|
|
جمعه ګل ارمانجن
د وظيفې د اجراء اصلي مفهوم
او غايه د وظيفې كلمه په مطبوعاتو كي د ژوند په ټولو برخو كي پراخه او لوړه معنى او
مفهوم لري. په ښه توګه د وظيفې په اجرا كولو سره هر واقعي او پر هيواد مين
انسان د خپلي ټولني په مقابل كي خپل ځانګړى ټولنيز مسئوليت رفع كولاى سي او
په خپل وجود كي روحاً هوسايي او خوشحالي راوستلاى سي. د هيواد د سمسورتيا
او د خلكو د سوكالۍ لپاره د وظيفې د ښه اجرا په لړ كي هيوادوالو ته خدمت
كولاى سي.
معمولاً وظيفه د يو ځانګړي هدايت او امر پر اساس د دولتي قوانينو او
تعليماتو له مخي د قانون په چوكاټ كي د يوه باصلاحيته شخص او يا مرجع له
خوا وركول كيږي په حقيقت كي وظيفه اجرا كول، د قانون او امر څخه اطاعت كول
دي، او د هيواد او هيوادوالو سره مينه درلودل په ثبوت رسوي. پر مختللو
هيوادو كي هر انسان خپله دنده د خپلي اصلي معنى او مفهوم په نامه اجرا كوي،
يعني هدف يې هيوادوالو ته صادقانه خدمت كول او د يوه هوسا ژوند برابرول او
خپل مسئوليت رفع كول دي.
له بده مرغه به ووايو چي په وروسته پاتي هيوادو كي په خاصه توګه هغه
هيوادونه چي هلته په بشپړه توګه قانون واكمن نه وي او بېسوادي، زورځواكي،
بې اتفاقي او جګړو خپل ټغر د هيوادوالو په مخ كي غوړولى وي، نو هلته وظيفه
د لوړ مقام نيولو او شخصي ګټو په خاطر اجرا كيږي. نو هغوى د خپلو خلكو ګټي
په نظر كي نه نيسي او تل خپلي ګټي د خلكو تر ګټو غوره بولي.
موږ په خپلو دفترونو او دولتي ادارو او موْسسو كي سر په سترګو ګورو، چي
ځيني مامورين او كاركوونكي په اونۍ كي څو ورځي او په ورځ كي څو ساعته په څه
ډول خپله وظيفه اجرا كوي. دا پرېكړه به لوستونكو ته
پرېږدو.
ډېر مامورين زيار باسي چي د دولت په چوكاټ كي د خپل ځان لپاره داسي وظيفه
او مقام پيدا كړي چي هلته پولي عوايد او مصارف موجود وي، په ډېرو كږو وږو
او چلونو هغه مقام ته ځان رسوي. كه د هغه مقام يا چوكۍ لياقت او اهليت يې
نه درلود نو بيا څه كوي؟
د خپلي لوړي چوكۍ تر څنګ يو بله لږ ټيټه چوكۍ ايږدي او هلته يو بل غير رسمي
مامور د خپلو خپلوانو څخه د اداري مامور په نامه تر خپل څنګ كښېنوي چي ده
ته زباني او قلمي مشورې وركړي.
د دوى مادي ګټي او لاس ته راوړني به شريكي وي نو دلته چي د يوې خوا بې
سوادي او ناپوهي ورسره ملګرې ده، د قانون او وظيفې په اصلي مفهوم نه پوهيږي
، ډېر به په خپلو شخصي ګټو پسي ګرځي نو اداري فساد دوه چنده سي، ځكه چي دوى
په يو مقام كي دوه نفره دي بايد دوه برخي ولري.
نو همدا وخت دى چي د وظيفې اجرا د خپل اصلي مفهوم له چوكاټ څخه ځان باسي.
او خپلو هيوادوالو ته په پوچو خبرو وعدې وركوي او د خپل ماموريت د اوږدولو
او دوام لپاره د خپلو لوړو آمرينو سره هم په يو نري ناولي تار ځان تړي تر
څو د خپل ماموريت د خړو اوبو په ډنډ كي كبان ونيولاى سي.
نو همدا علت دى چي زموږ په هيواد كي د بيا رغوني امنيت، ملي يووالي،
قانونيت، اهليت او لياقت كلمو ته ضرر رسيږي، د هيواد د پرمختګ پلانونه شنډ
او په بېړه پر مخ نه ځي.
د دې لپاره چي د پورته ناخوالو څخه مو ځان ژغورلى وي او راتلونكي نسل او
تاريخ مو ونه رټي، نو هر هيوادوال ته ښايي چي لومړى خپل ځان په واقعي شكل
وظيفې او د ټولني خدمت ته چمتو كړي او خپل اړوند مادونانو ته د عبرت نمونه
وګرځي. تر څو دغه بدمرغي چي زمږ ټولنه ورسره مخامخ ده له منځه يووړل سي.
دا بدمرغي هلته له منځه تلاى سي چي ټول هيوادوال د پوهي او هيواد پالني،
ملي يووالي د وظيفې اصلي معنى او مفهوم په روحيه سمبال سي تر څو د هيواد
ګټي د ځان تر ګټو غوره وبولي په هيوادوالو كي دا روحيه پيدا كول د هر مور
او پلار، ښوونكي، زده كوونكي، دولتي كاركوونكو اصلي وظيفه ده تر څو وكړاى
سو يو ځل بيا خپل ړنګ هيواد سمسور او ودان كړو.
پاى
|