره خواږه جوس وي او هغه څښل كېږي او دغه تش كوتى كوم ارزښت
نلري.
خو په زړه كې مې راجوړه كړه ښه دى چې دا ماشوم د جوسو له خوند څخه نه و خبر
او كه نه، بيا به يې دغه لوبې كله كړې واى اوكېداى شي ددې كوتي په ليدو سره
په ژړا خپل بېوزله پلار ته ورغلى واى، چې ماته هم جوس واخله، بيا به هغه
غريب د جوسو پيسې له كومه كولې!!!
امين الله عادل
|