کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

حيات الله رفيقي، كندهار
د حافظې تقويه، روحي ارامي رامنځته كوي

دا د هر انسان ځانګړى خصلت دى، چې كوم وخت د كار او يا د ژوند له نويو ناخوالو څخه ستومانه سي، نو له خپل ځان سره د ورځنيو او راتلونكو پېښو په باب فكر كوي او له ځان سره دا سوچ كوي، چې كومو ناخوالو او يا د كار كوم اړخ ډېر ستومانه كړى دى؟
كه چېرې د حافظې ستونزې ولري، نو نور هم ناارامه كېږي. ان تر دې چې ښايي له روحي ستونزو سره لاس او ګرېوان سي. ښايي دى د ژوند له زياتو ناخوالو سره لاس او ګرېوان سي او د حافظې قوه بېخي له لاسه وركړي.
زه داسې ډېر خلك پېژنم، چې د زړښت په خاطر نه، بلكې د حافظې د كمواكۍ په خاطر يې زياتې روحي ستونزې په نصيب سوي دي، چې يو مثال يې دلته د بېلګې په ډول راوړم:
يو وخت يو څوك په يوه بنډار كې ناست و چې يو ځوان دې بنډار ته راغى، د بنډار ټولو اوسېدونكو له معمول سره سم له هغه سره روغبړ وكړ. خو هغه كس، چې د حافظې په ستونزه باندې اخته و، هغه ځوان ته د روغبړ په ترڅ كې دا هم وويل: زويه! پلار او مور دې ښه دي؟
هغه ځوان يو واري ټولو ناستو خلكو ته وكتل. بيا يې سر كښته واچاوه او پاتې خلكو يوه نرۍ خندا هم وكړه، ځكه چې دغه ځوان د هغه زوى و او د حافظې د كمواكۍ په سبب دا روحي تكليف ورته پېښ و، چې خپل زوى يې هم ونه پېژانده. ښايي زيات لوستونكي نورې داسې بېلګې هم له ځان سره ولري.
خو په هر صورت، رابه سو دې خبرې ته چې موږ څنګه دا نقيصه له منځه وړلاى سو، ايا كولاى سو خپله حافظه تقويه كړو او له روحي ناروغيو څخه ځان وژغورو؟
دا يوه داسې پوښتنه ده چې هر چا ته د توجه وړ او په زړه پورې ده او حتى انسانانو د ډېرو زيديو راپه دې خوا د دې پوښتنې د حل او ځواب پيدا كولو په باب زياتې پلټنې كړې او په دې لټه كې دي، چې دې پوښتنې ته ځواب پيدا كړي، چې وكولاى سي د خپلو حافظو قدرت زيات كړي.
دا كار بايد له خوبه د ويښېدو سره سم سر ته ورسېږي. كه څه هم دا يو اسانه او ساده كار نه دى، بلكې له ځانه ټاكلې لارې- چارې لري، چې بايد په ټينګه او جدي توګه پاملرنه ورته وسي.
مطالب او مفاهيم بايد لومړى ورو- ورو مطالعه كړل سي، چې له هغه څخه پوره مفهوم واخيستل سي. خو ځينې كسان بيا دا عادت لري، چې يو كتاب او يا بل څه ګوري، نو همداسې پر خپل سر او بې فكره د هغو پر ليكو او كرښو باندې تېرېږي، چې دا مطالعه بې له دې څخه چې خپل وخت يې خوشي تېر كړى وي، بل څه ګټه به په لاس ورنه سي. نو كه څوك وغواړي چې مطالب او مفاهيم په درست او سم ډول ذهن ته وسپاري. نو كله چې مو مطالب په ښه ډول ذهن ته سپارلي وي، نو بيا دې هغه تكرار كړي او بالاخره بايد داسې كار ته سرعت او چټكتيا وركړي، يانې ژر ژر دې عمل وسي، چې په ښه او ژوره توګه په ذهن كې ځاى ونيسي. خو كوم شى چې بايد دلته يې يادونه وسي، هغه دا دى چې كوم وخت څوك وغواړي په غور او دقت سره هغه لومړى پر څو ډولو باندې ووېشي، ځكه دغه وېش له فكري تشويش سره مخامخ نه سي او هم په نتيجه كې له ذهني ګډوډيو څخه مخنيوى وكړل سي. خو دا كار هم بايد په ډېر غور ترسره سي، چې ښه پايله يې ووينو. د بېلګې په توګه، كه څوك وغواړي چې څلوېښت نومونه زده كړي، نو هغه بايد لومړى دا پر څو ډولو ووېشي. دا وېش لازم دى په غور صورت ونيسي. يانې هر څلور او پنځه نومونه په دې ترتيب يې د سر توري سر يو ډول وي او يا سره ورته والى ولري. په دې صورت كې به بيا نو كار ډېر اسانه كېږي. كله چې مطالب او دغه نومونه په همدې ترتيب پر ډېرو ووېشل سول، نو بيا دې د هغه په زده كولو باندې پيل وسي. نو دا به په څرګنده توګه وليدل سي چې د زده كړې عمليه به په ډېره اسانه توګه ترسره سي.
يو تن په ډېره ښه توګه كولاى سي چې داسې كليمات په خپل ذهن كې وساتل او په ياد كې راوستل سي، چې هغه د يوه فكر د منځته راتلو او يا د موضوع يادونه وكړاى سي.
د اخلاقو او نفس پېژندنې پوهان وايي چې وجدان هغه ستر قوت دى، چې موږ ښو كارو ته هڅوي او له بدو كارونو څخه مو مخنيوى كوي.
هغه كسان چې سليم عقل او د منلو وړ معقول منطق ولري، همېشه د ده حاكم، يانې وجدان تر لارښوونې لاندې كار كوي. دا قوه هغه وخت ښه كار كولاى سي، چې د حافظې توان يې غښتلى او ځواكمن وي، چې له روحي ناكراريو څخه خلاص يو نارمل او پوره انسان، يانې سړى وي او د سړيتوب ټول اوصاف، د علم او مطالعې زده كړې په واسطه لاسته راوړي. د هغه زده كړې په واسطه چې مفاهيم او مطالب په پوره توګه د هغه په ذهن كې وي او له هغه څخه د خپل ژوند او د خپلې ټولنې او ولس د ګټې لپاره كار ځنې واخيستلاى سي. نو په واقعيت كې به دا انسان د سړيتوب هغه ستر معراج او پوړيو ته ځان رسولى وي او د سړي نسبت به ورته كېږي، هغه به د ښې حافظې خاوند وي. د تخيلاتو او روحي بېهوده او هامو له تسلط څخه به د يوه خپلواك سړي په توګه ژوند تېروي، روح به يې ارام وي او د حافظې قوه به يې ښه كار كوي.