کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   تاشلولی د غليم هروخت زُ نار دی          ځکه نوم دي لا تراوسه کندهار دی                ستا اغوش د ملحدينو قبرستان سو              تل و برم ته دي سر ټيټ د استعمار دی        
کندهـــــار : داشرف البلاد څخه خپرېدونکې تاريخي کلتوري او ادبي مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه . . .
د اولاد د روزني او . .
دوظيفې داجراء اصلي  .
ازادي او مساوات ..
منور استبداد . .
د پښتنو ټاټوبي
د افشار نادر د مړيني .
پښتو قدوري . .
دحضرت محمدخرقه .
د پښتوشعرد ډولونو . .
د پيسو ارزښت . .
په كندهاركي دكندهار ..
لكي غر او د كوجولا . .
كندهار . .  
په افغانستان كي  ګوند . .
په ګران هيواد كي د  . .
ادب او سياست . .
ملا محمد شريف جانان
د ادب پر تخت ناست . . .
زرپاڼه . .
پښتو او پښتني . .
د لوېديزيانو ټګۍ او . .
جنوب لوېديځه حوزه
هنر او ادب . .

هنر او ادب


عبدالمجيد بابى
غزل
د مخ څېره دي موږ د زړونو په شېله كي غواړو
لكه د كلي مين مينه دي پرده كي غواړو

ګودره ! ستا تر هر سخي ګړي دي وګرځيږو
د جانان ديد درڅه د لپو په ښيښه كي غواړو
د هسك زهره چي هر سبا د لمر په پښو كي لغړي
پښتونه ! تاته هسي برم ستا په بانډه كي غواړو
چا كه د ميني خوږ يوازي د زړه داغ ګڼلى
موږ افغانان لكه پتنګ مرګ په لمبه كي غواړو

چي د تهمت د پړي ښور مو پردى خيال ويښوي
د عقدوي ذهن معراج د ځان په پړه كي غواړو
زموږ د منزل د رباطونو پولي چا ليدلي
د انجام وركه تل د پيل په نښانه كي غواړو
خپل د سپېڅلو لاسو فال كه مو په بل كتلى
د مرګ تعبير ژوند ته د مړينو په پلمه كي غواړو

خو كه )بابي( ته زولنې د لاس او پښو لوېدلي
ټول راته ګوري ګښت د هسك په كنكره كي غواړو

احمد صميم
سوړ ژوند
توري كاغياني په هوا كي شگوري
دا خپل وزر نور شگورولاى نه سي
لكه كشگتياني چي طوفان وؤي وي
او خپل منزل ته رسيگدلاى نه سي

مرغان له يخه خگه كوكاري وهي
د سپينو واورو له تكراره اّزار
د كوچ وو بار انأى تؤلاى نه سي
او خپل منزل ته رسيگدلاى نه سي

ساروان رهي دى له اوشگانو سره
د خسته كُن مزل پيگچومي وهي !
نور يك نواخته لار وهلاى نه سي
او خپل منزل ته رسيگدلاى نه سي

"صميم" خاموشه كونج ته يخ نيولى
د مصلحت ژبه ييگ نه خوحگيإي
شگايي چي نور بيان كولاى نه سي
او خپل منزل ته رسيگدلاى نه سي

عبدالقديم پتيال
غزل
يو ځل راغلې وه خو بيرته پر دې لاره ولاړه
رحم يې نه درلودى زړه يې له نګاره ولاړه

سوم له وګړو څخه ليري چي تورن مي نه كړي
خو زما د ميني كيسه ډېر ژر تر بازاره ولاړه
د خزانې ياران ټولۍ ته د خوارانو راغلل
خو چي يې وليدل نو بگيرته تر ښاماره ولاړه
محتسب رډي سترګي پاته سو پر ځان يې تو كړه
چي د ياغي ګنهګاره چيغه تر باداره ولاړه

نر يې ونه بولئ ملګرو ! ږغ يې مه اورئ نور
كه يې سينه د تېره غشي له تيز واره ولاړه
په دې نه ژاړم چي ټيټ خلك حيا نه لري هيڅ
پرون مي وليدل حيا له سهرياره ولاړه
چي سور بدن د شهيد كونډي په رڼا وليدى
په هغه دم په خورا برم له خپل سنګاره ولاړه

سترګي يې وتړئ چي پورته په ژوند ونه ګوري
كې ټكه مسته ځواني بل ځاى له انكاره ولاړه

د شهرت وږى

هغه په هر قالب كي پيټ راځي.
هغه لكه نر پشى زوړ او ځوان يې نه معلوميږي.
هغه لكه چونګاښ پر هر طرف حركت كولاى سي.
هغه لكه تبۍ ډوډۍ شا او مخ يې نه معلوميږي.
هغه لكه سمساره د هره محيط سره رنګ اړه وي.
هغه لكه چونګښه چي هم پر وچه هم په اوبو كي او هم په غارو كي ژوند كولاى سي؟
هغه يې هم پر نعل وهي هم يې پر مېخ، د ده سره ډېر هوښيار اوسئ !
هغه په هر ځاى كي شره كى شره كى كيږي.
هغه په هره موضوع كي مداخله كوي.
هغه لكه پاتى سږمو ته غورځي.
هغه لكه مچ په هره كاسه كي لويږي.
هغه په هر اتڼ كي غورځي، هغه لكه لنډه كاچوغه د كاسې منځته لويږي.
هغه په هره باره كي ليكچر وركوي.
هغه كوم خاص مسلك نه لري.
هغه د باور نه دى، هغه د شهرت ى دى