|
سرليكنه:
كندهار د تاريخ په اوږدو
كښي
په كندهار كښي د كندهار په اړه د څېړنغونډي د جوړېدو خبره
د لوى كندهار د تېر برم او دلته د ميشت مېړني او باتور اولس د وياړلي
ژوندانه د وياړلو پاڼو د ځلېدو او روڼېدو سره تړاو لري.
لكه چي د تاريخ د پاڼو څخه څگرګنديږي كندهار د خپل كړكېښ په اوږدو كښي د دې
مېړنۍ
خاوري د نورو سيمو غوندي تل د پراختيا غوښتونكو په وړاندي د خپلو ككريو څخه
تېر سوي او هغوى يې د خپلو ښارګونو د وينو په زور په ګونډو كړي دي ځكه نو
كندهار د ملي پاڅونونو د زانګو په توګه خپل نوم ژوندى ساتلى دى. دلته ملي
اتلان او منلي نومياليان زېږېدلي، روزل سوي، پالل سوي او د حماسو او وياړلو
كارنامو په ډګرونو كښي وياړمن سوي دي.
دا كندهار دى چي د فرهنګ په پالنه كښي يې د نورو اتلوليو تر څنګ د يادوني
وړ ځاى
تر لاسه كړى دى، او تل د توري، سياست، پوهي او ثقافت د امام په توګه
راڅرګند سوى دى. د دې هر
څه څېړنه او پلټنه او بيا د دې خاوري او اولس وياړلې ماضي د اوس او مستقبل
سره تړنه ډېر پراخ كار او زيار غواړي، دا زيار به د ليكڼي (قلم) څښتنان او
د پوهي د ډګر پتمن لوبغاړي تر سره كوي. په دې اړه
زموږ نومياليو پوهانو مخكي ډېر څه كړي دي، خو د جګړو كلونو د ځوانانو او د
څېړني او پلټني
د مينانو څخه د دې لړيو كړۍ په شلېدو كړي وې، اوس چي د نېكه مرغه د دې كړيو
بيا مښلېدو ته
لاره هواره سوې ده او ښه بېلګه يې (كندهار د تاريخ په اوږدو كښي) لويه او
پراخه څېړنغونډه ده چي د روان 1383 لمريز كال د غبرګولي پر 27 مه نېټه د
دوو ورځو لپاره په كندهار كښي د ګڼ شمېر پوهانو او ليكوالانو په ګډون جوړه
سوه.
په دې څېړنغونډه كښي د كندهار د تاريخ پر بېلابيلو برخو د پوهانو له خوا
روڼا واچول سوه او په ترڅ كښي يې د هغو په اړه ډيري په زړه پوري علمي
مباحثې تر سره سوې چي دا هرڅه د كندهار د هر اړخيزه ځلېدو لپاره ډېره بډايه
زېرمه ګڼلاى سو او كېداى سي د هغوى له مخي د دې سيمي د مخكني او اوسني
تاريخ په اړه ناڅرګنده ګوټونه روښانه كړل سي.
د دې لويي څېړنغونډي په بريالي جوړېدو كښي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور
رياست هڅانده رول او ورسره د كندهار ولايت د درانه مقام او د اطلاعاتو او
كلتور وزارت پاملرنه د شاباسي وړ ده.
كه څښتن وكړه بيا هم د دغو كړيو په پاملرنه او زيار ايستنه سره دا ډول
غونډي او پوهنيزي ناستي په پرله پسې توګه دوام وكړي د سيمو او پرګنو د
تاريخ ناڅرګنده اړخونه به څرګند او د بشپړتيا تر پولي پوري به ورسيږي.
انشاء الله
په همدې هيله
اداره
|