|
|
پوهاند علامه حبيبي
د پښتو شعر د ډولونو تاريخچه
دويمه برخه
دپخوانو سبك څه سو؟
له لوړو څېړنو څخه تاسي ته ښكاره سوه چي دغه سبك څنګه پيدا سو او څه ښيګڼي اوخصايص
يې درلودل، او مشران يې څوك وو؟
اوس به دا هم در ښكاره كو، چي د پخوانو سبك په وروسته زمانوكي څه سو؟ او د پښتو په
ادب كي يې نفوذ او اغيزه ولي لږ سوه؟ ښايي چي د دې مقدمې له لومړي بحث څخه به د دغو
پوښتنو ځوابونه هم وسي، ځكه چي محيط، پيړۍ، زمانه، اجتماعي اوضاع پر شعر اغېزي كوي،
نو د هري پيړۍ سره سم د شعر سبك نوى كيږي، او هم په دغه سبب د پخوانو سبك وروسته
زوړ سو، او نفوذ يي لږ سو، له بلي خوا له عربو او پاړسوادبياتو هم په مشرق كي قوت
وموند، او د پښتنو پرګاونډيو اوڅنګ لوريو ملتو يې درنې اغېزي وكړې، چي پښتنو هم د
دغو ادبياتوسره اشنايي وموندله، او د عربي او پاړسو عروضي اشعار يې ولوستل، دوي هم
وغوښتل چي پخپله پښتو ژبه هغسي اشعار ووايي، دې تحول او انتقال، او د طبعي سايق د
پخوانو او عروضي شاعرانو ترمنځ يوه منځنۍ دوره پيدا كړه چي شعر يې نه د پخوانو پر
ډول و او نه بشپړ عروضي و، دې عصري تحول د پخوانو د سبك نفوذ هم لږ كړ او د ملت په
عوامو كې پاته كړ چي تر اوسه هم زموږ عوامو له ښه مرغه خوندي كړيدى. ځكه چي شاعران
او ادباء پوهان او عالمان وو نو دوى چي د پردو اشعارو سره د علم له خوا روږد سوه
عروضي اشعاريي مينده كړه، او د عربي او پاړسو په ډول يې شعرونه وويل. په دې ډول د
پخوانو سبك له خواصو شاعرانو څخه عوامو ته ولاړ او خواصو عروضي اشعار منځته راوړل،
او نوي نوي سبكونه يې وموندل چي په نورو پاڼو كي به يې تفصيل وسي او مزايا او خواص
به يې دروښودل سي.
ب : د خيرالبيان سبك
د پخوانو شاعرانو د سبك اثر تر (700 هـ) وروسته لږ سو او عروضي دوره شروع سوه مګر د
دوو اسلوبو او دوو دورو تر منځ خو يوه د تحول او انتقال دوره هم طبيعي ده پر پښتو
شعر هم دا دوره راغله، په پخوانو زمانو كي د پښتو شعر له تصنع او تكلفه تش و او
اشعار يې پر ملي ذوق او غنايي او هجايي اصولو ويل كېده، د هرات او هند د مغولو په
زمانوكي پاړسو ژبه د آسيا په ارتو هيوادو كي خپره سوه، او د ايران او هند ادبي
اړيكي سره ټينګ سوه زموږ د مملكت په دواړو خواوو كي صفوي او مغولي پاچهانو ادب او
شعر نفيس صنايع وروزل نو پښتانه هم د خپلو ګاونډيو هيوادو د مدنيت په رنګ ككړ سوه
او د عربو او پاړسو شاعرانو په ډول يي عروضي اشعاروويل، په دې وخت كي لا نه واړه
ارثي مبادي پوره ورك شوي او نه نوي مبادي ټينګ شوي وه نو يومنځنى سبك پيدا سو چي د
پښتو اشعار نه بشپړ عروضي وه او نه خالص نثر و. د دې دورې پښتو اشعار موږ نيم
مصنوعي يا نيم عروضي بللاى سو چي نه پوره عروضي رنګ لري او نه تش نثر ګڼل كيږي.
د دې سبك لومړى كتاب ښايي هغه كتاب وي چي د يوسفزو د قوم يو مشهور مشر شېخ ملي
ليكلى او په دغه كتاب كي ځيني حماسي نقلونه او په سوات كي د يوسفزو د بريو او
فتوحاتو تاريخ دى او شېخ ملي خپل قوم ته د هغه ځايو مځكي هم پكښي وېشلي دي چي تر
اوسه هم دغه وېش معتبر دى.
د دې كتاب نوم ښايي چي (د شېخ ملي دفتر) و او لكه پوهان مستشرقين چي ليكي دوى د دې
كتاب نسخې ليدلي اوميندلي دي.
د پښتنو د هجرت قيصې له كندهاره كابل او صوات او د پېښور سيمو ته په پښتنو كي ډيري
مشهوري دي د ننګرهار ټوله پښتانه وايي چي موږ له غوړي مرغې راغلي يو غوړه مرغه خو د
كندهار د هوتكو او ارغسان په سيمو كي د كوږك د غره لمنو ته مشهورځاى دى اخوند
دروېزه ننګرهاري د دې هجرت او لېږد بيان ښه ليكي او د شېخ ملي او د ده د وېش ذكر په
ښه ډول كوي. (7)
تر ده وروسته افضل خان خټك هم دغه خبري ليكي او د دروېزه د قول تائيد كوي. (8)
وروسته محمدحيات او شيرمحمد او نور پښتانه موْرخين هم دغه نقلونه راوړي خوشحال خان
د پښتنو ملي مشر چي د دروېزه عصر ته نژدې دى هم په سوات كي د يوه كتاب ذكر كوي چي
نوم يې (د فتر د شېخ ملي) ليكي له دغو رواياتو څخه دا راوزي چي محققاً دغه كتاب
پخوا و افضل خان په تاريخ مرصع كي وايي چي يوسفزو په (810 هـ) كي هجرت وكړ د شېخ
ملي د كتاب په 1424 ع = 829 هـ منظوم كړيدى.
د اروپا يو مستشرق مارګن سټيرن Margen Stierne داسي ليكي: چي ماته د مسټر راورټي
Raevrty (9) له ليكنو څخه دا ښكاره سوه، چي ده د شېخ ملي كتاب ليدلي، او د هغه كتاب
په 1417 م كي تاليف سويدي (10)، دغسي هم راورټي له اخوند دروېزه څخه نقل كوي، چي په
يوسفزو كي يو بل كتاب د دروېزه په عصر كي و او هغه (پاكان) نوميدى، ځكه چي د دغه
كتابو نسخې موږ ته نه دي رارسېدلي ، او له بده مرغه وركي دي، او اوس يې يو څو كرښي
هم موږ نه سو ميندلى نو به د پښتو ادب دغه دوره د هغه كتاب په نوم ياده كړو چي د
هغه نمونه زموږ څگخه سته، او لاسته راغلې ده، د پښتو د ادب يو مهم ټوك او زوړ كتاب
چي اوس ډېر لږ موندل كيږي ( خيرالبيان) نوميږي چي يوه قلمي نسخه يې معروف مستشرق
سرډمينسن راس درلوده، او د ناروي مستشرق مارګن سټيرن د هند د زړو اثارو په مجله كي
له هغه كتابه څگخه يو څو نمونې نشر كړي، دا مستشرق ليكي، چي دغه نسخه په چهارشنبي
20 مه د روژې ( 1061 هـ) د فقير بهار طوسي په قلم ليكل سوېده او د پښتو له زړو نسخو
څخه ده.
دا ښكاره ده چي خيرالبيان يو مشهور مفكر چي په پير روښان يا پيرتاريك مشهور دى
ليكلى دى، اخوند دروېزه چي د دغه سړي د مسلك لوى مخالف او دښمن دى وايي چي دغه سړى
بايزيد نومېدى د عبدالله زوى و، پلار يې اصلاً د كندهار و چي په كاڼي كوړم كي
اوسېدي (11) بايزيد له علمه ښه برخه درلوده، له ملاپاينده او ملاسلېمان څخه يې لوست
كړى و او د هند او تركستان په سفرونو كي يې د مذهبو فلسفي كتلې، او عالم او فيلسوف
سړى و، ده يو نوي مسلك را ايستلي و او د افراطي متصوفينو په ډول يې ځيني افكار
ښكاره كړيدي (12) اخوند درويزه د دې سړي په مقابل كي د مارګن سټيرن په قول د ايمان
لوى مدافع و او خلق يې د ده له پيروۍ څخه راګرځول اخوند صاحب په پښتو اوفارسي ډير
كتابونه د دې طريقې پر خلاف وكښل.
محسن فاني كشميري چي (1020 څخه تر 1081 هـ) پوري ژوندى و (13) د پير روښان له
حالنامې څخه چي د ده په قلم ده، داسي ليكي چي روښان د شيخ عبدالله زوى وْ او په اوه
پلاره شيخ سراج الدين انصاري ته رسيږي، دى د پښتنو د پاچهۍ په پاي كي د پنجاب د
چلندهر په ښار كي په (932 هـ) وزېږېدى او مور يې (بنين) نومېده، دى په عربي او
پاړسو او هندي او پښتو تصانيف لري مقصود المومنين يې په عربي ليكلى او بل كتاب يې
خيرالبيان په 4 ژبو عربي، پارسي، هندي او پښتو دى، چي هر مطلب يي په څلور ژبو كښلى
دى، او په يوه كتاب حالنامه كي يې خپل احوال راوړيدي (14) ... محسن كشميرى وايي :
چي ما د ميرزا شاه محمد مخاطب غزنين خان څخه اورېدلي ، چي د روښان مذهب په ( 949
هـ) كي قوي سو او د ده قبر د
بته پور په غرو كي دى مګر اخوند دروېزه يې په اشنغر كي ليكي.
تر اخوند دروېزه او محسن كشميري يو بل روښان ته نژدې سړى د ده شاګرد او مريد (دولت
لواڼي) دى، دى هم وايي چي روښان خيرالبيان په څلورو ژبو وليكلى او د پښتو لپاره يې
رسم الخط وضع كى.(15) اخوند دروېزه د پيرروښان د شاعرۍ په باب كي داسي ليكي : ( چي
ده د پښتنو لپاره په پښتو موزوني او د طبع سره سمي خبري جوړولې او پارسيانو ته يې
په پاړسو او هندواڼو ته يې په هندكو. (16) بل ځاي دروېزه وايي : چي روښان شعر وايه
اما ده هم د هغه پيروي په شعر كي كړېده له دغو ټولو رواياتو څخه ښكارېږي، چي روښان
د ملي ژبي شاعر هم وْ لكه چي د فرانسي مشهور مستشرق ډارمسټټر هم د دې خبري تائيد
كوي (17) د خيرالبيان هغه نسخه چي مارګن سټيرن ليدلې ده (167) مخه ده چي ځيني عربي
جملې په پښتو متن كي لري، او پاړسو حواشې يې په بيل قلم پر څنډو ليكل سويدي او په
دېباجه كي يې هندي او پاړسو ليكونه ليدل كيږي. (18) لنډه يي دا چي خيرالبيان تر
(900 هـ) كال وروسته بايزيد ليكلى دى، او د پښتو شعر يو نوي سبك يې راكښلى دى، چي
وروسته اخوند دروېزه او نورو ليكوونكو هم د دغه سبك پيروي كړېده. نو ځكه موږ دغه
ډول شعر ټوله د خيرالبيان سبك ګڼو، كه څه هم ټوله دغه ډول ليكونكي د روښان مسلكي
پېروان نه بلكي دښمنان يې دي.
د خيرالبيان د سبك خواص :
له لوړو پلټنو څخه تاسي ته د خيرالبيان ليكونكى، او د دې سبك موْسس ښكاره سو، اوس
به يې د سبك خواص او مزايا هم در وښيو:
1. داسبك نيم منظوم شعر لري، شاعر د عروضي اصولو پېروي پوره نه كوي، د بيت مسرۍ نه
سره سموي، فقط دجملو او مسريو په پاي كي كافيه ساتي لكه مسجع نثر.
2. په مضمون كي دا اشعار ټوله تبليغي او ديني دي، اخلاقي خوا هم لري.
3. سلاست او انجام يې هم د پخوانو سبك ته نه رسيږي، عربي او پاړسو كلمات ډېر په
اشعاروكي داخل دي.
4. دا ډول اشعار له ابتداء څخه د تبليغ او پروپاګند لپاره دي، نو يې ځكه ادبي او
شعري خوا ضعيفه ده، مطالب بې له شعري صنايعو او ادبي نزاكتو ويل سويدي. شاعرانو
زيار كښلى دى چي فقهيه او اخلاقيه مطالب بي ترتيبه پخپلو اثارو كي راوړي. دوى د
وينا د جزالت او فصاحت لحاظ لږ كړيدى خو مقفي عبارات او جملات ډېرلري، اوغواړي چي
په دې ډول دخپلو ليكنو خوند ډېر كړي ، او ويونكي ته يې خوندور ښكاره كړي.
د دې سبك مشاهير :
1. بايزيد روښان چي دمخه يې لنډ سوانح وليكل سوه او دى د دې سبك موْسس دى.
2. اخوند دروېزه د ګداى بن سعدي زوى ، چي د جيون نامي له كورنۍ څخه و او په كندوز
كي اوسېده (19) دا ملاصاحب د (1000 هـ) كال په حدودو كي ژوندى و او وفات يې په
(1048 هـ) كي دى.(20) په پېښوركي ښخ دى. دروېزه پخپله وايي : چي ما د خيرالبيان په
ډول شعر ووايه چي د خلقو خوښ سي (21) دروېزه په پښتو كي ډېر تبليغات د روښان پر
خلاف وكړه مخزن الاسلام يې په پښتو او تذكره الابراروالاشرار يې په پاړسو وليكل.
3. كريم داد يا عبدالكريم د اخوند دروېزه زوى چي د پلار د مخزن متفرقي نوشتې يې سره
ټولي كړيدي او پخپله يې هم پر هغه سبك اشعار ويلي دي، دى ډير روحاني مناقب لري په
(1702 هـ ؟) كي وفات سويدى. (22)
4. عبدالسلام : دې سړي هم د اخوند دروېزه په مخزن كي ځيني اشعار پر هغه سبك زيات
كړيدي.
5. عبدالحليم د عبدالله زوى د دروېزه لمسى دى چي د خپلو نيكونو پر سبك يې ځيني نيم
عروضي اشعار په مخزن پوري نښلولي دي.
6. مصطفي محمد د نورمحمد زوي د عبدالكريم لمسى د دروېزه كړوسى دى چي په (1112 هـ)
كال يې د خيرالبيان پرسبك ځيني اشعار په مخزن كي زيات كړه.
7. اخوند قاسم پاپنخيل شينوار، د اكبر مغولي پاچا په عصر كي ژوندى و د پښتو فوائد
الشريعه يې په (1560 ع = 967 هـ) وليكلى (23) دى هم د خيرالبيان پر سبك ځي او په
يوسفزو كي اوسېدي (24).
8. د خيرالبيان يو بل ادبي پېرو بابوجان دى، مسټر راورټي وايي چي د بلورستان د تورو
كافرو څخه و او مسلمان سو. (25) مګر مير احمدشاه رضواني ليكلي چي دى لغمانى و (26)
بابوجان تر (1050 هـ) وروسته ژوندي وه او د اخوند دروېزه د زامنو معاصردى، ده هم د
خيرالبيان پر سبك اشعار ويلي دي خو ځيني عروضي خالص شعرونه هم لري.
تفسيره :
ځكه چي د خيرالبيان سبك يو راز نثر هم ګڼل كيږي، نو موږ ددغه سبك د شاعرانو د كلام
نمونې په دي كتاب كي نه دي راوړي، البته په بل كتاب كي چي د پښتو پر نثر ليكل كېږي
مفصلاً به د دغه سبك د شاعرانو سوانح او د وينا نمونې راوړو.
دلته فقط د سبكونو په بحث كي دغومره تذكار وسو ښاغلي ويونكي دي مفصل بحث د نثر په
برخه په بل كتاب كي وګوري.
(1) د عروضي شاعرانو ډله :
عروض يوعلم دى، چي د اشعارو او منظوماتو اوزان موږ ته راښيي او د منظوم كلام تول دى
لكه نحو چي د منثور كلام تله ده، عروض يې له دې جهته بولي چي
د شعر معروض عليه دى، يعني شعر پر عرض كيږي، چي د موزون او ناموزون فرق يې وسي، او
سم ناسم سره بېل سي.(27).
مورخين پر دې اتفاق لري، چي د دې علم لومړي واضع او د دې مېزان مستخرج، ابو
عبدالرحمن خليل بن احمد ازدي (100-175 هـ) دى (28) چي د عربو شعر يې تدوين كى او دى
لومړى سړى دى، چي هغه اشعار يې حصر كړه. (29)
ابن النديم يې هم ليكي خليل لومړى سړى دى، چي د عروضو علم يې را وايست او د عربو
اشعار يې په ټينګ كړه (30) دا پوه سړى د نري فكر او مبتكر طبيعت خاوند و د عربو د
ډيرو علومو اساس ده كښېښود لكه : عروض، موسيقي، لغات، نحو. (31)
ځكه چي زموږ د هيواد مشهور ښارونه لكه : سجستان، بست، هرات، غزني او نور... په
پېړيو پېړيو د علم او د ثقافت مراكز وو او ډېر عربي علوم په دې مځكه كي روزل سويدي
، او د صفاريانو او غزنويانو او غوريانو په زمانوكي د پاړسو عروضي اشعار هم په دې
مځكه كي وپالل سوه، نو د عربو عروضو پر پښتو هم اغېزه وكړه.
په پخوانو آريائي ملتوكي له ډيرو پخوا زمانو څخه ځيني مخصوص اشعار وو، د هند د
آريائيانو زاړه اشعار تر اوسه هم د ريګويدا په نامه پاته دي، دوى د منظوم كلام سره
ډيره مينه درلوده، تر دې اندازې چي علامه ابوريحان البيروني چي د هند ډېر تاريخي او
اجتماعي او لساني پلټني يې كړيدي او ليكلي يې دي، د هندي آريائيانو له ډيرو اشعارو
څخه شكوه كوي، چي دوى ټوله د رياضياتو او علم فلك قواعد په شعر كښلي دي او ښه
استفاده ځني كيږي، ابو ريحان وايي: چي دوى د خپلو اشعارو لپاره اوزان لري او ښايي
چي خليل بن احمد دي هم دغه ارويدلي وي، چي هنديان د خپلو اشعارو لپاره موازن لري
(32) او په دې ډول دي ده د عربي لپاره هم اوزان ټاكلي وي.
ځكه چي د علم په ثبوت او د تاريخي ټينګو دلائلو له مخه د آريانانو اصلي وطن دغه د
پښتونخوا مځكي دي او زموږ پښتو ژبه هم د آريايي پښت له ژبي سره ډېر نژديوالي لري،
نو كه د علامه البيروني په قول زموږ د آريانانو لومړني شعري اوزان او بحور، د عربو
د عروض لپاره اساس سوي وي، هيڅ ليري نه ده ځكه چي د آريانانو ټوله مزايا او مفاخر د
دوى د لومړني او اصلي وطن دي نو د اشعارو د اوزانو او بحورو لومړي افتخار هم زموږ
دي ! پر دې خبره يو
بل دليل هم سته، زموږ ويونكي به پوهيږي چي هر نوى شى او نوې مبدا په پردي ځاي كي ژر
نه ټينګيږي بلكي پېړي غواړي چي يو نوى شى دي په يوه نوي ځاى كي ښه
ټينګ سي.
نو كه عروض او بحور د عربو خاص مال واى په څو كاله كي څنګه په پښتو او پاړسو كي
داخل او عام قبول او ومنل سوه، او پښتو څنګه چي خپل پخواني سبقونه ورته هېر كړه، او
عروضي اشعار يي خپاره كړه.
له دې ملاحظاتو څخه څرګنديږي چي عروض او بحور د علامه البيروني په قول په پخوانو
آريانانوكي وه او د پښتنو نيكونو درلوده نوځكه دوى پخپلو اشعارو او منظوماتو كي په
ښه ډول او ژر قبول كړه.
د پښتو اشعار په عروضي سبك كي خورا ښه او ګټور اثار لري چي د پښتوادب يوه خورا مهمه
برخه ده او په دې لاندي كرښوكي بيانيږي :
الف. د پخوانو عروضي شاعرانو ډله :
په عروضي شاعرانو كي پخوانۍ ډله دپښتو شعر غوره اثار لري، او د نوميالي سلطان
محمود(387 421 هـ) له عصره د پښتنو له حربي او مدني نشئت سره دا ډله پيدا سويده.
د پخوانو عروضي شاعرانو له ډلي څخه دغه لاندي ادباء موږ ته معلوم دي په دې كتاب كي
يې موږ مفصلاً سوانح او اشعار ليكلي دي ښاغلي ويونكي دې ولولي :
1. شېخ احمد سړبنى
2. اكبر زمين داورى
3. شېخ عيسي مشواڼى
4. ملامست
ددي سبك خواص اومزايا :
دپخوانو عروضي شاعرانوډله دلومړنيو اجدادو له سبكه څخه بېله پيداسوېده، دې ډلي د
پخوانو د سبك مزايا هم درلوده او د نورو ژبو د ادب مادي او معنوي اغيزې هم پر وسوي
مثلاً :
1. په سلاست ساده ګي اوسپېڅگلتوب لكه د پخوانو بې تكلفه دى، د كلام تعقيد او ابهام
نه لري.
2. لكه د عربو تر جاهلي دوري وروسته چي د مدنيت د پوخوالي په زمانه كي د اموي او
عباسي خلفاوو په دور عربي بزمي او عشقي اشعار ويل سويدي يا د پاړسو د مغولي عصر په
اشعارو كي چي ليدل كيږي، عشقي او بزمي اشعار په هغو ډولو د پښتنو دې ډلي شاعرانو
ويلي دي، عشقي بدلي او مثنويات پكښي سته.
3. دي ډلي پخپلو اشعارو كي د عروض او كافيې مراعات خورا ښه او اكمل كړى دى د شعر له
اقسامو څخه مثنوي، غزل، قطعه، قصيده او نور لري.
4. د پاړسو ژبي د شعر ټوله اصطلاحات په دې دوره كي سته، مثلاً : هغه مصطلحات چي د
مغولو د عصر د پاړسو ژبي په عراقي سبك ګډ سوي وو لكه : مى، ساغر اونور د پښتو په
دغه سبك هم ګډسوه ، شاعرانه مضامين، د عرفان او تصوف په ډول اداء سوه، او د هغه وخت
چاپير پر پښتو ژبه ډير اثر وكي.
دا وو د پخوانو عروضي شاعرانو لنډ بيان اوس به نو دعروضيانو بله ډله هم دروښيو :
ب. دروښانيانو ډله :
ترلوړي ډلي وروسته دروښانيانو دډلي سبك تر(900 هـ) وروسته پيداسو، دمخه
مودخيرالبيان دسبك په بحث كښئ ښكاره كړه چي بايزيد بن عبدالله چي په روښان پير
مشهوردي، دپښتو په ادب كښئ يي نوي سبك جوړكړ.
علاوه پرهغه دي سړي يوڅه مريدان اوملګري درلوده، چي په عروضي اشعاروكښئ يي هم خپلي
ژبي ته ښه خدمتونه وكړه.
نوربيا ...
د لومړۍ او دوهمي برخي لمن ليكونه :
1. د ګوستاولوبون لمړني تمدنونه د پاريس طبع، 1889 ع.
2. د ويكتور هوګو د كرومويل مقدمه.
3. تاريخ الادب، عندالافرنج و العرب، د مقدسي.
4. د هند د تمدن تاريخ د ګوستاولوبون، ص 328.
5. د ملي قصو او نقلو نارې هم په ملي اوزانو او زاړه سبك اړه لري.
6. روابط ادبى ايران و هند، ص 85.
7. تذكره الابرار والاشرار د پېښور طبع.
8. د افضل خان خټك تاريخ مرصع د راورټي د هرتفورډ طبع، 1960 ع په ګلشن روه كي.
9. راورټي انګليسي مستشرق دى، چي د (1850 ع) په حدودو كي ژوندى، او د بمبئي د درېيم
لښكر كاپيتان و، دې سړي د پښتو ژبي په تاريخ او ګرامر او لغت كي ښه آثار وليكل.
10. د هند د زړو آثارو مجله، ص 366 ج 11 د مارګن سټيرن مضمون.
11. مخزن الاسلام قلمي.
12. مخزن او تذكره الابرار و الاشرار د اخوند دروېزه.
13. مجلهْ كاوه، د برلين طبع، ص 9 ج 5.
14. دبستان مذاهب ص 251 د بمبئي طبع 1292 هـ.
15. د دولت قلمي دېوان، قديم مخطوط، د پښتو ټولني د كتابخانې.
16. د اخوند دروېزه مخزن الاسلام د 1144 هـ مخطوط.
17. د پښتونخوا د شعر هار و بهار د پاريس طبع.
18. د هند د زړو آثارو مجله.
19. تذكره الابرار ص 31 _ 107.
20. تذكرهْ علماى هند ص 59.
21. مخزن الاسلام قلمي د 1167 هـ مخطوط.
22. خزينه الاصفيا تذكرهْ علماى هند ص 131.
23. د راورټي د پښتو ګرامر ديباچه د كلكتې طبع.
24. فوائد الشريعه.
25. د راورټي د پښتو ګرامر ديباچه.
26. شكرستان افغاني د 1905 ع طبع.
27. المعجم فى معايير اشعار العجم، د شمس الدين قيس رازي، د تهران چاپ ص 20.
28. كشف الظنون ج 2 ص 23، المعجم ص 30.
29. د ابن الانباري طبقات الادباء ص 55.
30. د ابن نديم الفهرست ص 64.
31. د احمد امين ضحى الاسلام ج 2 ص 290.
32. البيروني، ص 71.
|