|
|
له ښاغلي يونس قانوني
سره مركه
مركه كوونكى: عبدالنافع همت
موږ نه شو كولاى چې د خپلو خلكو يوه برخه له
افغانستان څخه دباندې وباسو
ښاغلى محمد يونس قانوني، په اصطلاح د شمال ټلوالې يو مهم غړى او د بن له
تړون څخه راوروسته د كورنيو چارو او ښوونې او روزنې وزير پاته شوى دى، دغه
ډول د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې يو مهم كانديد هم و. موږ له ده سره يوه مركه
كړې، چې دا دى پښتو ژباړه يې ستاسې مخې ته ږدو.
اداره
ميوند: ستاسې په مشرۍ او ابتكار د ښوونې او روزنې په وزارت كې كوم اساسي او
كليدي كارونه سرته
رسېدلي دي؟
ځواب: د تېرو دوو كلونو په بهير كې چې زه د ښوونې او روزنې وزير وم، لومړنى
كار مې په بېلابېلو برخو كې د افغانستان د ښوونې او روزنې د بيارغونې د
ستراتيژۍ ټاكل و. د دې ستراتيژۍ په لومړۍ برخه كې د افغانستان له اوسنيو
شرايطو سره سم د ښوونې او روزنې اهداف تعين شول، تر دې وروسته د معارف
پاليسي هم نوې شوه. تر اوږدې مودې وروسته مو د افغانستان د تعليمي نصاب د
بدلون پاليسي تر لاس لاندې ونيوله، چې له نېكه مرغه لومړنۍ مرحله يې تېر
كال عملاً پيل شوه. دغه ډول مو د ښوونې او روزنې د وزارت په تشكيلاتي او
موجوده كدري جوړښت كې يو شمېر اصلاحات او ريفورمونه راوستل. بيارغونه،
تجهيز او د تعليمي نصاب پرمختيا ټول هغه څه دي، چې موږ د تېرو دوو كلونو په
جريان كې له خپل پلان سره سم ترسره كړي دي، خو متاسفانه چې موږ د دغو دوو
كلونو په بهير كې د انكشافي بودجې ستونزه درلوده.
ميوند: تاسې يادونه وكړه چې نصاب مو نوى كړى، خو ځينې كارپوهان دا انتقاد
كوي، چې دغه بدلون يوازې د ځينو الفاظو، صحافت، كاغذ او ډيزاين له مخې
راغلى دى، نور نصاب پخوانى دى، د محتوا له مخې نه دى تغير شوى. تاسې په دې
اړه څه واياست؟
ځواب: زه دغه انتقاد ردوم، زموږ هغه دوستان چې دغه انتقاد كوي، اصلاً د
تعليمي نصاب مفهوم په روښانه ډول نه پېژني. دويم دا چې دغه خلك تعليمي نصاب
يوازې د درسي كتابونو په چاپ پورې تړلى ګڼي، حال دا چې تعليمي نصاب په
تعليمي نظام كې شامل دى، چې درسي كتابونه د تعليمي نصاب يو جز دى. موږ د
تېرو كلونو په بهير كې ځينې كتابونه، چې متنونه يې مخكې تهيه شوي وو، له
سره چاپ كړل، چې په هغه كې لكه څنګه چې تاسې وويل، واقعا سطحي تغير راغلى
و، نور متن په پخواني ډول چاپ شو. څرنګه چې موږ كتابونو ته ډېره اړتيا
درلوده، نو دغه كتابونه مو بيا چاپ كړل، دا د تعليمي نصاب د تغير مانا نه
لري. د تعليمي نصاب بدلون يوه اوږدمهاله پروسه ده چې موږ يو كال مخكې پيل
كړه، چې په نتيجه كې يې د لومړيو او دويمو ټولګيو درسي كتابونه د متن او
محتوا له مخې تغير شول. موږ په دغه تغير كې ځينې مضامين په بشپړ ډول اضافه
او ځينې مو ليرې كړل. نو د تعليمي نصاب بدلون نوى پيل شوى دى، ځينې كسان چې
دغه انتقاد كوي، ښايي هغه كتابونه يې ليدلي وي، چې USID زموږ لپاره چاپ كړي
دي، حال دا چې د تعليمي نصاب بدلون له دغو كتابونو څخه عبارت نه دى.
ميوند: تاسې په وار- وار د ښوونې او روزنې د متوازن انكشاف خبره كړې، كه
راته وواياست چې له متوازن انكشاف څخه مو هدف څه دى؟
د ښوونې او روزنې له متوازن انكشاف څخه زموږ هدف بېلابېل مفاهيم دي. لومړى
د بېلابېلو مضامينو تر منځ توازن، دويم د مركز او ولاياتو تر منځ توازن او
درېيم د افغانستان او افغانستان ته ورته هېوادونو تر منځ توازن دى، مثلاً
موږ نه شو كولاى چې ساينس ته ډېره او اجتماعياتو ته لږه پاملرنه وكړو؛ د
افغانستان له شرايطو سره سم د ټولو مضامينو تر منځ بايد يو منطقي توازن
موجود وي، يا مثلاً په مركز كې معارف ته ډېره او ولاياتو كې لږه پاملرنه
وشي. دغه ډول موږ نه شو كولاى چې افغانستان له نړۍ څخه يوه جلا شوې جزيره
وبولو، موږ مجبوره يو چې د ساينس له پرمختګونو او د بهرنيو هېوادونو له
برياليو تجربو څخه ګټه واخلو، البته هغه څه چې د افغانستان له شرايطو سره
سمون خوري. نو كله چې موږ د معارف د متوازن انكشاف خبره كوو، هدف مو د
مضامينو تر منځ توازن، د مركز او ولاياتو تر منځ توازن او د افغانستان او
نړۍ تر منځ توازن دى. دغه ډول موږ د معارف په برخه كې د هلكانو او نجونو تر
منځ هم توازن په پام كې نيولى دى.
ميوند: تاسې وويل چې په ټولو ولاياتو كې مو د ښوونځيو د بيارغونې، له سره
جوړونې او مجهز كولو ته يو ډول پاملرنه كړې ده. ايا داسې ارقام وړاندې
كولاى شئ، چې په هر ولايت كې مو څومره كار كړى دى؟
متاسفانه چې همدا اوس دغه ارقام زموږ په لاس كې نشته، هيله كوم چې د معارف
وزارت له محترم مقام څخه به يې ترلاسه كړئ، خو كوم شى چې په ما پورې اړه
لري او زه په وياړم، هغه دا دى چې ما د معارف يو متوازن سيسټم ايجاد كړى دى،
موږ د معارف وزارت كلني پلانونه او د ښوونې او روزنې د بيارغونې دوولس كلن
پلان ټول د متوازن سيسټم له مخې جوړ كړل.
موږ چې كله د ښوونځيو د بيارغونې او تجهيز لړۍ پيل كولهًَ، نو داسې طرحه مو
جوړه كړه چې بايد د افغانستان په هره ولسوالۍ كې لس ښوونځي ترميم كړو، څلور
ښوونځي نوي جوړ كړو، چې په هره ولسوالۍ كې مو شپږ ښوونځي ترميم يا بېرته
ورغول. دا خپله ښيي چې د معارف وزارت په پاليسيو كې د مركز او ولاياتو تر
منځ يو ډول توازن په پام كې نيول شوى و. دغه ډول د نجونو او هلكانو د زده
كړې په برخه كې هم توازن موجود و، خو له بده مرغه چې موږ د انكشافي بودجې
په برخه كې ستونزه درلوده. د عادي بودجې په اړه مو ستونزه نه درلوده،
معلمينو او مامورينو ته پر خپل وخت معاشونه وركول كېدل، خو د معارف وزارت
دنده د پلان جوړول و، خو بودجې په ډونرانو يا مرسته كوونكو ادارو پورې اړه
درلوده، سره له دې چې موږ پلان درلود، بيا هم موږ ته انكشافي بودجه رانه
كړه شوه.
ميوند: داسې هم ويل كېږي چې د پښتو او دري كتابونو د چاپ توازن په پام كې
نه و نيول شوى؛ پښتو كتابونه لږ او دري ډېر چاپ شوي وو، چې په نتيجه كې يې
دري كتابونه داسې ولايتونو ته هم ولېږل شول چې اوسېدونكي يې په پښتو ژبه
خبرې كوي، د بېلګې په ډول، پروسږ كال زابل ولايت ته دري كتابونه لېږل شوي
وو. په دې اړه تاسې څه واياست؟
زه د دې خبرې مخالف يم، ځكه تاسې وينئ چې د افغانستان ښوونځي د پخواني
سيسټم له مخې منځته راغلي دي، موږ تر اوسه پورې دغه چانس نه دى پيدا كړى،
چې په دغه سيسټم كې بدلون راولو. په دري ژبو سيمو كې ښوونځي په دري او پښتو
ژبو سيمو كې ښوونځي په پښتو ژبه دي، چې دغه دواړې زموږ رسمي ژبې دي او د
افغانستان په نوم زموږ د ګډ كور برخې بلل كېږي. لومړى بايد ووايم چې د
كتابونو چاپ هم په موږ پورې اړه نه درلوده، بلكې دغه كار USID پر غاړه
اخيستى و. يوه دوره يې په اندونيزيا او پاته يې نه پوهېږم له هېواده دباندې
يو ځاى چاپ كړل، چې موږ يوازې پلان وركړى و. يوازې ځينو ولاياتو ته د
كتابونو په لېږلو كې اشتباه شوې وه، نه د كتابونو په چاپ كې، چې د كتابونو
وېش هم په يونيسيف پورې اړه درلوده، موږ د توزېع او وېش دقيق پلان وركړى و.
خو دا چې يوه موسسه د كتابونو په وېش كې تخنيكي اشتباه كوي، د دې مانا نه
لري چې كتابونه په يوه ژبه ډېر او بله ژبه لږ چاپ شوي وو. موږ د متوازنې
پاليسۍ او د افغانستان د اوسنيو واقعيتونو له مخې خپل پلان جوړ كړى و.
ميوند: ستاسې د ماموريت په دوران كې د خلكو يوه ګيله دا هم وه چې د
افغانستان داسې ډېرې سيمې، چې خلكو يې په پښتو ژبه خبرې كولې، هلته ښوونځي
په دري ژبه وو، حال دا چې پښتو كتابونه تاسې خپله وويل چې موږ چاپ كړل،
يانې دغه مكتبونه مو جوړولاى شواى او دا مو هم كولاى شواى چې په ځينو
ښوونځيو كې پښتو ټولګي ولرئ، خو بيا هم دغه كار ونه شو، د دې علت څه و؟
تاسې ګورئ چې يو بدلون او تحول وخت او امكاناتو ته اړتيا لري، موږ په دوو
كلونو كې دا چانس پيدا نه كړ، چې تر دغه حده تغير راولو، موږ په جدي او هغو
كارونو لګيا شوو، چې د لومړيتوب حق يې درلود، لكه څنګه چې د افغانستان
شرايط ټولو ته معلوم دي، زموږ لپاره دا مهمه وه چې څنګه كولاى شو شاګردان
له لمر څخه راولاړ او تر يوې خېمې، يا يو چت لاندې يې كښېنوو، څنګه كولاى
شو هغه هلكان او نجونې، چې تر اوسه په كورونو كې دي او ښوونځي نه لري، لږ
تر لږه د دوى لپاره د زده كړې يوه فضا رامنځته كړو، معلم څنګه تربيه كړو، د
شاګردانو لپاره كتابونه، مېز او څوكۍ څنګه برابرې كړو؟... دا هغه څه وو چې
د لومړيتوب حق يې درلود. زه وياړم چې موږ د تېرو دوو كلونو په بهير كې د
خپلو همكارانو په مرسته دغه ستونزې تر يوه حده حل كړې. خو دغه كار چې تاسې
ورته اشاره وكړه، زموږ په وروستيو پلانونو كې شامل و، چې موږ وكولاى شو،
حتى هغو وروڼو ته چې زموږ څخه دغه ډول توقع لري، رسيده ګي وكولاى شو. لومړى
خو تاسې پوهېږئ چې زه له نېكه مرغه هېڅ ډول تعصب نه لرم، زه همدا اوس په
كور كې له خپلو اولادونو سره په پښتو ژبه خبرې كوم، پښتو او دري دواړې زموږ
ملي ژبې دي، زه عقيده لرم چې كه موږ هرڅومره د خپلو ملي ژبو د پرمختګ لپاره
كار وكړو، دا به يو فرهنګي خدمت وي، متاسفانه چې موږ دومره وخت پيدا نه كړ،
ځكه چې د انتخاباتو مسائل منځته راغلل.
ميوند: هغو امريكايانو، چې په كابل كې يې شخصي زندانونه جوړ كړي وو، د يو
ويډيو ټايپ په ښوولو سره ادعا وكړه چې تاسې هم لاس ورسره لرئ، بيا تاسې د
دفاع په ترڅ كې وويل چې دغه امريكايان ما ته يو چا معرفي كړي وو، ځكه ما
باور ورباندې وكړ. ايا ويلاى شئ چې دغه امريكايان تاسې ته چا معرفي كړي وو؟
لومړى بايد ووايم چې زموږ د څو تنو امريكايي دوستانو قضيه د سياسي انګېزو
له مخې غټه شوه، په تېره بيا هغه مهال چې ما د ولسمشرۍ لپاره ځان كانديد كړ،
دا په خپله په ډاګه كوي چې شا ته يې سياسي انګېزې وجود لري. دغه امريكايي
دوستان يوه ورځ ما ته راغلل او ما ته يې د يوه امنيتي راپور اطلاع راكړه.
هغه دا چې دوى د القاعده شبكې، يو شمېر مشران نيولي چې غوښتل يې ما (قانوني)،
مارشال فهيم او د شهيد احمد شاه مسعود ورور، احمدولي مسعود ترور كړي او
غوښتل يې د دغو درو نفرو د ترور له لارې د مجاهدينو او زموږ يو شمېر دوستان،
چې له لوېديځه راغلي، يو ټكر او مخالفت رامنځته كړي، ما هم له دوى سره
ملاقات ومانه. دوى ټينګار كاوه چې له ماپښين څخه مخكې سره ووينو، ما هم دا
خبره ورسره ومنله، امريكايي يونيفارم يې اغوستى و او تاسې پوهېږئ چې زموږ د
دوست هېواد امريكا قوتونه په افغانستان كې وجود لري او زموږ سره د تروريزم
په وړاندې مبارزه كوي.
د ملاقات په جريان كې دوى له ما څخه وغوښتل، چې كه اجازه وي موږ به د
ملاقات جريان ويډيو ټايپ كړو او ما اجازه وركړه. تر دې وروسته دوى ما ته
وويل چې اووه موټره تروريستان راغلي دي، غواړي ستاسې موټر منفجر كړي او يا
د معارف وزارت ودانۍ والوزوي، خو موږ غواړو چې د دوى څو تنه ونيسو او ما ته
يې وويل چې موږ د القاعده شبكې څو غړي نيولي هم دي. ما هغوى ته تبريكي
وركړه چې تاسې د القاعده شبكې د څو غړو په نيولو كې بريالي شوي ياست. له
دوى سره زما لومړنى او اخرنى ملاقات همدغه و. بيا دوى دغه ويډيو ټايپ په
ټلوېزيون او محكمه كې وښود. زه تعجب كوم چې دغه ملاقات د جرم څه سند دى؟ په
رسمي ملاقات كوم جرم ثابت كېدلاى شي؟ زه د هغوى له شخصي زندانونو څخه هېڅ
نه وم خبر. دوى له نورو دولتي مقاماتو سره هم ملاقاتونه كړي وو، چې خپله يې
له حامد كرزي سره هم ملاقات كړى و، زه فكر كوم چې ملاقات د جرم سند نه شي
كېداى.
ځينو سياسي كړيو، چې غوښتل يې زما د كانديدۍ مخه ونيسي او لږ تر لږه په دې
لار كې خنډونه پيدا كړي، دغو مسايلو ته لمن ووهله او ښه شو چې محكمې هم دغه
مسئله تعقيب كړه او خپله امريكايي مقاماتو هم، تر كومه ځايه چې زه خبر يم،
وويل چې دوى له ځينو مقاماتو سره په ارتباط كې وو.
ميوند: په دغه ويډيو ټايپ كې تاسې امريكايانو ته ويلي چې زه د كورنيو چارو
په وزارت كې خاص ګروپونه لرم، ستاسې سره به همكاري وكړي. كه راته وواياست
چې دغه خاص ګروپونه كوم وو؟
دوى د كومې رسمي مرجع له خوا ما ته نه وو معرفي شوي، دوى لومړى د امير شهيد
احمد شاه مسعود ورور، احمدولي مسعود ته چې هغه هم د ترور په پروګرام كې و،
ورغلي وو، وروسته يې زما سره ټيليفوني تماس ونيو، چې زموږ امريكايي دوستان
دي او غواړي تاسې ته يو عاجل امنيتي راپور دركړي، ما هم هغوى ومنل. لكه
څنګه چې په ويډيو ټايپ كې هم وليدل شول چې امريكايي يونيفارم يې اغوستى و
او ويل يې چې له تروريزم سره مبارزه كوي. تاسې پوهېږئ چې امريكايان، چې له
تروريزم سره مبارزه كوي، د رسمي مقاماتو اجازې ته ضرورت نه لري. زه د دې
احترام له مخې چې هغوى په امريكايي قواوو پورې اړه لري، ملاقات ته حاضر شوم.
تر دې زيات زه اصلاً د هغوى له شخصي زندانونو څخه يا كوم شى چې د شخصي
زندانونو په نوم معرفي شو، خبر نه وم. وروسته څرګنده شوه چې واقعاً دا ناسم
كار و. لومړى خو له نېكه مرغه زما شخصيت او بكګراونډ خلكو ته څرګند دى،
تاسې فرض كړئ چې زه يا بل افغان، چې شخصي زندان لري، هغه بيا دغه راز له
امريكايي دوستانو سره نه شريكوي، په لسګونو نورې لارې شته چې شخصي زندانونه
جوړ شي، حال دا چې زموږ خلك په دې ښه پوهېږي چې زه له دغو شخصي زندانونو
څخه نه وم خبر او وروسته څرګنده شوه چې دا د نوموړو امريكايانو خپل پروګرام
و.
ميوند: د بشري حقوقو د څارنې سازمان ستاسې نوم هم د جنګي مجرمينو په ليسټ
كې نيولى و، خو وروسته دغه خبره وركه شوه. ايا تاسې هغوى ته قناعت وركړ او
كه مو دغه تور ومانه؟
ځواب: لومړى خو تاسې پوهېږئ چې زه هېڅ وخت يو نظامي سړى نه وم او له نېكه
مرغه نه يوازې دا چې په جنګي، بلكې په نورو جنايتونو كې مې هم الحمدلله
ونډه نه ده اخيستې، روښانه سابقه لرم چې زه ورباندې وياړم. په هغه راپور كې
زما نوم نه و ياد شوى، بلكې يوه ناسمه ادعا شوې وه، چې ګوندې زه بشري حقوق
نه مراعتوم، يانې زه د هغو خلكو په ملاتړ تورن شوى وم چې بشري حقوق تر پښو
لاندې كوي، چې دا په خپله يو بېځايه تور دى او زه خوشاله يم چې بيا وروسته
خپله زموږ دغه دوستان متوجه شول او دغه بېځايه ادعا هماغسې پاته او نوره
ياده نه شوه.
ميوند: تاسې اعلان وكړ چې ځان مو د ملي نهضت په نماينده ګۍ كانديد كړى دى،
خو د ملي نهضت مشر، ښاغلي احمدولي مسعود له حامد كرزي څخه خپل ملاتړ اعلان
كړ. نو ايا تاسې له دغه نهضت څخه جلا شوي ياست، كه څنګه؟
ځواب: زه د ښاغلي احمدولي مسعود له دريځ څخه دوې- درې مياشتې مخكې د ملي
نهضت له خوا كانديد شوم. ښاغلى احمدولي مسعود د ګوند د عالي شورا يا مركزي
كميټې تر غونډې پورې د نهضت مؤقت سرپرست ټاكل شوى و، چې زما ګران ورور دى
او زه خاص احترام ورته لرم، خو زما د انتخاباتي كمپاين په وروستۍ برخه كې،
يانې دوې ورځې مخكې ښاغلي احمدولي مسعود په شخصي ډول د ښاغلي حامد كرزي
ملاتړ وكړ. يوه ورځ وروسته د نهضت عالي شورا غونډه وكړه او د اكثريت غړو په
رايه زما ملاتړ وشو او زه يې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره كانديد كړم.
البته په دې اړه له ښاغلي حامد كرزي څخه د ښاغلي احمدولي مسعود ملاتړ، د
هغه شخصي دريځ و، نه د ملي نهضت. په نهضت كې د اختناق او استبداد فكر حاكم
نه دى، بلكې د فكر او بيان ازادي وجود لري.
ميوند: د احمد شاه مسعود په باب څو سيمينارونه جوړ شول، كتابونه وليكل شول،
په دغه نوم بېلابېل تاسيسات منځته راغلل، سره له دې چې تاسې او د احمد شاه
مسعود ډېرو ملګرو تر انتخاباتو پورې په دولت كې لوړ پوسټونه درلودل او اوس
يې هم لري، خو تر اوسه د دغې تروريستي پېښې په اړه پوره تحقيقات ونه شول،
څه موده مخكې احمدولي مسعود هم ګيله وكړه. كه په دې اړه يو څه راته وواياست،
خوښ به شو؟
ځواب: لومړى خو زه فكر كوم چې د شهيد امير صاحب وژنه د افغانستان كورنۍ
مسئله نه وه، بلكې نړيواله ريښه او اړخونه يې درلودل. زه فكر كوم دا د دولت
د محدود چوكاټ له توان څخه وتلې خبره ده، خو زه خوشاله يم چې ما پر وخت دغه
مسئله د دولت له رهبرۍ سره مطرح كړه او د دې قضيې د څېړنې لپاره په ملي او
نړيواله كچه يو كميسيون جوړ شو. كه مې له ياده نه وي وتلى، په خپله د
كورنيو چارو وزير، د كميسيون مشر وټاكل شو، چې بايد په دې اړه څېړنې وكړي.
په نړيواله سطحه هم زموږ ځينې دوست هېوادونه فعاليت كوي، خو دا چې دغه قضيه
ډېر لوى اړخونه لري، نو سړى بايد دا هيله ونه لري، چې نتيجه دې ډېر ژر
لاسته راشي، په تېره بيا په داسې حالاتو كې چې په افغانستان كې اوس هم په
پټ ډول د القاعدې شبكه فعاله ده. زه فكر كوم د دې كار لپاره يو اندازه وخت
ته اړتيا ده، خو دا چې دغې موضوع ته ولې جدي پاملرنه نه ده شوې، زه هم ګيله
لرم او هيله لرم چې تر دې وروسته به دغې موضوع ته ډېره پاملرنه وشي.
ميوند: د بُُن تړونٌ تر ډېره حده د ملګرو ملتونو په ابتكار او لارښوونه
منځته راغى او اوس هم د دغې ټولنې په مټ ژوندى پاته دى، انتخابات هم همدغې
ټولنې څارل، خو تاسې يې منځګړتوب ته د شك په سترګه وكتل او په انتخاباتو كې
مو د ټګۍ خبره ياده كړه. ستاسې په فكر له دې څخه پرته بله بېطرفه مرجع كومه
ده؟
ځواب: انتخابات زموږ افغانانو لپاره په بشپړ ډول يوه نوې تجربه وه، زموږ د
خلكو هيله هم دغه وه چې انتخابات بايد شفاف او له هر ډول تقلب او ټګۍ څخه
پاك وي. خو له بده مرغه موږ تر انتخاباتو مخكې، د انتخاباتو په جريان كې او
تر انتخاباتو وروسته يو ډول سازمان شوى تقلب وليد، ان دا چې زموږ هېوادوالو
د افغانستان په اكثرو ولاياتو كې وليد. نو همدغه دليل و چې موږ د انتخاباتو
په ورځ د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه وكړه، چې د دغه تقلب او ټګۍ مخه ونيوله
شي. په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د ډيموكراسۍ او انتخاباتو په لومړنۍ
تجربه كې د افغانستان د خلكو د هيلو پر خلاف تقلب او ټګي وشوه، ډېر به ښه
واى، كه د حاكميت يوه مرجع موجوده واى او يا خپله د ملګرو ملتونو سازمان
دغه دنده پر غاړه اخيستې واى او يو خاص تركيب يې منځته راوړى واى. له بده
مرغه چې د انتخاباتو په ورځ د حاكميت كومه مرجع نه وه.
خپله د JEMB يا د انتخاباتو كميسيون، د اوولسو كانديدانو اعتماد له لاسه
وركړ. ځكه موږ داسې احساسوله چې د JEMB اداره خپله د انتخاباتو په ورځ
منځته راغله، ميكانيزم او ټول كدر او پرسونل يې دولتي و، چې د ټولو
كانديدانو نماينده ګي يې نه شواى كولاى، ځكه نو موږ د دغه كميسيون د انحلال
غوښتنه وكړه. په هر حال، بايد د حاكميت يوه مرجع واى، يا ملګري ملتونه يا
په دغه كميسيون كې د بېلابېلو هېوادونو نماينده ګان، چې د كانديدانو
شكايتونو ته يې پاملرنه كړې واى. له بده مرغه چې داسې يو كار ونه شو، چې دا
د انتخاباتو د ميكانيزم يو عمده ضعف و. همدغه دليل و چې د اوولسو كانديدانو
او خلكو شكايتونه او شور پورته شو، چې بيا په پاى كې يو بېطرفه درې نفري
كميسيون جوړ شو او د انتخاباتو په ورځ يې د تقلب مخه ونيوله او ما هم، لكه
څنګه چې همېشه مې ويلي دي، د افغانستان د ملي ګټو، ملي وحدت او په
افغانستان كې د ثبات لپاره د انتخاباتو نتايج ومنل.
ميوند: تاسې د نورو كانديدانو په نسبت ناوخته خپله كړنلاره اعلان او
انتخاباتي كمپاين پيل كړ، خلكو داسې فكر كاوه، چې تاسې د ائتلاف لپاره په
خبرو لګيا ياست. كله چې په دې اړه كافي پرمختګ ونه شو، نو بيا تاسې ځان
كانديد كړ. دا خبره تر كومه ځايه سمه ده؟
ځواب: ما د جمهوري رياست د كانديدۍ لپاره ډېر ناوخته پرېكړه وكړه، اخرين
كانديد زه وم. د دې ځنډ يو دليل دا و چې هغه كميسيون، چې ما د خپلې كړنلارې
د تدوين لپاره مؤظف كړى و، زما كړنلاره ناوخته بشپړه كړه. د انتخاباتي
مبارزې په جريان كې د دولت له خوا ما ته د مذاكراتو وړانديز وشو. لكه څنګه
چې ما همېشه ويلي دي چې زه هر هغه مذاكرات، چې د افغانستان په ګټه وي، نه
ردوم او دغه مذاكرات مې هم رد نه كړل. هغه وخت مو دا هيله درلوده چې زه له
خپلې كانديدۍ څخه تېر شم او د يو تفاهم له لارې له دولت سره ائتلاف وكړم.
بيا ما د افغانستان له څلوردېرشو ولاياتو څخه نماينده ګان راوغوښتل او دغه
مسئله مې ورسره شريكه كړه، سلا- مشوره مې ورسره وكړه، هغوى هېڅ يوه اجازه
رانه كړه چې موږ دې له دولت سره ائتلاف وكړو، بلكې زما څخه يې هيله وكړه چې
موږ بايد خپلې انتخاباتي مبارزې ته دوام وركړو، چې ما هم د دوى په غوښتنه
خپل انتخاباتي كمپاين ته دوام وركړ.
ميوند: تر انتخاباتو څو ورځې مخكې هڅه وشوه چې كانديدان يوه جبهه جوړه كړي
او بيا په ګډه يو كانديد وړاندې كړي، خو دغه هڅه ناكامه شوه. كه راته
ووياست چې د دغو كانديدانو تر منځ د اختلاف عمده ټكي څه وو؟
ځواب: رښتيا خو دا ده چې د يوې سياسي جبهې د جوړولو لپاره هڅه نه وه روانه.
يوه خبره دا وه چې هر كانديد، چې جلا كړنلاره او جلا سياسي پلاټ فورم لري،
څنګه كولاى شي په ځينو برخو كې يو له بل سره همكاري وكړي، چې دا كار وشو،
بېلابېلې غونډې مو وكړې او دا هيله مو هم درلوده چې كه دغه كانديدان وكولاى
شي د يوه كانديد په اړه تر خپل منځ جوړجاړى وكړي. البته دا هيله تر يو حده
پورې موجوده وه او يو- دوه وارې مطرح هم شوه، خو ډېره جدي نه وه، ځكه چې
موږ افغانستان او د افغانستان خلك پېژنو او په دې اړه ډېر ټينګار هم نه و
چې خامخا دې موږ يو كانديد وټاكو، ځكه چې هر چا جلا كړنلاره درلوده او هغه
يې تر پايه تعقيب كړه. بې له دوو كسانو چې د كرزي په ګټه يې له كانديدۍ څخه
لاس واخيست.
ميوند: تاسې د پوهاند رباني د حكومت په دوره كې په دفاع وزارت كې لوړ
ماموريت درلود، په دغه دوره كې په افغانستان او په تېره بيا كابل كې يو
شمېر تنظيمي جګړې منځته راغلې او هغه تنظيم چې تاسې اړه ورسره درلوده، تر
پايه د جګړې يو اړخ پاته شو. څه فكر كوئ چې ستاسې دغه نظامي سابقه به په
انتخاباتو كې ستاسې د ماتې لامل نه وي شوى؟
ځواب: غواړم بيا هم تكرار كړم چې كه په انتخاباتو كې تقلب او ټګي نه واى
شوې، واضح خبره ده چې د انتخاباتو نتيجه به بل ډول واى. زه بايد له هغو
افغانانو، خويندو او وروڼو څخه مننه وكړم، چې زما ملاتړ يې وكړ او ما ته يې
رايې راكړې او بله خبره دا ده كه څه هم زه د جهاد او مقاومت وياړ لرم، خو
هېڅ وخت نظامي سړى نه وم، نه د استاد رباني د حكومت په دوره كې او نه له
هغه څخه مخكې. په دغو دورو كې مې د يو سياسي او فرهنګي شخص په حيث فعاليت
درلود، چې زه په خپله دغه سابقه باندې وياړم. دا خبره سمه ده چې زه د استاد
رباني د حكومت غړى وم، خو زه په دې هم وياړم چې د استاد رباني په حكومت كې
هم روښانه سابقه لرم او د خلكو خدمت مې كړى دى. زه په دې وياړم چې د كابل
ښار د امنيتي كميسيون مشر وم او له دې لارې مې خلكو ته ډېر خدمت كړى دى او
هغه مهال چې د ملي اردو د سياسي چارو رئيس وم، هم مې د خلكو خدمت كاوه.
زه هېڅ وخت نظامي سړى نه وم او په هېڅ ډول جګړو او شخړو كې مې لاس نه دى
درلودلى. كه لاس مې هم درلودلى دى، نو دا يو سياسي هڅه وه، نه جنګي.
ميوند: ايا په پارلماني ټاكنو كې برخه اخلئ، كه نه؟
ځواب: د يو سياسي ګوند تشكيل او د پارلماني انتخاباتو لپاره مبارزه، زموږ د
راتلونكې پنځه كلنې ستراتيژۍ مهمې برخې دي. خو دا پرېكړې په هغه غونډه پورې
اړه لري چې زموږ د هر ولايت له نماينده ګانو څخه به جوړېږي.
ميوند: ځينې خلك وايي چې لومړى دې سلاوې ټولې او بيا دې پارلماني انتخابات
راوغوښتل شي، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟
ځواب: زه دغه نظر تائيدوم. په افغانستان كې د سلاوو موجوديت ته نوره اړتيا
نه شته؛ د سلاوو ټولول په افغانستان كې له ملي ثبات سره مرسته كوي، زه په
افغانستان كې د سلاوو د ټولولو طرفدار يم.
ميوند: له طالبانو سره خبرې كول او يا هغوى په حكومت كې راګډول، ستاسې له
نظره څنګه كار دى؟
ځواب: بايد د طالبانو د رهبرۍ او هغو خلكو، چې د طالبانو په منځ كې موجود
دي، توپير وشي. زه په دې عقيده يم چې موږ نه شو كولاى د تل لپاره د طالبانو
په نوم زموږ د خلكو يوه ډله له افغانستان څخه دباندې وساتو. زه پر يو ملي
تفاهم عقيده لرم او ما دغه خبره په خپله كړنلاره كې د ملي مصالحې په نوم
ياده كړې ده. كه موږ په افغانستان كې تېر وختونه هېر كړو او راتلونكې ته
وګورو، سياسي شخړې او لانجې صفر ته نژدې كړو، نو واقعا د نوي افغانستان، چې
موږ يې هيله لرو، خښته ايښوولاى شو. كه د ملي مصالحې، طالبانو، پخوانيو
سياسي ګوندونو او جهادي تنظيمونو په اړه د افغانستان پارلمان ته يوه روښانه
طرحه وړاندې شي او پارلمان يې ومني، زه يې هم په كلكه تائيدوم.
|