کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   تاشلولی د غليم هروخت زُ نار دی          ځکه نوم دي لا تراوسه کندهار دی                ستا اغوش د ملحدينو قبرستان سو              تل و برم ته دي سر ټيټ د استعمار دی        
کندهـــــار : داشرف البلاد څخه خپرېدونکې تاريخي کلتوري او ادبي مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه . . .
د اولاد د روزني او . .
دوظيفې داجراء اصلي  .
ازادي او مساوات ..
منور استبداد . .
د پښتنو ټاټوبي
د افشار نادر د مړيني .
پښتو قدوري . .
دحضرت محمدخرقه .
د پښتوشعرد ډولونو . .
د پيسو ارزښت . .
په كندهاركي دكندهار ..
لكي غر او د كوجولا . .
كندهار . .  
په افغانستان كي  ګوند . .
په ګران هيواد كي د  . .
ادب او سياست . .
ملا محمد شريف جانان
د ادب پر تخت ناست . . .
زرپاڼه . .
پښتو او پښتني . .
د لوېديزيانو ټګۍ او . .
جنوب لوېديځه حوزه
هنر او ادب . .

 ژباړه : وږمه همت "اسحاقي"

د اولاد د روزني او پالني آداب

اولاد د خداى  يو لوى نعمت دى. د هغو په پيدا كېدو باندي خوشحالي وكړئ ! يو بل ته مباركۍ وركړئ. د خير او بركت د دعا په ويلو سره د هغو د پيدا كېدو هركلى وكړئ ! او د خداى  شكر اداء كړئ چي هغه تاسي ته د خپل يوه بنده د پالني توفيق دروبخښي.
كه چيري څوك اولاد ونه لري نو خداى  ته دي د صالح اولاد غوښتلو لپاره هغسي دعا وكړي لكه چي حضرت ذكريا  كړې وه او ويلي يې وه :
رب هب لي من لدنك زريه انك سميع الدعاء [مريم]
ژباړه :
اې زما ربه ! ته له خپله لوري ماته صالح اولاد را عطا كړه، بېشكه ته د هر چا دعا اورې".
د اولاد په پيدا كېدو باندي هيڅكله خوابدي نه سئ، د نشتمنۍ يا د روغتيا د خرابۍ يا په كوم بل سبب د اولاد په پيدا كېدو باندي د خوابدتيا څخه ډډه وكړئ.
اولاد هيڅكله مه ضائع كوئ. تر پيدا كېدو دمخه يا وروسته د اولاد ضائع كول بزدلي، ظلم او د دين او دنيا تباهي ده. د خداى  ارشاد دى :
و لا تقتلو اولادكم خشيه املاق نحن نرزقهم و اياكم ان قتلهم كان خطاء كبيرا
ژباړه :
"او خپل اولاد د لوږي له بيري مه وژنئ، موږ هغو ته هم رزق وركوو او تاسي ته هم. حقيقت دا دى چي د اولاد وژل لويه ګناه ده".
يو واري يوه صحابي د رسول  څخه پوښتنه وكړه چي يا رسول الله  ! تر ټولو لويه ګناه څه شي ده؟
نو هغه ورته وفرمايل : چي د مور او پلار نافرماني.
بيا يې وپوښتل چي تر دې وروسته؟
نو يې وفرمايل : چي تاسي خپل اولاد له دې بيري څخه ووژني چي هغه به ستاسي روزي
وخوري.
د كوچني لپاره يوه ښه نوم غوره كړئ، چي د پېغمبر  د نامه سره يو وي. يا د خداى  د نامه دمخه عبد وركړه سوى وي، لكه عبدالله، عبدالخالق او داسي نور.
د نبي  ارشاد دى :
"د قيامت په ورځ به تاسي ټولو ته خپل په نامه در ږغ كوي نو په دغه سبب پر خپل ځان ښه نوم ايږدئ !"
كله چي ستاسي كوچنى پر خبرو راسي نو هغه ته د (لااله الاالله) كلمه ور زده كړئ. د نبي  ارشاد دى :
"كله چي ستاسي كوچنيان پر خبرو راسي نو هغو ته د (لااله الاالله) كلمه ور زده كړئ. بيا هيڅ پروا مه كوئ چي كله به مړ سي. او كله چي يې د شيدو غاښونه ولويږي نو د لمانځه حكم ورته وكړئ".
كوچني ته شيدي وركړئ. ځكه پر مور باندي د كوچني دا حق دى، دغه راز د مور دا دنده ده چي خپل كوچني ته د شيدو وركولو سره سم د توحيد او زموږ د وياړلي پيغمبر  او د سپېڅلي دين سره د ميني درس هم وركړي. د كوچني د روزني او پالني د مسئوليت بار ټوله د پلار پر اوږو مه اچوئ. بلكي دا كار دي مور هم پر سر واخلي. بله د يادولو خبره دا ده چي هيڅكله كوچنيان مه بېروئ. د لومړي عمر دا بېره د عمر تر پايه د انسان په ذهن او دماغ كي پاته وي. او داسي كوچنيان اكثره په خپل ژوند كي كوم لوى كار سر ته نه سي رسولاى. اولاد ته په كوچنۍ، كوچنۍ خبره مه په غُصه كېږئ، ماشومانو ته د بد ويلو او د هغو له وهلو څخه په كلكه ډډه وكړئ. او د دې پر ځاى چي د هغو پر تېروتنه كركه ورڅخه وكړئ په حكمت او زړه سوي سره هغو ته روزنه وركړئ.
د اولاد سره همېشه مينه او محبت، شفقت او نرمي كوئ، د هغو ضرورتونه ور پوره كړئ. د كوچنيانو پر سر په شفقت سره لاس تېروئ. په غېږ كي يې اخلئ، مينه ورسره كوئ او سختګيري مه ورسره كوئ، ځكه د مور او پلار د سختګيرۍ څخه په هغو كي پر خپل ځان اعتماد لږيږي، او د هغو پر فطري نشوونما باندي هم بد اغېز لويږي.
د اولاد ښه روزنه او پالنه وكړئ. په دې لار كي چي هر څونه زيار او زحمت وي ويې زغمئ. دا ستاسي ديني مسئوليت هم دى او د اولاد سره لوى احسان هم ، او ستاسي له خپل ځان سره تر ټولو لوى د خير كار هم.
د نبي  ارشاد دى :
"اولاد ته د پلار ښه عطيه ښه روزنه او پالنه ده".
دغه راز آنحضرت  فرمايلي دي :
" كله چي انسان مړ سي نو د هغه عمل ختميږي، ليكن درې ډوله اعمال داسي دي چي د هغو اجر او ثواب تر مرګ وروسته هم سړي ته رسيږي :
يو دا چي صدقه جاريه وركړي.
دوهم دا چي داسي علم پرېږدي د كوم څخه چي خلك ګټه تر لاسه كړي.
او درېيم صالح اولاد كوم چي د پلار لپاره دعا كوي.
كله چي مو كوچنيان د اوو كالو سي نو هغو ته لمونځ ور زده كړئ، د لمونځ كولو په هكله نصيحت ورته وكړئ، او د خپل ځان سره يې جومات ته بياياست، او كله چي كوچنى د لسو كالو سي او په لمانځه كي غلطي وكړي نو مناسبه سزا وركړئ.
كوچنيان مو همېشه پاك او سُتره وساتئ، د هغو پاكي، نظافت او بدن پرېولو ته پاملرنه وكړئ، كالي هم پاك وركوئ، خو د ډول، ډول نمايش او سينګار څخه يې منع كړئ، و نجلۍ ته هم ډېر ساده كالي وركوئ. د نورو په مخ كي د كوچنيانو عيب مه بيانوئ، او مه يې هم د نورو په مخ كي شرمنده كوئ. كوچنيانو ته د نبيانو، پوهانو او ملي اتلانو كيسې كوئ څو له كوچنيوالي څخه د دغو خلكو له كارو او عملو سره مينه او محبت پيدا كړي.
د كوچنيانو هر ضد مه ورپوره كوئ، بلكي په حكمت سره كوښښ وكړئ چي د هغو دغه بد عادت ځني ليري كړئ، كله كله مناسبه سختي هم پر كوئ، په ډېره مينه كولو سره هغه ضدي او خپل سره مه اموخته كوي.
كوچنيان داسي وروزئ چي خپل كار په خپله وكړي، او هر كار په مزدور ونه كړي، ځكه چي له دغه عادت څخه كوچنيان سُسٌت او بېكاره اموخته كيږي. كوچنيان مو سرسخت او خورايكښ اموخته كړئ.
د اولاد تر منځ مو توپير مه كوئ، له دې څخه په نورو كوچنيانو كي كركه، نهيلي او په پاى كي بغاوت پيدا كيږي.
د نجلۍ پر پيدا كېدو هم دغسي خوشحالي وكړئ لكه څنګه چي يې د هلك پر زوكړي كوئ. كه نجلۍ وي كه هلك وي دواړه د خداى  وركړه بلل كيږي، خداى  ښه پوهيږي چي ستاسي په هكله به نجلۍ ښه وي كه هلك ؟ او بل دا ناشكري هم ده.
د نجونو روزنه او پالنه په ښه زړه سره كوئ، هلك هيڅكله پر نجلۍ غوره مه بولئ، د دواړو سره يو ډول رويه او مينه كوئ. د نبي  ارشاد دى :
"نجلۍ د ريحان ګل ده بويوى يې تاسي او رزق يې خداى  وركوي".
د دې ټولو خبرو سره خپلو اولادو ته د زړه له كومي دعا هم كوئ، ځكه رحيم او رحمن خداى  به هيڅكله د مور او پلار د زړو څخه راوتلې دعا ضائع نه كړي.