|
اقتراح
(يوه پښتو_ كره پښتو)
د هرې ژبې د پرمختګ لپاره د معياري ليكدود (رسم الخط)
درلودل، يو اساسي او ضروري شرط دى. د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره تر
اوسه پورې پښتو ټولنې (علومو اكاډمۍ) او باړه ګلۍ ځينې پرېكړې كړې دي، خو
دغه پرېكړې له يوْې خوا بېخي لږ او له بلې خوا د ځينو ژبپوهانو او
ليكوالانو له نظره ځينې يې ناسمې او له سره غور غواړي. دغه ډول د نويو
لغتونو د جوړولو په برخه كې هم خپلسري ډېره شوې ده.
[ميوند كلتوري ټولنه- كندهار] غواړي چې د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره
يو سيمينار جوړ كړي، چې د كوزې او برې پښتونخوا ليكوالان او ژبپوهان به
برخه په كښې ولري. خو لومړى بايد د ليكدود دغه اختلافي صورتونه راټول او
بيا سيمينار ته وړاندې شي. موږ د پښتو ژبې له ټولو ژبپوهانو او ليكوالو څخه
هيله كوو، چې په دې كار كې زموږ ملا وتړي. دوى كولاى شي چې موږ ته يوازې
دغه اختلافي صورتونه راولېږي او يا د علمي دلايلو په وړاندې كولو سره يوه
كره بڼه يې هم په نښه كړي. كېداى شي دغه بڼه په نښه كول يې پر بېلابېلو
علمي پرنسيپونو ولاړ وي، لكه: لرغونوالى او قدامت- اختصار يا لنډون-
اسانوالى او فصاحت- دودوالى يا عاموالى- توپير او نه التباس- اهنګ والى او
بلاغت- څرګندوالى او د افادې ځواك- د ويونكو ډېروالى او داسې نور...
دغه ډول نوي جوړ شوي لغتونه او يا د يو پردي لغت په اړه، چې بايد په پښتو
كې څه ډول معادل ورته ولرو، هم خپل وړانديز راولېږئ.
پر دې سربېره كه د سيمينار د اجنډا او يا طرزالعمل په باب كوم وړانديز لرئ،
نو هم يې زموږ څخه مه سپموئ. موږ به ستاسې وړانديزونو ته سترګې پر لاره يو.
زموږ پتې دا دي
كابل:
G.P.O BOX#5898
كوټه:
G.P.O BOX#533
پېښور:
U.P.O BOX#704
برېښناليك:
Maiwandnet@yahoo.com
ګرځنده ټيليفون:
0093(0)70211696
|