|
|
زرپاڼه
دويمه برخه
ليكوال: محمد حجازي
ژباړن: عبدالقديم پتيال
د آزادۍ حس زما په وينه كي اخښلى دى.
څونه ښه سوه چي جرئت او رشادت مي درلودى، كه نه اوس به له دې كيف او خوند څخه بې
برخي واى. كاشكي ما يو سرشاره پوهه او تجربه لرلاى چي د زرپاڼي د داسي هيلو او خبرو
څخه په اصل مطلب پوهېدلى واى.
هو كاشكي ! ... مګر زه د هغې د ښكلا لېونى او د هغې د نازونو او نخرو څخه پرته مي
بل څه نه ليدل، بد تصور په فرسخونو _ فرسخونو راڅخه ليري و. د زرپاڼي صورت په رنګ
او خوشبويي سره ګل (ګل ګلاب) ته ورته و، شوخي سترګي يې هغو روڼو آسمانونو ته ورته
وې چي تر سختي پيكه تيا وروسته په پسرلي كي ښكاره كيږي او له ليدلو څخه يې هر زړه
خپل غم هېروي. مناسب صورت، نازكي وروځي، پريشاني زلفي او په طلايي رنګ لړل سوي، جګه
ونه، موزون اندام، لكه بدن چي يې له عاجو څخه تراشلى وي، غښتلي او سپين مګر عاج خو
لږ څه ژړ وي او سوروالى هم نه لري.
لاسونه يې دونه ښكلي ول چي په هر ځل ليدلو يې تازه كېدم، خپله هم پوهېدله او هره
روځ يې ډېر وخت د نوكانو په سنګارولو تېراوه، كله كله به يې لاسونه پر مېز كښېښوول
او په خندنيو سترګو به يې ورته كتل، ويل به يې : "اجمله ! تا د ډيرو ښځو لاسونه
ليدلي دي، آيا په دغه تناسب او شوخي دي نور لاسونه ليدلي دي؟ وګوره ! د نوكانو
سوروالى طبيعى دى."
هغه وخت به يې نو كرار هغه لاس چي ماته به نږدې و زما پر شونډانو ايښووى.
هغه لاس چي زما په ټنيو به يې بازۍ كولې، ومي نيوى او مچ مي كى، ومي ويل :
زما سپوږمۍ ! ماته دي مينه را زده كړه، د ښه ژوند تېرولو مهرباني تا راباندي كړېده،
تر دوه كاله ډېر كږي چي واده مي درسره كړى دى، خو روځ تر بلي درباندي مينېږم او
احساسات مي پاريږي، له ژوند څخه خوند اخلم، پوهېږم چي د څه لپاره راويښېږم او ولي
ژوندى يم؟ خيالونه مي پر بل ډول هيلو را چورلېدل او ستا په وينا دونه پرده پوښ وم
چي كه دي لومړى د ميني څرګندونه نه واى كړې ما يې هيڅكله يادونه نه سواى كولاى.
وايې چي هغه وخت دي د ميني په نظر راته كتل او رازونه دي ويل، ستا په وجود مي دي
قسم وي چي زه هيڅ نه پوهېدم، ما د هيڅ يوې ښځي په باب چي مغازې ته راتللې فكر نه
كاوه، د خپل تجارت سره بوخت وم او له كتابونو سره مي سر و كار و، د شاعرانو په
نازكو زړونو مي لوبي كولې او خوشال وم، كله _ كله مي فكرونه د موسيقۍ له ترانو سره
يو ځاى كول او په خيال كي مي شعر جوړاوه، خو هيڅكله مي نه ليكى، ځكه چي هيڅكله ونه
توانېدم خپله موخه چي په ضمير كي مي ليدل، د شعر په ژبه بيان كړم. البته كه ته نه
واى زه هيڅكله د ځاى څښتن نه كېدم، كه مي ته نه واى پېژندلې، فكر مي و چي په ډېره
لږه سرمايه يو عادي ژوند ته ادامه وركړم او خپل ټول ژوند د علم او ادب په زده كړه
تېر كاندم.
وروسته تر هغه چي ته مي وموندلې او ستا غوښتني او اړتياوي راته اوڅاري سولې، نو خپل
خيالونه او هيلي مي ستا تر ميني ځار كړې، هره روځ په تلاښ كي وم چي د شتو د ډېرولو
لپاره يوه نوې لاره ولټوم، له نېكه مرغه داغسي هم وسول او پرون مي حساب وكړ چي كابو
د يو نيم لكو تومانو څښتن يم، زرپاڼي مي خبره راپرې كړه، او وې ويل :
يو نيم لك تومانه زموږ د هوسونو لپاره لږ دي، زړه مي غواړي چي د يوې ملكې غوندي
ژوند وكړم، حكم وچلوم، ټوله مي تر فرمان لاندي وي، د خلكو په زړونو لوبي وكړم، نه
پوهېږم څونه شيان غواړم، خو خير په هر صورت بايد تر دغه ډيري پيسې پيدا كاندې ...
خواشينى سوم او ومي ويل :
آيا مينه مو پوره نه ده؟ و يې خندل او زما سر يې په دواړو لاسونو ټينګ ونيوى او پر
بدن يې مچ كړم، وې ويل :
ستا پر حال دي خوښي وي، چي خيالونه دي زما غوندي مبهم او پاشلي نه دي، زه بېله
ميني، نورو زرهاوو شيانو ته اړتيا لرم.
د دې خبري له اروېدو څخه مي زړه ورېږدېدى، د غم او نهيلۍ يو نه بيانېدونكى حالت مي
پر وجود راغى، نور ونه توانېدم چي خبري وكړم. زموږ د نېكبختۍ بنسټ څونه اوم دى، چي
له يوې خبري او يا يوه نظر له لاسه ورانيږي، د خيال پر تياره پرده مي يوه نړۍ پېچلي
او مبهم تصورات تېر سول، خو نه وتوانېدم چي يو هم له هغو څخه معالجه كړم.
زرپاڼي زما د حالت بدلون احساس كړ او ويې موسل، زلفي يې زما پر بدن او لاسو
راموښلې، پوهېدله چي زړه مي د دې د وېښتانو په تارو تړلى دى، له دغي وجي ډاډه وه،
پر بدن مي د هغې د وېښتانو موښل او له هغو څخه خوږ او رنګين بوى له حالته وايستم.
ورته ومي ويل "پر سترګو !" دا هيڅ ستونزه نه ده، خپل ځان هم ستا د خوښۍ په توسن
قربانوم.
لكه چي زرپاڼه د دې خبري په اروېدو بل ډول سوې وي، يوه شېبه په ژور فكر كي ډوبه
سوه، او په غمجن ډول يې وويل: كاشكي خداى ماته هم ستا په شان زړه راكړى واى.
نه وپوهېدم چي د دې هيلي معنا څه ده؟ زه يو ځوان عاشق وم نه يو زوړ فيلسوف، چي له
هري خبري څخه د خلكو فطرت راته څرګند سي، د زرپاڼي پېژندني پر سد كړم، او مچ مي
كړه، ورته ومي ويل : زما هستي ستا لپاره پيدا سوې ده، ته ولي پر ما بد ګومانه يې،
څوك پر خپلو شتو حسد نه كوي؟ ويل دا هر څه چي وايې د ماشومانو خبري دي، درواغ نه
وايې، فكر كوې تل به دي دغه ډول احساسات وي لكه دا اوس چي وايې، مګر غلطي كوې، مازي
چي مي يو ځل د زړه غوښتنه ستا له خوښي څخه مخالفه سوه، دغه خبري به هيري كړې، ګورو
به ! ...
ما ځانته د برائت وركولو په خاطر سترګي او خوله خلاصه كړه، سپيني ګوتي يې پر خوله
راكښېښودې او ويل يې خبره مه كوه ! در ولاړه سه چي حمام ته ولاړ سو، تر لاس يې
ونيولم او په خندا _ خندا حمام ته ولاړو.
زموږ كور غټ نه و، خو د ساختمان له يو بېل انداز او د كوټو له ښه او آرام حيثه يې
په ټول ښار كي سارى نه درلود ... د زرپاڼي د ټاكني او خوښي پر بنسټ د تعمير نقشه له
اروپايي ډول څخه اخيستل سوې وه او له ډيرو ښو مشورو څخه كار پكښي اخيستل سوى و، د
دغسي وړې آبادۍ لپاره مي پنځه ويشت زره تومانه خرڅ كړي ول، د كور د ټولو سامانونو
اوډون د زرپاڼي له ذوق سره سوى و او ما بېله دغو شيانو راوړلو بل څه د خپلي خوښي
لپاره نه ول كړي، خوند مي د دې په اطاعت كي و نه د اسبابو اوډون او ... ځكه چي زه
طبعاً تجمل نه خوښوم.
زرپاڼي چلونه درلودل، او زړونو ته يې دوكې وركولې، زما د زړه د ښكېلولو لپاره يې
هيڅ وخت موقع له لاسه نه وركوله، ما د ښكلا د هغي مجسمې ډيري ستايني كولې خو په هغي
كي هيڅ نه كمېدل، هغه د اندام تناسب، له ناز څخه ډك حركات او عجيبه نظر د بيانولو
نه دى، له بده مرغه چي انځورګر نه يم.
رښتيا انځورګران بېله ښكلو څېرو او زړه وړونكو منظرو نور څه هم انځوروي ! د صنعت
دنده د طبيعت د شهكارونو كشفول دي، يعني هغه چي ددغه عالم د نقش او نګار په پرده كي
زموږ تر نظر ډېر ژر تيريږي، هغه ښكلاوي او شوخۍ چي موږ يې نه وينو، ويني _ بايد هغه
تېرېدونكي جلوې موږ ته راوساتي او هغه بدرنګۍ چي موږ يې وينو، ولي بايد د صنعت له
موضوع سره اړه ولري؟
ولي كولاى سم د زرپاڼي وجود راپه ياد كړم او زړه مي له كاره نه لوېږي؟ سر مي داغ
سوى دى، ستونى مي دونه تنګ سوى دى چي نږدې يم ساه مي بنده سي، ولي نه سم كولاى
وژاړم؟
هو ! ځانته د برائت وركولو په خاطر مجبور يم چي د لوستونكو لپاره د دغو خاطرو
يادونه وكړم، كه څه هم چي د هري كليمې له ليكلو سره مي نفس خيژي. بيا هم كه
وتوانېږم چي د خپلو دردونو او غمونو له سپړني څخه له زرو څخه يو ووايم، نو خوښ به
يم ...
معشوقه د دوست ځاى نه نيسي او نه دوست د معشوقې دا !
زموږ د رنځورو ځانو د درد درمل د عشق او دوستۍ له ګډولو څخه جوړيږي، دا دواړه
وزرونه دي چي زموږ اروا د غوښتني له زندان څخه راباسي او د حقيقت تر پولو يې رسوي،
يو بېله بل څخه پوره نه دي.په لومړيو كي د ميني احساسات موږ له هري غوښتني بې نيازه
كوي، مګر له بده مرغه دغه ډېوه ژر مړه كيږي، او بيا وروسته دوستۍ ته اړ كيږو.
كله چي د دوو ارواوو ږغونه سره برابر ول، هر ځل چي د دوو ارواوو بدنونه سره ورته
ول، نو دوستي ځني پيدا كيږي، كه څه هم بيلي عقيدې وي. كله چي سترګو ښكلې څېره او
موزون قامت د خپلو هيلو برابر وموندى نو زړه ته لاره پيدا كوي او عشق ترې زيږي.
دوستي د غوږ له لاري پر اروا كښېني او مينه د سترګو له لاري پر زړه حمله كوي، دوستي
مانيزه ده او عشق صوري دى، كه مو دغه دواړه په چا كي وموندل، يعني كه معشوق، دوست
هم و، نو سترګي پر ټولو شيانو پټي كړئ او د دنيا كار د دنيا اهل ته وسپارئ ! ...
له بده مرغه زرپاڼه زما سره په يوه اند نه وه، مادياتو ته يې ډېر ارزښت وركاوه،
ټوله مجلس يې يا د كور د ښكلا يا د كالو د رنګ يا د وېښتانو د تړلو د طرز په باب و.
كله چي به يې خبري خلاصي سوې نو د كوچني غوندي به يې زما سره بازۍ كولې، هيڅكله ونه
توانېدم چي د كتاب يوه پاڼه ولولم يا يوه كلمه تر مادياتو بهر ورسره شريكه كاندم، د
كتاب د مطالعې مينه مي تر هغې ځار كړه، مګر له نېكه مرغه زما ګران ملګري فريدون،
زموږ له واده څخه اوولس مياشتي وروسته له فرانسې څخه راستون سو، د زړې ملګرۍ د حق
پر ځاى كولو په خاطر دوه درې ځله ورغلم، ومي ليدل چي د علم او پوهي خزانه يې د ځانه
سره راوړې ده، او د ذاتي ځيراكت او تجربې پايله يې د كمال تر ټكه رسېدلې ده.
ما نور له خدايه څه غوښتل؟ د عشق او دوستۍ دوې سكالووي ، دغه مي هيله وه، د زرپاڼي
او فريدون د وجود له شوقه مست او سرشار وم، تصور مي كاوه چي دغه دوه وجوده د دې
درست عالم تر ټولو لويي برخي دي پر هغو مي تكيه درلوده او هيڅكله د بديو لاس نه را
رسېدى.
وروسته تل اريانېدمه چي د هغه وخت په خوښيو كي مي ولي فكر ته نه رسېدل چي كېداى سي
يوه روځ دغه دوې رشتې چي ما ځان ورپوري تړلى و، له يو لوري بيلي سي. موږ لوړ
الوتونكي مرغان يو، چي طبيعت مو د يو بې شعور او بې رحمه ماشوم غوندي پښې راتړلي دي
او په كپس كي يې اچولي يو، په سلګونو ځله مو خپل بند هېر وي، الوزو او بيرته
رالوېږو، نو چي داسي ده ولي په خپل هدف پسي ځو؟
فريدون لوړ قامته او ښكلى و، مګر لازمه ده ي لومړى پوه سى چي هغه څوك او موږ ولي
سره دوستان سوو؟
زه په تبرېز كي زېږېدلى يم، پلار مي سوداګري كوله، او له نوو معلوماتو څخه بې برخي
و، او له همدې توسنه تل ځورېدى، ځكه يې زه په دغه خاطر په لس كلنۍ كي له ځانه ليري
كړم او په تهران كي يې خپلي عمه ته ولېږلم، چي جغرافيه او حساب ووايم، چي وكولاى سم
تر ده وروسته يې نوم ور لوړ كړم.
په تهران كي ښوونځي ته ولاړم او لوستل مي ډېر ژر زده كړل، خو په فارسي مي رواني
خبري نه سواى كولاى، جملي مي لومړى په ذهن كي جوړولې او بيا مي ويلې، په تركي لهجه
كتابي عبارتونه د كوچنيانو لپاره ډېر خندني ول، خندل به يې او زه عصباني كېدم، او
رنګ به مي سور او ژړ كېدى، لړزېدم به او هغوى به مي ګواښل، كله _ كله به مي له كوتك
څخه هم كار واخيستى.
يوه روځ مي يو هلك چي تر ما مشر و، يو ټينګ سوك پر دا خوله وواهه، او ورسره غاړه
غړۍ سوم، نور هلكان يې مرستي ته راغلل او پر ما راكوټه سول، زه هم په مېړانه
جنګېدم، څو نږدې و چي له پښو وغورځم، چي په دغه وخت كي فريدون زما مرستي ته
راودانګل او په جګړه كي داخل سو، او هري خواته يې لغتي او سوكان غورځول، وينه مي پر
جوش راغله او په اصطلاح ډېر سخت سوختي سوم، يوه غټه ډبره مي راواخيستل او پر هلكانو
مي ور ارتاو كړه، پر يوه هلك وموښته او ويني ځني رواني سوې، يوه لويه هنګامه جوړه
سوه.
د ښوونځي مسئولين راغلل او څېړنه يې پيل كړه د ډبري غورځول ځينو پر ما تاوانول او
ځينو پر فريدون.
ما يو ټينګ سوټى خوړلى و، او هم مي له بيري ژبه بنده وه، كه څه هم په زړه كي مي
نارې وهلې چي ډبره ما غورځولې ده، مګر ږغ مي له خولې نه راوتى، څو روځي بستر سوم،
كله چي بيرته ښوونځي ته راغلم نو څرګنده سوه چي د ډبري غورځول فريدون پر ځان منلي
دي، او له دغه وجي سزا وركول سوې ده. نه سم كولاى چي د دغه خبر په اروېدو خپل حالت
تشريح كړم د فريدون پر همت او مېړانه مي آفرين وايه، خو له ډېره شرمه كوچنى سوى وم،
هر څه مي چي وكړه ونه توانېدم چي نږدې ورسم او خبري ورسره وكړم، نه پوهېدم څه ورته
ووايم؟
د شپې مي خوب وليدى چي فريدون مي له وحشي حيواناتو او وهمناكو ځايو څخه ژغورلى وي
او ځان مي تر ځار كړى وي، هر څه پيسې او اسباب چي مي درلودل په خوب كي مي فريدون ته
وركول.
يوه روځ مي يو ليك وكښى او په لاس مي وركړ، ليكلي مي وو :
" ښاغلې فريدون خان !ولي مو زما ګناه پر خپله غاړه واچوله، داسي كار مو وكړ چي زه
شپه او روځ په ځورېږم، وواياست چي زه يې څرنګه جبران كولاى سم؟
فريدون تر لاس كښېكښم او وې ويل :
"ته زما ورور يې، هيڅ لازمه نه ده چي جبران يې وكړې !"
فريدون تر ما پنځه كاله مشر و، په هغه وخت كي دى شپاړس كلن او زه يوولس كلن وم،
څلور كاله وروسته يې پلار د نظامي زده كړي لپاره فرانسې ته ولېږى.
په ليكونو كي يې زه اروپا ته په تللو هڅولم تر څو زما د ډېر تينګار په نتيجه كي مي
عمه راضي كړه چي له پلار څخه مي اجازه واخلي، زه يې لندن ته ولېږلم، ځكه چي په
ښوونځي كي مي انګليسي زده كړې وه.
درې كاله په انګلستان كي وم، چي پلار مي په حق ورسېدى او زه مجبور سوم چي بيرته وطن
ته راسم.
له هغه ځايه چي آزادي مي د ژوند لومړنى شرط بلله په دولت كي كار كولو ته مي تن نه
وركاوه، او په دوه سوه تومانه پانګه چي له عمه څخه مي واخيستل سوداګري پيل كړه.
هغه وخت شل كلن وم، دوه كاله وروسته له زرپاڼي سره شناخته سوم او تر اوو مياشتو
وروسته مو واده سره وكړ، هغه دوه كاله تر ما كشره وه. فريدون په ژاندرام كي داخل سو
او د صاحبمنصبانو په منځ كي يې درناوى كېدى، په داسي كچه شوخ لباس يې اغوستى چي كله
به پر لاري تلى نو د ټولو سترګي به په ده كي وې.
څرنګه چي نظامي زده كړي يې په فرانسه كي سر ته رسولي وې، نو د لومړني نائب په توګه
ومنل سو او د يوه كال په موده كي سلطان او ياور سو، خو اروا يې تر دغه پرمختګ نه
كوچنۍ كېدله.
د لويي ناروغي يې هيڅكله پر وجود نه سوه واكمنه !
په ښكاره عاجز او مهربان سړى و، او په باطن كي له غروره ډك ځوان، حق يې درلود چي
مغرور واى، ځكه چي د يو غښتلي اخلاقي قانون څښتن و، چي په هيڅ وجه او دليل له هغه
څخه نه ګرځېدى.
په اونۍ كي يو يا دوه ځله زما دوكان ته راتلى، ښه ډېر ګړى راسره كښېنستى او د مغازې
د ښكلولو مشورې يې راكولې، آن كله _ كله يې په خپل لاس اجناس سره منظمول.
زما له روځنيو رنځونو څخه يو دا و چي ليدل به مي، هره روځ هغه هيله چي د فريدون د
بزرګوارۍ او نيكۍ جبران وكړي، ليري كيږي، ځكه چي هغه له هر لوري پر ما برتري لرل،
هيڅكله مي داسي سم تصور نه سواى كولاى چي په څه ډول د ده خدمت وكړاى سم؟
له نېكه مرغه فريدون يو سپېڅلى صاحبمنصب و، او د شتو په ټولولو نه و پسې، اتفاقاً د
ده پلار ډېر شتمن و خو يو بد خرڅه سړى و او هره روځ يې له خپلي دارايي څخه ډېر څه
له لاسه وركول.
د جګړې پر مهال حالت بل ډول سو، او ماته د اميد يو څرك پيدا سو، په هماغو لومړيو
مياشتو كي د فريدون د وړاندييني پر بنسټ چي جنګ به ډېر اوږد سي، د ځينو شيانو په
رانيولو او خرڅولو كي مي ډېره ګټه لاسته راوړه او په دې تلاښ كي وم چي د فريدون
لپاره د خدمت يوه لاره پيدا كاندم، مګر دا آسانه كار نه و، ځكه چي هغه اطلاعات چي
فريدون زما د ګټي په باب درلودل، بيا هيڅكله نه سو راضي چي يو وړوكى شى هم زما څخه
د تحفې او پېرزويني په نامه قبول كړي، ما هم كله _ كله تېر ايستى او د جنس بيه مي
تر اصلي بيي ډېره كښته ورته ويل، له زرپاڼي سره زما د آشنايي او واده او زما د
خوښيو او غمونو په باب يې معلومات درلودل، يعني ما له خپل شخصي ژوند څخه هيڅ شى نه
ورڅخه پټاوه، مګر له معمول سره سم مي هغه ته د زرپاڼي په باب ډېر څه لا نه ول ويلي.
ده تل د سياسي علومو په اړه خبري كولې خو د عادت پر خلاف يې څو ځله زما څخه د ميني
او محبت او د ښځي د عفت په باب پوښتني كولې او زما رايه يې غوښتل. هغه وخت د دغو
خبرو په معنى نه پوهېدم، او خاص ارزښت مي هم نه وركوى، ولي وروسته مي د هغو روځو د
ټولو خبرو جزئيات تر نظر تېرېدل او ورته ځير وم، تر څو مي حقيقت وموند او اصلي هدف
ته ورسگيدم، چي ډېر ناوخته سوى و ...
په ځانګړي ډول يې ډېر ټينګار كاوه چي له زرپاڼي سره خپله مينه او باور لږ څه سست
كړم، مګر خبره يې دونه په پوښ كي پېچله چي هغه وخت يې ماته پيدا كول آسانه كار نه
و.
د زرپاڼي مينه زما په روح ځړېدله او زما او عشق تر منځ هيڅ فكر نه سواى كولاى ځاى
ونيسي.
يوه روځ يې راته وويل : زه بېله تا څخه فكر كوم چي ته وايي كه يوه روځ زرپاڼه بې
وفايي راسره وكړي ښايي دنيا به پرېږدم، خو كه زه ښځه ولرم او خيانت راسره وكړي نو
په دليل يې پوهېږم چي خوښ يې نه يم، نو هغه دم خپله مينه او علاقه ورسره ختموم.
په بل ځاى كي يې بيا ويل :
ښځه چي د پلار له كوره وتښتي او ټوله شيان تر عشق قربان كړي د باور نه ده، ځكه چي
هغه بېله ميني، د نورو اصولو پابنده نه ده، هره روځ چي يې د ميني اور سوړ سو، نو د
مرغۍ په ډول چي له كپس څخه آزاده سوې وي، له لاسه وزي.
دغه فلسفه زما او زرپاڼي له سرګذشت سره داسي ورته وه چي حال مي بل ډول سو، رنګ مي
سور سو او په څه تونده لهجه مي ورته وويل :
البته چي دا منطق سهى دى، مګر لازم نه دى چي هر ځاى رښتينې بڼه ومومي، سربېره پر دې
چي هره روځ مي نوره هم له زرپاڼي سره مينه زياتيږي، دليل نسته چي د هغې له ميني څخه
دي هم څه كم سي.
فريدون لږ څه فكر وكى او وې ويل :
بېځايه دي زما خبره ځانته راجع كړه، ما عمومي خبره وكړه ته مي هدف نه وې. نور يې نو
دا خبره نه كوله او پوهېدلى و چي زما ذهن د زرپاڼي د خيانت تصور ته چمتو نه دى.
څو روځي وروسته فريدون راڅخه وپوښتل چي آيا ته زما پر سپېڅلتوب او دوستۍ باور لرې؟
ورته ومي ويل چي زړه مي غوښتل چي شل ژبي مي درلودلاى او ستا نيكۍ مي بيانولاى.
ويل نو ولي ماته دننه لار نه راكوې او مېرمنه دي راڅخه پټوې؟ كه څه هم په دغي
غوښتني له هغو عاداتو او افكارو چي له كوچنيوالي څخه مي په مغز كي ځاى سوي ول، سر
نه سو خلاص، خو له فريدون سره مي پخې دوستۍ او نهايت باور نور احساسات مغلوب كړل او
بې له ځنډه مي ورته وويل :
زرپاڼه هم ستاسي له ليدلو بد نه وړي، او په دې مورد كي ګناه او ټمبلي زما ده، نن
شپه كور ته ځو، او د ماښام ډوډۍ سره خورو.
وروسته تر هغه اكثره وخت به د شپې له خوا فريدون زموږ كره راتلى او يا موږ به د
فريدون كور ته تلو، د ده له مور "رسا" او خور ګلچهرې سره به په خوښۍ راټولېدو.
د فريدون زر ډوله د ساتيري وسيلې زده وې، كيسې ېي كولې او شوخۍ يې كولې، څونه ښه
وخت پر ما تېر سو او څه لويه نېكبختي وه، مګر څه فايده چي اوس تر هغه خوند زر واري
ډېر رنځ وړم. د طبيعت له شهكارونو څخه يوه هم خاطره ده چي زما د وجود نښتېځلو ته
جوړه سوې ده، له لاسه وتلى نعمت د تصور تر ذره بين لاندي په كرار _ كرار د محروميت
په اور سوځي.
نوي او زاړه وختونه مي سره پرتله كړل، داسي په نظر راغله چي له فريدون سره تر راسه
درسه وړاندي زرپاڼه څنګه وه، خو اوس يې اور سوړ سوى و، هغه پخوانى شور او مستي يې
نه درلوده، لږ څه ېي ماته نظر درلودى هغه د خوښۍ اوږدې خنداوي يې لږ څه اروېدل
كېدلې.
زه د دغه حالت له بدلون څخه نه وم اغېزمن، ځكه هغه څه چي پاته ول، بيا هم زما تر
سليقې زيات ول، د بيلګي په ډول پخوا به هره روځ مغازې ته راتله، او ډېر وخت به په
پستو كي كښېنستل، ويل به يې چي تا څارم چي ښځو ته سترګك ونه وهې، وروسته به په اونۍ
كي يو يا دوه ځله مغازې ته راتله او په هيڅ ګون يې د حسادت څرګندونه نه كوله، ما
فكر كاوه چي باور يې راباندي سوى دى او خوشحاله وم.
له فريدون سره تر درو څلورو مياشتو راشه درشي وروسته بيرته زرپاڼه راباندي ګرمه سوه
خو بيا هم د پخوا په څېر نه وه، زما درناوى يې كاوه، او زما هغو خبرو ته چي پخوا به
يې په خندا او ټوكو ورته كتل، غوږ نيوى، كله _ كله به يې د وفادارۍ او عفت په باب
خبري كولې، د ښځي او نارينه د دندو په باب به ږغېدل.
زه نه اريانېدم، ځكه چي اوڅاره وه چي دغه نوي فكرونه د فريدون سره د ناستي ولاړي
پايله وه، د هغه پاك او لوى روح دى چي پر زرپاڼي يې اغېز كړى دى، له فريدون څخه مي
مننه كوله او د زرپاڼي پښې او لاسونه مي ورمچول، ځكه چي ليدل مي چي معشوقه به مي
ډېر ژر زما د رايي او نظريې ملاتړې وي.
كه مي كولاى سواى چي ووينم چي د ژوند پر خطرناكه لار د اوج ټكي ته رسېدلى يم او پر
بل ګام داسي ژور او هيبتناكه څاه دى چي له ليدلو يې د زمري زړه هم اوبه كيږي او د
ژغورلو هيله نسته، نو درېدم او نور نه تلم، مګر موږ څه كولاى سو چي ړانده پيدا سوي
يو.
د فريدون پلار مړ سو او ټول مسووليت د فريدون پر غاړه ور ولوېدى، په ډيري سختۍ كي
راښكېل و، موقع مي مناسبه وګڼله او ورته ومي ويل چي كه ته زما سره شريك سې نو كه د
سوداګرۍ اوسنى حالت و ښايي ډېر ژر د پانګي څښتن سې، غوښتل مي ورته ووايم چي پور به
دركړم خو جرئت مي نه سواى كولاى.
څو روځي وروسته يې دوه زره تومانه راوړل او ويل يې هر څه چي په كوې په ويې كړه.
دوې درې روځي نه وې تيري سوي او لا د فريدون پيسې په كار نه وې لوېدلې چي يو څه
كاغذ چي يو نيم كال وړاندي مي اروپا ته فرمايش وركړى و، راورسېدى او تر خپل سر يې
پنځه برابره ګټه وكړه، ما په خپل خيال په دغه كار كي فريدون شريك وګڼى، او لس زره
تومانه ګټه مي ور منظور كړه. شل روځي وروسته يو سهار په مغازه كي ناست وم، د بانك د
چيك دسته مي له مېز څخه راوايستل وروسته له هغه چي د فريدون په نامه مي د لسو زرو
تومانو حواله وليكل. داسي سوم لكه يو لوى بار چي مي له اوږو څخه ايسته سوى وي، د
آرام ساه مي وكښل او ومي موسل. ځان د فريدون همزولى راته ښكاره سو، بلكي تر هغه
مشر، فكر مي وكړ چي هغه په كوچنيوالي كي څو دقيقې ستا لپاره زحمت وايستى او زه نن
لس زره تومانه هغه ته وربخښم، حال دا چي په دې كار كي هيڅ ټينګار هم نسته، هو ! زه
تر هغه لوى يم او د منت له رنځه خلاص سوم، اوه ! چي د منت بار څونه دروند دى.
مګر له نېكه مرغه زه ډېر ژر خپلو فكرونو ته ځير سوم او له ځانه سره مي وويل: فريدون
بېله اړتيا او دليله په كوچنيوالي كي چي د ځان لمانځني دوره هم ده، تر خپل حيثيت
تېر سو او اروايي او بدني شكنجې ته يې اوږه وركړه او خپل ټول څه يې زما تر هيڅ ځار
كړل او زه اوس له خپلو شتو څخه يوه وړه برخه ده ته وربخښم هغه هم د منت د بار د
جبران او خلاصون لپاره، ولي داسي خبري كوم، وشرمېدم او اعتراف مي وكړ چي زه تر ده
ډېر كوچنى يم.
حواله مي راواخيستل او د فريدون كور ته ولاړم، په عين حال كي مي دا فكر كاوه چي هغه
ته د پوښتني فرصت ور نه كړم او پري يې نږدم چي و پوښتي كومه معامله وه چي داسي ژر
ېي دونه ډېره ګټه وكړه، تر دې ځايه مي عقل رسېدى چي ووايم: فريدونه ! څونه ښه بخت
دي دى، تر دې وروسته بايد تا په هره معامله كي شريك كړم او له لوړ بخت څخه دي ګټه
واخلم. بخت بېځايه ځان تړلي سترګي تصور كوي، ځكه كله _ كله له چا سره يو ګام هم نه
ځي، خو دا په هيڅ كون نه سي كېدلاى چي ړوند دي وي. يقين مي درلودى چي ښايي ډېر وخت
به د فلسفې پر بحث تېر كاندو او د لسو زرو تومانو موضوع به له منځه ولاړه سي.
له دغو فكرونو سره د فريدون تر كوره ورسېدم، دروازه خلاصه وه، انګړ ته ننوتم، او
مېلمستون ته ولاړم، هيڅوك هم نه و، د زنګ تڼۍ مي كښېكښل چي څوك راخبر سي او د
فريدون پوښتنه ځني وكړم، ورته ووايم چي ولي مو د كور دروازه خلاصه پرې ايښې وه،
سترګي مي پر يو ښكلي پيك (ببوزي) ولګېدې، له بده مرغه د سوداګرۍ حس وهڅولم او پكي
ته ور نږدې سوم و مي ليدل چي هغه پكي ته ورته دى چي دوې روځي مي د زرپاڼي لپاره له
دوكان څخه كور ته وړى و، ډېر ژور فكر مي وكړ چي دا څرګنده كړم چي پر كومي ښځي مي
دغه پيك پلورلى دى؟ تر څو مي فريدون پر لندو نيولى وي، پكى مي ځان ته نږدې كړ، د
زرپاڼي د عطرو بوى يې تلى، په دغه شېبه كي دې ته هم ځېر سوم چي كله چي برايي وختي
كور ته راغلم، زرپاڼي ټليفون كاوه، زما له راتګ څخه ژړ مخې او
نور بيا
|