کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

حقوقپوه ډاكټر بلال برى هوتك
افغانستان د نوې نړۍ په كړۍ كې

افغانان د نړيوال ساړه جنګ Cold War مرحله چې د دې چړې تېره برخه افغانانو او افغانستان ته مخامخ وه، په برياليتوب تېره كړه او اوس دا دى د يوه واحد ملت په حيث د ډيموكراسۍ پر لور قدم اخلي.
په يوويشتمه پېړۍ كې په 1917ع كال، د اكتوبر په مياشت كې د كمونيسټي انقلاب په راتلو سره د غربي، يا سرمايه دارۍ نړۍ سره لويه شخړه (Cold War) يا په لغوي لحاظ سوړ جنګ باله كېده، په افغانستان كې داسې تود سو چې د افغان ملت كور، كلى، وطن او ټولې هستۍ يې وروسوځلې.
له بده مرغه د دې لوبې جنګي بازيګرانو په خپله دغه شومه جګړه كې د افغان ولس هډ و ماغزه وروايشول، چې اوس له افغانانو ځانونه پټوي. تر اوسه د افغان ولس په مټو، بازوګانو او مغزو كې دومره زور نه ليدل كېږي چې دا تاريخي حقايق په خلاصه خوله ووايي، رښتيا ويل يا زورور كوي، يا لېونى، چې تر اوسه افغانان نه د زور مقام ته رسېدلي دي او نه د لېونتوب. نو ځكه له دې بحث څخه تېرېږو او اوسنيو انتخاباتو او ولسواك نظام ته راځو، چې د خلكو له لوري، د خلكو حكومت، د خلكو په ګټه تعريف كېږي. دا يو ښه نظام دى، خو زه په خپل جانب د افغانانو او افغانستانيانو د دغه مرض وهلي بڼ لپاره د يوه بل ډول سياسي نظام طرفدار يم، چې په سياسي اصطلاح ورته Inlighted Despotism وايي، چې په فارسي ژبه يې استبداد منوره او په پښتو ژبه يې روڼ استبدادي رژيم بولي. د دې ډول سيسټم لپاره افغان غوندې يو سركښه ملت، چې خپلو او پردو يې په ماغزو او نظريو كې لاسونه وهلي دي، چې له هورا څخه نيولې، بيا د الله اكبر تر تكبير پورې كولې (چيغې) يې يادولاى سو. كه څه هم افغانانو دغه چيغې د روبلو، ډالرو، عربي ريالونو، پاكستانيو كالدارو، ايرانيو تومنو او افغانيو په زور وهلي دي. خو زما په فكر د افغانانو د ذهني پاكوالي او ډيموكراسۍ ته د چمتووالي لپاره په افغانستان كې لس پنځلس كاله روڼ استبدادي رژيم ته اړتيا ده.
دا يو داسې سياسي نظام دى، چې زمامدار ديكتاتور او ظالم وي، خو په ولس كې د ذهني تنوير، انكشاف، تعليم و تربيې او مدني موسسو د تاسيس په باب له زوره كار اخلي او ولسونه د سوټي په زور روڼ فكره كوي، چې له دې لارې ملت په خپله داسې مرحلې ته رسېږي، چې استبداد رد، ډيموكراسي او اجتماعي عدالت وغواړي.
اوس چې په افغانستان كې د ډيموكراسۍ مرحله راغلې، نو زه دې ته خوشاله يم، چې زما دغه فكر غلط او باطل راووزي.
پر اوسنيو انتخاباتو لنډه تبصره:
چې خداى و راستي سي، په افغانستان كې د 1383كال، د تلې د مياشتې، د اتلسمې نېټې انتخابات داسې راووتل چې له ټولو داخلي او خارجي مشكلاتو سره- سره چې ځينو سياستپوهانو ګومان كاوه د ټوپك تر خولې لاندې انتخابات به يوه ټوكه او مسخره وي. خو برخلاف، دا انتخابات په ډېر ښه شكل پيل او انجام سول.
افغان ملت، د دې سياسي شعور په درلودلو سره نړيوالو ته وښووله كه د تورې تر څنګ ډيموكراسۍ ته مخه كړي، نو دا كار هم په ډېره ښه توګه كولاى سي. زه اوسني انتخابات د افغانانو د سياسي شعور او پوخوالي پيلامه ګڼم او افغان ملت ته يې مباركي وايم.
د اوسنيو انتخاباتو نظم، ډسپلين او په خاصه توګه زموږ د ټولنې د ښځو او نرو ګډون دغو انتخاباتو ته ښه رنګ وركړ، چې د دښمنانو زړونه يې وروچاودل. د دې انتخاباتو بله ښېګڼه دا وه چې افغانانو په عملي توګه هغه ډول او سورنا په خپلو مټو ماته او شا ته وغورځول، چې په اصطلاح ځينو كسانو د قوم، سيمې او ژبې په نامه ډنګول، چې دغه كسان بايد د ملي نفاق لېډران وبولو. افغانانو دغه طلسم مات او د يوه واحد افغان ملت په حيث يې د ټوپك پر ځاى قلم او د جنګ پر ځاى سولې او ورورګلوۍ ته رايه وركړه، چې دا كار د زياتې ستاينې وړ دى.
د ناراضه ډلو پوچې او غيرقانوني ادعاګانې:
د انتخاباتو په پيل كې د كانديدانو شمېر ډېر زيات و، له يوه يا دوو پرته ځينې داسې خلك هم راولاړ سوي وو چې د كندهاريانو خبره: د مور نوم يې په اسمانو كې د ملايكو نه و زده. د دې خبرې مانا دا ده چې دوى په ملي سطحه د ملت له پوره شناخت او احترام څخه بهره مند نه وو او ناببره يې جوله راښكاره سوه. ځينو داسې كسانو هم ځانونه كانديد كړي وو چې بايد ملت چپلاخې (څپېړې) وركړې واى.
موږ وليدل چې څو تنو كانديدانو دغه انتخابات غيرقانوني او ناروا اعلان كړل، له هغه څخه يې په اصطلاح بايكاټ اعلان او د نويو انتخاباتو كولو غوښتنه وكړه. خو د دوى دا غوښتنه نه قانوني اړخ درلود او نه منطقي.
قانوني اړخ:
دغو كانديدانو كولاى سواى چې د انتخاباتو له پيل څخه مخكې دا غوښتنه وكړي، چې هغه مهال دغې غوښتنې قانونيت درلود. خو څرنګه چې دوى ټولو د انتخاباتو پروسه ومنله او هر يوه خپلې كڅوړې ورته وغوړولې، نو د انتخاباتو په منځ كې په داسې حال كې چې د انتخاباتو د اصولو په اړه له دوى څخه قانوني مشورې هم اخيستل سوې وې، ناببره د انتخاباتو غيرقانوني اعلانول، يو غيرقانوني عمل دى. ځكه چې د انتخاباتو عمومي كميسيون، نړيوالو كارپوهانو، د ملګرو ملتونو څارونكو او حقوقپوهانو د دغو كانديدانو ادعا رد او غيرقانوني وبلل، چې په دې ډول دوى پړ او ملامت سول.
منطقي اړخ:
د كانديدانو له خوا د جمهوري رياست انتخابات غيرقانوني اعلانول، منطقي اړخ هم نه لري، لكه استاد حبيب الله رفېع، چې په يوه راډيويي مصاحبه كې وويل چې دغو كانديدانو ليدل او په خپلو ځانو پوهېدل چې انتخابات نه سي ګټلاى. نو په حقيقت كې دوى د خپلې ماتې اعلان وكړ، نه د عمومي انتخاباتو د تحريم او غيرقانوني كولو اعلان. نو ويلاى سو چې دغه انتقاد هېڅ راز حقوقي، منطقي او افغاني بنياد نه لري او د انتخاباتو د كميسيون دې كور ودان وي، چې د دوى دغه غيرمنطقي اعتراضات يې واورېدل او هغه يې تر څېړنې لاندې ونيول. د دغو كانديدانو عمل ته يوه سياسي بهانه او د قمار بازانو په اصطلاح خَو ويل كېږي. ځكه هېڅ يو افغان نه دى حاضر، چې د پنځلسو تنو په خاطر دې داسې پراخ او عملي انتخابات تر پوښتنې لاندې راولي او د ميليونونو افغانانو ښځو، نرو، وړو او زړو رايې دې غيرقانوني وبولي او دغه بازي (انتخابات)، چې د غريب ملت په ميليونونو ډالره او انرژي ورباندې مصرف سوې، له سره شروع او د چا په اصطلاح د يوې شپږې لپاره دې ټول پوستين په اور كې واچوي.
افغانانو، د نورو په اصطلاح مخته تلليو ملكونو په تله په خپلو انتخاباتو كې ښه امتحان وركړ:
زه چې په 1970م كال په اسلام اباد كې د افغانستان له لوري سياسي مامور وم، نو د خپل سياسي ماموريت له مخې مې بايد د پاكستان د انتخاباتو پروسه سر تر پايه څارلې او د افغانستان د هغه وخت خارجه چارو وزارت او افغاني دولت ته مې خبر وركړى واى. ما چې هلته د انتخاباتو په بهير كې كومې شخړې وليدې، نو د افغانستان د اوسنيو انتخاباتو د جزي تخنيكي ستونزو، لكه رنګ او داسې نورو په نسبت ډېرې زياتې او دردوونكې وې، چې دلته يې له تفصيل څخه تېرېږم. تاسې به واياست چې پاكستان يو وروسته پاته هېواد دى، خو امريكا او اروپا، چې د ډيموكراسۍ او انتخاباتو اوږد تاريخ لري، هلته ښايي سم انتخابات كېږي. (متاسفانه چې زموږ خلك د امريكې او اروپا خلكو- ځمكې او اسمان ته د سپينو چرګانو په نظر ګوري).
خو خبره داسې نه ده، زه پنځه ويشت كاله كېږي چې په امريكا كې اوسېږم او هلته د چرګانو دكان هم نه چلوم، بلكې هلته مې هم له سياست او د هغه ځاى له مطبوعاتي حلقو سره ګوزاره ده. نوپه دې حساب هغه څه چې ما د جمهوري رياست د انتخاباتو پر وخت د جمهور رئيس، جارج ډبليو بوش او د هغه د رقيب، الګور تر منځ وليدل، د افغانستان د اوسنيو انتخاباتو په انډول ډېر چټل او ناسم وو، چې دغه ډول فضا يوازې ما نه، بلكې ټولې نړۍ وليده. نو له دې بحث څخه زموږ مراد دا دى چې په افغانستان كې د اوسنيو انتخاباتو بهير او نتيجه د ډېرو افغانانو له توقعاتو او هيلو څخه لوړه وه، چې افغانستان يې د تاريخ په دې دوره كې يوه نوي پړاو ته داخل كړ.
د افغانستان نوى جمهور رئيس بايد د ملت رښتينو غوښتنو ته سر ټيټ كړي؛ د ټوپك پر ځاى قلم كاغذ، د قوم، نژاد او كوچنيو ډلو پر ځاى د غونډ ملت هيلو او ګټو ته پام وكړي.
موږ له نوي جمهور رئيس څخه هيله لرو چې نور نو د مصلحتونو پر ځاى، اهليت په پام كې ونيسي او په دې ډول ملت ته خدمت وكړي.
د ملت بابا، اعليحضرت محمد ظاهر شاه او سلطنتي كورنۍ له غړو څخه مننه:
دا به يو مهم او له انصافه سره سم كار وي، چې د افغانستان د ملي زعيم او د ملت د بابا، اعليحضرت محمد ظاهر شاه او د ده د كورنۍ له غړو څخه په ملي سطحه مننه او تشكر وسي، چې په خپله د انتخاباتو پر مهال صندوقو ته ولاړل او هلته يې خپلې رايې وركړې. كه د ملت بابا يو مهربانه شخص نه واى، نو ده كولاى سواى چې د خپل نفوذ او زور له لارې يې بېرته خپل پاچاهي ګټلې واى. خو ده لكه څنګه چې د سولې، ورورګلوۍ او ابادۍ موسس او د اساسي قانون له مخې د ملت بابا دى، په ډېره مينه په انتخاباتو كې برخه واخيسته، چې په دې ډول يې له دغه بهير سره پوره مرسته وكړه.
موږ اعليحضرت محمد ظاهر شاه ته د ملت د بابا تر څنګ د ډيموكراسۍ د بابا لقب هم وركوو.