|
عبدالنافع همت
ژوندى دايره المعارف هم ولاړ
هره ورځ نړۍ ته لكونو انسانان راځي، ټول يو ډول خاندي، يو
ډول ژاړي او ټول ماشومان بلل كېږي. خو كله چې لوى سي او بيا بېرته له دې
نړۍ څخه ځي، نو بېل- بېل نومونه، بېل- بېل صفتونه او بېلابېلې كارنامې لري.
د ځينو شخصيتونو مړينه پر خپلې كورنې سربېره يوه قبيله، يو قوم، يو ملت او
ان يوه سيمه غمجنه كړي.
ارواښاد علامه پوهاند اكاډميسين عبدالشكور رشاد هم دغسې يو شخصيت و چې
مړينې يې نه يوازې دا چې خپله د دوى كورنۍ، بلكې د افغانستان ټول فرهنګي
كهول د غم پر ټغر كښېناوه.
ارواښاد علامه صاحب په 1300 ش كال، د لړم د مياشتې پر څلېرويشتمه نېټه د
كندهار ښار د بابړو په كوڅه كې نړۍ ته راغى. په پنځه كلنۍ كې په ګنج نومې
ښوونځي كې داخل سو. تر يوولس كلنۍ پورې يې دغه ښوونځى ولوست. په ده كې د
نبوغ نښې هغه وخت ښكاره سوې، كله چې ډېر كوچنى و او په كندهار كې يې د
اعليحضرت امان الله شاه غازي په مخ كې خپله مقاله ولوستله او د هغه پام يې
ځانته راواړاوه. كله چې اعليحضرت امان الله شاه غازي په كندهار كېګنج
ښوونځي ته ورغى، نو علامه صاحب ته يې وويل چې: عبدالشكور جانه! زه ستا په
خاطر دې ټولګي ته راغلم.
علامه صاحب نه يوازې دا چې په ډېر كوچنيوالي كې يې د وخت د يو پاچا په مخ
كې په ډېره زړورتيا مقاله ولوستله، بلكې په څوارلس كلنۍ كې په همدغه ګنج
نومې ښوونځي كې ښوونكى هم وټاكل سو، چې په كوچني معلم ونومول سو. له همدې
ځايه و چې علامه صاحب سوكه- سوكه د كندهار په علمي كړيو كې مطرح او وځلېده،
چې وروسته يې شغلې د افغانستان ګوټ- ګوټ او سيمې ته ورسېدې. په كابل
پوهنتون كې يې څلوېښت كاله تدريس وكړ. يوازې د پوهنتون په كچه يې نژدې 400
شاګردان وروزل. په تاريخ، ادب، ټبرپوهنه او داسې نورو علومو كې يې 99 مستقل
اثار وليكل، چې تر دې مهاله يې 32 اثار چاپ او 67 نور اثار يې د چاپ لار
څاري. پر دې سربېره يې په سلګونو مقالې وليكلې. په اتو ژبو يې خبرې كولاى
سواى او نژدې په څلوېښتو ملي او نړيوالو سيمينارونو كې يې برخه اخيستې وه.
ارواښاد علامه صاحب د ډېر لوړ غرور څښتن و، لكه يو شاعر چې وايي
اسمانه دومره لا هم نور پورته شه
پر تا مې سر د ارادو لګېږي
كه څه هم ارادې يې دومره لوړې وې، چې له اسمانه سره لګېدلې، خو په ظاهره يې
ډېر ساده ژوند درلود. لكه رحمان بابا چې وايي
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دى
پټ د درست جهان پاچا، ظاهر ګدا يم
ارواښاد علامه صاحب ته د افغانستان د بېلابېلو حكومتونو له خوا د وزارتونو
په كچه د دولتي مقامونو وړانديزونه وشول، خو ده له ولس سره ساده ناسته،
ولاړه او خپل ملي فرهنګ ته خدمت، غوره وباله.
كه څه هم په دې وروستيو وختونو كې يې روغتيايي وضعه ښه نه وه، خو بيا يې هم
خپل ملي فرهنګ ته شا نه كړه او ډېر اثار يې په همدغه وخت كې وليكل. ده په
دې وروستيو وختونو كې د علم او پوهې د ډېوې بڼه غوره كړې وه. له سهاره تر
ماښامه به په لسګونو د علم او فرهنګ مينان د ده كورته راتلل او له ده څخه
به يې پوښتنې كولې. ارواښاد علامه صاحب په 83 كلنۍ كې ډېره قوي حافظه
درلوده او له ياده به يې خلكو ته دومره ډېر معلومات وركول، چې په ژوندي
دائرة المعارف ونومول سو. كه څه هم ده ته ډاكټرانو ويلي وه چې ډېرې خبرې يې
روغتيا ته زيان رسوي او كه هر څوك د ارواښاد علامه صاحب كور ته ورغلى وي،
نو هلته به يې خامخا د ډاكټرانو دغه خبره په ليكلې بڼه هم ليدلې وي. خو ده
د خپلو خبرو له لارې نورو ته د معلوماتو لېږل، يو فرهنګي خدمت ګاڼه.
ځينو ليكوالو او ژورناليسټانو به د ده دغه خبرې ثبتولې او بيا به يې د
مقالو يا كتاب په بڼه چاپولې. د بېلګې په ډول ښاغلى صديق الله بدر، چې د
علامه صاحب د ژوند په باب يې يو كتاب هم ليكلى، هره اوونۍ به يې له ده څخه
د يوې موضوع په باب پوښتنې كولې او بيا به يې په كليد مجله كې د استاد
خبرې تر سرليك لاندې چاپولې، چې وروسته دغه برخه د سيمو تاريخي جغرافيه
په نوم لومړى ټوك په كتابي بڼه چاپ سو.
ارواښاد علامه صاحب يوازې خبرې نه كولې، بلكې همدا اوس يې هم ډېرو مجلو او
سيمينارونو ته مقالې ليكلې. دغه ډول يې ځينې اثار اوس هم تر لاس لاندې وو.
كه څه هم د ده ځينو دوستانو به له هغه څخه هيله كوله، چې نورې مقالې ونه
ليكي، بلكې خپل تر لاس لاندې اثار بشپړ كړي، خو ده دا كار د ځوانانو د
هڅونې او پر هغوى باندې د پېرزوينې له امله كاوه.
ده له خپل وطن سره دومره ژوره مينه درلوده، چې په جنګ- جګړو كې هم له كابله
ونه وت، كه څه هم بهرنيو هېوادونو ته د تلو او هلته د پاته كېدو ډېر
امكانات يې درلودل، خو دى له يو څه مودې پرته، چې هغه هم د علاج لپاره له
هېواده دباندې تللى و، نور د عمر تر پايه په افغانستان كې و.
ارواښاد علامه صاحب يوازې د قلم له لارې نه، بلكې د سياسي مبارزې له لارې
هم د افغان ملت د هوسايۍ او نېكمرغۍ لپاره ګړندۍ هڅې كړې دي. دى نه يوازې
دا چې د ويښو زلميانو د غورځنګ، يو مخكښ غړى و، بلكې د عمر تر پايه دغه
ارمان ته وفادار او ويښ زلمى پاته سو. كه څه هم د ويښو زلميانو ځينو غړو له
مبارزې لاس واخيست او د وخت حكومت ته يې د اطاعت سر ټيټ كړ او ځينې نورو
سياسي ګوندونو ته ولاړل، خو ارواښاد علامه صاحب د عمر تر پايه ويښ زلمى
پاته سو. ان دا چې د طالبانو د تورې واكمنۍ په هغه غونډه كې چې پر
افغانستان باندې د روسانو د تېري د غندنې په مناسبت جوړه سوې وه، يو جاهل
طالب، ارواښاد علامه صاحب له دې امله چې ولې د ويښو زلميانو د غورځنګ ننګه
كوي، په ډېره بې ادبۍ ټېله كړ او سپكې خبرې يې ورته وكړې. خو ده په ډېره
زړورتيا، ډېر وياړ و خپل ټټر ته اشاره وكړه او په صاف اواز يې وويل چې: زه
ويښ زلمى وم، ويښ زلمى يم او ويښ زلمى به اوسم. هو! رښتيا هم د عمر تر
پايه ويښ زلمى و، داسې زلمى، چې په 83 كلني عمر كې هم زلمى و. نه يوازې
خپله زلمى و، بلكې په زرګونو زلميو ته يې د زلميتوب درس وركړ. خو كشكې
پښتون قوم يو څو نور دغسې ويښ زلميان درلوداى.
ارواښاد علامه صاحب كه په 83 كلن عمر كې په هډو زوړ و، خو په فكر، ذكاوت،
زړورتيا او له ځوانانو سره په ناسته- ولاړه كې اوس هم زلمى و. له هر چا سره
يې د خپلې خوښې بحث كاوه، له ځوانانو سره يې په زوره- زوره خندل. خو له بده
مرغه چې دغه زلمى تر 83 كاله ويښتابه وروسته په درانه خوب ويده سو. دغه
ځلانده ستوري، زموږ له اسمانه كډه وكړه او د تل لپاره زموږ څخه جلا سو.
هو! دا د 1383ل كال، د ليندۍ د مياشتې يوولسمه نېټه وه چې د افغان ملت
پښتون قوم او په تېره بيا فرهنګي كهول لپاره يوه توره ورځ او يوه داسې
ضايعه ده چې تر ډېره مهاله به جبران نه سي. بايد ډېر انتظار وكړو چې پښتون
قوم يو بل علامه پيدا كړي.
د ده په جنازه كې په زرګونو تنو ګډون كړى و، په سلګونو تنو فرهنګيانو اوښكې
تويولې. كله چې يې جنازه د كندهار په پوهنتون كې خاورو ته سپارل كېده، نو
له باران او سړې هوا سره- سره په زرګونو تنو ولسي خلكو، فرهنګيانو او د
حكومت لوړپوړو چارواكو برخه درلوده.
موږ د افغان ملت پښتون قوم، فرهنګي كهول او د ارواښاد علامه صاحب د كورنۍ
لپاره د زړه صبر او د لوى څښتن له دربار څخه د ده لپاره د مغفرت دعا
غواړو. همدغه ډول له لوى څښتن څخه غواړو، چې د پښتنو د فرهنګي كهول نغرى
خالي پرې نږدي او پر دغه اسمان د ارواښاد علامه صاحب په شان، نور ستوري هم
وځلوي، لكه يو شاعر چې وايي
هغه يو خوشحال به څه كړو، چې زوال شي
هر بچى د پښتانه بايد خوشحال شي
|