کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

مركچي: رحيم الله بشارت
د ملالې غازي كورنۍ، اوس هم د ميوند په خوګياڼو كارېز كې اوسېږي
له علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد سره مركه

درنو لوستونكو!
د ارواښاد علامه رشاد صاحب دغه مركه پخوا ورسره سوې ده او اوس چې دى په دې نړۍ كې نسته، نو د ميوند اداره د علامه صاحب مركه په داسې حال كې خپروي، چې د لوى څښتن له دربار څخه د ده لپاره د مغفرت غوښتنه كوي.
اداره


پوښتنه: استاده! كه مهرباني وكړئ او راته وواياست چې په افغاني تاريخ كې د ښځو ونډه څومره ده؟
ځواب: دا يو لوى بحث دى، چې د يو څو دقيقو په ظرف كې نه ځايېږي، خو زه به يې د پنځو سوو كالو راهيسې راشروع كړم:
كله چې په 933 كې بابر مغل په هندوستان كې د پښتنو لوديانو پاچاهي ړنګه كړه او يو كال وروسته چې ډهلى او اګره يې ونيوله او پر شمالي هندوستان باندې يو څه مسلط سو، نو سلطان ابراهيم لودي، چې ده شهيد كړى و، د هغه مور يې د هغه له يوه ځوانكي زوى سره افغانستان ته راولېږله، چې پاته ژوند د بدخشان په قلعۀ ظفر كې د زنداني په توګه تېر كړي. خو دا غښتلې مېرمن چې په كجاوه كې سپره وه او قافله يې له محافظينو سره اباسين ته راورسېده، نو د اټك پر رود باندې راپرېوتله. هغه وخت لا په دغه سيمه كې د اټك په نوم د اټك قلا نه وه، خو يو پل و چې پر هغه تېرېدل، نو دې له كجاوې څخه اباسين ته ورودانګله او د سيند څپو ته يې ژوند وركړ. خو د مغولو د زندان غلامي يې قبوله نه كړه. دا د پښتنو ښځو د همت او غيرت يوه نمونه ده، چې ما تاسې ته وويله.
تر دغې پېښې تقريباً اته ويشت يا شپږويشت كاله وروسته چې كله هيبت خان نيازي كشمير ته پناه يووړه او د هغه ځاى واكمن پر ده باندې بريد وكړ، نو د هيبت خان مور او د هغه مېرمنې رابيا نيازۍ له خپلو پښتنو تورياليو سره په ګډه د جنګ ميدان ته ورودانګل او تر هغو پورې چې ساه يې په بدن كې وه، تورې ووهلې او د دې ښځې مېړانه او همت نه يوازې دا چې عبدالقادر بدايوني په منتخب التواريخ كې ياد كړى دى، بلكې د اكسفورډ كيمبرج په هيسټري اف انډيا كې هم د دې پېښې ذكر موجود دى. نو دا هغه پښتنه ده، چې په نظامي او حربي فعاليت كې يې برخه اخيستې او د مرګ تر ساعته پورې يې د خپل ننګ، ناموس او ملګرو په دفاع كې چې په هغه كې هيبت خان نيازى هم شامل دى، خپل وس نه دى سپمولى.
حافظ رحمت خان بړېڅى په 1188 هـ ق كال د صفري پر لسمه يا يوولسمه نېټه د پرنګيانو او شجاع الدوله د ګډو لښكرو له خوا شهيد سو، چې د شمالي هندوستان د روهيلكنډ، د بريلي په ښار كې ښخ دى. نو كوم وخت چې شجاع الدوله د بريلي ښار ونيو او د حافظ رحمت خان بړېڅي كورنۍ يې ټوله بنديان كړل، نو ده ته خپل شهوت حكم وكړ چې د حافظ رحمت خان بړېڅي پېغله لور خپلې خوابګاه ته راوبولي او خپله شهواني تنده ورباندې ماته كړي. كله چې يې دا توريالۍ بړېڅه راحاضره كړه، نو ده غوښتنه ځنې وكړه چې په بستر كې ورسره پرېوزي. دې پښتنې مېرمنې بې له دې چې څه صبر او تحمل وكړي، ورحمله كړه، شجاع الدوله يې تر څټ ونيو، رانسكور يې كړ او په زهرو لړلې چاړه يې له ملا څخه راوكښله او شجاع الدوله يې په وواهه. نو سبا چې دا خبر خپور سو، د دربار طبيبانو دغه ټپ د شينجكۍ په نامه، چې يوه دانه ده معرفي كړه. خو په حقيقت كې دا د هغې چړې وار و چې توريالۍ بړېڅي ورباندې كړى و. د شجاع الدوله په وجود كې زهرو خپل تاثيرات ښندل او نهه مياشتې وروسته، يانې د 1188 هـ ق كال د ميانۍ د مياشتې پر يوويشتمه يا دوويشتمه نېټه شجاع الدوله خاورو ته ولاړ. توريالۍ بړېڅي مرګ ومانه، خو خپل ناموس يې خوندي وساته.
دا خو د افغانستان له باافتخاره مځكې څخه دباندې د پښتنو مېرمنو هغه اتلولۍ وې چې ما ذكر كړې. اوس به افغانستان ته دننه راسو.
د لوى احمد شاه بابارح مور، چې زرغونه انا نومېده او الكوزۍ پښتنه وه، كله چې د لوى احمدشاه بابارح د پاچهۍ په اتم كال، يانې 1168 كې چې جرګه راغونډه ده او د قلا د جوړولو په باب تصميم نيسي، نو زرغونه انا دربار ته راغله، احمدشاه بابا او د جرګې ټول غړي ورته ولاړ سول، احمدشاه بابا وپوښتله چې مورې څنګه راغلې؟ دې ورته وويل: ما داسې اورېدلي دي چې تاسې غواړئ د احمدشاهي ښار پر شا و خوا اووه قلاوې راوګرځوئ، نو زه راغلم چې ايا دا واقعيت دى، رښتيا ده، كنه؟
احمدشاه بابا ورته وويل: هو! د جرګې ټولو ګډون كوونكو دا فيصله كړې ده چې موږ به نوى ښار جوړوو او د خوني نادر له نادر اباد ښار څخه به راوزو، په دغه نوي ښار كې به اوسو، دا به د افغانستان پايتخت وي او اووه قلاوې به ورباندې راګرځوو.
نو دې ورته وويل: احمده! وطن، ښار او ولس په قلاوو نه، بلكې په مېړو ساتل كېږي. كه مېړونه وه، په كېږدۍ كې به ژوند وكړئ، هم خپل وطن ساتلاى سئ او كه مېړونه نه وه، په اوو قلاوو نه، په سلو قلاوو هم ځان نه سئ ساتلاى. بېځايه ځوانان مه ستړي كوه، يوه قلا جوړه كړه چې په هغه كې دا ولسونه واوسي او نور نو د وطن او ولس حفاظت د دوى په مېړانه پورې اړه لري.
تر دې وروسته احمدشاه بابا او د جرګې غړو د تسليم سر ورته كوږ كړ او د زرغونې انا دا خبره يې ومنله، د كندهار ښار يې جوړ كړ او يو دېوال يې ورباندې راوګرځاوه، چې تاسې به ليدلى وي، كنه، خو ما ليدلى و.
د زرغونې انا ګومبته اوس هم ولاړه ده، البته په نړېدلي حال كې ده. زه فكر كوم دا د دولت وظيفه ده، چې دغه ګومبته بيا جوړه كړي او دا د فخر څلى له نړېدو څخه وساتي.
د زرغونې انا بله كارنامه دا ده: كوم وخت چې احمدشاه بابا د پاني پت جګړې ته ولاړ، نو هلته تر يوه كال زيات پاته سو او د هندوستان ډېرې ګرمۍ او اهاړونه يې پر ځان او خپل لښكر ومنل، خو د هغه ځاى مسلمانان يې د هندوانو له تسلط او ازاره خلاص كړل. دغه وخت په كندهار كې اوازه سوه چې احمدشاه بابا له هندوستان څخه په تېښته وطن ته راروان دى.
زرغونې انا، چې دا اوازه واورېده، نو جار يې وواهه چې سبا پر دونه بجو د ارګ مخې ته راسئ چې زرغونه تاسې ته خبرې كوي. پر هغه وخت د ښار زياتره خلك راټول سوي وه او انتظار يې ايست چې زرغونه به څه ووايي، زرغونه راښكاره سوه، پر يو لوړ ځاى ودرېدله او ويې ويله:
اى پښتون ولسه! اى تورياليو! زه د احمدشاه مور يم او زه دى تر هر چا ښه پېژنم، احمدشاه به مري، مګر تېښته به نه كوي، تاسې ډاډه اوسئ چې احمدشاه په تېښته كندهار ته نه راځي.
دا خبره رښتيا هم سوه، احمدشاه بابا بريالى راستون سو، ډمامې ږغېدلې، ډولونه ډنګېدل او خلك يې په اتڼونو مخې ته وروتل، چې په دې وخت كې بيا زرغونه انا راښكاره سوه او ويې ويل چې زما خبره رښتيا سوه.
نو موږ د پښتنو ښځو د همتونو او مېړانو ډېر نور مثالونه هم لرو، چې په نظامي فعاليتونو كې يې ونډه درلودلې ده.
له كندهاره چې كابل ته راځې، يو مزل قدر چې لار ووهې، نو د عينو په نوم يو كارېز دى. عينو د يوې ښځې نوم دى، چې احمدشاه بابا دغه كارېز په پوړني كې وركړى دى، چې تر اوسه پورې هم د عينو كارېز په نوم يادېږي.
دا كيسه داسې ده چې تر يونيم كال جهاد وروسته د افغانانو لښكر، چې پاني پت يې فتح كړى دى، خپل وطن ته راستنېږي، د كندهار ښار ته لا يو مزل لار پاته ده، دلته يې واړول، چې شپه تېره كړي او سبا نو بيا په ډول او ډمامو د كندهار ښار ته ننوزي. خو دې ځاى ته نژدې د يوه غازي كور و چې له ماندينې (مېرمنې) سره يې د واده يو څو هفتې تېرې سوې وې. دې غازي داسې فكر وكړ چې زه به كور ته ولاړ سم، شپه به تېره كړم، كورنۍ به ووينم او سبا سهار به بېرته راسم، له لښكر سره به په ګډه د كندهار ښار ته ننوزم. خو دى چې كله كور ته ولاړ، ماندينې يې پوښتنه ځنې وكړه چې جوړ، روغ يې، په خير راغلې، فتح مو مباركه سه، پاني پت مو وګاټه؟
ښه دا خبرې خلاصې سوې، نو يې ورته وويل چې احمدشاه بابا په خير راورسېد؟
ده ورته وويل: هو! راورسېد، خو په مانجه كې مو اړولي دي. سبا به حركت كوو، غالباً به مازيګر د كندهار ښار ته ورسېږو او بيا به هلته د فتحې او بري په افتخار مجلسونه جوړېږي او خلك به مباركۍ ته راځي. نو عينو ورته وويل: احمدشاه كور ته نه دى تللى؟ ده وويل: هو!
عينو ويل: تر اوسه لا په مانجه كې دى؟ ده وويل: هو!
عينو وويل: ښه يوازې تا زړه درلود چې كور ته راسې او د خپلې ماينې په څنګ كې پرېوزې، نور هېچا دا ارزو درلوده، هله ژر له كوره ووزه، چې څوك دې ونه ويني، ما ته به په قوم كې پېغور راپرېږدې، چې وايي داسې بې همته مېړه يې و چې له احمدشاه بابا سره يونيم كال په جنګ كې ملګرى و، خو چې كله راغى، نو د يوې شپې د بېلتون طاقت يې نه درلود.
دغه غازي يې په منډه له كوره راوايست. دى چې لښكر ته راغى، پيره دارانو ونيو، ويل ته څوك يې چې په دې نيمه شپه كې په لښكر ننوزې؟ ده وويل: زه ستاسې د پاني پت ملګرى يم. د پاني پت كيسې يې ورته وكړې. د هغو يقين راغى، چې دا زموږ ملګرى دى. نو ورته ويې ويل چې څه درپېښه ده، چېرې تللى وې؟ ده خپله ټوله كيسه ورته وكړه، چې داسې كور ته تللى وم، له هغې خوا يې بېرته پسې راواخيستلم.
پيره دارانو وويل چې دلته اوسه، سهار وختي به دې احمدشاه بابا ته ورولو.
كله چې يې سهار احمدشاه بابا ته وروست، نو ده خپله ټوله كيسه ورته وكړه. نو احمدشاه بابا وويل چې څو تنه غازيان به درسره ولاړ سي، اسونه به بوزئ، كجاوې به درسره يوسئ، ستا ماندينه، مور او خواښې دې مخ ته راوله، زه هم درروان يم، په لار كې به سره وګورو.
دوى هم هغسې وكړه او عينو ته يې وويل چې احمدشاه بابا غوښتې يې، دې ويل زه وګوره او احمدشاه بابا وګوره! زه يې څنګه غوښتې يم؟
خو لنډه دا چې د احمدشاه بابا پر لوري روان سول. اوس نو كندهار ته تقريباً يونيم مزل لار پاته ده، چې دوى ورورسېدل او پخوا داسې يو كيسه وه چې د پاچا تر مخ به نقيبان روان وه او نارې به يې وهلې چې لار خوشي كړئ، چې پاچا تېرېږي. كله چې د عينو قافله ورورسېده، نو هغوى نارې كړې چې عينو راغله، عينو راغله لار خوشي كړئ...!
عينو د احمدشاه بابا حضور ته ورغله، لاس يې ورمچ كړ او د پاني پت د فتحې مباركي يې ورته وويله. نو احمدشاه بابا ورته وويل چې لورې! پښتني مېرمنو ته دغسې ښايي، لكه تا چې وكړه، دغه يو دولتي كارېز دى، دا مې تا ته دربخښلى دى. اوس هم هغه كارېز په كندهار كې د عينو د كارېز په نامه شهرت لري او دا د عينو د مېړانې نتيجه ده.
پوښتنه: ملاله غازي په ټولو اتلو مېرمنو كې ډېره مشهوره ده، كه د دې په باب يو څه راته وواياست، خوښ به شو.
ځواب: د ميوند ملاله خو د پښتني اتلانو په لومړي صف كې ولاړه ښځه ده. د 1297هـ ق كال د برات د مياشتې پر اوولسمه د ميوند په ډاګ كې چې له كندهار څخه شمال غربي خوا ته واقع دى، د پښتنو او پرنګيانو يو لوى جنګ واقع سوى دى. د دې جنګ په نتيجه كې دوولس زره پرنګي لښكر وژل سوى او يوازې پنځه ويشتو تنو پرنګيانو په پښتني جامو كې ځان تر كندهار ښاره رسولى دى. كيسه كوي چې د دغه كال د برات د مياشتې پر اوولسمه سهار وختي غازيانو، چې د لوى اتل سردار محمد ايوب خان غازي تر مشرتوب لاندې له پرنګيانو سره د جنګ لپاره له هراته د ميوند ميدان ته رارسېدلي وه، د جنګ نغاره وډنګوله، ډولونه يې ووهل او د سهار پر اذانو يې پر انګرېزانو بريد وكړ. انګليسان، چې توپونه او توپكونه يې د پښتنو تر هغو ډېر قوي او لښكر يې تر پښتنو ډېر منظم و، د جنګ ميدان ته راغله. كوم وخت چې لمر راوخوت، د اسد لومړۍ هفته وه او تاسې پوهېږئ چې د اسد په مياشت كې او مخصوصاً لومړۍ هفته يې څونه ګرمه وي، توپو خپلې ډزې زياتې كړې او انګرېزي پوځونه پر غازيانو راتوى سول او نژدې وه چې غازيان د شا سنګرونو ته راپرشا سي، په دغه وخت كې د افغانانو بيرغچي وويشتل سو. ملاله چې د دغې سيمې اوسېدونكې وه، په جنګ كې يې غازيانو ته اوبه، باروت او ګولۍ رسولې، په لوى غږ وويل:
كه په ميوند كې شهيد نه سوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
له دې سره يې منډې كړې، د هغه شهيد علمبردار له سينې څخه يې بيرغ راكش كړ، هغه يې پر خپله اوږه ونيو، د انګليسانو پر خوا يې ګامونه واخيستل او پښتنو غازيانو پسې ورمنډې كړې. هغه انګرېز، چې پر مستعمراتو يې لمر نه لوېده او د دنيا د طول البلد او عرض البلد داسې يوه درجه نه وه پاته چې هلته دې د انګرېزانو حكومت نه وي. نو دغسې يو لوى قوت يې مات او وتښتاوه.
په دغه سيمه كې اوس هم د خوګياڼو په نوم يو كارېز دى، ملاله هم خوګياڼۍ او د دغه كارېز اوسېدونكې وه. د دغې قهرمانې قبر اوس هم په ميوند كې سته، خلك يې زيارت ته ورځي، د مانده پر شمالي غاړه باندې واقع دى او اوس د كندهار د ولايت مركز اراده كړې ده چې دغه قبر جوړ كړي، شنخته پر ودروي او څنګ ته يې يو كوچنى مسجد هم ودان كړي.
پوښتنه: استاده! كه د ملالې د شخصيت په باب هم يو څه راته وواياست، ښه به وي. ايا د دې په اړه يوازې دغه دوې لنډۍ او كه نور معلومات هم په لاس كې لرو؟
ځواب: د ملالې كورنۍ اوس هم د ميوند په خوګياڼو كارېز كې سته او هغه وايي چې دا پېغله وه او د پلار او نيكه نوم يې هم اخلي او دا چې نورې لنډۍ به يې ويلي وي او د هغو تاثير به څونه و، زه نه يم خبر. خو زموږ لپاره د دې د اتلولۍ د صعود دغه لنډۍ پاته ده او زموږ پښتو ادب به په دې باندې وياړي.
پوښتنه: داسې ويل كېږي چې ملالې ډېره دنګه ونه درلوده، ايا دا خبره سمه ده؟
ځواب: پښتنې خو همېشه ښې ځوانۍ او دنګې ونې لري ، نو كېداى سي دې به هم دنګه ونه درلوده. خو ما ته پوره نه ده معلومه. خو دا چې دې بيرغ پورته كړى او بيا په منډه د جنګ ميدان ته تله او په دې پسې غازيان پسې وه، امكان لري چې د مانوي بډاينې په څنګ كې به يې جسماني بډاينه او ښكلا هم درلوده.
نو ويلاى سو چې پښتنې ښځې په افغاني تاريخ كې څرګنده برخه لري، چې د ټولو ذكر په يوه مركه كې نه سي كېداى.