|
|
شعرونه
له چا ځنې مانه وكړم
د سترګو چل را درومي خو د زړه علاج به څه وكړم؟
ته يې را ته وښيه، هغه چاره چې زه يې وكړم؟
زه مې دا د زړه درزا پخپلو غوږو واورمه
كوم نصيحت ومنم د كوم سړي په خوله وكړم؟
عشق را ته په لاره كې د ژوند اغزي كرلي دي
لاره مې اغزنه ده په كومه لاره تله وكړم؟
ما ته فرهادي تېشه په كار ده، ښه پوهېږمه
نه چې چاته وژاړم او چا سره خواله وكړم
ځمكه هغه سوځي، چې پرې سرې لمبې اورونه وي
زه به هم ته ګورې، چې يوه ورځ به لمبه وكړم
مانه سترګې مه اړوه زښته پرې ځورېږمه
تا نه چې ونه كړم، نو له چا ځنې مانه وكړم؟
ته يې، چې زما جسد ته دې روح را بښلې ده
ستا رضا چې نه وي، هغه نه غواړم چې زه وكړم
هر چېرې چې زه يم، هلته ته راسره مل يې بيا
ستا درنښت په ژبه، كه د سترګو په لېمه وكړم؟
زما له "x"، د"y" او بیا له "z" نه ګيله نلرم
هرڅه كه "ستومان" شم، شكايت به هم لاونه كړم
محمد عظيم ستومان غازي زاده
د مستيو غومبر
د امید په براق ناست یو موږ په تللو پسې ګرزو
چې فلک را نه اخیستي ها په ښکلو پسې ګرزو
بیا یې څاښت کړو د رنځونو د درملو په نسخه کې
د خندا په تاویزونو څو سپیڅلو پسې ګرزو
د سلګو څپو اخیستي د موسکا چل رانه هیر دی
وچې شونډې چې پرې رنګ کړو په سنبلو پسې ګرزو
موږ د سوال منګولې ایښې د آسمان په دروازو کې
په انوارو د خوښیو نازولو پسې ګرزو
چیرې ورکې دي ښکلاوې د ژوندون له سپیره بخته
خدایه موږ د ورکو هیلو په پاللو پسې ګرزو
سوې مېنه چې سمسوره د ګلاب په کروندو شي
د رنګونو په نړۍ کې په څو ګلو پسې ګرزو
د کلا په برج چې جوړې وي غومبرې د مستیو
موږ د رنګارنګ کوترو الوتلو پسې ګرزو
د ښكلاوو كمين
بیا به داسې راته وایې چې اول دې ولې نه وې
مینه دا رنګه کانې کا مسلسل دې ولې نه وې
په ځیګر پوخ شومه یاره د توبې دروازه چیرې
خپل منطق دې ولې نه وې مطول دې ولې نه وې
رشوتونه مې منلي که له دې زندانه خلاص شوم
دا د شونډو نذر واخله مکمل دې ولې نه وې
دا د حسن مدرسه ده په آزمون کې شومه پاتې
زه دستورو آدرس غواړم په غزل دې ولې نه وې
راته لار د افق ښیه سرخي اخلمه رخسار ته
خدای ته وګوره مطربه په څو ځل دې ولې نه وې
زه کمین ته د ښکلاوو یم په پټه راوتلی
ګوره څنګه به یې نیسم په مورچل دې ولې نه وې
ګربتوال
|